د مورنيو ژبو ارزښت د ژبو نړۍ واله ورځ
که څه هم د مورنيو ژبو په ارزښت موږ ډېر څه ليکلي دي او ډېر څه به مي ويلي وي خو اوس چې يوواربيا ۲۱م فروري را روانه ده او د بنګاليانو په سرشندنه چې د خپلې مورني ژبي دپاره يې وکړي او نړۍ والو پاملرنه يې ودي ته را واړوله چې دوي په يوه بيه او قيمت باندي ودي ته تيار نه دي چې د دوي مورني ژبه بنګالي دي بې ارزښته شې او د دوي د مورني ژبي په ځائي دي د نورو زورځواکو ژبه په دوي بندي وتپل شې دا ځکه چې دا د دوي بشري حق وو او دي چې خپلې زده کړي په مورني ژبه وکړي د خپل ژوند ټولي چاري په خپله مورني ژبه مخ ته يو شې ځکه چې بنګالي پخپله يو قام وو او ژبه يې هم ډېر په مخ تللې وه او دوي ته د باچاخان د وينا سره س دا ورته څرګنده وه که دوي خپله ژبه شاته کړه نو به خپل ټول ټول قامي ارزښتونه نه دلاسه ورکړي هم د دوي دهغه سرشندنه وه چې نن يې خپل قام دهغه ځائي ته را ورساوي هغه څوک چې ددې دپاره شهيدان شول په رښتيا هم هغه د بنګاليانو اتلان دي بلکې د ټولو نړۍ والو لارښودان دي ځکه په ۲۱م فروري دهغه ورځ په نړۍ واله کچه بندي لمانځل کيږي او ځموږ په ګډون ټوله نړۍ وال و دوي ته د راښت په سترګه ګوري هم دا ددوي شهادت او سرشندني وي چې نن ځپلي قامونه او خپلي ژبي و نړۍ والو ته په ګوته کيږي او دوي خپل ږغ پورته کوي.
ځموږ ګرانه مورني ژبه پښتو هم د پيړيو پيړيو څخه د زورځواکو تر ښکيلاک لاندي ده چې د هري خوا ځپل کيږي نه يواځي عام وګړي يې په مخالفت کښې ولاړدي بلکې حکومتو دهغه وخته څخه داهڅه کړي ده چې پښتو پښتو پاته نه شې او ددې وشاته سياستونه کار کوي که ګاونډي هيوادونه دي يا که نور زبرځواک دي د پښتو مخ نوي يې کړي دي د موغلو دور به پريږدو د انګريزانو لخوا چې کومي ناندري د پښتو سره وشوي هغه نن هر چاته څرګندي دي کله چې انګريزان دلته حاکمان وو نو دوي د هيچا څخه دومره خار او ويره نه لرله لکه د پښتانه څخه چې لرله او د تاريخ ليکلي پاڼي چې دوي خپله ليکلي دي دا هر څه څرګندونه انګريزانو چې په وارو وارو د خپلو لاس پوڅو چې هغه هم افغانان وو او مرسته د هند د مسلمانانو هندوانو سکهانو مرهټو او نورو ورسره وه چې د وخت د افغانستان د سيې او سازشو ته دوام ورکړي خو ماته يې په وارو وارو وخوړله خو چې په دهغه د سيسو کښې پاته راغلي نو بيا شيطاني چلول پېل کړي چې يوه خواته اسلام د خپلو ناوړو ګټو دپاره ګار کړي او بلې خواته يې په زوره تاريخي افغانستان نيمګړي کړي او د ډيورنډ کرښه يې د پښتنو په ځکه راواسته انګريزانو چې کوم پښتانه بيله ددې چې دوي خوښه او رائي واخلي د افغانستان څخه يې رابېل کړل داهڅه يې وکړه چې په بشپړه ډول ددې رابېل شووپښتنو اړيکي د ډيورنډ د پورته پښتنو سره وښيکيزي نو ددې دپاره يې پښتو و ښوونځي ته پري نه ښوده ولي چې بيا به د دوي اړيکي د خپلو پښتو سره ددې لاري ټينګي شې دادي دهغه قام کړني چې ځان ته يو مذهب او د نړۍ ستر قام ګڼې خو د جرمني د نامتو فلاسفر ښاغلي پنټشي داخبره په سلو کښې سل په ځائي ده چې انګريز د نړۍ تر ټولو شيطان قام دي او د خپلو ګټو دپاره هر څه کولو ته همه وخت تيار وي هم دهغه د دوي ناوړه ګټي دي چې تر نن ورځي پښتون او پښتو خواره ده او د ښکيلاک سره مخامخ ده خو چې کله انګريزان ولاړو او د دوي ځائي ناستي د يوه نوي ملک په ګدي کښيناستونو دوي هم دهغه انګريزانو لاره خپله کړه دوي ته بل غم ورولويدي دوي دا اټکل وکړي که چيري موږ په مورنيو ژبو زده کونکو ته زده کړي ورکړو دا به ودي ملک ته زيان ورسوي او د پاکستان چې کوم ووالي دي هغه به رچي رچي شې نو ځکه چې د سيندي ژبي په چپه نور ټولي ژبي د کوټولو داره يې هڅي رواني کړي او نن هم دوام لري او د پاکستان د اوسينو ناخوالو او ګډوډيو د علتونه څخه يو لوئي علت هم دادي چې نه يواځي په دي ملک کښې ژبي ځپل کيږي بلکې د دوي دود کلتور تاريخ او ثقافت ورانول کيږي بلکې د منځ څخه د وړولو دپاره په ډېره لويه کچه دهغه ناپوهان شپه او ورځ لګيادي په زياته بيا د پښتو ژبي د پښتنو دوياړونو سره ډېر جبر کيږي پښتانه چې ځان ته لرغوني وياړونه دودونه رواجو او په ځانګړي ډول لرغوني او ځانګړي تاريخ ادب او شعر او شاعري لري ددي د مخ نوي هڅي رواني دي ځکه چې نن يو پښتون زده کونکي خپل شاعر او اديب نه پيژني خو مرزا غالب مرتقي ميرعلامه اقبال او نور د نورو ژبو سړي ډېر ښه پيژني هم دا ډول يې د خپل تاريخ څخه بيګانګي ده.
انګريزانو په خپله ولکه کښې پښانه ته بېله پيژندګلوي ورکوله او د افغانستان څخه بېل ساتل ځکه اردو او پارسي يې په ښوونځيو او نورو چارو کښې ورته رامخ ته کړه او دا نورو لالاګانور ډه بډه په دي ملک کښې اردو او انګريزي ورته ودروله چې ددې لاري به د دهغه مورني ژبو ځائي هم دهغه دوي ژبي ونيسي خو دا غير فطري عمل چنداني ګټه نه ورته وکړه په زياته بيا په پښتنو کښې ځکه چې د حکومتونو د زور زياتي او مخ نوي سره سره پښتو د خپلو اتلانو شاعرانو او اديبانو په موټي خپله ژبه دومره مخ ته يووړه چې مخالفين که هغه په دننه کښې وو يا په ګاونډ کښې ګوته په غاښ ورته پاته شول ځکه چې د وي په لويه کچه د ډېره وخته څخه داهڅه کړي وه چې د پښتو د څنګه پښتون هم د منځ څخه وباسي خو د دوي دهغه شومي غوښتني هغه وخت د خاورو سره خاوري شوي چې په نړۍ کښې معلوماتي ټيکنالوجي (I.T) بدلون تو انقلاب رامخ ته شو چې نه يواځي د قامونو ترمنځ تناونه رالنډ شول بلکې هغه غير فطري پولي هم دمنځ څخه يووړل چي زورځواکو را استلي چې ژوندي بيلګه يې د دواړو اکمانو يو هيواد کيدل هم دا ډول په منځني آسيا کښې وشول دا ځکه د قدرت او فطرت و مخ ته يو څه هم ځان نه شې نيولي او تاريخ د داسې پيښو ډک دي چې ژوندي بيلګه يې پخپله لويه برتانيه ( GREAT BARTIN) ده چې په پاچاهي يې لمر نه پټيدي خو نن د پاکستان د يوه ايالت برابره ده خو بېرته هم ولسونه د تاريخ څخه زده کړي نه کوي.
خو د پارسي ژبي متل دي چې ارواښا د خان عبدالولي خان به ډېر غبرګاوي چې هر که دا ناکند کندنادان ليکن باز خرابي يې سيار نن په پاکستان کښې ځيني پوهان او د عقل خاوندان په دي پوه شوي دي چې څنګه ليکن بازخرابي يې بسيار نن په پاکستان کښې ځيني پوهان او د عقل خاوندان په د پوه شوي دي چې ځکه چې نړۍ والو عالمانو ژب پوهانو او د نفسياتو پيژندونکو ډېر پخوا داخبره کړي وه چې و زده کونکو ته زده کړي په مورني ژبه ورکول حتمي او لازمي اړيني دي ولي چې يو ماشوم چې د لومړۍ زده کړه د بل په ژبه کوي هغه زده کونکي په زده کړو کښې وده نه شې کوي او ددي د څنګه نور ډېر زيانونه چې هر اړخيزه دي لري خو داسې کسان په پاکستان کښې اوس هم ډېر لږ دي ځکه چې په پاکستان کښې د ميشته قامونو د ژبو دود کلتور تاريخ او نورو ارزښتونو په ضد د ډېروخته څخه کار شوي دي او يو سوچ (MIND SET)جوړ شوي دي چې څوک دهغه غوښتني کوي هغه ته غدار د ملک دښمن او د کافر نوم ورکول کيږي او د تشدد سره هم مخامخ کيدي شي خو چې څوک په رښتيا او حقيقت ايمان لري او د خپلې بشري حق څخه نه لاس په سر کيږي هغه په داسې بيځايه خبرو کښې باک نه وهي ځکه چې دوي هر وخت په ليک شعر او ويناو کښې خپل دريځ څخه نه په شاء کيږي.
اوس چي د مورنيو ژبو نړۍ واله ورځ را روانه ده په کاردي چې خپل ږغ نه يواځي نور اوچت وکړو بلکې و هر ماشوم ته دي لومړي زده کړي په مورني ژبه ورکول شې بلکې و هر ماشوم ته د خپل تاريخ دود کلتور رواجونه د څنګه د ادب او شاعري زده کړ هم ورته په ښوونځيو کښې ورکول کيږي حکومت دي د ملک ټولو مورنيو ژبو د پرمختيا او ودي دپاره غوټي او فنډونه ورته بېل کړي، د ۱۸م آئيني بدلون وروسته د زده کړو او تعليم چاري و ايالتو ته ورسپارل شوي دي په کاردي چې ايالتي حکومتونه دهغه دنده په خپل لاس کښې واخلي او داسې چاته د مورنيو ژبو او اړونده چاري و داسې چاته وسپاري چي هغه د مورنيو ژبو او اړونده چارو په ارزښت پوهيږي نه هغه چاته چې هغه د خپلې مورني ژبي د خپل دود دستور کلتور او تاريخ سره بيګانه وي بلکې خپل هر څه يې د انګريزانو او انګريزي ژبه يې خپله مورني ژبه جوړه کړي نه و داسې چاته دهغه لويه دنده او مسئوليت په لاس نه ورکوي لکه د خيبرپښتونخوا اعلا وزير ښاغلي پرويز خټک څوک چې د خپلې مورني ژبي څخه نه يواځي بيګانه شوي دي بلکې د پښتو څخه کرکه هم کوي ځکه چې نوموړي ويلي وو چي وده ته د پښتو په اړه خبره کيږي نو دده په سر ورته درد شي څومره نارک سر دي..؟ د بده مرغه د پاکستان حکمرانان چي څنګه سوچ او مائنډسيټ لري هغه د ملک د ګټي په ځائي د زيان سوب جوړيږي چي ژوندي بيلګه يې هغه بيځايه هڅه ده چي په بنګاليانو باندي د بلې ژبي د تپلو هڅي وکړي چې پايله يې څرګنده شوه ددې سره سره چې دوي تر ټولو زيات د پاکستان ملاتړي وو..
