اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتون قامي وحدت ستر لارښود (خان لالا)

دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده

چې منزل لنډ شو نو ستړې قافله شوه

په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شو، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او دعوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) نن د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه دیوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمدافضل خان (خان لالا) د پښتون قام هغه شریکه هستي وه ، چې نه یوازې د پښتنود سوکالۍ، ابادۍ او خوشالۍ لپاره ئې کوټلي ګامونه اوچت کړي، بلکه د پښتون قامي وحدت او د پښتنو دسیاسي شعور د بیدارۍ لپاه ئې د مرګ تر اخري سلګۍ پورې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او عملي مبارزه کړې ده.

ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د ټول ژوند مرام او موخه د پښتنو یووالی ؤ، چې دغه ګډ ارمان او موخې ته د رسیدو په لار کې ئې د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند سره په ګډه د څو لسیزو را په دې خوا نظري او عملي هلې ځلې روانې کړي وې او د لوې افغانستان دننه او بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دپښتنو د سیاسي شعور دبیدارۍ لپاره مخکښ او د پام وړ رول ادا کړی، چې د پښتون قام په تاریخ کې ډیر لوې ارزښت لري. مونږ به د ارواښاد خان لالا مرام او د ارمان لړۍ د پښتنو سیاسي شعور د بیدارۍ او د پښتنو یووالی دهلو ځلو له پاره جاري ساتو.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټی) ارواښاد خان لالا ته د لوې خدای له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي، کورنۍ، خپلوانو او سیاسي ملګرو او دغه راز هیواد دننه او بهر د ټولو پښتنو سره په دې دروند او نه جبران کیدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.

روح دې ښاد وي

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←