اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د غټ زړه څښتن سلمان خان

يادښت:

له تېرو څو ورځو راهيسې دهندوستان دټولوخبري رسنیو سرليکونه دسلمان خان له نامه سره تړلي دي . په سلګونو مينه وال دسلمان خان دکورمخته راټول شوي دی. دټول باليووډ زړه درزېږي او هغه کور ته د ډاډګيرنې لپاره روان دي. دممبيي دلومړنۍ محکمې مخې ته هم په زرګونو مينه وال ولاړ دي. په سلګونو هغه غريبې کورنۍ چې سلمان خان ورسره مرسته کړې ده، لاس په دعا دي. دروانې میاشتې دمې شپږمه نېټه د سلمان خان په ژوند کې تر ټولو مهمه ورځ ګڼل کېږي. کابو ۱۲ کاله دمخه د دسمبر پر ۲۷ نېټه دشپې ناوخته سلمان خان له خپل ډرايور سره دممبيي له يوه هوټل نه راووت، پر لاره يې موټر له کنټروله ووت او له یوه دوکان سره ټکر شو. د دوکان مخته په پیاده رو باندې پراته څلور تنه زخمي او یو تن ځای پرځای مړ شو. په سبا يې سلمان خان دپوليسو له خوا ونيول شو او دنشې په حالت کې دموټر چلولو او په غير ارادي توګه د عامو خلکو پر ژوبلولو او وژلو تورن شو. دا موضوع کابو ۱۲ کاله د ممبيي په یوه لومړنۍ محکمه کې روانه وه. په دې ترڅ کې سلمان خان ۱۷ ورځې بند هم تير کړ. د ۲۰۱۵ زېږدیز کال دمې پرشپږمه نېټه دممبيي لومړنۍ محکمې سلمان خان مجرم وباله او هغه يې په پنځه کاله بند محکوم کړ،په هماغه ورځ دممبيي داستناف محکمې هغه په ضمانت د دوه ورځو لپاره پرېښوده او د جمعې پر ورځ داستناف محکمې دسلمان خان ضمانت تر ۱۵ جون پورې ومانه اوخپلې وروستۍ پرېکړې پورې یې ورته وخت ورکړ.. سلمان خان که له يوې خوا دهندي سینما او باليووډي فلمونو دلومړۍ کرښې نامتو ستوری دی نو له بلې خوا په اصلي ژوند کې دانساني فکر او بشرپالونکې نظریې خاوند هم دی. له همدې امله هغه په هندوستان او نړۍ کې دسلګونو ميليونونو مينه والو په زړنونو کې ځای لري، هغه دانساني ژوند په نوم يوه خيريه ټولنه هم لري چې تراوسه یې له اړمنو خلکو سره لسګونه ميلونه ډالره مرسته کړې ده. همدې ارزښت ته په کتو سره په دې لنډه ليکنه کې دسلمان خان دهنري او شخصي ژوند خواوې له تاسې سره شريکوم.

سلمان خان دباليووډ هغه وتلى ستورى دى چې اوس مهال په هندوستان اودسيمې په کچه په ځوانه پوړۍ کې تر ټولو زيات مينه وال لري.هغه که هرڅومره د يوه رومانتيک او زړور فلمي ستوري په توګه پيژندل کېږي خو دهغه په هنر کې يوډول سادګي شته اود همدې ساده ګۍ له امله يې څو ورستيو فلمونو د ډېرو کتونکو پام ورواړوه.

د سلمان خان ژوند او هنر:

سلمان خان دهندي سينما دوتلي ليکوال سليم خان په کورکې په ۱۹۶۵ کې د دسمبر پر ۲۷ نېټه سترګې پرانيستې او پلار يې پرې عبد الرشيد نوم کېښود.په ممبيي او ګواليار کې تر زده کړو وروسته په ۱۹۸۸ کې يې هندي فلمونو ته مخه کړه او په لومړي ځل په ( بيوي هو توايسې) فلم کې راڅرګند شوخو يو کال وروسته هغه د يو مخکښ ستوري په توګه(مين نې پيار کيا) کې وځليد او دهمدې فلم له لارې يې دفلم فيرد نوي فلمي لوبغاړي جايزه هم تر لاسه کړه.تر ۱۹۹۵ پورې سلمان خان تر لسو زياتو فلمونو کې د يو مخکښ ستوري په توګه رول ولوبوه چې( مين نې پيار کيون کيا )،( ساجن) او( کرن ارجون) تر نورو زيات وکتل شول.تر ۲۰۰۰ پورې هغه د نيمه کوميډي او رومانتيک هيرو په توګه په (بيوي نمبر ون) او(کوچ کوچ هوتاهې) کې وځليد.په ۲۰۰۳ کې چې دسلمان خان نامتو فلم ( تيري نام) نندارې ته وړاندې شو نو په ځوانه پوړۍ کې يې ډېر زيات مينه وال وموندل.خان د يوه نيمه کوميډي اواکشن هيرو په توګه تر ۲۰۱۰ پورې خپل برياليتوب ته دوام ورکړاو په ( دبنګ ) فلم کې په راڅرګندېدلو سره يې د مټو زور ټولو ته وښود. دهغه زړورتيا او بې باکه انداز دومره په زړه پورې دى چې هر فلم يې دبرياليتوب پوړۍ ته رسيږي.

دس کا دم ( دلسو زور):

دادهغه تلوېزوني پروګرام نوم دى چې په ۲۰۰۸ او۲۰۰۹ کې يې سلمان خان کوربه و.دا يو لوبيز پروګرام و چې نغدي جايزې يې هم لرلې.د سلمان خان داغېز له امله زياتره فلمي ستورو په کې ګډون وکړ او دومره مينه وال يې وموندل چې ان عامر خان هم په کې ګډون ته ليواله شو.

ددې ترڅنګ سلمان خان په ۲۰۱۰ کې د( بګ باس) پروګرام کوربه توب هم وکړ او داسې ويل کېږي چې سږ کال به بيا دبګ باس کوربه توب کوي.

په فلمي نړۍ کې سلمان خان اغېز:

سلمان د ډېرو دوستانو د درلودو له امله د باليووډ په فلمي ستورو باندې ډېر زيات اغېز لري.

هغه هر وخت له ناداره خلکو سره مرسته کوي چې ددې لپاره يې يو مرستندويه بنسټ هم جوړ کړى دى.کله کله خوداسې هم شوي دي چې يو فلمي ستورى بې کاره شوى دى نو هغه ورته په خپل فلم کې رول ورکړى دى.دسلمان خان زور هغه مهال خلکوته ورمالوم شو چې د يوې مرستندويه فيشن شو لپاره يې ۱۲ وتلې فلمي ستورې سره يو ځاى کړې.

رومانتيکه څهره:

سلمان خان اوس ۴۹ کلن دى خوکه له نېږدې يې وګورئ نو ۲۵ کلن ځوان به ښکاره شي.

له همدې امله په ۲۰۰۴ کې د پيپل مجلې د نړۍ د اوم ۷ ښايسته سړي او په هندوستان کې داول جذاب سړي په توګه معرفي کړ. همدارنګه په ۲۰۰۷ دلندن ( ماډامي توسودي) موزيم دهغه دمجسمې دايښودلو وړانديز هم وکړ.د سلمان خان رومانتيکې څهرې او بې باکه انداز په هندوستان د ډېرو نجونو زړونه وړي دي.سلمان خان تر اوسه واده نه دى خودهغه دمينې کيسې دهر چا په خوله دي.

يوه ورځ له سلمان خان سره:

که ريښتيا ووايم سلمان خان زما هم ډېر خوښېږي او فلمي ستوري د چا نه خوښېږي.هغه مهال چې زه په ممبيي کې وم نود سلمان له پلار سليم خان نه مې غوښته وکړه چې ماته له نوموړي سره د ليدو زمينه برابره کړي.هغه راته ښه وکړل خو نور مالومات يې ونه شول، د سلمان خان سکرپټ ډايرکتر اوزما نيږدې دوست جى پي چوکسى دې خير يوسي چې راته يې وويل: سلمان خان د ۱۵ ورځو لپاره په پونا کې د خپل راتلونکي فلم (باډي ګارډ) شوټينګ کوي او زه به کوښښ وکړم چې له سلمان خان سره دې ملاقات وشي. په بله ورځ يې فون وکړ چې راځه ما له سلمان سره خبرې وکړې.له ممبيي نه تر پونې پورې په موټر کې درې ساعته مزل و، زه چې کله هلته ورسيدم نو يو زيات شمېر مينه وال دسلمان خان دليدولپاره راغونډ شوي وو خو امنيتي کسانو اجازه نه ورکوله ، زما په اړه ښاغلي چوکسى سپارښتنه کړې وه، دفلم دثبت په سيمه کې تر سلو زيات موټرولاړ وو،ښاغلى چوکسى مې مخې ته راغى او له وروستۍ امنيتي ستونزې يې هم خلاص کړم. موږ دهغه موټر تر څنګ ولاړو چې سلمان خان ( ميک اپ وين ) ورته وايي او فلمي ستوري په کې جامې بدلوي. دا موټر يوه اوږده بس ته ورته دى ،څو وړې خونې لري چې يوه سټوډيو،بله يې دخوب او درېيمه يې جامو لپاره ځانګړې شوې ده .دفلم دثبت په ورځو کې سلمان خان په کې خوب هم کوي. مونږه په خبرو بوخت وو چې سلمان خان په خپل واړه موټر کې راغى او ښه تود روغبړ يې راسره وکړ.څو شيبې وروسته له خپل موټره راووت او موږ يې هم تر شا کېښناستو، کله چې دفلم دثبت ځاى ته ورسيدو نو هلته د هندي سينما وتلى ستورې کرينه کپورهم راپيدا شوه،هغې هم روغبړ راسره وکړ او چې په تلو تلو کې مې ورته دخپلې پروژې په اړه وويل نوهغې په خندا وويل ( هم بي پټهان هين ) يانې موږ هم پښتانه يو.څو شېبې وروسته د فلمي صحنو دثبت په خاطرد ( سايلنټ ،اکشن او کاټ ) نارې پيل شوې. سلمان خان له کرينه کپور دفلم په ثبت بوخت شو او زه له ښاغلي چوکسى سره دفلمي ستورو لپاره ځانګړي شوي ځاى ته ولاړم، هلته مې له يوې بلې فلمي ستورې (حنزل کيچ) سره وپيژندل چې باډي ګارډ فلم کې يې د کرينه کپورسره رول درلود.تر مازيګره مې له بيلا بيلو فلمي ستورو او ډايرکترانو سره ښې غورې وکړې.وروسته چې سلمان خان د فلم له ثبت خلاص شونوماورته خپله پروژه(خانان په باليووډ ) تشريح کړه.هغه ډېر خو شاله شو او د هر ډول مرستې خبره يې وکړه.په خبرو خبرو کې يې افغانستان په اړه وويل: ((زه په دې ښه پوهېږم چې په افغانستان کې مې ډېر زيات مينه وال شته چې زما فلمونه ګوري.ما د پښتنو د فرهنګ په اړه يو فلم کې کارهم کړى دى چې ( صنم بې وفا ) نومېږي. هر وخت چې هلته امنيت ښه شي نو زه به افغانستان ته دسيل لپاره ضرور راځم.))

شخصي ژوند:

سلمان خان دهندي سينما د وتلي ليکوال سليم خان زوىدى. دهغه مور سلما نومېږي چې د ۷۰ لسيزې وتلې ستورې ( هيلن ) يې ميره ده.سلمان دوه ورونه لري چې ارباز خان او سهيل خان نومېږي چې هغوى هم په فلمونو کې کار کوي.همدارنګه دوه خويندې هم لري چې الويرا او ارپتا نومېږي.هغه د ۴۹ کلو دى خو واده يې نه دى کړى او اوس مهال په ممبيي کې د ګلکسي اپارتمان کې له خپلې ټولې کورنۍ سره يو ځاى ژوند کوي.دسلمان دپلار سليم خان په وينا دهغه نيکونه دپښتونخوا دسوات نه د هندوستان اندور ته راغلي دي او دوى اخوزايي پښتانه دي.

فلمي جايزې:

سلمان خان هم دهندي سينما له هغو ستورو څخه چې د برياليو فلمونو په وړاندې کولو سره يې لسګونه فلمي جايزې ترلاسه کړي او په همدې ډول لسګونو نورو هغو تا کانديد شوى دى.په ۲۰۱۱ کې دهغه ترټولو بريالي فلم ( دبنګ) په هندوستان کې دهرې فلمي جايزې په برخه کې ترټولو زياتې هغه وګټلې.همدرانګه په ۲۰۱۰ کې د يوڅو مجلو له خوا دکال د غوره فلمي څهرې په توګه هم وپيژندل شو.

فلمونه:

د فلم نوم ميلادي کال

- بيوي هو تو ايسي ۱۹۸۸

- مين نې پيار کيا ۱۹۸۹

- باغي ۱۹۹۰

- صنم بې وفا ۱۹۹۱

- پهتر کې لوګ ۱۹۹۱

- قربان ۱۹۹۱

- لو ۱۹۹۱

- ساجن ۱۹۹۱

- سوريانشي ۱۹۹۲

- ايک لړکا ايک لړکي ۱۹۹۲

- ساګ روټي ۱۹۹۲

- نيش چويي ۱۹۹۲

- چندر موکهي ۱۹۹۳

- دل تيرا عاشق ۱۹۹۳

- انداز اپنا اپنا ۱۹۹۴

- هم اپ کې هين کاون ۱۹۹۴

- چاند کا توکړا ۱۹۹۴

- سنګ دل صنم ۱۹۹۴

- کرن ارجون ۱۹۹۵

- وير ګاتي ۱۹۹۵

- ماجهو در ۱۹۹۶

- خاموشي ۱۹۹۶

- جيت ۱۹۹۶

- دشمن دنيا کا ۱۹۹۶

- جوړوان ۱۹۹۷

- اوزار ۱۹۹۷

- دس ۱۹۹۷

- ديوانه مستانه ۱۹۹۷

- پيار کيا تو ډرنا کيا ۱۹۹۸

- جب پيار کسي سې هوتاهې ۱۹۹۸

- سر اوتاکې جيو ۱۹۹۸

- بندهن ۱۹۹۸

- کوچ کوچ هوتاهې ۱۹۹۸

- صنم سمجا کرون ۱۹۹۹

- بيوي نمبر ون ۱۹۹۹

- صرف تم ۱۹۹۹

- هم دل دچوکهي صنم ۱۹۹۹

- هيلو برادر ۱۹۹۹

- هم ساتهـ ساتهـ هې ۱۹۹۹

- دلهن هم ليجاينګې ۲۰۰۰

- چل ميري بهايي ۲۰۰۰

- هر دل جو پيار کريګا ۲۰۰۰

- دوها اکشر پريم کي ۲۰۰۰

- کهين پيار نا هوجاين ۲۰۰۰

- چوري چوري چوپکې چوپکې ۲۰۰۱

- تم کو نا بهول پاينګې ۲۰۰۲

- هم تمهاې هين صنم ۲۰۰۲

- يه هې جلوه ۲۰۰۲

- لو اټ ټايمز سکواير ۲۰۰۳

- سټمپډ ۲۰۰۳

- تيري نام ۲۰۰۳

- باغبان ۲۰۰۳

- ګورو ۲۰۰۴

- مج سې شادي کروګې ۲۰۰۴

- پهر ملينګې ۲۰۰۴

- دل جسې اپنا کها ۲۰۰۴

- لکي ۲۰۰۵

- مين نې پيار کيون کيا ۲۰۰۵

- نو اينټري ۲۰۰۵

- کيون کې ۲۰۰۵

- ساون ۲۰۰۶

- شادي کرکې پسګيا ۲۰۰۶

- جان من ۲۰۰۶

- بابل ۲۰۰۶

- سلام عشق ۲۰۰۷

- پارټنر ۲۰۰۷

- ماري ګولډ ۲۰۰۷

- ام شانتي ام ۲۰۰۷

- ساوريان ۲۰۰۷

- ګاډ توسي ګريټ هون ۲۰۰۸

- هيلو ۲۰۰۸

- هيروز ۲۰۰۸

- يوراج ۲۰۰۸

- ونټيډ ۲۰۰۹

- مين اور مسز کهنه ۲۰۰۹

- لندن ډريم ۲۰۰۹

- عجب پريم کې غضب کهاني ۲۰۰۹

- وير ۲۰۱۰

- پريم کا ګيم ۲۰۱۰

- دبنګ ۲۰۱۰

- تيس مار خان ۲۰۱۰

- ريډي ۲۰۱۱

- باډي ګارډ ۲۰۱۱

- بنده يه بنداس هې ۲۰۱۱

- دبنګ ټو ۲۰۱۳

-جی هو ۲۰۱۳

-کيک ۲۰۱۴

-بجرنګي بهايي جان ۲۰۱۵

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←