اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

نن دپرون په رڼا کښې

که يوه خواته دنړۍ سياست ډېر پيځلۍ او کړکچن دي خو بلي خو بلي خواته دنړۍ او دسيمي سياست ډېر په چټکي سره مخ په وړاندي روان دي او هغه رښتياوي هم رامخ ته کيږي چي تر ډېره پټ ساتل شوي وو ددي سره سره چي دنن په سياست ځان پوهول هم دومره آسانه کار نه دي ځکه چي يوه خواته نړۍ دتشددياد تهره ګري سره مخامخ دي په زياته بيا په پښتو او د دوي په سيمه خو دڅو لسيځو څخه ديوه ناورين سره مخامخ دي څومره پيښتانه او نور ووژل شول څومره ژوبل شول څومره مالي زيانونه وشول هم دومره چي تراوسه يې چاشمېر هم نه دي کړي خو دبده مرغه تراوسه څوک نه دي تواتيدلۍ چي دهغه ځائي او مالي زيانو شمېره څوک وکړي ځما په اندهم دهغه ځموږ ټولو نالواني او تيروتنه ده چي دهغه وخته څخه دموږ سره ملګري ده يو سوداګري هم دخپلي ګټي او زيان ځان ته دڅرګنده لو دپاره هر کال دخپلي شتمني شمېرنه کوي خو په موږ باندي دتيرو پنځه ديش کلو څخه ناورين جوړ دي او په ډېر لوئي شمېر ځائي او مالي زيانونه هر ورځ کيږي خو موږ په دي نه يو تراوسه توانيدلۍ چيري خو داپوښتنه ده چي ولي موږ ددي ناورين سره مخامخ شو؟ چا ورسره مخامخ کړو؟ ولي مخامخ کړو؟ ترکومه به ددهغه ناورين سره به ترکله په بشپړه قام مخامخ وي؟ څوک بل څوک به موږ ددهغه ناورين څخه راباسي که به موږ پخپله هڅي وکړو چي خپل قام او ټاټوني ددهغه ناورين څخه راوباسو؟ دهغه او دي ته ورته ډيري پوښتني دي چي هغه ځواب غواړي څوک به ددي ځواب ورکوي دايه وخت او حالات راڅرګنده وي.

ټوله نړۍ او په زياته پښتانه داخبره کوي چي دجګړو وژنو او دوراينو ټولي لاري دخبرواترو ويوه تغرته درسيږي که هر خو او وختو پوري دهغه ورانۍ دوام وکړي او موږ په وارو ارودا خبره کړي ده چي پښتانه افغانان يواځي او يواځي په خپلو کښې دفاستي دلاري ددهغه ناورين مخ نوي کوي شي هيڅوک دچاغم نه خوري ولي چي نن هر څه داقتصادي ګټو په رڼا کښې مخ په وړاندي وړل کيږي او دهغه ګټو ته ځان درسولو دپاره دبشر او انسانيت دنامه څخه هم اخلي دمذهب څخه يې هم اخلي خو ددي دڅنګه دزور او سياست څخه دېر کار اخلي او دنن په سياست کښې داهر څه دورا ځايه اخلي خو ددي دڅنګه د زور او سياست څخه ډېر کار اخلي او دنن په سياست کښې داهر څه دورا ځايه څخه ښکاره کيږي او هغه ملکونه چي ښه مشران ښه اقتصاد او ښه سياست او کړنلاره ولري هغه وخپلو دهغه هدفونه ته ځان رسوي اوکوم قامونه چي ددهغه ياده شو وارزښتونو څخه بي برخي وي هغه د داسي ناورينو نو سره مخامخ کيږي لکه پښتانه افغانان چي دتيرو اوږ دوکلو سره را روان ناورين کښې نښتي دي چي دوتلو لار يې هيچاته نه څرګنديږي نه ورښکاره کيږي که څه هم دهغه قام باندي اسلام سپيڅلۍ نوم هم ګارشو داشتراکيت يې هم آزماو شو دقام او دټاټوبي چغاري هم ډېري وشوي سيمه ايزه ناري هم وشوي خو زيان يې ټانولي قام او ولس ته ورشيدي خو لانجي او جګړو تراوسه دوام کوي هيڅوک دانه شي ويلي چي په بيلو بيلو نومو شوي جګړي او ناخوالي چي ځموږ ولس او ټاټوبي په کښې راګير شو ګټه چاوکړه ماته چاو خوړله ددي سره سره چي هر ډلي دځان سره باندني ځواکونه دخپل ورور دپاره وخپل هيواد ته را داخل کړل ياد بلي ډلي وشاته په پټه باندنيان ولاوو خو هر يوه خپل ورور پخپله وواژي يا يې په نورو واژي خو خبره چي دکومه ځايه څخه پيل شوي وه هم په هغه ځائي ودريده.

هر چاچي دخپلۍ ګټي دپاره په ښکاره ياپه پټه باندي ځواکونه خپل هيواد ته را داخل کړي وو دوي دي پخپل ګريوان کښې وګوري چي باندنيان په دي جګړو کښې څومره ووژل شوي څومره ژوبل شول څومره مالي زيان يې وشو او دپښتنو افغانانو څومره وګړي ووژل شول څومره ژوبل شول او هيواد يې څوني مالي زيان وشو؟ په افغانستان کښې چي په دي نزدي څلوښيت کلو کښې چي څومره جګړي وشوي ددي سرفيه واتلسمي نولسمي او شلمي پيړي ته رسيږي که موږ وتاريخ ته پاملرنه وکړو نو دابه راته څرګنده شي چي افغانستان يا ځموږ ټاټوبي دايران موغلو اودمنځني آسيادسياليو څخه ناکراره وو دهغه وروسته دانګريزروسيه اودايران په دسيسو کښې راګير وو چي ټوله په دي باندي په يوه خوله وو چي افغانان يو موټي نه شي نه دوي پخپلو پښو ودرسږي ولي چي هر چادافغانانو ديو والي څخه ويريدل چيري دوي يو شو نو بياد صغير نه شته دوي چي هر څويو دبل دښمنان وو خوافغانانو ته دوي يو وو خو کله چي دميرائيس نيکه او دلوئي احمدشاه بابا په سياسي پوهنه افغانان په دوي راټول شول نو دهغه باتوره قام او ملت يې تراصفهانه او د رويې ترسره ورساوي او دهند ټوله وچه يې ترخپلي ياتوره قام او ملت يې تراصفهانه او درو يې ترسرحده ورساوي او دهند ټوله وچي يې تر خپلي ولکي لاندي راوستله اودشمال منځي آسياحکمرانان يې ولړځول او دايران ياچايې په پښو ورولويدي دازه نه وايم داتاريخ دي خو بيا دانګريزرو يې او ايران په دسيسو افغانستان نيمګړي شو چي کله انګريز په زوره او دافغان سياست مدارانو په ځان ځاني او جاه طلبي باندي د ډيورنډ په نامه دپښتنو په ځګر باندي چاړه راوسته هم ددهغه وروسته دافغانانو او پښتنو بدمرغي پيل شوه چي ترننه پوري دوام کوي بلکي هم ودي ځائي ته راورسيده چي هر څه هر لوري دخپله لاسه څخه هر شي ورکړي دي او خپل ټول واک او اختيار يې دنورو په لاس کښې دي چي دروانو درې نيمو لسيځو څخه بيله ددي چي په يوه نامه او بل نامه باندي يو بل سره ووژني نور هيڅ په لاس کښې نه لري خو يو شي ياچانس چي دهر لوري په لاس کښې دي هغه هم دا دي چي هر خوابيله دڅه غوښتني په خپل ګريوام کښې وګوري او داپريکړه وکړي چي دنن څخه وروسته به خپل ورور نه وژنم دجګړي په ځائي به دپښتانه په لوئي نغربه دخپل وروسره سوال ځواب کوم دهيواد دڅخه به جګړه دمنځ څخه وړم او هغه باندنيان چي ځموږ په هيواد کښې په پټه او ښکاره لاس دهنه کوي دهغو لاسونه به دخپل دګريوان څخه ارومرو کاږم.

دافغانستان اودپښتنو افغانانو تر ټولو لويه لانجه دباندنيانو په هيواد کښې پټ لاسونه دي چي هم ددي دپاره کار کوي چي پښتانه افغانان سره يونه شي دهغه عمل دتيرو دروپيږيو څخه راروان دي خلګه داوائي چي افغانان اتفاق نه لري ځما په اندداخبره دسره څخه بيځايه ده څومره چي افغانان په زياته بيا افغان ولس چي څومره يو وال او اتفاق لري ددي ساري په نړۍ کښې ډېر لږ ليدل کيږي داځکه چي دنړۍ زور ځواکي چي دري پيړي څخه په يوه نامه او بل نامه په يوه ملت کښې ددي دپاره دسيسي کوي چي دوي سره يونه شي نو هر يو ددي څخه اټکل کوي شي خو هومشرتابه د جاه طلبي دکبله دملت ديو والي څخه ګټه اخستي ده.

په کار دي چي موږ دخپل تاريخ په رنا کښې په ډېره پوهنه دنن ورځي ناخوالي وګورو او بيا حل او فصل لار په کښې وسنجو ودابه ومنو چي دنړۍ دزور ځواکو سياست په تغيرخوړلۍ دي خو دافغانانو پښتنو دپاره هم هغه سياست مخ په وړاندي وړل کيږي چي دوي پيړي پخوا دوي سبخولي وو دبيلګي په ډول په اتلسمي پيړي کښې دهغه دروسيې حکمرانانو و برتانيې ته داويلي وو چي دهغه افغانان وحشيان او تهره ګردي او روسيه غواړي چي دهغه خلګه دمنځ څخه يو وړل شي او بيا موږ په يو شتمي پيړي کښې ګاونډي هيواد دمشر په يوه نړۍ واله غونډه او په (FORUM) کښې په وازه خوله وويل چي پښتانه ټول طالبان دي او طالبان ټول تهره ګري دي او دا ډول که موږ دڅو کلو ناخوالي وګورونو دابه راته څرګنده شي چي دافغانستان په اړه اوس هم دګاونډيانو او دپخواني وران کار انګريز په سياست کښې يو بدلون نه دي راغلۍ اوس هم هغه زوړ سياست لويوي دابيله خبره ده چي دپردي وشاته ناست دي چي نه داسلام په ګټه دي نه دپښتنو او افغانانو په ګټه دي دا بيله خبره ده چي ځيني اسلامي ملکونه په دي کار کښې د دوي مرسته کوي ځيني رڼ انده او سياست پوهان شي چي دانګريز دپښتنو افغانانو څخه دنولسيځو او شلمي پيړه بدل اخلي خو په دي کښې بله خبره نه شي کيدي چي انګريزانو چي څومره زيان وافغانستان پښتنو افغانانو ته رسولۍ دي هيچابه نه وي ورسولي او په زياته بيايې داسلام سپڅلي دنامه څخه ډيري ګتي کړي دي چي دتاريخ پاڼي ددي دسيسو څخه ډکي دي او افغانان که دنوي نړۍ سره نګ کول غواړي نو به دوي دهيواد څخه دنورو لاسونه نه کار دي په يوه ټغربه دوي سره کښنېي او دنړۍ دنوو نړۍ والو غوښتنو سره ځان سنجوي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←