د باچا خان لاره د نن ضرورت
د بهرام خان په کور کښې چې کله باچا خان سترګې رڼې کړې نو هغه يوه خوشحاله او اسوده کورنۍ وه، د دستور او رواج په بنسټ د ښۀ او ارام ژوند خاوندان خلګ وو. د دې کورنۍ خپل د خانۍ او معتبرۍ هغه ټول لوازمات سالم وو. بهرام خان چې په خپله يو ډېر لوئې مشر او خان ؤ. د علاقې په خلګو کښې ئې عزت او احترام موجود ؤ. لېکن چې کله باچا خان په ښۀ او بد پوهيږي او د هغۀ شعور وسعت پيدا کوي نو د يو عجبه صورت حال سره مخامخ کيږي. هغه د روانو رواجونو او په معاشره کښې بدي، دښمني، د غريب او امير تر مينځه توپير او تر ټولو زيات د وخت سرکار چې کومه رويه د خلګو په باره کښې خپله کړې وه هغه خان عبدالغفار خان ته هيڅکله منظوره نۀ شوه، د خان عبدالغفار خان مخالف دومره ډېر شول چې يوه ورځ انګرېز سرکار د هغۀ پلار ته ووئېل چې دا ستا زوئ پوه کړه چې دا کوم څۀ دى کوي، دا دې پرېږدي، د هغۀ پلار بهرام خان باچاخان راغواړي او د انګرېز سرکار دا فرمان ورته بيانوي چې دا د خلګو سره ليدنه کتنه دي قطع کړه، خپل کار سره کار لره او داسې ئې نورې ډېرې خبرې ورته وکړې نو باچاخان ورته په جواب کښې وائي چې ټهيک ده، که صبا له انګرېز سامراج ووئېل تاسو لمونځ پرېږدئ نو مونږ به ئې پرېږدو؟ نو پلار په جواب کښې ورته ووئېل: نا، هيڅکله نا، نو باچا خان ورته وائي چې زۀ د خلګو د حق دپاره خبره کوم، زۀ څۀ ګناه يا بل غلط کار خو نۀ کوم. پلار ورته وائي چې: "ځه زويه چې څۀ کوې هغه ښۀ کوې.
باچا خان د يوې کلکې او پخې عقيدې سړى ؤ او يو باعمله انسان ؤ، هغۀ چې کله د خپل قام حال وکوت نو ډېر زيات پرې خفه ؤ. تربورګلوي، دښمني، ناپوهي او جهالت ډېره وده په کښې کړې وه. چې د تباهۍ او بربادۍ نه علاوه بل هيڅ نتيجه نۀ وه، نو ئې فيصله وکړه چې پښتون له ټوپکه خلاص کړي او د قلم خاوند ئې کړي. په دې کار کښې د پردو نه علاوه خپلو هم ډېر اعتراض کولو، شايد چې نن هم ډېر خلګ نورې رائې پرې ورکوي خو باچاخان په خپل عزم کښې دومره سوچه ؤ چې هيڅ يو تخريب ئې د لارې خنډ نۀ شو.
عدم تشدد يوه داسې فلسفه وه چې د پښتنو پر ژوند ئې ډېر زيات اثر واچولو، پښتون قام چې د دنګو غرو په لمن کښې مېشته ؤ. د توپک سره ئې مينه په خمير کښې اخښلې وه، داسې قام د عدم تشدد دومره اشنا کول يقيناً اسان کار نۀ ؤ خو هغۀ په خپل اخلاص او د قام سره د مينې په درلود دا ګران کار په عمل ثابت کړ، د همدې فلسفې له وجې د انګرېز سامراج باچاهي ونړېده او انګرېز په دې ملک څخه لاړ، راشئ نن په دې وږغېږو چې د باچا خان د فلسفې په ننني حالاتو کښې څومره ارزښت شته.
عدم تشدد نۀ صرف دا وخت د پښتنو ضرورت دى بلکې نړۍ ټوله نن د امن طلبګاره ده هغه ترقي يافته ملکونه چې د توپ او توپنګ جهازونه او نورې جديد ټيکنالوجي څخه ورک دي چې څۀ وغواړي نو پرې پره ده، زورور ملکونه او قامونه ټول په دې نتيجه رسېدلي دي چې نړۍ او قامونه که چرې يو د بل حقوق، يو د بل په دننه معاملاتو کښې د لاس وهنې غندنه، عدم تشدد لاره خپله نۀ کړي نو دا ټوله ترقي چې شوې ده، دا ټوله بې کاره او بې سوده ده. ځکه چې امن نۀ وي، تحفظ نۀ وي نو نۀ يکي يواځې سړى او نۀ ټولنه او نۀ ملکونه په ارام ژوند تېروى شي، نو اوس چې مونږ ورته ګورو نو د باچا خان د امن فلسفه له نن څخه 90 کاله مخکښې باچاخان کوم ضرورت محسوس کړى ؤ څومره دور اندېشي او ژورتيا په کښې ليدل کيږي.
په دې کښې شک نۀ شته چې د پښتنو ټولنه هر وخت د ملي اتلانو بغېر نۀ ده پاته شوې خو د باچاخان د تحريک دا يو خصوصيت خپل امتياز لري، هغه دا چې باچا خان يو باقاعده تنظيم او تنظيمي بڼه ورکړه چې تراوسه پورې خپل تسلسل لري، دا د تنظيم برکت دى، چې د باچاخان دا تحريک نن څلورم نسل ته حواله کيږي، پروني تحريکونه به د هغه ملي اتل سره ضم شو، ولې د باچا خان تحريک نن نور هم پراخ شوى دى.
باچاخان چې په يوۀ وخت د دې ټولو قوتونو سره په جنګ ؤ، بيا هغه کوم شى ؤ چې باچاخان ئې واقعي باچاخان کړو، هغه دا چې باچاخان سره مضبوط عزم ؤ، فلسفه وه او اخلاص ؤ، باعمله انسان ؤ. د خپل ژوند 33 کاله ئې د زندان نظر کړو، نو چې حساب ئې ورکړى نو هره درېمه ورځ هره درېمه هنځر ئې د زندان نظر کړو، صرف او صرف د قام په خاطر هغه ذکر شي، هم نور نمائش مخه ډېر لرې ؤ. خدمت کاوۀ او صرف او صرف خدمت، پښتۍ ماتې، پښې په وينو کښې رنګ، سر سر تور، وهل ټکول، خو بيا هم خدمت او صرف خدمت جاري ساتل واخلي اسانه کار نۀ ؤ، هغه د حمزه بابا خبره چې:
سلسله د نبوت که ختم نۀ واى
پېغمبر د پښتنو به باچاخان واى
د باچاخان ژوند دومره زياته پراختيا لري چې په يو معين وخت کښې څۀ پرې ليکل يا پرې وئېل انتهائي ګران کار دى. چې هر اړخ ئې څېړې نو د قلم سياهي به ختم شي، د کاغذو مخونه به ختم نۀ شي، خو د باچاخان ځانګړتياوې به ختم نۀ شي هغه د پښتو ټپه ده چې:
ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
جولۍ مي تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
باچاخان او زمونږ نورو ملي اتلانو خو پر خپل وخت خپله مبارزه، جدوجهد، ننګ و غيرت قامي لاره نۀ صرف ښکاره کړه بلکې په هغه لاره کښې پراتۀ اغزي ئې په خپلو پښو پورې يووړل. منزل او هدف ښکاره دى، و منزل ته د رسېدو لاره هم نېغه ده، بس اوس خپل منزل ګټل دى، خپل دوست او دښمن پېژندل دى. خپلو کښې اتفاق او اتحاد راوستل دي، د پرديو له شره څخه ځان ساتل دى، هغه څۀ کول دي چې د قام په کښې ګټه وي. د سود او زيان ترازو د ځان په حواله نۀ د قام پر حواله مخې ته اېښوول دي، نن مونږ د ډېرې ستومانۍ، درپدري، پس په دې ملک کښې قامي تشخص ترلاسه کړى دى.پښتونخوا نن د نړۍ پر افق راښکاره شوې ده، دا پښتونخوا ابادول غواړي، دا پښتونخوا د ګلونو ډکول غواړي، د پښتونخوا د دنګو غرونو سرونه، د پښتونخوا ټول ملي اننات را ټولېدل په کار دى. له کومې وجې چې زمونږ قام پېژندنه د نړۍ پر افق ځليږي، نن باچاخان په مونږ کښې نۀ شته، خو د هغۀ د لارې پلويان په زرګونو، لکهونو ژوندي دي او د باچاخان د لارې څارندوئ دي.
نن که مونږ د خپلو هغو ملي اتلانو ورځ لمانځل په دې نيت ولمانځو چې مونږ په عملي توګه د هغو اتلانو د ارمانو تکميل خپل ملي او قامي هدف ګڼو، نو هيڅ وجه به نۀ وي چې مونږ خپل منزل نۀ ومومو. يو شى ضرورت هغه ؤ چې قامي يووالى، هر پښتون افغان به د خپلې حصې مبارزه کوي، که هغه د ادب د لارې وي، که د سياست د لارې وي او که په عملي ژوند کښې د تعليم، صحت غرض دا چې هر څوک به په خپل خپل مېدان کښې د پښتون افغان درد نۀ صرف لري بلکې د قامي تحريک دپاره په عملي توګه وخت باسي، او دې ځپلي اولس به خپله ملي فريضه ګڼي، خداى پاک دې وکړي چې د پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون مخ ته هم داسې سيمنارونه ترتيب کړي او زمونږ ملي اتلان و نوي نسل ته وروښيي، زۀ به د باچاخان هغه قول رانقل کړم چې وائي: "چې په خدمت کښې اختلاف نۀ شته، اختلاف د خود غرضي علامت دى، لهٰذا مونږ له په کار دى چې قامي خدمت ته ملا وتړو.
