اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ښاغلي عبد الرحيم مندوخېل صاحب سره مرکه

لراوبر:دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي وياند او ډپټي چرمېن ښاغلي عبدالرحيم مندوخېل ويلي دي چي

په اولس کې د طالبانو غورځنګ نشته او اولس د دوى هيڅ حمايت نه کوي بلکي اولس له هغوى څخه کرکه او نفرت کوي

ده وړاندي وويل چې موږ ډېر خوشحاله يو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن جرګه جوړېږي دا

ډېره ضروري ده دا اوس چې په افغانستان کې کوم مداخلت کېږي او دلته چې په قبايلو کې داسي اډې دي

چې دلته تربيت ورکول کېږي او خلک تيارېږي او بيا هلته افغانستان ته لېږل کېږي د ورانکاريو دپاره نو ددې مخنيوى به اوشي

ښاغلي مندوخېل دا هم وويل چې په افغانستان کې چې دافغان او ناټو په ګډو حملياتو کې چې کوم عام

وګړي شهيدانېږي نو د دې زموار عربيان ، اوزبک ،پنجابيان ، او ددوى نور ملګري دي ځکه چې دا خلک

اولس د ډال په توګه استمعالوي او ددوى کورونه د ځان دپاره دفاع ګڼي

1 ...پوښتنه مندوخېل صاحب ! داسي ښکاره کېږي چې د طالبانو په نوم چې په افغانستان کې څوک جنګېږي د هغوى تحريک ورځ په ورځ قوي کېږي د دغه تحريک د پرمختګ او قوي کېدو لامل څه دى ؟

ځواب ::دا خو ستا دا نتېجه ده چې داغورځنګ قوي کېږي ! چېري قوي کېږي په څه شي قوي شوى دى ؟ دا داسي سيمي دي چې په هغو کې خاص ځايونه دي چې څه ناڅه خو شته هر چاته ښکاره ده چې په اولس کې دهغوى څه حصيت دى ! په ټول اولس کې د افغانستان ! نو داسي خبره نه ده چې دوى قوي کېږي په اولس کې خو هغه ډېر پرې دي نور نو ددوى څه انتظامات دي کله يو خبرمبر جوړوي لېکين په اولس کې د دوى غورځنګ نشته اولس يې همدردي او حمايت
نه کوي اولس له هغوى څخه نفرت کوي

2...پوښتنه تاسي د اګست په مياشت کې [ د سولي او امن په اړه ] د جوړېدونکې جرګې په اړه څه نظر لرئ ؟

ځواب ::موږ ډېر خوشحاله يو دا ډېره ښه ده چې دا جرګه اوشي د افغانستان او پاکستان تر منځ دا د امن جرګه ډېره ضروري ده ! دا اوس چې په افغانستان کې کوم مداخلت دى او په افغانستان کې مداخلت کېږي دلته چې په دا منځنۍ پښتونخوا کې داسي اډې دي چې دلته تر بيتونه کېږي له دغه ځايه خلک لېږل کېږي افغانستان ته هلته مړي کوي بد کوي نو دا خبر ي چې په جرګه کې وړاندي شي او په جرګه کې به دا حقايق ټوله مخامخ او ښکاره شي نو يقينن دا جرګه چې ده د افغانستان او پاکستان تر منځ ده هغه به ددې چې کوم اسباب دي د تخريب د مداخلت ! په افغانستان کې چې کوم مداخلت دى په منځنۍ پښتونخوا کې ټول اولس يرغمال دى، عربيان ناست دي عربيانو اوزبکو پنجابيانو او نورو اډې جوړې کړې دي په افغانستان کې مداخلت کوي او دلته په پاکستان کې ټوله د پښتونخوا وطن له سواته يې را ونيسه تر دېراسماعيل خان تر کوټې دا ټول يې يرغمال کړى دى نا امني جوړوي چاودني کوي بېګناه خلک وژني ! څومره بېګناه خلک چې وژني دا هغه عناصر دي چي په منځنۍ پښتونخوا کې يې اډې جوړي کړې دي خاريجي عناصر دي عرب او اوزبک او داسي نور ! نو هلته چې دا جرګه اوشي نو دا شيان به ټول په ګوته کړي چې په افغانستان کې دا مداخلت دى په منځنۍ پښتونخوا کې اولس يرغمال دى له شپږسوه څخه واخله تر زرو پوري کم نه کم مشران ،صحافيان ،او دانشوران وژل شوي دي په منځنۍ پښتونخوا کې زما مطلب له باجوړڅخه تر جنوبي وزيرستان دغه ډول له دېره اسماعيل خانه تر سواته پوري څومره چاودني شوي څومره بېګناه خلک وژل شوي دي دوکانونه برباد شوي کاروبار ختم شوى دى نو دا جرګه به دا ټولي خبري دغه تخريبونه دهغې اسباب د هغې اډې هغه به په ګوته کړي او دا به په ګډه باندي ټول د پاکستان او افغانستان اولسونه به راغونډ شي په افغانستان او قبايلو کې د رواني نا امنيو په خلاف به منډه ترړه و کړي

3 ...پوشتنه ځو ورځې وړاندي د بلوچستان ايالت په ږوب سيمه کې د جنوبي وزيرستان د ځايي طالبانو قومندان عبد الله مسعود د يوۀ ځايي سړي په کور کې پناه اخيستي وه چې وروسته يې ځان په بم والوځاوه ايا له دې څخه دانه ثابېتېږي چې د طالبانو فعاليتونه به دې ايالت ته هم را انتقال شي ؟

ځواب :: ګرانه دا پوښتنه به له هغوى څخه کوې دا به د جمعت علماء له والو څخه پوښتې چې دا څوک و څرنګه دلته راغلى و څه يې کول له دې سره زموږ هيځ کار نشته

4 ... پوښتنه زما مطلب داده چې که دا طالبان دا رنګه سوکه سوکه دې سيمو ته را اوښتولو نو دا جنګ به دې خواته نشي را انتقال ؟

ځواب :: ګوره مطلب دا چې دا د طالبان نوم به نه ورکوې طالبان خو د پښتانۀ طالبعلمان ځان ته دي دا خو د اسلام اباد عناصر دي تر بيت کوي يې په افغانستان کې وژني په کوي بد په کوي په منځنۍ پښتونخوا کې يې اولسونه په يرغمال کړي دي بيا هغه د عربيانو او اوزبکو په لاس کې دا عناصر چې دي هر څه کولى شي کولى يې په دې معنى !چې د اولسونو هيڅ تائيد نشته ورسره هو البته دوى که دخپل دا د دوى چې کومي طريقې نو د هغې مطابق چلېږي دوى هر ځاى خپل مداخلتونه کولى شي لېکين دولتونه يې همايت چېري هم نه کوي دا خبره واضع ده

5 ... پوښتنه تاسي په لندن کې د ټولو ګوندونو په کډ كُنفرانس کې د پولې په دې خوا د روانو جګړو د له منځه وړلو په اړه کومه پرېکړه وکړه او يا مو د مذهبي توند لارو روانو فعاليتونو ته کومه کتنه وکړه که څنګه ؟

ځواب :: موږ په ملک کې د پوځي امريت خاتمه دا بنيادي حقوق بولو تر هر څه دا[ مختلف پوځي امريت ] چې ده دا سبب د دې هر څه ده انتها پسندۍ د ترهګرۍ دا هر څه چې دي دا پوځي امريت دى موږ ټولو ګوندونو په دې اتفاق کړى دى چې په ملک کې به پوځي امريت ختم کوو

6 ...پوښتنه په افغانستان کې چې کله د ناټو اوافغاني ګډو ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد عمليات کېږي نو په دې کې بېشماره عام وګړي شهيدانېږي په دې حواله د پښتونخواملي عوامي ګوند تر اوسه پوري هيڅ رد عمل نه کو ښکاره ولي ؟

ځواب :: ګوره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اوله سره دا خبره کوي چې څوک په افغانستان کې مداخلت کوي نو موږ د هغوى خلاف يو افغانستان د يومشروح حکومت بين ال اقوامي تور باقاعده د هغۀ حمايت ! دهغه دولت د ماتولو کوښښ کوي مداخلت کاران د عربيانو ،پنجابيانو ، او اوزبکو د پاره دا کار کوي نو د دې چې دا مړۀ کوي تاوانانونه کوي خلک وژني عام وژنه کوي دغه عناصر دي نو په دې دوران کې څه عام وګړي د ځان دپاره ډال جوړوي په دغه دوران کې دوى د افغانستان دولتي او يا بين الملي ځواکونه د افغانستان د دولت په دفاع کې له دوى سره جنګېږي دوى د افغان اولس بې ګناه ډال جوړ کړى دى ! د دې ټول مصوليت ددې عناصرو دى دا خبره موږ همېشه کړي ده چې ددې سره په افغانستان کې چې دا کوم زياتوب کوي مداخلت کوي د دولت پر خلاف د اولس پر خلاف دا دغه قوتونه دي چې مداخلت کوي ددغه کار دغه خلک زموار دي ! اوبل بيا دغه چې په دې کې بې ګناه خلک مړۀ کېږي که چېري په چاودنه کې مړۀ کېږي او که دوى حمله په وکړي پر دولتي ځواکونو باندي په دې کې دې عناصروځانته ته اولس يرغمال کړى دى دوى اولس د ځان دپاره ډال جوړ کړى دى دوى د اولس کورونه د ځان د پاره د دفاع په توګه استمالوي

څوک چې په دې ناوړه جنګ کې اخته دي او يا په دې جنګ کې چې کوم عام وګړي شهيدانېږي نو ددې ټولو زموار دغه عناصر دي د افغانستان د دولت په ضد چې څوک جنګېږي ! او په دې کې چې څومره کسان مري نو ددغو زموار ي په دې عناصرو باندي ده او ددغو پر بادارانو پر عربو ، پر پنجابيانو ، او پر اوزبکو باندي ده

7 ... پوښتنه افغان چارواکې وايي چې د هغو کسانو د نومونو ليسټ يې تر لاسه کړى دى چې د سيمي دامن او سوکالۍ په نامۀ کېدونکې جرګې کې به د پاکستان استازيتوب کوي !ښاغلى مندوخېل صاحب تاسو له دې نومونو څخه مطمين ياست ؟

ځواب :: موږ تر اوسه پوري دغه نومونه نه دي ليدلي او نه په خبر يو

8... مطلب دا چې دا نومونه تر اوسه پوري تاسو ته نه دي ښودل شوي که ځنګه ؟

ځواب :: په پاکستان کې په رسمي تور ! بلکي په غير رسمي توګه هم چا دا نومونه نه دي راښودلي او دا حال يې نه ده راکړى چې څوک دي په دې نومونو کې !

ښاغلى عبدالرحيم مندوخېل صاحب يوه دنيا مننه

له تاسو څخه هم ډېره ډېره مننه

Interview: Mr. Abdul Rahim Mandokheel Vice President of Pakhtunkhwa Mili Awami Party-PkMAP
By: Mr. Habib Rahman Tasir
Larawbar.com 29.07.07

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←