پيرروښان اودهغه غورځنګ ميرويس صايم
نومیالی دی چی یادیږې
ميرويس صايم
له هود سره سم دادی نن داسی شخصیت او نومیالی تر معرفی ګوم چی د اففغانانو ملی ګټو ته ژمن او د ادب ځلانده ستوری وو بس همدا کافی ده چی د پښتو ژبی لیکدود یی پراخ کړی او د مغلو پر ضد یی عملا علمی فرهنګی او نظامی مبارزه کړې د حیران صاحب دا لیکنه له هره پلوه د لوستلوه ده زما فکر او قلم د ملی مبارز روشان په هکله دومره غشتلی نه دی چی څه پری ولیکم ګند شمیر لیکنی می کاپی ګړی دی او تاسی هم کولی شی نور معلومات خپاره کړی
درنشت
صایم
پيرروښان اودهغه غورځنګ
لیک: حيران
پير روښان يو سياسي، ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ بيوونکى او د ادبي مکتب بنسټ اېښودونکى و، څرنګه، چې ملي نهضت د مختلفو عواملو زېږنده ده؛ نو کله چې مونږ په پير روښان او دده په غورځنګ څه ويل غواړو؛ نو ددغو پوښتنو سره مخامخ کېږو، چې بايزيد په څه راز محيط او ماحول کې ژوند کاوه او هغه عوامل، چې دى يې ميدان ته راووست او دده د تحريک موجب شو څه شى و؟ زه غواړم په دغه مقاله کې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو په رڼا کې د پير روښان غورځنګ په لنډ ډول وڅېړم.
د بشريت تاريخ د قهر او غضب او وينو بهولو او د انسانانو د وژلو او پنا کولو په ډېرو ويرجنو پېښو لړلى دى؛ مګر ظلم، تجاوز، تالا او تېرى تل په مظلومو خلکو کې قهرمانان پيدا کوي او تالا شوې ويرژړلې ډله د هر تېري په مقابل کې خپله کرکه په هر ډول راباسي، چې يو شکل يې د تاريخي اتلانو او ملي مېړونو راوتل او د خلکو ډله ييز غورځنګونه دي. داسې اتلان کله کله له وګړنۍ ډلې، مظلومو او استثمار شويو انسانانو د ويرژنو احساساتو او د ناورين وهليو وګړو خوږمنو جذباتو ښکارندوى او خواخوږي سره له نورو ډلو څخه راځي او د دوى د خلاصون لپاره لارښوونه او مشرتوب کوي او کله کله د سربازي او اتلتوب چارې هم ترسره کوي.
په لسمې او يوولسمې پېړيو کې بايزيد روښان، دده کورنۍ، پيروان او يو شمېر معاصرين د هېواد د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د تر لاسه کولو په خاطر د وطن پالنې د پاک احساس له مخې نه ستړي کېدونکې مبارزې کړې، په دې لاره کې يې خپل سرونه قربان کړي او له بلې خوا د تصوف او مذهب په جامه کې يې ډېر پښتانه د خپلواکۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو کې د خپلو خلکو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډکه پانګه زياته کړې ده.
سره له دې چې دښمنانو هڅې کولې، تر څو د روښانيانو د ژوند کارنامې او مبارزې پټې کړي او پير روښان د (پير تاريک) په نوم ونوموي؛ خو دغو کارونو دښمنو ډلو ته د اميد لار نه ده پرانستلې؛ بلکې د پير روښان د ژوند او مبارزې په هکله يې د کورنيو ليکوالانو په څنګ کې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد) يو شمېر ختيځ پېژندونکيو هم ددغه مترقي غورځنګ په هکله ليکنې کړې دي.
دا ښکاره خبره ده، چې په نړۍ کې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو کسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبېښاکګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دى، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې کوله، چې د بابر د کورنۍ ريښې له بېخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر کې پخپله پير روښان ولاړ و.
روښانيانو د بايزيد په لارښوونه د هندي مغولو د بشپړ له منځه وړلو او د پښتنو د پخواني برم د بيا تر لاسه کولو په خاطر داسې تحريک منځته راووست، چې دغه تحريک د پښتنو په تاريخ او ادب کې د (روښاني غورځنګ) په نامه ونومول شو. دغه غورځنګ له يوې خوا په افغانانو کې سياسي شعور را ژوندى کړ، له بلې خوا يې دوى د هېواد د اّزادولو لپاره د مغولو پر ضد مبارزې ته چمتو کړل.
مخکې له دې چې په روښانيانوباندې بحث وکړولومړى به ددغه مکتب په سرلاري اوپيربايزيدروښان چې په پيرروښان مشهوردى خبرې وکړو
پير روښان، چې په ميا روښان، بايزيد انصاري او بايزيد مسکين مشهور و، د عبدالله زوى، د شېخ محمد لمسى دى، چې په (931ل) (1525ز) کال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د کلي (برکي) په يوې متوسطې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي، دغه کورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (کاني ګرم) کې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې کوي او هم يو شمېر يې د لوګر ولايت په (برکي برک) کې ژوند کوي، ژبه يې هم اورمړي ده.
بايزيد له خپل تره شېخ خدا داد او خپلې مور سره په (1530ز کال) له هند څخه (کاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه کې يې ژوند اختيار کړ. پايزيد د خپل کوچنيوالي زياته موده خپل تره خدا داد سره تېره کړې ده(1).
پير روښان خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار او د هغه د شاګردانو خليفه ملا پاينده او ملا سليمان کالنجري په مرسته سر ته رسولې دي او نورې زده کړې يې د کورنيو ستونزو له کبله سر ته ونه شواى رسولى، ولې بيا هم د روحانيت او پوهې په چاپېريال کې وروزل شو. ده له کوچنيوالي څخه د تصوف له مسلک سره پوره مينه درلوده، هڅه يې کوله، چې دغې مرتبې ته د رسېدو په خاطر يو کامل پير پيدا کړي.
د ځوانۍ په وخت کې هم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوى، ځان يې د سوداګرو له کاروان سره يو ځاى کړى او د اسونو په خرڅولو او رانيولو يې لاس پورې کړ، د اسونو پېرودلو او رانيولو په خاطر يې ډېر عمر په سمرقند کې تېر کړى او له هغه ځايه څخه بېرته پنجاب ته راغى، څه موده يې دلته تېره کړې ده. په همدې وخت کې يې د اسماعليه پيروانو له ملا سليمان سره هم ليدنه کړې، چې دغې ليدنې ورباندې پوره اغېزه وکړه او په راتلونکي کې يې د روښانيانو تحريک ته دده پوره پاملرنه راګرځولې وه(2).
کله چې بايزيد د خپل تربور خواجه اسماعيل څخه لاسنيوى وکړ، پلار يې د خپل زوى په دغه عمل خوښ نه و، دا ځکه چې پلار يې په نظر کې لرل، چې بايزيد د شېخ بهاوالدين ذکريا مريد شي؛ خو بايزيد د خپل تصميم څخه وانه وښت.
کله چې بايزيد د تصوف د مرحلو څخه د قربت او وصلت درجې ته رسېدلى و؛ نو خپل پلار او ورور (يعقوب) يې له قاضيتوب او رشوت څخه منع کول؛ نو هماغه وو، چې دده او د کورنۍ تر منځ فکري تضاد او مخالفت لا پسې څرګند شو.
کله چې بايزيد له خپلې مېرمنې او کوچني زوى (عمر) سره خپل کلي (کاني ګرم) ته راستون شو؛ نو له خپل پلار او خپلوانو سره يې په مناقشو لاس پورې کړ، چې ددغو مناقشو په ترڅ کې د دوى تر منځ د اختلاف څپې لا پسې تېرې شوې.
هماغه وو، چې بايزيد خپل تبليغ له خپل کلي څخه پيل کړ؛ خو د مبارزې او تبليغ په لومړيو کلونو کې له سختو مخالفتونو سره مخامخ شو، په پاى کې دې ته مجبور شو، چې له خپل کلي څخه بلې خوا ته ولاړ شي، هماغه وو، چې ننګرهار ته راغى او د سلطان احمد مومند کره دېره شو او د خپل مسلک په هکله يې پښتنو ته تبليغ کاوه(3).
پير روښان (تيرا) د خپل غورځنګ مرکز وټاکه او په لږه موده کې يې ډېر زيات د خپل نظر پلويان وموندل، کله چې روښان خپل دريځ او نفوذ په ټولنه کې درک کړ او په دې پوه شو، چې د مبارزې په سنګر کې يوازې نه دى؛ نو د مغولو پر ضد يې د خپل هېواد خپلواکي په ډاګه اعلان کړه، دا هغه وخت و، چې جلال الدين اکبر په هند او کابل کې داسې لارې چارې لټولې، چې له يوې خوا خپل قدرت ټينګ کړي او له بلې خوا افغانان داسې سره پخپلو منځو کې ونښلوي، چې هېڅکله د يو والي او اّزادۍ فکر ورته پيدا نه شي، اکبر دغه هدف ته د رسېدو په خاطر (زر، زور او مذهب) د ځان ملګري کړل.
روحانيون يې ځکه د ځان ملګري کړل، چې د اسلام په جامه کي پښتانه د اکبر اطاعت ته راوبولي، ددغه کار د ترسره کولو په خاطر يې سيد علي ترمذي پښتونخوا ته ولېږه. خيبر او اټک د ګورګاني مغولو لپاره د سترګو اغزي وو، دا ځکه، چې ددغو سيمو خلکو تل د ډيلي مغولو پر ضد مبارزې جاري ساتلې؛ نو دغو سيمو ته د سياسي مقصد په خاطر د سيد علي ترمذي راتګ اړين و، د ګورګاني مغولو ايجنټانو غوښتل په دغو سيمو کې د دين او روحانيت له لارې د ډيلي د دربار مخالفان بدنام او ناکام کړي او ددغو سيمو خلک د ډيلي د دربار اطاعت ته راوګرځوي(4).
پير روښان خپلو مريدانو او د نظر پلويانو ته په ډاګه د ګورګانيانو ظلم او د هغوى پر ضد تبليغ پيل کړ، هغوى ته يې لارښوونه او امر وکړ، چې نور د هندي ګورګانيانو له مرييتوب څخه ځانونه وژغوري او د هغوى د ناروا پر وړاندې پولادي سنګر شي.
بايزيد روښان خپله د طريقت او روحانيت لاره د مغولو له جغ نه يوازېنۍ موثره او کاميابه لاره ګڼله.
روښان او روښانيان د مغولو پر ضد د خلکو د يو والي او پاڅون لاره داسې وټاکله، چې نارينه او ښځې په شعوري ډول د مغولو پر ضد يو والي او پاڅون کې ګډون وکړي، دى يوازېنى شخص و، چې د خپلو مبارزو په لړ کې يې د ښځو او نارينه وو لپاره مساوي حقوق اعلان کړي وو(5).
روښان افغان خپل تېر وياړلي تاريخ ته متوجه کړل او ټينګار يې کاوه، چې د مغولو پر ضد خپلې مبارزې جاري وساتي. پښتنو ته يې وويل: تاسو ډېر قوي ټبر ياست، ټولو سياسي قدرتونو ستاسو د زور او مټ څخه کار اخيستى، تاسو يې د نورو پر وړاندې استعمال کړي ياست او هم يې بېرته پر تاسو حکمراني کړې، تاسو تر ډيلي پورې سلطنت درلود، اوس د مغولو مريان شوي ياست، د دوى ظلمونه ګالئ، راشئ، چې دا د غلامۍ کړۍ د تل لپاره له خپلې غاړې لرې او خپل ملي حکومت جوړ کړو. په دې توګه ډېرو افغانانو د مغولو پر وړاندې خپلې سينې ډال کړې او له دوى سره يې ډېرې جګړې وکړې.
پير روښان د خپل ژوند تر پايه، د خپلواکۍ ډيوه په لاس په افغانانو وګرځېده، د پښتنو زړور او په خپلواکۍ مَېن بچيان له دښمنانو سره د وطن د خپلواکۍ او اتلولۍ په روحيه په اشنغر، چوري، تور راغه او داسې نورو سيمو کې په مېړانه وجنګېدل، چې د جګړې هر ډګر يې د دښمن په وينو رنګ کړ.
لیک: ميرويس صايم
پير روښان د خپل ژوند تر پايه، د خپلواکۍ ډيوه په لاس په افغانانو وګرځېده، د پښتنو زړور او په خپلواکۍ مَېن بچيان له دښمنانو سره د وطن د خپلواکۍ او اتلولۍ په روحيه په اشنغر، چوري، تور راغه او داسې نورو سيمو کې په مېړانه وجنګېدل، چې د جګړې هر ډګر يې د دښمن په وينو رنګ کړ.
که څه هم د پير روښان ارمان دده په ژوند پوره نه شو او نه ده د اّزادۍ خوند وليد، اما دده تبليغات او وسله والې جګړې بې تاثيره پاتې نه شوې، په عمومي ډول يې پښتني شعور بيدار کړ او په ټوله پښتونخوا کې يې د اّزادۍ نارې خورې کړې.
لکه څنګه، چې مخکې اشاره وشوه پير روښان د خپل وخت سياسي، ادبي او مذهبي مشر او په سياست کې يې پوره لاس درلود، چې سياسي افکار يې کولاى شو په لاندې درې اساسو بنا وبولو:
الف: د ظالمانو او ظلم پر وړاندې په کلکه سره مبارزه، د روښان د سياسي مبارزې او غورځنګ يو عمده عامل دا و، چې مغولو پر افغانانو ناوړه ظلمونه کول، ده د مغولو دغه ناوړه ظلمونه د سر په سترګو ليدل؛ نو هماغه وو، چې د افغانانو په ملاتړ او دفاع يې توره وکښله.
ب: د مغولو سره عدم دوستي او اجتناب: دا په دې خاطر، چې روښان خپلو پيروانو او مريدانو ته ويل، چې تاسو بايد له مغولو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړئ.
ج: سربازي، قرباني او عدم تسليم: په دې مرحله کې د روښانيانو په سياسي تګلارې کې سر بايلل وو، چې په دغه لاره کې د روښانيانو نارينه او ښځو خپل سرونه د خپلواکۍ په خاطر قربان کړي، پخپله ميا روښان، دده زوى جلال الدين، احداد د روښان لمسى او نورو مريدانو او پيروانو يې په دې لاره کې سرونه ايښي دي.
دويم د افغانانو د حکومت بيا جوړول:
په دې برخه کې پير روښان ته پوره څرګنده وه، چې افغانان يو زړور او غښتلى ټبر دى، کوم چې پر هندوستان يې هم د خپلې امپراتورۍ ډمامې خپرې او په هغه وخت کې، چې روښان ژوند کاوه د افغانانو د اسارت دوره او هم د بابر او د هغه اولادې د ګنګا له غاړو څخه تر امو درياب پورې واکمني درلوده او افغانان د اسارت په سوځنده اور کې وريتېدل او هم پير روښان پخپل ژوند کې د افغانانو سياسي مشر و، روښانيانو سياسي تشکيلات لرل دا ځکه چې پير روښان پښتنو پخپل شرعي امامت منلى و او ده ته به يې شرعي عشر او خراج ورکاوه. د افغانانو حکومت يوه خزانه هم درلوده، عشر او ماليات به يې له خلکو څخه ټولول، لاسته راغلي عايدات به يې د ملي روغې جوړې په برخه کې مصرفول.
درېيم د افغانانو شاهنشاهي:
روښانيانو سربېره پر دې چې يې غوښتل له خپل منځ څخه يو عادل امام او حکمران ولري او اّزاد ژوندون ولري، دا عزم يې هم درلود، چې لومړى خپله واکمني ټينګه کړي او وروسته د غزنويانو او لوديانو په څېر بېرته هندوستان تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي او په دغه سيمه کې د پښتنو د پخواني عظمت ډيوه روښانه کړي(6).
پير روښان خپلو پيروانو او مريدانو ته په غوڅه توګه يادونه کوله، چې حاکمه ډله ستاسو ستر دښمن دى، لازمه ده، چې د دوى د چپاول او تېريو پر وړاندې نه پخلا کېدونکې مبارزه وکړو او تل به يې خپل پيروان د ګورګانيانو پر وړاندې په نه پخلا کېدونکې روحيه روزل.
له بلې خوا ده او دده پيروانو په پښتو ادب کې يوه لويه او ارزښتناکه پانګه زياته کړې ده. د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو تر څنګ ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت کې درباري ژبه نه وه؛ بلکې عوامي ژبه بلل کېده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تکړه شاعران پکې پيدا شول؛ لکه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري. پخپله بايزيد هم په دغه برخه کې لويه برخه لري، څو کتابونه؛ لکه خيرالبيان، حالنامه، صراط التوحيد، مقصودالموْمنين، فخرالطالبين، مکتوبات او داسې نور يې وليکل.
پورتنۍ څېړنه موږ ته دا پايله را په ګوته کوي، چې بايزيد له دې نړۍ څخه په ناکامۍ لاړ؛ خو د غورځنګ (نهضت) دانه يې لا تر اوسه په پښتونخوا کې د ودې او ثمر ورکولو په حال کې ده او پرله پسې د اّزادۍ غوښتنې مبارزې او غورځنګونه؛ لکه: ميرويس نيکه له کندهار کې، د خوشال خان او اېمل ان غورځنګ په خيبر کې، د لوى احمدشاه بابا شاهنشاهي جوړېدل په هند کې وينو، چې د زورګيرو قوتونو په مقابل کې يې د خپلواکۍ بيرغونه رپولي دي. افغانانو ته دا ثابته شوې ده، چې د استقامت، يو والي او عزت نفس په لرلو سره کولاى شو، چې خپل مرام ته ورسېږو او دا هغه عالي مفکوره ده، چې د هر غورځنګ او هرې دورې تحول د محيط او ماحول د ټولنيز، اقتصادي او سياسي عواملو د بدلون سره سره په نه شلېدونکې او نه پخلا کېدونکې بڼه دوام لري.
