نه يواځي پښتانه بلکي ټوله اسلامي نړۍ دګواښ سره مخامخ دي
پښتانه افغانان خو دډېره وخته څخه دنړۍ والو او سامراج تر فشار او کرکي لاندي وو که دا تاريخ په اوږدو کښې ورته وکتل شي نو به داخبره په هر چا باندي څرګنده شي هر وخت چي باندني يلخګرپه دي سيمه باندي راغلي دي نو يواځي پښتانه افغان دهغه مخ ته خپل ځکر سپرکړي دي په ځائي ددي چي دافغانانو ګاونډيانو د دوي ومرستي ته ورادنګلۍ وي خو دوي دباندي يلخلګرسره دريدلي او دافغانانو په ملاکښې چاړه وهلي ده چي دنن ورځي پوري دوام لري که ډېر لسيري په تاريخ کښې ولاړنه شو او يواځي دسره سامراج انګريز ښامار دوراو اخلو نو دوړاندي خبري څرګندونه او ثبوت وهر چاته په نظر ورشي داسي ډيري پړي دي چي پښتوافغانانو سره شوي او کيښري خو ځموږ دنن ورځي داليک په دهغه موزونه وي ولي چي داځان ته ډېر اوږدبحث دي.
ددي دمخه چي خپل موزوته ولاړ شو داخبره ځماپه دماغ کښې هر وخت چورلکي وهي عوامي نيشنل ګوندچي دوي په ايالت او مرکز کښې حکمراني کوله دوي دپيپلزګوند په مرسته او دنورو ګوندو په ملاتړد ډيرو هلو ځلو وروسته دملک په آئين کښې اتلسم آئيني کښې اتلسم آئيني بدلون راوستي چي په هغه کښې دشمالي پښتونخوا نوم خېبرپښتونخوا ونومول شو ددي سره سره چي دنومه په بدليدو په لويه کچه مخالفت هم وشو خو دپييلزګوند مشراو دهغه وخت دملک او لسمشر علي زرداري ددي نوم داړولو دمخه په ملګروملتو کښې دوينا کولو په وخت اين ډبليو ايف پي(N.W.F.P) په پښتونخوا او نوموله خو بياډېر وددي مخالفت وکړي او بيايې دپښتونخوا سره خېبرلاحقه وتړله که څه هم پښتونخوا يواځي په خېبرپښتونخوا نه دواړو بلکي پښتونخوا دپښتنو افغانانو يو ډېره پراخه سيمه ده که څه هم انګريز ښار مار چي ځان دبشر دحقوقو تر ټوله زياته لوبغاري ګنې هغه دهغه پراخه سيمه دخپلو صباسيمو ښو ګټو دپاره تر چاري لاندي راوسته او تراوسه دهغه سالم او روغ بدن تکي تکي دي خو دعقل څخه خلاص خلګه يادنورو دګټو ساتونکي پخپله په دي ناوړه عمل مهر ثبت کول غواړي خو په دي نه پوهيږي چي دبدن غړي چي سره وښکول شي بيانو هغه بدن ياکالبوت نه پاته کيږي او دهغه کوره ګان چي ځان ته افغانان پښتانه نه وائي دهغو په دهغه منطق کله سرخلاصيږي خو داخبره به هم په دهغه ځائي پريږدوخبره داتلسم آئيني بدلون او داي اين پي دروانه وه ددي ګوند مشر ښاغلۍ اسفديارولي خان هر وخت داخبره کوي چي دارواښادباچاخان او دارواښادخان عبدالولي خان دحکمرانانو څخه داغوښتنه وه چي داين ډبليوايف پي نوم دي پښتونخو اومونول شي او موږ داتلسم آئيني بدلون دلاري د دوي ټول ارمانو ورپوره کړل ځموږ ددي وو ارولوئي مشرانو څه غوښتني وي په دي اړه موږ څه ويل نه غواړو خو داپوښتنه ارومرو دهر چاته زړه کښې ګرځي چي په آئين کښې خو داين ډبليو ايف بي نوم په خيبر پښتونخوا اړول شو او دلته هر يو دا داوه کوي چي دوي دآئين په يوه يوه ټکي عمل کوي خو چي پخپله ددي ملک لومړي وزير او ډېرنو روده ته ورته په ځائي ددي چي خېبرپښتونخوا نوم په خوله راولي دوي ته کي پي کي ډېر خوندورکوي تيره ورځ دلومړي وزير محمدنواز شريف چي هم دهغه ايالت کښې ويناکوله خو هر ځائي کي پي کي دده په ژبه راتلله او يو وار هم ما نه واوريدو چي خېبرپښتونخوا که دملک رسنې ته څوک ځيرشي نو دابه راته څرګنده شي چي که يو وار څوک خيبرپښتونخوا نوم اخستل کيږي نو شل واره کي پي کې اخستل کيږي او بيادحريانتياخبره داده چي ځيني ځانګړي لوئي پوري کسان او سيمى کسان خېبرپښتونخوانوم ګاروي او ځيني نورو خوله او ژبه په دي سوځي چي دوي دهغه ايالت په خېبر پښتونخواياد کړي او داهر ورځ ځموږ غوږو رارسول کيږي چي نور بايد پخپله هر سړي په دي باندي قصناوت او پريکړه وکړي.
موږ په دي باندي بايد خپل وخت تيرنه کړو او ځيني پوړ پوري کسان او سيمي په دي خبره پړه نه کړو اصل خبره داده چي انګريز سامراج کله ودي سيمي ته راغلي نو دوي يوبشپړه پلان دځان سره راوړي چي ترکله دوي دلته پاته وو نوخپل دهغه پلان يې پخپله مايه کوي او مخ ته وړي خو دوي خپل ټول وس په پښتنوافغانانو وکړي چي دوي د ځان لاندي کړي ددي دپاره يې ډيري هڅي دزور دلاري وکړي خو بريالۍ نه شونو بياچي کوم شيطاني څرڅ وڅرخاوي هغه دتاريخ په پاڼو کښې ليک او ثبت دي او سترګواښه په يوه دي انګريزانو چي څومره دخپلو ګټو دپاره داسلام سپيڅلۍ نوم ګار کړي يايې ګاروي هغه هم دچاڅخه وړرنه دي دوي ولاړ خو دوي خپل پلان او پروګرام مخ ته وړي چي نه يواځي پښتانه افغانانو وځپل بلکي ټوله اسلامي نړۍ دانګريزانو او نورو ترچياؤ لاندي ده اوس خو داهڅي رواني دي چي دمسلمانانو ټول پخواني او اوسني تاريخي او مذهبي پاته او آثار دمنځ څخه يو شي په افغانستان کښې خو دطالبانو په نامه دافغانانو دپيړيو پيړلو تاريخي پاته او آثار روان کړل چي لويه بيلګه يې دباميان دبدهالوئي انځورونه(مجسمي) او نور ډېر څه وران کړل هم دا ډول دخېبرپښتونخوا په ځانګړي ډول په سوات کښې داسي تاريخي پاتي ومنځ څخه يو وړل خو د دوي څخه څوک دپوښتنه نه شې کولۍ چي دهغه تاريخي پاته او آثار خو داسلام دراتلو او ظهورله مخه هم په خپل خپل ځائي پاته وو نو داسلام ستروخليفه ګالو کله هم دالارښودنه ونه کړه چي دهغه هر څه دي وران کړل شي نه دوي ددي څخه ويريدل چي مسلمانان به بيرته دبتالو ودورته وګرځي داځکه چي دوي ته داسلام سپيڅلتيااو سوچه والي څرګندوو خو څنګه څورلس سوه کاله وروسته داسي څوک داسلام په نامه راژيږي او دوي دهغه تاريخي پاتي او آثار دمنځ وړي دطالبانو په نامه خو ډېري ډلي رامخ ته شوي او دهري ډلۍ خپله خپله تګ لاره وه خو اوس طالبانو وروسته د داعش په نامه يوه بله ډله رامخ ته کړل شوي ده چي دهغه ډله هغه هر څه دمنځ څخه وړي چي ژوندي بيلګه يې عراق دي او ددي څخه علاوه شام هم ددهغه ډلي دلاسه خپل تاريخي پاتي دلاسه ورکوي هند القياس
نن چي ځموږ پاکستانيان په دي خبري وياړ کوي چي د دوي ماشومان په انګريزي ژبي په ښوونځيو کښې لولۍ او دخپلو مورنيو ژبو څخه کرکه کوي او دخپلي تاريخ او ژبي سره يو ډول تړون نه لري او بيايې درسنېو او ميډيادلاري دپروليګندطوفان ورباندي ايله کړي دي داڅه پخپله ياخو دروپيښه نه ده بلکي ددي وشاته يو لوئي پلان کار کوي چي بشپړه اسلامي نړۍ دخپلو رښتنو او د سوچه لاري څخه واړه وي دا زه نه وايم داخبره هر څه څوک کوي دچاچي په روانو نړۍ والو چارو نظر لرلۍ دي او دوي په دي ښه پوه دي ځکه چي په لومړي پړاؤ کښې داسلامي نړۍ نامتو سړي او پوهان په يوه او بل دمنځ څخه واستل شول داسلامي نړۍ دملکو تاريخي دودنه او کلتور ونه يې مړه ګډوډ کړو نه يواځي دمسلمانانو ترمنځ بلکې د دوي په کور کور کښې کرکي او تعصب رامخ ته کړي نن چي په اسلامي نړۍ کښې دملکونو او بياپه ملک کښې دننه کومي جګړي رواني دي هغه دچاڅخه وډرنه دي دفرقوپه منځ کښې جګړي نښلولي دي په يوه خواکښې سعودي عرب ر رولي دي او په سيالۍ کښې ايران د رولي دي او ودي ته دشيعه اوسني فرقه ايزه جګړه رامخ ته کړي او تر ډېره پوره دوي ډېر څه ترلاسه کړي دي چي ژوندي بيلګه يې يمن دي او په شام کښې هم دهغه لوبه په مخه کړي ده که څه هم ديمن جګړه دقبائيلو ترمنځ دجګړي لوئي علت دي خو داسلامي نړۍ حکمرانان ډېره ددهغه ناخوالو مسؤل او پړه دي چي دوي په خپل ولس دباورکولو په ځائي دنړۍ دزرو ځواکو څخه هميش باور کړي دي چي تاريخ ددي شايددي اوس هم وخت دي چي داسلامي نړۍ حکمرانان دنورو داسرو څخه لاس په سرشي په خپل ولس باور وکړي ټول حکمرانان دپوهانو او علماؤ سره په يوه ټغر کښيني او ځان ته داسي لاره وټاکي چي هغه داسلام او مسلمانانو په ګټه وي خوکه دوي دنورو په اسيره باندي خپلو بي لاريوته دوام ورکړي نو به اسلام ته يوه لويه زر به ورسيږي چي پړه به ټوله په دهغه حکمرانانو سياست مدارانواو په هغه ديني علماؤ وي چي څوک په هر څه پوه وي خو رښتيايې په خوله نه ورځي؟
