په کوټه کې په پښتو ژبه د زده کړې معيار ته ځغلنده کتنه
وايي چې د کومې ژبې ادب ختم شي نو هغه ژبه ختمه شي چې ژبه ختمه شي نوهغه قام ختم شي . دا هم ويل کېږي
چې په تېرو دوو لسيزو کې د نړۍ له پردې څخه 250 ژبي له منځه تللې دي .
د دې خو هيڅ امکان نشته چې پښتو ژبه دي هم د نړۍ له پردې څخه پاکه شي خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ د پاره منډه ترړه کول څومره په کار دى د دې سوال ځواب به غواړو.
کله چې موږ په جنوبي، شمالي، او منځنۍ، پښتونخوا کې په پښتو ژبه د زدکړي معيار ته وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې دم ګړۍ د پښتو د زدکړي دروازه بنده ده ډېرى خلک د دې لويه وجه دا ښيي چې کله دوى په پښتو ژبه زدکړې وکړي نو بيا دوى ته روزګار نه پيدا کېږي .په پاکستان کې د سيند ايالت څخه پرته چې دفتري او سرکاري ژبه يې سيندي ده نور په ټول هيواد کې سرکاري اودفتري ژبه اردو ده . نو دا حال د دغو سيمو هم دى.
ماچې کله په کوټه کې د لوى پوهنتون دروازه ورخلاصه کړه نو په دومره لوى پوهنتون کې د ګوتو په شمېر زده کونکي د پښتو ژبي په زدکړه بوخت وو.
" شفاء کاکړه" چې په دې پوهنتون کې په پښتو څانګه کې زدکونکې وه لراوبر ډاټ کام ته وويل چې" تر ټوله د مخه خو بايد د پښتنو په سيمه کې زده کړه په پښتو ژبه باندي عام شي ځکه چې په دې سره د هر قام ترکي کېږي، او په دې باندي څه موده د مخه يوه نړيواله ځېړنه هم شوې وه " دا داسي ځواب دى چې دا د هري ژبي د ويونکو دا خواهش وي چې زد کړه دي د دوى په مورنۍ ژبه کې وشي.
کله چې مې له هغې څخه پوښتنه وکړه چې تا ولې دا خوښه کړه چې لوړې زدکړې په پښتو ژبه باندي وکړې نو هغې په ځواب کې راته وويل " کله چې ما په يوه نړيواله موسسه [ اين ، جي ، او ] کې کار کاوۀ نو زه به د پښتنو سيمو ته ولاړم هلته د هغه خلکو حالات ډېر خراب وه ډېر در په دره او وروسته پاته ژوند يې تېرا وو نو له دې وجې ماته دا احساس پيدا شو چې زه بايد لوړې زده کړې په پښتو ژبه باندي وکړم، او زړه مې دا غواړي چې نور د ژوند ټوله برخه د پښتنو په خدمت کې تېره کړم" کله چې مې دا خبره له شفاء کاکړې سره شريکه کړه چې خلک په دې وجه پښتو زد کړي ته زړه نه ښه کوي چې وروسته روزګار نه ورته پيدا کېږي هغې په کټ کټ سره وخندل او وېويل " داسي خبره نه ده نن سبا داسي وخت راغلى دى چې د دنيا ډېرو وړو وړو قامونو دې ته ملا تړلې ده چې په خپله مورنۍ ژبه باندي دي تعليم وکړي حکومت چې دا دومره لويه څانګه د پښتو د زد کړې د پاره په پوهنتون کې پرانيستې ده نو د دې مطلب دا ده چې حکومت به روزاګار هم ورته پيدا کوي"
بختوره چې په دې پوهنتون کې په پښتو څانګه کې زده کونکې وه او له ډېرو خبرو يې ډډه کوله لر او بر ډاټ کام ته وويل چې" زه د دې د پاره نه چې ماته به روزګار پيدا سي او کنه بلکي د دې د پاره په پښتو څانګه کې زدکړه کوم چې دا زما مورنۍ ژبه ده د دې ژبې په ما باندي دا حق دى او زه له خپلې ژبي، دود، او دستور سره ډېره مينه لرم " د بختوري په رنګه ډېرې داسي پښتنې زده کونکې شته چې له خپلې مورنۍ ژبې سره بې کچه مينه لري خو د پښتنو په ډېرو سيمو کې خلک خپلې خويندې او لوڼې د زده کړې د پاره ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو د دې لويي مسلې حل به په څه کې وي ؟ دا سوال هم بې ځوابه پاته شو.
د پښتنو په ډېرو سيمو کې ددولتي ښوونځيو تر څنګ خلکو خپل شخصي يا [ پرايوېټ ] ښوونځي هم د کاربار او ګټې د پاره خلاص کړي دي خو يوۀ سړي هم په خپله مورنۍ پښتو ژبه د خپل ښوونځى په دروازه دا کليمه ونه ليکله چې [ په خپله مورنۍ ژبه د زه کړې د پاره ښوونځي ته ښه راغلاست ].
نو په دې حواله مې له سيف الله پڼي څخه چې پخپله هم يو شخصي ښوونځى لري پوښتنه وکړه چې ولې په دې دومره شخصي ښوونځيو کې يو هم داسي ښوونځى نشته چې هغه دې په پښتو ژبه کې ماشومانو ته زده کړه ورکړې نو هغه په ډېره حيرانونکې بڼه لراو بر ډاټ کام ته وويل" له دې حقيقته هيڅوک هم سترګې نه شي پټولى خو دلته د ښوونځيو دستور داسي جوړ شوى دى چې په اردو ژبه کې زده کړې کوي زده کوونکو ته، نو زما دا وعده ده چې کله هم له کاله درسونه شروع شي نو زه به يو کلاس پېل کوم په پښتو باندي".
ماچې دا پوښتنه په کوټه کې د پښتونخواملي عوامي ګوند له يوۀ سيمييز مشر سره ګډه کړه چې"د تاسو ګوند تر کومه حده پوري بريالى شوى دى چې پښتو ژبه دې په دې سيمه کې سرکاري او دفتري ژبه شي ځکه چې دا ګوند خو د همدې شي د پاره منډه ترړه کوي" نو هغه په ځواب کې راته وويل " موږ په دې هڅه کې يو چې د پښتنو په سيمه کې دي پښتو سرکاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه شي او موږ د پاکستان د جوړېدو سره سم دا جدوجهد شروع کړى دى"
د دې پوښتنې چې " په جنوبي پښتونخوا کې په پښتو ژبه د زده کړې معيارڅنګه دى" دځواب د مندلو د پاره مې د سيمي او روانو حالاتو له کارپوهه ښاغلي ابراهيم خليل سره اړيکه ټينګه کړه نو هغه په خپل ځواب کې راته وويل "زماپه خال د شيلمې پېړۍ په پرتله باندي په يويشتمه پېړۍ کې خلک ډېر د پښتو د زده کړې خواته راګرځېدلي دي، په خاصه توګه ځوان کول، هغه په دې چې دا وخت تقريباًپه نړۍ کې له 250 څخه زيات ورځپاڼي، رسالې، او جريدې، په پښتو ژبه باندي خپرونې کوي دا رنګه تر سلو زيات ويبلاکونه په پښتو ژبه خپرونې کوي ، راډيوګاني او تلوېزنونه خو لا ايسته پرېږده".
ما چې له ښاغلي ابراهيم خليل څخه دا پوښتنه وکړه چې څه کول په کار دي چې په دې سيمه کې د خلکو پام دې ته راوګرځي چې په پښتو ژبه زده کړې وکړي نو هغه په دسمال خپلې عينکې پاکې کړې لراوبر ډاټ کام ته يې وويل "په لنډو ټوکو کې بايد درته ووايم چې هره ژبه چې ذريعه د معاش وګرځي نو بيا خلک په هغې ژبه زده کړې ته زړه ښه کولى شي، نودا رنګه پښتو هم وشمېره، د مثال په توګه اردو ژبه زريعه د معاش ده نو دلته ټول خلک غواړي چې په اردو ژبه زد کړي او کړي".
که څه هم تېرکال دجنوبي پښتونخواپه پښين کې د زده کوونکو دپاره د اردو،اوانګرېږي زده کړې ترڅنګ پښتودرسي کتابونه هم له چاپه راوتلي ووخو پښتانه وايي چې" په يوه اوزه جشن نه جوړېږي".
داسي هم نه ده چې په دې سيموکې په پښتو ژبه د زده کړې دروازې يومخ بندي دي،دافغانستان له نوروسيمو څخه چې دې سيمې ته کوم کډوال راغلي دي او په ښارونو يا پنډغالوکې يې ژوند پېل کړى دى نو هغه اوس هم خپلو بچيانو ته په خپله مونۍ ژبه پښتو باندي زده کړې ورکوي .
که له دغو راغلو کډوالو څخه پرته چې په پښتو ژبه کې خپلو بچيانو ته زده کړه ورکوي د دې سيمي اوسېدونکوته ځير شو نو پايله به يې ډېره ناسمه وي. اوموږ چې د دې ټولو خبرو وشاته [ پس منظر ته] وګورو نودې نتېجې ته رسېږو چې پښتو ليک لوست دلته د شاعري او ليکوالي ترحده پورې محدوده ده نورنو د ليک اولوست په حواله هرچا لاس ځينې اخيستى دى .
Laraubar.com
