د شورا نظار د خوښي عمليات څنگه د...؟
د شوراى نظار د خوښي عمليات څنگه د طالبانو په لاس ترسره شول؟!!
پرون په داسي حال کي د ولسي جرگې ماڼۍ خوا ته چاودني او ډزي وشوې چي د جمهور رئيس دوهم معاون له نوماند دفاع وزير معصوم ستانکزي سره يو ځاى ماڼۍ ته رسېدلى وو او د دې لپاره ټول مقدماتي کار بشپړ شوى وو چي د استازو اکثريت به هغه ته د اعتماد رأى ورکوي، د جرگې د کار موده هم د همدې لپاره تمديد شوې وه، د عبدالله ټيم هم له اشرف غني سره په ظاهر کي دا توافق کړى وو چي په جرگې کي د دوى پلويان به ستانکزي ته رأيه ورکوي، دا ځکه چي د دې کار په بدل کي د لوى درستيز گدۍ د دوى په برخه شوې وه او دوى يو بدخشانى د لوى درستيز په توگه معرفي کړى وو او غني ورسره منلې وه.
پوښتنه دا ده چي دا بريد ولي په دغه خاص او حساس وخت کي ترسره شو؟ څوک چي د طالبانو د وياند دا ادعاء مني چي بريد د دوى له لوري شوى؛ دې پوښتني ته څه ځواب لري چي طالبانو ولي دا خاص وخت د بريد لپاره غوره کړى وو؟ آيا په طالبانو کي له تنظيمي پلوه دا وړتيا او توانمني شته چي داسي عمليات تنظيم او په داسي خاص وخت کي ئې ترسره کړي؟ کومو امنيتي چارواکو او د څه لپاره له دوى سره مرسته کړې چي په دغه وخت کي دا عمليات ترسره کړى شي؟
که لږ د قضيې مختلفو اړخونو ته ځير شو او د دفاع وزير په توگه د ستانکزي د نوموني په ارتباط د ځينو لوريو دريځ ته پام وکړو نو يقيناً چي دې پوښتنو ته دقيق او سم ځواب موندلى شو. د عبدالله ډلي؛ په ځانگړې توگه د بلخ والي عطاء محمد نور او د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح د ستانکزي له نوموني سره مخالفت وښود، عطاء نور په ډېر زور شور او وقاحت سره وويل: موږ ستانکزى د دفاع وزير په توگه نه منو!! امرالله صالح هم دې ته ورته اظهارات درلودل، هغه په بدمعاشۍ کي تر نور ډېر وړاندي دئ، د نارنجي انقلاب، د دولتي دفترونو اشغال، د ارگ محاصره … او دې ته ورته شعارونه د دوى له خولو راوتلي!! هغه د اوباشانو يو ټيم لري چي تر دې وړاندي د ملي امنيت غړي ول او اوس ئې د (روند سبز) نوم ورکړى، په کابل او هرات کي مظاهرې، د لويي جرگې په خيمه کي د مخکني جمهور رئيس کرزي عکس څيرل او سوزول… د همدې روند سبز ځيني کارونه دي!! د فرخندې قاتل شرف بغلاني هم د همدې ډلي غړى دئ!! صالح يو له هغو کسانو دئ چي د ان جي او له رياست تر وزارتونو پوري رسېدلي، هغه د سي آى اې نازولى او (جاسوس با افتخار) دئ، د (ان جي او) له رياست د ملي امنيت رياست ته رسېدلى، د آمر مسعود د وژل کېدو خبر د ده له لوري د سي آى اې دفتر ته مخابره شوى، د سي آى اې چارواکي وايي: صالح تر ټولو وړاندي موږ ته ټلفون وکړ او د مسعود له مړيني ئې په داسي حال کي خبر کړو چي لا استاد رباني هم ترې خبر نه وو!! هغه د سي آى اې حمايت دومره مغرور او مست کړى چې نږدې ده (مست هاتي) ترې جوړ شي.
طالبانو ته ستانکزى دومره د نه منلو نه دئ چي د هغه د نوموني خلاف دي داسي عمليات ترسره کړي چي اوه سر تېري طالبان ئې په هفه کي ووژل شي!! د دوى په لاس د استاد رباني ترور ښيي چي هغوى جمعيت او شوراى نظار ته د لومړي دښمن په سترگه گوري، تر ټولو اوږدې او خونړۍ جگړي ئې له دوى سره وې.
دا پوښتنه راولاړېږي چي د شوراى نظار د خوښي عمليات څنگه د طالبانو په لاس ترسره شول؟!! ځواب ئې څرگند دئ: د ملي امنيت رياست نن هم او تر نن وړاندي د امرالله صالح د رياست په دوران کي هم د طالبانو په ليکو کي داسي نفوذي کسان لري چي د طالبانو باور او اعتماد ئې ترلاسه کړى، کله چي دوى د داسي عملياتو ضرورت احساس کړي نو د همدغو نفوذي کسانو له لاري طالبانو ته د مرستي او د جنگياليو او وسلو د ډاډمن انتقال اطمئنان ورکړي، طالب جنگيالي نه پوهېږي چي دوى د هغي جگړي ډگر ته ځي چي هم ئې منصوبه د دوى دښمن جوړه کړې، هم ئې وخت هغوى ټاکلى او هم ئې هدف هغوى غوره کړى. دوى دا ځان ته کافي گڼي چي سبا په رسنيو کي دا عمليات دوى ته منسوب شي او دا د دوى د ځواکمنۍ نښه وگڼل شي!!! اما دا چي گڼ شمېر سرتېرى ئې وژل کېږي، په داسي حال کي چي نه د هغوى جسدونه په لاس ورځي او نه له تبليغاتو پرته بله لاسته راوړنه، باک ئې نشته، هغوى شهيدان شوي او مخامخ به جنت ته درومي!!!
اکثر هغه عمليات چي د طالبانو ټول سرتېري په کي وژل شوي او له تبليغاتو پرته ئې دوى ته بله گټه نه ده رسولې؛ دې ته ورته او د دښمن د منصوبې مطابق ترسره شوي عمليات دي، هيڅ د عقل او ايمان خاوند به دا ستره غلطي او جفا ونه کړي چي يوازي د تبليغاتي موخو لپاره سرتېري مجاهدين د مرگ کومي ته ولېږي. څوک چي جنگي تجربه لري، د خپلو جنگياليو او د عام ولس ژوند ورته ارزښت او اهميت لري؛ نه به د هېواد په اوسني وضعيت کي د سيمو د آزادولو منصوبه جوړه کړي او نه به له داسي سر تېرو عملياتو سره توافق وکړي، د سيمو د آزادولو لړۍ هغه مهال پيلوي چي دښمن ئې د بېرته نيولو توان ونه لري او سرتېري هغو عملياتو ته لېږي چي د دښمن ستر ستر شخصيتونه او اهداف له منځه يوسي او هغه ته د پام وړ تلفات واړوي!!
دښمن توانېدلى چي هم د خپلي خوښي عمليات ترسره او له دې لاري خپلو موخو ته ورسېږي او هم د خپل رقيب تر ټولو مهم کسان په خپلو پښو مقتل ته راولي او د بل په لاس ئې ووژني. آيا شوراى نظار کولى شي د طالبانو دغسي مهم سرتېري له بلي لاري او وړيا ووژني؟!!
د همدې بريد تر څنگ په کندز کي دوه ولسوالۍ (چار دره او ارچي) يوه په بلي پسې طالبانو ته تخليه کېږي، د دواړو اکثريت استوگن پښتانه، د دواړو ولسوالان د شوراى نظار غړي، د ارچي ولسوال سعدي د پښتنو سرسخت دښمن؛ هغه څوک دئ چي ټول عمر ئې لومړى د حزب اسلامي له مجاهدينو سره او بيا له طالبانو سره په خونړيو جگړو کي تېر کړى. دوى ولي دا ولسوالۍ له مقاومت پرته طالبانو ته تخليه کړې؟ آيا د دې تخليې ترشا دا شيطاني منصوبه ترلاس لاندي نه ده چي اوس به امنيتي ځواکونه د امريکايي جهازونو تر وزر لاندي پر دواړو ولسواليو پراخ زمکني او هوايي بريدونه کوي، طالبان به له مقاومت پرته په شا کېږي، د دواړو ولسواليو استوگنو ته به پراخه مرگ ژوبله اوړي، ډېرى به ئې سيمه پرېږدي، په دې توگه به د هغو وطن پلورو ناولى هدف ترسره کېږي چي قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، د هېواد د تجزيې منصوبه ورکړى شوې او غواړي پښتانه له شمال ووځي. څوک چي په دې خبري کي شک کوي د هېواد له وضعيت او د شمالي ټلوالي له خبيثو منصوبو بې خبر دئ!! آ بله ورځ د اشرف غني د امريکايي حکومت پرچمي داخله وزير علومي په همدې کندز کي وويل: په جنوب کي دښمنانو او په شمال کي دوستانو ستونزي راولاړي کړې دي!!! د ده دا وينا ټولو رسنيو خپره کړه، خو پرته له دې چي د علومي او د کابل حکومت دغه دوستان په گوته کړي!! د ده دوستان څرگند دي، که نور ئې نه پېژني کندزيان ئې ښه پېژني، دوستان ئې د شوراى نظار هغه مفسد، اوباش او جنايتکار ټوپکيان دي چي د امرالله صالح په وينا ئې په شمال کي شرارتونه پيل کړي، په دې موخه چي له يوې خوا د کندز ولايت دوى ته وسپارل شي او د دوى د خوښي والي ورته غوره شي، له بلي خوا غواړي اشرف غني د يوه ناکام او د هېواد د وضعيت له مهارولو عاجز جمهور رئيس په توگه وپېژندل شي، او امريکايان قانع کړي چي په بل ئې تعويض کړي.
په کندز کي د امرالله صالح د ملگرو له ډلي يو هم ميرعلم دئ، دومره ستر جاني چي بېلگه ئې په ټول هېواد او د ډېرو بدنامو مليشو په ليکو کي هم لږ تر سترگو کېږي، ده او ملگرو ئې د پېغلو نجونو محافظين درلودل، په يوه شپه ئې په يوه کلي کي 24 بې وزلي کليوال ووژل او بيا ئې وسوزول، د کليوالو او نورو کندزيانو د پرله پسې شکايتونو له کبله کرزى مجبور شو او له فهيم ئې وغوښتل چي دا (لېونى سپى) کنترول کړه، امر الله صالح د تاجکستان د استخباراتو له رئيس وغوښتل چي هغه ته پناه ورکړي، تاجکستان ته ولاړ او اوس بېرته او د هغو شرارتونو لپاره کندز ته راوستل شوى چي علومي ورته گوته نيولې.
