اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

باچاخان يو مبتلا وګړى

ما ته چې کله پر باچاخان باندې د څۀ ليکلو دپاره ووئېل شول نو حېران وم چې څۀ وليکم، ولې چې پر هغه باندې دومره څۀ ليکل شوي دي او د ژوند هر اړخ ئې رڼا ته داسې راوړل شوى دى چې زما غوندې سړي دپاره داسې خبره کول چې د چا به معلومات پرې زيات شي ممکنه نۀ ده، خو د ملګرو خبره مي هم پر مځکه نۀ شوه اچولى، په دا مې نو قلم راواخيست او په فکر شوم چې څۀ وليکم؟ د دغه فکر په دوران کښې مې يوه پوښتنه په ذهن کښې را پورته شوه او د دغې پوښتنې د جواب په لټولو پسې ورو ورو په فکر لګيا شوم چې څۀ مي خيال ته راتلل هغه مي ليکل، داسې دا يوه وړه غوندې ليکنه ترې جوړه شوه. دغه ليکنه چې د کومې پوښتنې په نتيجه کښې مينځ ته راغله هغه دا وه چې باچاخان چې کله سياست ته راغى، له هغې ورځې رانيولې بيا تر ننه پورې په زرګونو نورو پښتنو هم دغه ډګر ته را دانګلي دي. په دغو پښتنو کښې ډېر داسې دي يا وو چې د هر يوۀ رسمي زده کړه (تعليم) د باچاخان تر هغې ډېره زياته وه خو په دغه هسې يوۀ لوئ هجوم کښې بل يو تن ولې هغه ځاى ته و نۀ رسېد کوم ته چې باچاخان رسېدلى دى؟. د دغې پوښتنې د جواب په لټولو که سړى د سياست د ډګر سپرو (سورو) ته ځير شي نو و به ويني چې دغه خلګ دوه ډوله دي يو هغه چې سياست د اقتدار زينه ګڼي او دغې لوبې ته په دې هيله ورګډيږي چې دا به ئې تر څوکۍ پورې ورسوي، بل لور ته بيا خال خال ځينې داسې وګړي هم په دغه مېدان کښې ليدل کيږي چې اقتدار مقصد نۀ بولي بلکې د سياست په شان دا هم د يوۀ بل مقصد د لاس ته راوړلو دپاره يوه وسيله ګني، اصل مقصد بل وي او له دغه مقصد سره ځاني ګټه نۀ وي تړلې، ولې چې دغسې خلګو ځان تر ځان پوه يوۀ بالاتر وجود کښې فنا کړى وي، دغه بالاتر وجود د قام، ملت يا انسانيت وجود وي، هغه چې خوږيږي نو په خپلو ځاني خوږو نۀ خوږيږي بلکې پر قام، ملت يا انسانيت چې کوم خوږ تېريږي دى په هغه ناقراره او په درد مبتلا وي، او د داسې مبتلا وګړو هره هڅه د همدغه درد د کرارولو دپاره وي چې سياست کوي نو هغه هم د دغه مقصد دپاره کوي، باچاخان له دغو خال خال او کله کله پيدا کېدونکو وګړو ځينې يو دى.

سياست ته چې کوم خلګ تش اقتدار ته د رسېدو دپاره ورګډيږي هغوئ د دغو مبتلا وګړو په سر ځکه نۀ شي کېداى چې په اقتدار کښې خواږۀ وي او خواږۀ چې چرته وڅڅيږي نو مچان ورباندې راځي، د مچانو له نامۀ سره يو حکايت را ياد شو چې په چهار دروېش نومي کتاب کښې راغلى دى او په يوۀ بل سياق و سباق کښې باچاخان هم په خپل ژوند ليک کښې ځاى کړى دى، دغه حکايت د يوۀ ځوان قصه کوي چې ډېر مال او دولت له پلاره په ميراث کښې ورپاته شوى ؤ او دۀ هغه ټول په يارانو دوستانو وخوړ چې فقير شو نو چرته يوۀ سړي وپېژاندۀ او ورته و ئې وئېل چې تۀ هغه پلانى نۀ ئې؟. دۀ چې په هو کښې جواب ورکړ نو هغه ترې وپوښتل چې ستا خو ډېر ياران او دوستان وو او ټول تر تا سر قربانولو ته تيار وو چې دا هسې در پدره شوې نو هغوئ څۀ مرسته درسره و نۀ کړه؟. دۀ په جواب کښې ورته ووئېل چې هغه زما دوستان چرته وو هغوئ خو زما د دسترخوان مچان وو چې دسترخوان هوار ؤ نو دوئ باندې بوڼېدل چې هغه ټول شو نو دوئ هم والوتل او ورک شول، د دغه حکايت په رڼا کښې چې مونږ اقتدار ته ګورو نو هغه د همدغسې دسترخوان په شان دى. د چا مخته چې پروت وي، ډېر خلګ باندې راټول وي خو کله چې بيا دغه دسترخوان د دۀ له مخې لرې او د بل چا مخته هوار شي نو دغه خلګ ټول بيا هلته ځان رسوي، که مونږ د کال 1947ء څخه بيا تراوسه پورې يوازې د پاکستان پر تاريخ نظر واچوو نو وينو چې څومره د اقتدار خاوندان له څوکۍ څخه له لرې کېدو سره سم خلګو هېر کړي دي، مګر دغه وګړي چې دا مونږ ورته مبتلا وګړي ووئېل او باچاخان مو هم له هغو څخه وبالۀ له مرګه پس هم ژوندي دي او خلګو ته ئې خېر رسيږي، ځکه نو هغوئ نۀ هېرولى او نۀ پرېښوولى شي.

دا خو زمونږ او ستاسې ايمان دى چې مهربان خداى عام وګړي نۀ پرېږدي چې د ژوند پر ناهموارو لارو ټکرې خوري، له يوې کنډې خيږي په بله کښې لوېږي او څوک نۀ وي چې لاس ئې ونيسي، پر سمه لار ئې برابر کړي او خپل حالت سمولو ته ئې وهڅوي هغه له نبيانو علاوه د خلګو د لارښوونې دپاره په هرځاى او په هره زمانه کښې داسې نور وګړي هم پيدا کړي دي او پيدا کوي ئې چې په يوه يا بله توګه دوئ پر سمه لار برابر او له ستونځو او کړاوونو څخه وژغوري دغسې خلګ دغه کار د څۀ ځاني ګټې دپاره نۀ کوي بلکې هغوئ له يوۀ داسې راڼۀ ضمير سره دې نړۍ ته راغلي وي چې لکه د بل هر شي په مقابله کښې چې هينداره په ډېر لږ زيات غبار پيکه شي. داسې د دوئ ضمير هم په ټولنه کښې له شر او بدۍ څخه، که هغه هر څومره لږ هم وي بد وړي او د هغه موجودګي په خلګو داسې ويني لکه پر هينداره باندې پروت غبار، هسې غبار ته خو هغه دېوال هم مخامخ وي چې هينداره ورباندې ځړيږي مګر دېوال کله کولى شي چې پر هغه باندې د ځړېدونکې هېندارې په شان په خلګو دغه غبار وويني، د اقتدار د هوس لرونکو سياست پوهانو د ضمير او د دغو مبتلا وګړو د ضمير تر مينځ هم دغومره فرق دى لکه د هيندارې او دېوال تر مينځ چې ئې مونږ وينو، دغه مبتلا او روڼ ضمير لرونکي وګړي له ډېرو وړو وړو خبرو څخه ډېر لوئ لوئ نتائج اخلي او د هغو په رڼا کښې د سمې لارې د موندلو پر هغې باندې په خپله د تګ کولو او د نورو خلګو د ورته رابللو کار ته ملا تړي، د دغسې خلګو د بېلګې په پيدا کولو پسې لرې تګ ته اړتيا نۀ شته، زمونږ په خپله زمانه او خپله خاوره کښې باچاخان د هغو يو ښۀ مثال دى. بلوغ ته له رسېدو سره سم د هغۀ ضمير هغۀ ته هغه څۀ څرګند کړل چې عام وګړى د ژوند تر پاپه ترې بې خبره پاته وي، عملي ژوند ته د راګډېدو په وخت د هغه شوق ؤ چې فوجي افيسر جوړ شي، د دۀ قد و قامت او د دۀ د تاندې ځوانۍ وقار او وجاهت هم په څرګنده د دغه کار دپاره ډېر مناسب هم ؤ او ډېر په اسانه په فوج کښې ورته ډايرکټ کمېشن هم ورکړل کېدى خو دغې ادارې ته د ورننوتلو په وخت ئې د مرئيتوب يا غلامۍ هغې ژورې کندې ته پام شو چې دى او د دۀ قام په کښې لاندې پراتۀ وو. پر دۀ باندې دومره لوئ انکشاف په ظاهره د يوې ډېرې وړې پېښې په وسيله وشو او هغه دا چې دى کله د خپلې سيمې له يوۀ خانه سره چې په فوج کښې رسالدار ؤ، د خپلې تقررۍ د حکم د ترلاسه کولو دپاره لاړ، نو هلته چې يوۀ انګرېز افيسر دغه رسالدار ته وکتل او وئې ليدل چې وېښتان ئې د انګرېزانو په شان جوړ کړي دي. نو په ډېره سپکه لهجه ئې ورته ووئېل چې خان صاحب! تۀ هم انګرېز جوړېدل غواړې او هغه هيڅ جواب ور نۀ کړى شو، نو دۀ ووئېل چې دغسې خبرې خو به زما دپاره د زغملو وړ نۀ وي، بس په همدومره خبره ئې دغه فوجي افيسري پرېښوده، حال دا چې کله چې په فوج کښې د منل کېدو زېرى ورباندې وشو نو دومره خوشحاله ؤ چې د لسم جماعت روان امتحان ئې ورته پرېښود.

کله چې دغه ځلمي د فوجي افسرۍ د پرېښوولو پرېکړه وکړه نو خلګ به ارو مرو حيران شوي وي چې دې لېوني دومره په شوق د اقتدار پر زينه لومړى ايښودونکى قدم ولې ونيو، او بېرته پر شا راغى، هغوئ څۀ خبر وو چې د دۀ په خمير اخښلي بصيرت هغۀ ته وښوده چې د اقتدار دغه لومړۍ زينه هغه لومه ده چې که پښه ورباندې کښېږدي نو دغه ازاد مرغه به په کښې راګېر شي، د دۀ د سيمې هغه خان چې په کلي کښې څوک د هغه مخته په لکه غاړه تېرېدى نۀ شو دلته دۀ وليد چې رسالداري ئې پر ځاى د دې چې د خانۍ شان ئې لا ورزيات کړي، دى داسې لاندې راغورځولى دى چې غريب هغه چا ته هم چې د دۀ سپکاوى کوي څۀ نۀ شي ويلى، او وروسته بيا ورو ورو دا هم ورته څرګنده شوه چې دا يوازې د يوۀ خان يا يوۀ رسالدار خبره نۀ ده، دلته ټول قام له دغسې سپکاوي سره مخامخ دى او د پردو تر لاس لاندې دى. په قام کښې ولې چې دى په خپله هم شامل ؤ په دا نو دا سپکاوى د دۀ خپل سپکاوى ؤ او دغه احساس دى دې ځاى ته ورساوۀ چې خپل وجود ئې د قام په وجود کښې فنا کړ او د خپل دغه بالا تر وجود د ازادولو په سودا مبتلا شو، مبتلا کېدل که په تنده وي، که په لوږه وي، که په مينه وي او که په کوم بل درد، سړى بيا کراري ته نۀ پرېږدي، هره هره شېبه د دغه تکليف د لرې کولو په هلو ځلو سر وي، داسې د هغه ټول وس او ټوله وړتيا په کار لويږي. او لاس ته را وړنې ئې تر هغه ډېرې زياتې شي چې له يوۀ عام وګړي ئې هيله کېداى شي.

دا د کوم حال يادونه چې پورته وشوه، دا ولې چې داسې يو کيفيت وي چې عام وګړى ئې تجربه نۀ لري ځکه نو د دۀ هلې ځلې ورته د لېوني کار ښکاري، دا لېونى نۀ دى نو څۀ دى چې د پلار او نيکۀ داسې خاني ورپاته شوې وه چې دۀ ئې په مرسته شاهانه ژوند تېرولى شو، د دې تر څنګ ئې خپل هم دومره لوئ نوم وګاټۀ چې د اقتدار د خاوندانو په صف کښې ئې په درته توګه هم لوړ ځاى موندلى شو، خو دۀ دا هرڅۀ په لته ووهل او د ټول عمري جېل، نظر بندۍ او جلا وطنۍ عذاب ئې د سرو زرو د هار په شان غاړې ته واچاوۀ، دا ځکه چې هغه څۀ چې د دنيا په بازار کښې ئې زيات ارزښت او قيمت درلود او خلګ ورپسې لېوني وو هغوئ د دۀ په درد نۀ خوړل، د دۀ تنده ئې نۀ شوه ماتولى، د دغسې حالت د روښانه کولو دپاره د شېخ سعدي يو حکايت را په ياد شو چې ما په هلکوالي خداى خبر په ګلستان که په بوستان کښې لوستى ؤ. په دغه حکايت کښې شېخ سعدي وائي چې ما په بغداد کښې په يوۀ مجلس کښې يو سړى وليد چې وئېل ئې زما د ژوند تر ټولو خوږه شېبه هغه وه چې زۀ يو وخت په يوۀ بيابان کښې په سفر روان وم. سخت وږى شوى وم، د خوړلو دپاره هيڅ هم راسره نۀ وو او چرته نژدې داسې ابادي هم نۀ ښکارېده چې د خوړلو يو څۀ شى ترې ترلاسه کړم. په دغه حال کښې مي د نينو يا تېيلو غنمو يوه کڅوړه په لار کښې پرته وليده او په ډېره بيړه مي را پورته کړه چې خولۀ ئې پرانيزم او نينې ترې وخورم، خو د خوشحالۍ دغه شېبه ډېره اوږده نۀ شوه چې کڅوړه مي خلاصه کړه نو دا بيا زما د ژوند تر ټولو ترخه شېبه وه چې ومي ليدل چې په کڅوړه کښې نينې يا تېيلي غنم نۀ وو بلکې ډېر زيات ګران بيه غمي په کښې پراتۀ وو. اوس نو په دې خو مونږ او تاسې پوهيږو چې د دنيا په بازار کښې د دغسې غميو ارزښت تر نينو څومره زيات دى خو دغو غميو ولې چې هغه لوږه نۀ شوه سړولى په کومه چې دغه مسافر مبتلا ؤ او د دۀ ژوند ئې په خطر کښې اچولى ؤ. ځکه ئې نو دى په ليدو د خوشحالېدو پر ځاى دومره خواشينى شو چې دغه شېبه ئې تر مرګه د خپل ژوند تر ټولو ترخه شېبه بلله، دا رنګه د هر مبتلا وګړي په نظر کښې يواځې هغه شى د ارزښت وړ کېدى شي چې د دۀ تنده ماتولى او درد لرې کولى شي، د باچاخان تنده او درد ولې چې په اقتدار او هوسا ژوند نۀ شو لرې کېدى ځکه هغه دا هرڅۀ تر شا او د هغه شي په لټون ئې خطرونو ته مخه کړه چې د دۀ د قامي وجود بقا ورسره تړلې وه.

رحمان بابا وائي چي:

دا دستور دى چې له درده زبېرګى خېژى
ګڼه څۀ ؤ د رحمان او شاعرۍ

که ئې وس ورسيږي نو دغه دردمند چا لره دارو درمل هم لټوي او د باچاخان درد خو بيا لکه وړاندې چې ووئېل شوي دي يوازې د دۀ درد نۀ ؤ، له قامه سره مشترک درد ؤ. ځکه د دۀ ساده، له تصنع پاکه او په عين حال کښې له اغېزه ډکه خوږمنه وېنا چې به د دۀ ساده اولس اورېده په هغه کښې به د خپلو هغو تتو ارمانونو انځورونه ورته په واضح کېدو شو چې د خپل زړۀ او ذهن په تل کښې ئې شتون درلود خو دوئ محسوساوۀ مګر را غونډول او را برسېره کول ئې په وس نۀ ؤ. خو کله چې خبره د تقرير دا اثر کوو نو بيا څوک د دۀ په سر نۀ ؤ. په دا نو دا پښتانۀ چې وائي چې "الم تر کيف د هر چا زده دى خو خولۀ د ملا عثمان غواړي" د تقرير په اړه په کار ده چې ووائي چې خولۀ د باچاخان غواړي او دغه د خولې اغېزه ناکه وېنا له هغو دوو وسلو څخه يوه وه په کومو چې باچاخان ټول عمر مبارزه کړې وه او په تاريخ کښې ئې ځان او قام له يو اوچت مقام پرې ګټلى ؤ. د دغې خبرې ګواهي به هر هغه څوک ورکوي چې باچاخان ئې په غور اورېدلى او پر خلګو ئې د هغۀ د وينا اغېز ته پام کړى وي، امريکن ليکوال جېمز ډبليو سپين چې پر پښتنو باندې ډېر ليکل کړي دي، په خپل يوۀ کتاب کښې د هغه ملاقات يادونه کوي چې دۀ د کراچۍ په يوۀ هوټل کښې له باچاخان سره کړى ؤ. په دغو شپو کښې باچاخان ته اجازه نۀ وه چې خپلې صوبې ته لاړ شي. ښاغلي سپين ليکلي دي چې زما او د دۀ تر مينځ خبرې د يوۀ ترجمان په وسيله کېدې خو يو څو دقيقې وروسته [ښايي ترجماني به سمه نۀ کېده] باچاخان په خپله په انګرېزي خبري را سره پېل کړې، هر څو که ئې د ټکو پنګه تر يو څو سوه زياته نۀ وه خو هغه دغه پنګه په يوۀ غير معمولي قوت او د يوۀ ښۀ مقرر غوندې په پوره مهارت سره کاروله او دا اندازه په ښه توګه ترې لګېدى شوه چې د وېنا دغه جادو به په پښتو د دۀ پر پښتنو مخاطبينو باندې چې پر تقرير ډېر مين دي څومره اغېز کوي.

په تېرو کرښو کښې مونږ د دوو وسلو يادونه وکړه چې باچاخان ته د خپلې مبارزې په دوران کښې په ښۀ ورغلې وې، په دغو دوو وسلو کښې يوه خو هماغه د دۀ اغېزه ناکه وېنا وه او دوېمه ئې وه "د عدم تشدد" سياست. د دۀ عدم تشدد هم د دۀ د وينا په شان د دۀ دښمن بېوسه کاوۀ او د دۀ او د دۀ د اولس قوت ئې زياتاوۀ، دلته له مونږ سره دومره ځاى نۀ شته چې د خپلې دغې دعوې سپيناوى په تفصيل سره وکړو، خبره به را لنډوو او چې را لنډوو ئې نو بيا يوازې يو مثال د باچاخان له ژوند ليکه را اخلو او هغه دا چې د تحريک په ابتدائي وختونو کښې چې يو ځل د باچاخان له نيول کېدو وروسته د پېرنګيانو فوجونه او رسالې پر اتمانزو باندې راوګرځېدې، د خدائي خدمتګارانو دفتر ته ئې اور واچاوۀ، څومره خدائي خدمتګاران چې موجود وو، ټول ئې له سختو وهلو او ټکولو پس ونيول او رسالې کوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځېدې چې هرڅۀ ئې خوښېدل هغه ئې لاس ته کول، په دغه حال کښې ډپټي کمشنر چيغه کړه چې د سرو جامو والا بل څوک شته او که نۀ؟. په دغه هجوم کښې د اتمانزو يو خان چې خدائي خدمتګار نۀ ؤ او باچاخان وائي چې له مونږه خفه هم ؤ. خپلو نوکرانو ته اواز وکړ چې راځئ، حجره ئې نژدې وه، په بيړه لاړ په دېګ کښې ئې سور رنګ واچاوۀ خپلې او د مزدورانو جامې ئې سرې کړې. دغسې لندې ئې په غاړه کړې او ډپټي کمشنر ته ټول راغلل چې دا دي د سرو جامو خلګ، هغه دوئ هم د نورو خدائي خدمتګارانو په شان ونيول، دا رنګه چې پيرنګيانو خپل زور او زياتى د سرخپوشانو خلاف څومره ګړندى کاوۀ هغومره د سرو جامو خلګ ډېرېدل، پاى ترې يو داسې منظم تحريک جوړ شو چې دنيا ورته حېرانه وه، او د سياست تر څنګ ئې د ادب، صحافت او تعليم په مېدان کښې هم دومره څۀ لاس ته راوړل چې تل تر تله به ياد ساتل کيږي. او د دې هرڅۀ شا ته هغه يو مبتلا او نۀ ستړى کېدونکى وګړى ؤ چې نوم ئې عبدالغفار او پښتنو ورته له عقيدته باچاخان ويل، وائي او وائي به.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←