د ايران د مداخلاتو په ضد د پاڅون بلنه
ايران غواړي په افغانستان کي همغه څه وکړي چي په عراق، سوريې، يمن او لبنان کي ئې وکړل، يو ځل بيا غواړي هغه خونړۍ تجربه تکرار کړي چي د نجيب حکومت د نسکورېدو په وخت کي ئې ترسره کړه، د مسکو او واشنگټن په وينا ئې د جبل السراج ائتلاف جوړ او وطن پلورونکي ئې په کي راغونډ کړل، په دې موخه چي په کابل کي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حکومت جوړېدو مخنيوى وکړي، دا د مسکو، واشنگټن او تهران گډ هدف وو.
دا دئ گورئ چي ايران يو ځل بيا خپلو لاسپوڅو ته دنده سپارلې چي همغه مخکنى ائتلاف راژوندى او په شمال کي د جگړو بله لړۍ پيل کړي، دې جگړي ته به په ظاهر کي د داعش ضد پاڅون نوم ورکوي خو په اصل کي د شمال مېشو پښتنو ضد جگړه ده، دوى ته دنده سپارل شوې چي د پښتنو په ضد همغه څه وکړي چي د جبل السراج ائتلاف له جوړيدو وروسته ئې وکړل، د هغوى کورونه او دکانونه ئې تالان کړ، د هغوى شتمنۍ ئې غارت کړي، د هغوى زمکي او باغونه ئې غصب کړل، جهادي شخصيتونه او د پښتنو مهم مهم قومي، مذهبي او جهادي مشران ئې ترور کړل، په زرگونو کورنۍ ئې دې ته اړي کړې چي د هېواد نورو سيمو ته پناه يوسي.
په کابل کي د ايران سفير بهرامي په ډېر وقاحت سره وويل: که د افغانستان حکومت وغواړي ايران چمتو دئ د داعش په ضد مرسته وکړي، هر هوښيار افغان پوهېږي چي له دې مرستي د بهرامي هدف څه دئ، هدف ئې دا دئ چي ايران چمتو دئ د افغانستان داسي مرسته وکړي لکه چي په عراق، سوريه او يمن کي ئې کوي، غواړي افغانستان ته هم خپل وسله وال ځواکونه او د سپاه پاسداران جنگيالي راولېږي.
زه ټولو خدايپالو مجاهدينو، آزادي غوښتونکو او پر خپل هېواد مينو افغانانو، په ځانگړې توگه شمال مېشتو پښتنو ته بلنه ورکوم چي د ايران او د پرديو د ذليلو مزدورانو د شرارتونو په ضد متحد شي، خپل سليقه يي اختلافات يوې خوا ته کښېږدي، ملا وتړي او په گډه د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په ضد ملا وتړي. حقيقت دا دئ چي نه ايران له دې پرته له بلي لاري له لاسوهنو منع کولى شو او نه د پرديو دا ذليل مزدروان له بلي لاري پر خپل ځاى کښېنولى شو. که تاسو متحد شئ نو هم د دغو وطن پلورو اوباشانو او بدمعاشانو چاره کولى شئ او هم د ايران شرارتونو ته غاښ ماتوونکى ته ځواب ويلى شئ.
ايرانيانو ته وايو: څه شي مست کړي يئ؟ ولي په دې نه پوهېږئ چي نه د شوروي اتحاد د يوې مستعمرې په اندازه ځواکمن يئ او نه د امريکا د يوه ايالت په اندازه، که دوى ونه توانېدل له يرغل څه ترلاسه کړي او ډېرو ئې دلته خپل سرونه وخوړل؛ تاسو به څه ترلاسه کړئ؟!! د صدام حسين د مقابلې توان مو نه درلود، په جگړي کي مو ماته وخوړله، ډېري سيمي مو له لاسه ورکړې، په تهران کي به مو هم د شپې له لوري له دې وېري څراغونه نه شو بلولى چي عراقي الوتکي به بمونه درباندي ووېروي!! د صدام په ضد مو له امريکايانو سره لاس يو کړ، دا نن که امريکا د اسلامي دولت په ضد خپل جنگ ودروي نو په ټول يقين سره ويلى شو چي ډېر ژر به د ايران په گوټ گوټ کي د داعش تور بيرغونه ورپېږي!! که مست يئ او غواړئ خپل شوق پوره کړئ نو دا ئې گز دا ئې ميدان، راشئ، د افغانانو د مټو زور به وگورئ، إن شاء الله همدا به د صفوي ايران د ټغر ټولېدو پيلامه وي، د شوروي اتحاد له تور برخليک سره به مخامخ شئ، د امريکايانو د مټو په زور راتلى شئ خو له ماتو پښو او بې غوږو سرونو سره به وځئ، بيا به مو پښه په اصفهان کي هم تم نشي، همغه اصفهان چي د ستر افغان فاتح شاه محمود پلازمېنه وو او قصر ئې لا تراوسه دې ښار ته ښکلا ورکړې. ښايي الله تعالى به همدا اراده کړې وي چي اسلامي نړۍ د ايران له شره داسي وژغوري لکه چي د کمونيزم له شره ئې وژغورلو. او ښايي الله تعالى به د کمونيزم له زوال وروسته دا افتخار هم د افغانانو په برخه کوي.
