پښتو معاصر شعر اوپه هغه کې ښځينه عنصر
لیک: م. الف. کرگر - لندن، د فبروري لومړی نيټه ۲۰۱۵ د «لمر اوباران» ټولگه کې
څو ورځي دمخه زما کوچنۍ پنځه کلنه لمسی «اوستا» چې په دروازه کې ولاړه وه· لاس يې د تنبې او درشايي په درز کې ايښې وو يو چا ورته وويل «له دروازې لاس ليرې کړه که دروازه پورې شي دسړي لاس چيچي»· اوستا سم له واره په ژړا شوه. کله چې ترې د ژړا سبب وپوښتل شو· هغې وويل: زه خو سړی نه يم، زه جينۍ يم ما ته دې ولې سړی وويلي؟ ما دا خبره په غور واوريده. هغه مهال مې څه ونه ويل خو اوس يي له څو نورو مثالونو سره له تاسو سره شريکوم. څو مياشتې تر مخه په اريانا تلويزيون کې يو اعلان خپريدلو. په اعلان کې يو ه لور چې پلار ته پيسې استوي، پلار يې ورته وايي، «دخترم تو دختر من نيستې بلکه پسرم من هستی». داسې ورته کيسه په پارلمان کې هم تيره شوې. دپارلمان يوه ښځينه غړې چې دخلکو نماينده گي کوي دېوې قضيې په اړوند دپيغور په ډول وايي چې «دغه کسان بايد نور ټيکری پر سر کړي٬ يعنې ښځې شي. څومره دشرم خبره ده چې ان دپارلمان يوه غړې په دې نه پوهيږي چې ټيکری څومره دعزت اووقار سمبول دی. پښتنې ميرمنې چې په جگړه کې ټيکری خلکو ته ونيسی نو وايي دټيکرې په درنښت يې له جنگه لاس واخيست. خو زموږ د پارلمان غړې يې دپيغور له پاره کاروي.
خبره دا ده چی زموږ فرهنگ هم عجيب اوغريب عناصر لري، په نوي نسل کې دشعوراوماهيت پيژندنې له زاويې يو ستر بدلون راغلی گورو. هغه دا چې ماشومه نجلۍ غوره بولي چې نجلي ورته وويل شي نه داسې چې دهلک، ميړه، نارينه، زوی او اتل خطاب ورته وشي·
زموږ په فرهنگ کې داسې ډير عبارتونه شته چې وايي: فلانۍ ډېره نره ښځه ده· هغه پخپله ميړه ده· دهغې دميړنتوب اونارينتوب له وجهې دا کار وشو. اوداسي نور.... خو که دبشريت مبدا ته پام وکو هلته هم ښځه دومره محکومه نه وه اونه ده بلکې د اختيار جوگه ده:
په اسطوروي لحاظ که بې بې حوا نه وای نو هابيل اوقابيل به چيرې وای. په تورات کې راغلي دي، « وآدم زن خودرا حوا نام نهاد، زيرا که اومادرجميع زندگانست» ( بخش افرينش ص ۲)همدا راز که بې بې مريم نه وای نو روح القدس به چاته ورغلی واې اوعيسی به چا زيږولی وای؟ دمتي روايت دی: «... و اوپسرې خواهد زاييد ونام اورا عيسی خواهي نهاد، زيرا که اوامت خويش را ازگناهانشان خواهد رهانيد. (عهد جديد ·انجيل ص۱۰۸۵متي )
دکارل گوستايونگ دسترو څيړنو څخه يو هم دټولنيز تحت الشعور کشف دی هغه په اساطيرو باندې حساب کوي او وايي چې دا د بشري تفکر لرغوني زړبيلگې د ي چې د دوې په جمعي تحت الشعور کې يې ځای نيولي دی· نوموړی د انسان په رواني تشريح کې په دې باور دی چې ښځينه عنصر دنارينه په تحت الشعور کې هماغه زنانه عنصر دی اونرينه عنصر په ښځينه تحت الشعورکې نرينه عنصر دی. چې دا ذاتا موجود دي· ددغه عناصرو موجوديت د ښځينه شخصيت اونرينه شخصيت د انډول ساتونکي دي. دا دروني دوه گوني په واقعيت کې د دوه جنسيتي شخصيت په توگه راڅرگنديږي· په منځنيو پيړيو کې يو شمير پوهانو دا ثابته کړه چې زموږ غده يې جوړښت مشترک عناصر لري· يعني هم نرينه اوهم ښځينه· باور داسي وو چې په هر نارينه کې يوه ښځه موجوده ده اوپه هره ښځه کې يو نارينه وجود لري· چې دې ښځينه عنصر ته انيما ااونرينه عنصر ته انيموس وايي·
اوس دپورتنۍ توضيح په بنياد بيرته خپلو خبرو ته راگرځو· دا به منو چي زموږ فرهنگ يو «نرواکی» یا مرد سالار فرهنگ دی· کيدای شي ځيني ساده گان پري ووياړي خو د نويو ټکو زده کړه په پام کې ساتل په کار دي بايد دخپل وجود نيمه برخه يا ښځينه عنصر هير نه کړو.
تر اوسه ارزښتي سانسور او د نرواکی فرهنگ لاسبري ددې سبب شوی چې په شعور ي توگه ښځينه عنصر په شعر اوادب کې ډير څرگند نه شي· البته په لاشعوري اوناخوداگاه توگه يې زيات مثالونه لرو په تيره په لنډيو کې چې د خدای بخښلي استاد مجروح مقاله يې ښه څرگندوونکي ده· اوهغه په خپله مقاله کې چې په لنډيو يې کښلي ډيرو مهمو مسايلو ته اشاره کړې ده·
يوه بله کيسه را ياده شوه:
يو وخت کله چې په پيښور کې ووم اود بی بی سی په «نوي کور نوی ژوند» کې مې د دايرکتر اوليکوال په توگه کار کاوه، هلته هم يوه شاعره وه چې حسينه گل تنها نوميده· دريکاردنگ په ورځو کې به راديو ته راتلله اوهلته به يې خپل شعرونه هم ويل· دهغې له شعرونو سره اشنا شوم دا ټولگه يې بيا په پيښور کې چاپ شوه· ډير ځله مې غوښتل چې په دې اړوند چې اوس دا مقاله کاږم څه وليکم خو کتاب مي بيا پيدا نه کړ· د هغه کتاب نه وروسته چې نوم يې وو «خو ته خبري کوه !» دا د راديو دايرکتر عمر ناصر ته خطاب هم وو، چې هغه به په ريکاردنگ کې مصروف وو خو حسينه گل به شعر وايه·
له هغه نه وروسته اوس يوه بله ټولگه زيږيدلي ده· دا «لمر اوباران» نوميږي· په اسطوره پيژندنه کې غالباً باران تل دځمکي اوداسمان ترمنځ د تړاو ميوه ده · دمثال په توگه په اليوزي مذهب کې راغلي دي چې وروسته له هغه چې هر څه داوبو په وسيله پاک شول· له اسمانه وغوښتل شول چې « باران واوروي » اودا له يو بل سره د خدايانو ترمنځ مقدس پيوند وو . په دې ترتيب کولی شو باران د ستونزو د يوازيني حل سمبول وبولو·
له نيکه مرغه د «لمر اوباران» ټولگه د داسې انسان هستونه ده · چې زړورتوب لري· نه وايم يونارينتوب· بلکې داسی ميرمن چې په جرأت خپله خبره کولی شي اود خپل هويت اوشخصيت د پيژندنې اوورپيژندنې هنداره ده·
سهيلا حسرت نظيمي په خپل ښځينه هويت وياړي· په ښځينه هويت اودهغي په عظمت په ژوره اوخلاقه مانا پوهيدلې ده· دښځينه هويت دسکې بل مخ عاطفه، ترحم، مينه،عشق، موروالی اولور والی دی او دا ټول احساسات په يوه تن اويو کالبد کې څومره خوند کوي· که په انسان کې دا هويت نه وي اويا دا عناصر ترې ليرې کړو نو انسان نه شو ورته ويلي· دلته ده چې دتوماس هابس خبره صدق کوي چې «انسان دانسان ليوه دی. کله چې داستايوگسکي وايي چې «...دوزخ ديو انسان له پاره دبل انسان په تن کې دی· نو سم د واره ددې ځانگړنو په نشتون کې موجود چې پورته مو ويل د نورو انسانانو له پاره دوزخ هم جوړوي· بې مينې، بې عاطفې، بې احساسه، دموروالي دميني محرومه انسان نو نورڅه وي يوازې اوسني جنگ سالاران، توپک ماران يې ژوندی مثال کيدای شی· ځکه چې د دوې غريزه لا صيقل شوې نه ده ټولنيزه ماخذه لا پر دوي مسلطه نه ده نو څه وي ؟ دانسان اوحيوان توپير په همدې ې دی·
دپښتو د شعر يوه ډيره څرگنده ځانگړنه دا ده چې د نرينه له خوا له ښځې اوپيغلې سره دمينې له اظهار نه ډک دی· نارينه د زلفو په ستايلو بوخت دی· دښځينه اندام په ستايلو بوخت دی· سترگې يې ستايي،غړی يې ستايي٬ قد يې ستايي رفتار اوتگ يې ستايي اوداسي نور·
خو که همدغه يادوشويو مسايلو ته پام وکړو او بيا د «لمر اوباران» ټولگه را واخلو نو په هغې کې څه نا څه دسکې بل اړخ ليدلی شو. دلته يوه ښځه يوه پيغله يوه نجلۍ اويوه مور ده چې خپل ملگري ته د مينې اومحبت اظهار کوي اوله دې وراخوا ځي·
په دې جونگ کې چې لمر دی · لمر چې رڼا ده · روښنايي ده دژوند اوحيات دسمسورتيا سرچينه ده · خپل اغيز لري · باران دی چې دايو بل الهی موهبت دی ·
دچا په قهر ، چوي ځمکه ،پکې ننوزم
په مهربانه خندا وځي سر اوچت له خاکه
دا اختيار له اختياره چيرې تيښته کوي؟
غښتلی واک رانه وتلی دی بالکل له واکه
شاعره چې څه وايي په صداقت اورښتينواله يې وايي· په پورته شعر کې رښتينواله ده· ژوند رنگين دی د ژوند د حالاتو تنوع بيخي زياته ده·
په ټوکو ټوکو دې جگړه شي بيا خپه وو دواړه
لږ وځي ته له چاري،هم لږه شم زه بې باکه
زه په دې تبصره نه کوم· په ياد مې دې چې يو وخت دلاتيني امريکا يو ډير مشهور ليکوال اود «سل کاله يواځيتوب» د اثر اليکوال مسکو ته لاړ اوله گرباچف سره يې ملاقات وکړ · گرباچف ورته وويل ما ستا اثر لوستۍ دی· ستا اثر لوستونکي ته ورښیي چې دنيا څومره رنگينه اومتنوع اړخونه لري·
شاعر ه د اشنا په شعر کې وايي :
پلو کې ټولومه ستا دورځې ديدنونه
ماښام دې ښکلومه ياره ستړې قدمونه
نشه شمه، خماره شم اوپريوزمه ستا غيږ کې
ښايسته چې راته گورې ستا د دوه سترگو جامونه
هگل وايي: «ډېر لوړ اوعالي شی هغه د نه ويلو څه نه دي، لکه چې وايي شاعر له هغه څه نه ډېر ژور فکر کوي څه چې په شعر کې يې څرگندوي· خو دهغه اثار د هغو ډيرو ښو څيزونو نماينده گي کوي چې د شاعر په وجود کي وي· خو شاعر يوازې هغه څه ته چې دهغه په دننې وجود کې پاتې کيږي اود ويلو وړ نه وي، نه دي· بلکې لوستل کيدای يا ويل کيدای شي.
يا داچې وايي:
خړ خړ راته گورې چوپه خوله يې اوس
هيله نيازبينه دې اوس نشته دی
تا د عمري مينې لوړه کړې وه
نور تيښته له دې نه دې اوس نشته دی.
دفرويد د ارواپوهنيز نظر له مخې د اوديپ عقده په نرينه جنس کې وي او د دې نظر له مخي هلک له پلار سره دومره مينه نه ښيي بلکې له مور سره ډيره مينه جوتوي. دا اوږد تفصيل غواړي چې د دې مقالي له حوصلي بهر ده· خو په نجلۍ کې بيا د «اليکترا» غوټه وي چې له پلاره سره مينه جوتوي اوله پلاره سره رغبت ښیي· د «لمر اوباران» په تولگه کې هم يو شعر پلارته شته· دا شعر دوه پيغامونه لري· يو څرگند اوبل يې تحت الشعوري اونا څرگند هغه دی· په څرگند پيغام کې شاعره له پلار سره مخامخ ده اوهغه ته وايي چې زه لور يم· زه د وهلو نه يم· په واقعيت کې شاعره په دې شعر کې دټولنيز ماحول لاسبری نظام غندي او د پلار په کرکتر کې دټولنيز نظام سره چمبړ ده· سره له دې چې دهغې مينه چې د شاعر په تحت الشعور کې ځای لري اواليکترا يې دې ته واداره کوي چې خپله خبره ورته وکړي· خو په تحت الشعوري توگه شاعر له پلاره سره يو سوځنده مينه هم لري· دهغې دا مينه نوموړې دې ته رابولي چې پلارمخاطب کړي· دپلار د ناخودآگاه کتاب پاڼې واړوي اوهغه موږ ته قرائت کړي·
پلاره !
پلاره! مه مې وهه لاس ونیسه
زه خو انسان یم، د وهلو نه یم
زه دې اولاد یم، د رټلو نه یم
زه دې په مینه لویه کړې یمه
څه که نجلی یم او هلک نه یمه
ستا د وجود ذره ذره یمه زه
څه که بل کور ته د ورتګ یمه زه
ها؛ دې په یاد دی چې زما غږ شو په تا؟
«کور کې دې لور پیدا شوه...»
د لر او برو ګاونډیو په خوله
«وی ، وی...» د ویر پیدا شوه...
خو تا به هر چا ته موسکا کوله
ويل به دې ········
په دې شعر باندې له ارواپوهنيزې زاويي ډېري خبري کيدای شي·
دا بل شعر، دا غزل د فورم په لحاظ غزليز فورم زيات دی
ته مې خوښ يې
ته مې خوښ یی
جانانه کړیدلی ځوریدلی می ته خوښ یی
د مینې په غمونو لمبیدلی می ته خوښ یی
هوس د وصالونو دی له دواړو سترګو څاڅی
د هجر په وختونو ځوریدلی می ته خوښ یی
دردونه چی د مینی دم په دم په تا وریږی
همداسې په دردونو ژړیدلی می ته خوښ یی
ژړا دې آذانونه د سهار شی راته یاره
وږمو د سباوون نه بوییدلی می ته خوښ یی
یوه خندا چی زړه کی خوشحالی درته پیدا کړی
د ساه هره لمحه کی خندیدلی می ته خوښ یی
چې ستړی او ستومانه شې په غلا راته کتل کړې
بیا پټ د ونې شاته موسکیدلی مې ته خوښ یی.
دلته دمينې اظهار دښځينه ستوني نه توپير لري چې····
يا په دې ازاد شعر کې چې حيا نوميږي
ته می په مخه کی وی...
ته راته څنګ کی می وی...
ستا د وجود خوله زما په تن وه...
ستا ریږدیدا زما د زړه په سر وه
حیا می سترګو کی وه
هم شرمیدلی ومه
هم مسیدلی ومه...
ما وی...
ما وی چی هر یو به پوهیږی...
تا به زما د اوږد نظر
په اوږدو لارو
زما په سترګو وینی
تا به زما په څنګ کی وینی
تا به زما په شرمیدلو سترګو کی له ورایه ګوری
ستا په مطلب به پوه وی
ما به ستا هر یوه کلام کی اوری
ځکه خو هر یوه
حیران حیران کتلې راته
هم یی خندلې راته
هم خو کیدای شی
چې انداز او ستا کلام یی خوښ وو
ستا په هر شعر کی الهام یی خو ښ وو
ما هسی زړه خوښاوه
ما هسی زړه خوښاوه
۰۷.۰۴.۲۰۱۲
سهیلا حسرت نظیمی
د «لمر اوباران» شعرونه د ژوند د تجربو شعرونه هم دي· دانساني جدال، د مينې اوقهر، دعشق اوخپگان شعرونه هم دي·
زموږ د ټولني لاسبري اوحاکم فرهنگ ښځه محکومه کړې ده· چې بايد د مينې اظهار ونه شي کړای· دا ځکه چې هغه د ننگ، ناموس، عفت اوحيا سمبول دی· دې توکو له هغې اختيار اخيستی دی· مينه کول د ښځي له پاره تابو گرزيدلي ان له خپل ژوند شريک سره دا اظهار منع دی· ښځه يوازې د اړ اومجبور موجود په توگه اظهار کولی شي خوکه دهغې تحت الشعور د اظهار ډگر پيدا کړي· دمنډو پياوړي نيلي به په کې ستړي شي خو د تحت الشعور نه راوتلی سيند غورځنگ به ارام نه شي·
خو د «لمر اوباران» شاعرې د ښځو د ذهن زولنې ماتي کړي دي· هغه پخپله هم وايي اونورو ته ېي هم وايي چې تاسو د يو بشپړ وجود اوتن اوشخصيت په توگه دمينې اوعشق اظهار کولی شئ تاسې اختيار لرئ اودا اختيار ستاسو طبيعي حق دی· که نارينه پياوړی اوانسان دی· نو دهغه پياوړتيا اوانسانيت په هغه جوهر کې ده چې دهغه په روح اوروان کې يې ځای نيولی دی· اوهغه ښځينه عنصردی·
دفورم له مخې په «لمر اوباران» کې زياتره شعرونه دغزل په بڼه دي· خو د آزاد شعر نمونې هم زياتې دي· په نظمونو کې هم کيسه ويل کيزي· چې بيا هم هماغه ياد شوی عنصر په کي ځليږي·
ځينې غزلې د قافيو او وزن په اړوند يو څه ستونز ي لري· دشاعرې له خلاقيت نه جوتيږي چې د هغې دراک اوچالاک ذهن اوحافظه د دې وس لري اوکولی شي چې په راتلونکې کې دا ستونزه هواره کړي· د تصوير اوعاطفي اړخونو اوشعريت ته يې نوره هم پاملرنه په کار ده·
