اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

په خوست کې دبې سارى علمي سيمينار راپور

Wednesday, 28 May 2008
دغه سيمينار، په خوست کې د پيوستون کولتوري او خپرندويه ټولنې لخوا د فولکلور پوه ليکوال عبدالکريم پتنګ پر ژوند او آثارو جوړ شوى ؤ او د سيمې پر لسګونو ګډونوالو سربېره، د کابل، مزار، غزني، کونړ، ننګرهار، پکتيا، لغمان او وردګو سيمو ليکوالان او مينه وال هم ورته راغلي وو.
د بلخ پوهنتون استاد پوهندوى ډاکټر برزين مهر په افغانستان کې د مېشتو قومونو پر کولتوري نږدېوالي خبرې وکړې. ده وويل، چې ځينې جزوي توپيرونه به وي، خو په ټوله کې د افغانستان ټول اوسيدونکي ګډ کولتوري ارزښتونه لري.
ډاکټر برزين د عبدالکريم پتنګ له کتابونو د ولسي شاعرۍ او پښتو ټپې برخې راخېستې او د دري ژبې له (دو بيتي) سره يې پرتله کړې وې.
ليکوال استاد محمدآصف صميم، په فولکلوريکه برخه کې د ښاغلي پتنګ تېرې هڅې وستايلې او ترڅنګ يې له ځوانو ليکوالانو وغوښتل، چې دغې ارزښتمنې برخې ته ډېر پام وکړي.
استاد صميم، ټول افغانستان، خو په ځانګړې توګه لويه پکتيا د پښتني فولکلور هغه خزانه وبلله، چې ډېرې ارزښتناکې برخې يې په سينه کې دي. ده د ځوان کهول له ليکوالانو وغوښتل، چې کار پرې وکړي او خپلو راتلونکو نسلونو ته يې په ليکلي ډول پرېږدي.
دعلومو اکاډمۍ علمي غړي څيړونکي محمد نبي صلاحي، د پتنګ (د خلکو تجربې) پر کتاب لېکنه کړې وه، ده ويل، چې د نوموړي کتاب ولسي طب ډېر ګټور دى، چې زموږ زياتره ځوانان اوس هم ترې ناخبره دي.
نوموړي وويل: ((د اوسني عصري طب اساس، له همدغه ولسي طبه اېښودل شوى او اوس هم ډېرې داسې ناروغۍ شته، چې درملنه يې په ولسي طب کيداى شي.))
د علومو اکاډمۍ بل علمي غړي محقق استاد شريف ځدراڼ د پتنګ پر (ګړني ادب) نومي کتاب، خپله اوږده څيړنيزه ليکنه ولوسته.
استاد شريف پر کتاب د څه ويلو ترڅنګ اوسني ځوان ليکوالان وننګول، چې پتنګ دا چارې په داسې وخت کې کړي، چې کمې اسانتياوې يې په لاس کې وې.
ښاغلي ځدراڼ وويل: ((اوسنۍ ټکنالوژي او ټرانسپورټي اسانتياوې داسې څه دي، چې د فولکلوري توکو په راغونډولو کې له ليکوالانو سره ډېره مرسته کولاى شي، نو بايد ځوانان کار پرې وکړي.)).
ليکوال او شاعر پيرمحمد کاروان، د ښاغلي پتنګ د (سروکي) پر کتاب لېکنه کړې وه.
ده ويل، چې پښتو سروکي، لکه د پښتو ټپې په څېر خواږه دي او د حماسې، مينې او ژوند نورو اړخونو ډېر راڼه انځورونه پکې راغلي دي.
کاروان د بېلګې په ډول د ليکوال له هغو څو سروکو يادونه کړې وه، چې د پښتنو مېرمنو د تنګلاسۍ، مايوسۍ او
محکوميت بېلګې پکې راغلې وې
ځوان ليکوال او ژورنالېست يونس برهان بيا د کريم پتنګ د (کرکې او کږنې) پر کتاب کتنه وړاندې کړه.
ده وويل، چې زموږ د مشرانو ليکوالانو همدومره مسؤوليت ؤ، چې موږ ته يې د نيکونو د کړو وړو او دودونو اړوندې برخې راټولې کړې، خو اوس پر موږ ده، چې دا توکي وه ارزوو، چڼ يې کړو او پر واقعيتونو ولاړې برخې له خرافاتو بېلې کړو.
ځينو ليکوالانو او ويناوالو ويل، چې له يوې خوا ژوند د ماشيني کيدو پر لور روان دى او له بلې خوا دا وخت افغانستان له کولتوري يرغلونو سره مخ دى، نو ځکه بايد ليکوالان تر هر څه وړاندې فولکلوريکې برخې ته پام وکړي، تر څو ځوان نسلونه، د خپلو نيکونو او پلرونو کړه او دودونو هېر نه کړي.
د سيمينار په پاى شيبو کې د پښتو کولتوري ټولنو ګډې جرګه ګۍ مرکزي غړي ډاکټر خوشال روهي په خپلو خبرو کې وويل، چې نن يې د دغه سيمينار په پاى کې د ګډ ادبي بهير پرانستل غوښتل، خو کله چې يې په خوست کې د سيدجمال الدين افغان ښوونيز، ادبي بهير له فعاليتونو واوريدل، نو د ډېرو ملګرو په خوښه او سلا يې همدا مرکز، په خوست کې د شته کولتوري او ادبي ټولنو د ګډ ادبي بهير په نوم ونوماوه.
د سيمينار دويمه برخه ازاده مشاعره وه، خو تر مخه يې خوست مېشتو فرهنګيانو، د ټولو ميلمنو په استازيتوب، د بلخ پوهنتون استاد ډاکټر برزين مهر ته، د ځايي دود له مخې لنګۍ ور په سر کړه.
د پيوستون کولتوري او خپرندويه ټولنې له خوا د خوست دوو داسې ځوانانو ته ستاينليکونه ورکړل شول، چې په ډېر کم عمر کې يې پښتو ژبې او ادب ته ډېر څه کړي دي.
په دې کې يو محمدقاسم عارف او بل تواب الدين غورځنګ ؤ، چې په کم عمر کې د کړي کار له امله، له ځانه مشران بلل کيږي.
څلور پنځوس کلن عبدالکريم پتنګ په خوست کې څړبن ليسه او په کابل کې روښان دارالمعلمين لوستي. وروسته يې په پښتو ټولنه کې د ادارې، کتابتونو او زيري جريدې له پاره د مشر، غړي او اوډونکي په توګه کار کړى.
په هماغه مهال يې د پښتو ټولنې او نورو اکاډميکو ادارو له خوا د فوکلور په برخه کې شپږ کتابونه خپاره شوي:
۱- فولکلوري مرغلرې.
۲- ګړنى ادب.
۳- د غرونو څوکې
۴- پښتو منظومې کيسې
۵- د خلکو تجربې
۶- سروکي
او وروسته يې (د اعمالو توازن) او (د الهي حقيقت ثبوت) په نومونو دوه نور کتابونه په خپله چاپ کړي دي.
ليکوال اوس هم په ليکلو بوخت دى او هيله ده، چې په راتلونکي کې هم په يادو برخو کې ګټور آثار ولري.
د ده په اړه جوړ سيمينار ته، پيوستون کولتوري او خپرندويه ټولنې، په کابل کې د دانش خپرندويه ټولنې په ملګرتياد ده (فولکلوري مرغلرې) په نوم کتاب، چې پوره درې لسيزې وړاندې، د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى ؤ، يو ځل بيا چاپ کړ.
او د همدې ورځې په وياړ (پيوستون) مجله هم چاپ او پر خلکو وويشل شوه.

په خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپورپه خوست كې دبې سارى علمي سيمينار راپور

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←