نوروز يا اختر که يخ تر
موږ د منځني آسيا اوسيدونکي يو خو انګريز د خپلو مادي ګټو دپاره په زور د سويلي آسيا سره وتړلو چې ځان ته د بشر دوستي تمغه هم په ځکر باندي ځړوي خو په اصل کښې د بشر ضد عمل کوي ځموږ مشران چې ديخي سيمو اوسيدونکي وو دوي چې يخ به تېر شو نو څو ورځي به خوشالي لمانځلي چي دوي به يخ تر ورته ويل خو چې د اسلام سپيڅلي دين او مذهب راغلي نو دوي ته په کال کښې ددوو خوشاليو يا د وړوکي او لوئي اختر د لمانځلو لارښودنه وشوه او دوي هم لبيک ورباندي وکړي او دنن ورځي پوري پښتانه افغانان دا دواړه اخترونه په ډېر جم جوش جوړه وي چې اوس هم دوي دهغه اختران په کوم جم جوش جوړه وي د پښتنو افغانانو دا روسيي بل يو مسلمان ملک نه جوړه وي خو په پښتنو چې کوم ناورين په دي ديش کاله کښې وتپل شو د دوي د نورو چارو د څنګه خپل دود او کلتور ته زيان رسيد نه وليدله چې ښکاره خبره ده چې په دواړو اخترانو يې هم بدي اغيزي وکړي يو دا خو چې دومره ځاني او مالي زيان ودي سپيڅلي قام او ملت ته ورسيدي چي ساري نه لري خو پښتون افغان ملت يو ژوندي ملت دي ددې دومره ورانيو او تباهي سره سره بيا هم و هر ډول مشکل ته هر وخت تيار ولاړدي ددې سره سره چې هر اندام يې ټپي ټپي او زخمي زخمي دي د اختر ميلي ځکه ځيني پاته کړل شوي چې د دوي جمات جرګه مرګه جنازه ښادي او غم ځايونه خوندي نه وي ځان وژونکي او چاودني کونکي چې هر وخت په دوي پسي او تعافب يې کوي نو به څنګه دوي د اختر ميلي په دومره غټ کچه کوي چې دهغه ژوندي بيلګه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ء خو نړۍ پيښه ده چې په ماشومانو د ښوونځي دهغه نوم څه ورپريو تل او نزدې درې سوه د ښوونځي زده کونکي يا خو شهيدان کړل يا يې ژوبل کړل ددې ته ورته پيښي په د څو کلو کښې هر پښتون افغان پخپلو سترګو ليدلي دي چې شمير يې نه کيږي.
خير خو خبره ديخ تر نوروز يا اختر ده پخوا چې به ډيري واوري بارانونه اوسيلي لويدلي او د خلګو ليدنه کتنه به په مياشتو مياشتو نه سره کيدله دوي به تر خپلو کورو پوري پاته وو چې هر ډول مشکلات به هم ورباندي تېر شوي وو چې څنګه به د زمي وروستي ورځي شوي واوري اوريدل او ويليدل به پېل شوي هوا او موسم به تود اورنګين شو نو به پښتانه افغانان هم ورسره وغوړيدل او روحاني او قدرتي خوشالي به د دوي په برخه شوه ځکه چې دوي درې درې نيمي مياشتي په ډېرو خواريو کښې تېريکړي وي او يوې نوي د پسرلي شمال دوي وهل چې پخپله دا ددوي دپاره يو لوئي بدلون وو چې د نوي کال د پېل کيدو مخ وو او نن چې دهغه ۲۱م مارچ راځي او د نړۍ په زياته بيا په منځني آسيا کښې دهغه اختر خوشالي يا يخ تر لمانځل کيږي هم ددې ورځي سره د دوي نوي کال جوړيږي يا پيل کيږي پښتانه افغانان د نوي کال دا ورځ د اختر د ورځي په حيث لمانځي په مزار شريف کښې د سخى صاحب بيرغ سهار مهال هم د دهغه نوي کال او ديخ تر په مناسبت پورته کيږي چې د افغانستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډون نور باندنيان او کوربانه ګډون په کښې کوي دا ډول په بشپړه افغانستان کښې ديخ تر جشن پېل شي ځموږ د سويلي پښتونخوا کښې هم په دهغه ورځ د شيرجان آغا بيرغ پورته کيږي چې بيا ميلى ورباندي کيږي ددې د څنګه د کرښي ددې خواڅخه هم ډېر خلګه هر کال د سخى صاحب د بيرغ د پورته کيدو دپاره مزارشريف ته ورځي دلته د اختر يا ديخ تر ورځي لمانځل کيږي نوي جامي او نور دودونه تر سره کيږي خو موږ د انګريزانو ستعمره پاته يو نو ځکه ډېر خلګه په دي خبر نه وي خو زياته بدي اغيزي دهغه د درې نيمو لسيځو غميځو څخه رامخ ته شوي دي.
په رښتيا چې وړوکي او لوئي اختر ځموږ اسلامي دودونه دي او موږ يې د نورو اسلامي ارکانو د څنګه ښه لمانځو خو يخ تر او د نوروز خوشالي موږ د خپل وجود څخه نه شو بيلولي ځکه چې چاپيريال موږ ته داسي جوړشې که موږ غواړو که نه غواړو ددې اغيزي په موږ کيږي تازه او د خوشبو يو ډکه هوا د مرغانو چڼهاري د لمر معتدله هوا د شپي او ورځي وحت په نيمائي راتلل د څو مياشتو د يخ مشکلات او په خونه کښې په مياشتو مياشتو پاته کيدل او بيا يو داسې موسم او هوا راتلل چې د شپې هم د سړي خوښه وي چې د باندي کښيني او بيا په کلو کښې غر او سمه تکه زرغونه کيدل د ميزو اووريو بغاري داونو د نوي سر څخه زرغونيدل او بيا د مرغانو په هر ځائي کښې چغاري او نغمي داسې نوري ډېر نخښي نشاني دي چې د يخ تر يا د پسرلي د راتلو سره د هري سړي په زړه کښې ولولي رابرسيره کوي چې دا يو قدرتي خبره ده چې څوک مخ نه شې ځيني اړولي نو څنګه موږ کولي شو چې دهغه د لوئي څښتن(ج) د ورکړي څخه موږ ځان ګوښه وساتو خو د بده مرغه موږ په يوه داسې چاپير کښې راګير شوي يو د وير غم او ناخوالو په چپه موږ بل څه ته دي ليدلي او په کوم چاپيريال کښې چې موږ ژوند کوو هغه نه بشري ژوند ويل به بيځايه وي چې وير او خو شالي کښې توپيرنه کيږي او بيا چې څوک د خپلو ارزښتونو په زوره راګرځول کيږي نو بيا خو و داسي څه ته بې غلامي بل نوم نه شي ورکيدلي..؟
ډېر خلګه به دا وائي چې اسلام دوه اختر د لمانځلو لارښودنه کړي ده دا ځموږ دپاره بس دي داخبره په ځائي ده او پښتانه چې څنګه دهغه دوه اختره تيروي په دي باندي وړاندي وويل شول خو دهغه دواړه اختران د کال سره څرخي ځکه چې کله په دوبي کښې وي کله په زمي کله په سپرلي او کله بيا په منې کښې وي خو يخ تر يا نوروز د کال په ټاکلي وخت راځي چې هغه داسې وخت وي که څوک غواړي که نه غواړي هر وګړي ودي ته اړکوي چې خوشالي وکړي او دهغه خوشالي په ګډه او ټوله ايزه ډول وکړي چې دا يواځي هغه وخت کيدي شي چې موږ ټوله په ګډه دهغه ديخ تر يا د نوروز اختر ځموږ د نورو دوو اخترانو وارو و لمانځو ځکه چې دا ځموږ دودي موسمي او د قدرت راکړه ده ګرانو او ښاغلو لوستونکو تاسو په دي اړه څه فکر لري..
تاندي به نن صبا کښې ګل شي
ما يې په سر کښې سري غوټي ليدنه
