ضـــــرورت
شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټکاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:
- څوک يې؟
- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري کار درسره لرم.
دروازه مې خلاصه کړه، ستړي مشي مې ورسره وکړه او په داسې حال کې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:
سرمست خان، خداى دې خير کړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوکړه؟
- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې کړي وى، ضرورت راپه مخه کړى يم، که نه په دې نيمه شپه مې له خوبه نه راپاڅولې.
- بيا هم خبره څه ده؟
- خبره خودا ده، چې کور ودانه مې د اولاد بيماره ده، دومره پيسې راسره وې چې هسپتال ته مې پرې ورسوله، ډاکتر وايي چي کيس سنگين دى او اپريشن ته ضرورت دى، که ته يو دوه زره روپۍ راکړې، نو وبه مې گټې.
- دا څه وايې؟ خداى دې خير پيښ کړي.
- خير به شي، خو ته دومره مهرباني وکړه، ما ته پيسې راکړه، چې ځان هسپتال ته ورسوم.
- بخښنه غواړم سرمست خان، ما سره خو دومره پيسې نه شته، دا سل يو نيم سل روپۍ راسره دي که په دې ستا چاره کيږي، نو واخله له تا قربان دي.
- يار په سل يو نيم سل مې کار نه شي، څه چاره وکړه، په ډيره مينه مې ځان ته واده کړى، خداى مه کړه که خبره هاخوا دې خوا شي، نو تباه او برباد به شم.
- سرمست خان، زه به څه چاره وکړم، په دې توره شپه تا ته له کوم ځايه پيسې راوړم.
- يار، کورودانې نه دې راواخله.
- زما له کورودانې سره دومره پيسې نه شته.
- کشر ورور نه دې وغواړه.
- سرمست خان، ته يقين وکړه چې ما کله د خپل ضرورت په خاطر هم د ورور نه پيسې نه دي غوښتي.
سرمست خان لاندينۍ شونډه په غاښونو کې ونيوله، سر يې وڅنډه، د لاسونو حلقه يې تر سټ تيره کړه او څو شيبې يې د اسمان په لور سترگې پاتې شوې. سټ يې وگراوه او ناڅاپه يې زما د بغل جيب ته لاس تير کړ. خداى کول چې زما په بغل جيب کې څه نه وو. خداى به مې پرده کوله چې واسکټ مې په تن نه و، که نه په تالا شۍ به يې رانه پيسې ايستلې وې، ورته مې وويل:
- سرمست خان، ستا يقين نه راځي، ولټوه، دا ته او دا زما جيبونه.
سرمست چې په دې پوه شو چې له ما څخه يې څه بوده نه کيږي، نو په تلو تلو کې يې وويل:
"يار زه څومره په اميد راغلم، په ټوله محله کې مې په چا زړه ښه نه شو اوتا ته راغلم. ځه، خداى دې خير کړي، غر په غر نه ورځي، خو انسان په انسان ورځي. دا دعا کوه چې کله دې څه ته ضرورت پيدا نه شي او چا ته ونه دريږې.
ما به نور څه ويلي وو، سرمست په خپله مخه لاړ، زه ترې کور ته ننوتم، په کټ کې وغځيدم،يو لړ انديښنو په مخه کړم،ډډه په ډډه اوښتم، خو خداى منې که مې سترگې سره ورتلې. يو دوست مې سترگو ته نيغ ودريده، چې تير کال يې ميرمن د اولاد د زيږون له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړى و. په سرمست مې سخته خوا بده شوه، څو ځلې به مې زړه وکړ چې روغتون ته ورپسې پيسې وروړم، خو دې خبرې به پښيمانه کړم، چې د پيښور په دې بې سره بې سامانه روغتون کې به ورپسې چيرته گرځې. خداى مې دې غاړه نه نيسي چې څلورم پار به و، چې سترگې مې سره ورغلې وې. سهار د چاى څښلو وروسته د ږيرې خرييلو لپاره د نايي دوکان ته لاړم، په دوکان کې گڼه گوڼه وه، خپل وار ته کيناستم، ځان مې د ورځپاڼې په لوستلو بوخت کړ، لږه شيبه تيره نه وه چې سرمست خان د نايي په دوکان راننوتو. سترگې يې سرې وې او سترغلي يې پړسيدلي وو. له واره مې پرې غږ وکړ:
سرمست خان! بيمار څنگه دى؟
سرمست په بريتو کې موسکى غوندې شو، خوله يې زما غوږ ته رانږدې کړه او ويې ويل: "يار، تا نه څه پرده،څلور، پنځه زره راسره نغدې وې، هغه خو په ان پن کې لاړې، په لسو زرو کې مې د کورودانې کالي (سره زر گاڼه کړل، هغه هم لاړې، د حريفانو نه هم قرضدار شوم او دا د لسو نوټ گورې، دا مې هم له يوه نه په دستخوشۍ کې واخيستو. بيمار ميمار نه و، هسې يو گپ و. يار، دا اسره هم ډير بد شى دى، کله ناکله خوجواري هم د بنده ضرورت شي.
