اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

غنې خان ملاچرگک يا د..؟

غنې خان ملاچرگک يا د سير وسلوک مرغه

غني خان په خپلو اشعارو کې دالوتونکو ،خزنده وو اوحيواناتو په اړوند يو لړ طنزيه اومزاحيه شعرونه هم لري· ددغه طنزونو شاته ژوره مانا هم پرته ده · په دې شعرونو کې اساطيرو اوعرفاني مسايلو ته هم اشاره شويده · خو دا ټولې څرگندونې دغني دهستوونکي فکر په انداز اودهغه دمشخص نظر تابع دي·دغني خان په اشعارو کې يو شعر دملا چرگک په نوم هم شته چې دشعر پيل ،منځ اوپای دپوره غور اودقت وړ دي · ددی له پاره چی دشعر محتوا ته داخل شو اړه ده چې دملا چرگک په هکله دافسانو په بنياد څه ووايو ·

په عرفاني اوتصوفي فرهنگ کې دملا چرگک تعبير اوتفسير ډير ځله راغلي اويادونه يې شوی ده ·خو دغني په شعر کې ملا چرگک سمبول هم اواسطوره وي مرغه هم دی · ملا چرگک مشهور مرغه دی چی د سر له پاسه د ارې په څير قرقره لري · دا دسليمان دمرغه په نوم هم ياديږي · په کلاسيک عرفاني ادب کې بيلابيلي ماناوي اودمختلفو حالاتو اوشيانو کنايه اوسمبول دی · په منطق الطير کې دسير وسلوک کنايه ده اوهم په سلوک کې دسيمرغ په لور دمرغانو لارښود دی ·

مرحبا ای هُد هُد هادې شده

درحقيقت پيک هر وادې شده

ای به سرحد سبا سير تو خوش

با سليمان منطق الطير خوش

مشهور اشراقي فيلسوف اوعارف شهاب الدين سهروردي وايي :

کله چې هُد هُد يا ملا چرگک دبومانو په منځ کې دلاروي په څير دهغو په تم ځای کې نزول وکړ · ملا چرگک په زيات بصيرت لرلو مشهور دی ،بومان په ورځ ړانده وي · دا په عرب افسانو کې هم زياته مشهوره کيسه ده ·

دسهروردي په اثارو کې راغلي چې هُد هُد په خپل سير کې پر مخ ولاړ يعني الهام اوزموږ پر سر لمر شو · کله چې دسيورې غاړې ته ورسيد هيولا لا هم غوښتل چې له صورت نه ليرې اوگوښې شي · دليل دادې چې لمر اوتورتم هيولا اوصورت غواړي ·

دغني خان دملا چرگک په شعر کې دسليمان اوملکه سبا ذکر هم شویدی ·دا په اسلامي تمدن اوفرهنگ کې دا مشهوره کيسه ده چې په ځانگړي توگه په عرفانې برخه کې دتمثيل له پاره راوړل کيږي · په فارسې ادب کې عطار نيشاپوري څو ځايه يادونه کړې ده اوپه دې اړوند اشعار لري · خو دغني خان دملا چرگک شعر توپير له هغو سره په دې کې دی چې دی ملا چرگک دپښتنې فرهنگ په چوکات کې تمثيلوي · اودهغه عرفاني پيغام را برسيره کوي ·

دپښتو دکلاسيک عرفاني ادب نامتو شاعر ميرزا خان انصاري هم څو ځايه يادونه کړي ده·

دا گويا هُد هُد چې راغی له سبا ومشتاق ته يې ووی له هبا

ده عجب دحال په ژبه ځواب ورکه راشه راشه بلی بلې مرحبا

کل جهان له محبته پيدا شوی دا رښتينی عشق دکل جهان ابا

دغافلو ناپوهي توره تياره شوه دعارفو فهم سپين لکه صبا (۲۳-۲۴)

دملا چرگک عرفاني داستان حضرت سليمان پيغمبر ته ورگرځي چې په بيت المقدس کې دانس اوجن پرندو اوچرندو پادشاه وو اوپه هر څه يې فرمان چليده · سليمان خپل قوم توحيد ته را بللو مرغان اوڅاروي خزندې اوڅرندې دهغه تر فرمان لاندې وي · وايي چې يوه ورځ سليمان ټولې پرندې را وغوښتلې چې دسليمان دتخت له پاسه چتر جوړ کړي· پرندو چتر جوړ کړ اودلمر مخه يې ونيوله خو په دغه ورخ ملا چرگک نه وو دهغه ځاې تش وو·له هماغه تش ځايه دلمر څاڅکې په سليمان و لگيده· سليمان دملا چرگک دغيابت په باب وپوښتل· ملا چرگک وروسته حاضر شو اوپه ادب يې وويل :چې زه يوه نوی خبره اونوی پيغام لرم · زه په يمن کې ووم· ديمن په خلکو يوه ښځه يا ملکه حکومت کوي · هغه دلمر پرستش کوي · اولسونه يې فرمان وړي سليمان ملا چرگک ته وويل چې ته به زما فرمان ملکې ته يوسې اودهغې پر تخت به يې واچوې· هغه هو کړه رقعه يې په مښوکه کې ونيوله اودملکه سبا پر تخت يې وغورځوله په رقعه کې ليکلي وو چې توحيد ومنه الله يو ذات دی ·پيراون وحدانيت ته راوبوله · ملکې سبا له خپلو سلاکارانو سره مشوره وکړه· دجنگ پر خرابۍ يې غور وکړ · پريکړه يې وکړه چې بايد سليمان وازمويل شي · چې که پادشاه وي سوغات به واخلي اوکه پيغمبر وي نو سوغات به رد کړي · کسان يې له سوغات سره سليمان ته واستول· سليمان سوغات رد کړ اوورته وې ويل زه الله پاک دبحر وبر پادشاه کړی يم· وچه اولنده، پرنده اوڅرنده زما په اختيار کې دي · دسوغات وږی نه يم · ملکه سبا ددې خبر په اوريدو روانيږي اوترمخه چې ورسيږي جنيانو دملکې تخت دسليمان په امر دسليمان دربار ته وړي وي ، ملکه په ورتگ سره خپل تخت ويني اوحيرت کوي په سليمان ايمان را وړي اوورسره واده کوي · ملا چرگک ددې وساطت لوی ريبار اولوی استازی دي · دغه اسطوره په تفصيل سره په قران اونورو مذهبې کتابونو کې راغلي ده ·

خولکه چې په سر کې مو وويل دغني خان دا شعر دا پورته کيسه هم کوي اونوره کيسه هم لري · لومړي به دشعر يوه برخه ولولو ·

ملا چرګک

زيړ د ې کميس دی خړ د خښتګ دی

شمله د ې نيغه ده او کوټ دې برګ دی

ټوله ورځ کن کن په ځان مينه

چا خوار چنجی پسی کنده کوينه

نمايشی شان يی کړی د نخرو الوته

د مشروټو نه ډک ستا قدمونه، کاته

پخې پخې د ې سترګې دې د (پشټو) په شان

په درينجه درينجه تله دې د ټټو په شان

۱· داسې بريښي چې دملا چرگک دشعر لومړۍ برخه يوه کنايه اوطنز دی · موږ په دې شننه کې ورور ورو اوقدم په قدم ددغه موجود پيژندنې ته ورنيږدې کيږو اوپه پای کې يي په سترگو وينو· ددې طنز کرکتر دغني خان دبرداشت او اودشرايطو په چوکاټ کې دهغه درک اوعرفاني پوهه ده · دا کرکتر مرغه نه دی بلکې دمرغه په وجود اوکړنه کې ديو موجود تمثيل دی · · دا سې کرکتر دی چې دملا چرگک په څير ټوپونه وهل يي عادت دی · ددغه کرکتر ترسيم دهغه دکميس اوخښتگ نه پيل کيږي · انساني ټولنه له رنگينيو ډکه ده ·کسان هم دپرندو اوڅرندو دحرکاتو په تمثيل کې ترسيم شي کيدای شي · داسې چې ټولې چارې يې نخره بازۍ ته ورته وي · هغه په دې طنز کې خپل يو دوست هم له پامه نه باسي (پشتو ) اودهغه ونه اوقد هم ورته مثال را وړي · ملا چرگک چې کله په ځمکه کښيني نو درينجکي اوټوپونه وهي اودهغو يادونه کوي · چې يابو اوټټو ته ورته دي · خو له دې ځايه وروسته دملا چرگک اسطوره وي نقش هم يادوي ·

د سليمان ع د لالی؟ نوم او صافه د امام؟

يو خوا قبا او تسپی ؟ بل خوا پياله او خيام؟

يو خوا سپين روبی ملک مريئ د رسم او قانون؟

بل خوا د مينی دلال بندی د رسم او افسون!

يو خواتنګی تاريکی د بل د خيال سودا

د بال او بچ سودا د ځان او مال سودا

بل خوا د بل په مينه ځان او ناموس ورکول

پټ شاباشی له د زړه د خار جلوس ورکول

يو خوا د بل سترګو کښی د درنيدو تالاش

بل خوا د ماتو څانګو د الوتو تالاش

زبرګ او معقول پخڼيه پکه په سر ملا

تا کښی ښکاريږی ماته د ژوند عجبه قصه

۲-په دويمه برخه کې چې پورته شعر کې يې مفکوره حرکت کوي · ملا چرگک ته ورته کرکتر لږ څه روښانوي ·دسليمان (ع) اودملکه سبا ترمنځ اړيکو ټينگولو ته اشاره کوي · ددې موجود له نوم سره د ملا کليمه هم وصل ده · دامام په څير ملا اوقبا لري · خو دخيام په څير پياله هم پورته کوي · که له يوې خوا دثواب په لار گام اخلي له گناه نه هم خالي نه دی اودسرغړاوې اونافرمانی جوگه هم دی خيام دبغاوت رمز دی · دا کرکتر دملکۍ اودقوم دمشرۍ دعوه گير هم دی يعنې چې لارښوونه کوي امر ونهي کوي · کوم چې دخدای ځانگړنه ده · په ظاهر کې دقانون ساتنه هم کوي چې دقانون ماتوونکي هم دی · متضاد اوجنجالي ترکيب لري · په دې موجود کې چې دملا قبا اوتسبيح لري دامامت دعوه هم کوي ·دمشرۍ اورهبرئ دعوه هم کوي · سخت پر ځان مين دی · دخپل ځان اوخپلې کورنۍ په غم کې دی · خو دخپلو گټو دساتلو له پاره دلالي هم کوي ·دزورگيرو اوځانه پورته خلکو خيال هم ساتي دهغه له سترگو نه داطاعت اوکړنو امر اودستور اخلي · دځان دساتلو له پاره په خپل ننگ اوناموس هم اړ نه دی · ددې په خوا کې چې دبل په سترگو کې دځان په نسبت امر لولي اوداطاعت له پاره يې مټې را نغاړلي دا هڅه هم کوي چې دمقابل لوري په ذهن اودماغ کې ځان ديوې مقربې څيرې په توگه رايژندل غواړي · لاس نيوی اوچاپلوسي اوجگي جگي يې دنده وي خو دخپل حقارت دپټولو له پاره دا هڅه هم کوي چې څرگنده والوزي · ددې ټولو هڅو په ترڅ کې داملا چرگک دی· بزرگ دی· دولايت مقام لري· دولايت اوروحانيت دعوه هم کوي · اودملايي پگړۍ هم پر سر کوي · خو انساني روح دهغه په تن کې کښته پورته کيږي هغه چې دروند امانت په اوږو اخلي او دشيطان دوسوسې ښکار هم دی ·خو شاعر دهمدې شعر په دريمه برخه کې په ملا چرگک کې بل داستان لولي اودادهغه عجبه کيسه ده ·

چه کله ته والوزی (ملکه سبا) ووينم

د بحر و بر بادشاه وړی شان جونی ته

قربانوی خوشحالی د غم ميرمنی ته

د ګل خندا ووينم د لولکئ پرواز

د محمود وږی سترګی معصومه خُله د اياز

زه د آدم د جوړښت په وجه رازپوه شوم

په خپل انجام پوه شوم په خپل آغاز پوه شوم

۳·شاعر دملا چرگک په شعر کې دهغه په الوتلو کې دملکه سبا تصوير ذهن ته راوړي اودده په وسيله دبحر وبر پادشاه يعنې سليمان دهمدغه موجود په څيره کې دمحمود اواياز يعنې دسلطان محمود اواياز مريي عرفاني کيسه ياد ته راوري چې څرنگه محمود ددونيا ټوله ښکلا داياز په سترگو کې ليده · دا مينه په اسطوره بدله شوه خو دشاعر په وروستيو بيتونو کې جوتيږي چې وايي ادم چې کله الله پاک له خټو جوړ کړ په دې کې يو راز وو · ددې را ز څرگند دی · الله پاک دخپل شتون اوځان ښودلو له پاره انسان هست کړ ·انسان ددې له پاره نړۍ ته راغی چې خدای خپله څيره اوخپل قدرت وښايي ·نو دالله خليفه دی · دځمکې پر سر دانسان دراتلو اودهغه دفنا راز ټول په انسان کې دی ·مينه عشق ، اودقدرت ليوالتيا اودهغه د((من)) اوانانيت موجود يت په انسان کې دخدای دموجوديت رازونه منعکسوي ·

دغني خان ملاچرگک هم يو پرنده نه دی · بلکې انسان دی · هغه انساني روح دی چې دثواب اوگناه ترمنځ واټن کې سر گردانه دی ·

پای

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←