اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

شیر ولي وردګ ولې ووژل شو؟

کله نا کله یو جهادي قومندان ووژل شي او بیا اوازه خپره شي چې د جهاد په وخت کې یې له چا سره دښمني لرله خو د ولسي جرګې د غړي شیرولي وردګ د دښمني په باره کې هیڅوخت هیچا څه نه دي ویلي.

نو دی ولې ووژل شو؟

دغه ترور د هغو زرګونو ترورونو د لړۍ یوه کړۍ ده چې له ډیرو کلونو راهیسې زموږ د وطن او ملت د ختمولو لپاره روان دي.

ښه مې یاد دي چې څو کاله پخوا په کندهار کې یوه مشهوره ډاکتره ووژل شوه. دې ډاکترې په عملي او نظري سياست کې برخه نه لرله خو په ولس کې يې د يوې لايقې ډاکترې په حيث عزت کېده. کله نا کله لوی سوداګر او پانګوال هم د غلو له خوا څخه نه بلکې د هغو مرموزو کړیو په لاس وژل کیږي چې په افغانستان کې د سر سړی، د سرمایه ګذاري سړی، د فکر سړی او د خیر سړی نه غواړي او نه یې زغمي.

د طالبانو له نسکوریدو راهیسې یوازې په کندهار ولایت کې شاوخوا زر کسه قومي سپین ږیري، د مدني ټولنې فعالان، روشنفکران او اجتماعي مصلحین وژل شوي دي. په تیرو پنځلس کلونو کې د ډیورند د بلې غاړې په پښتني سیمو کې هم په سلګونو او په زرګونو قومي، اجتماعي، سیاسي او فکري شخصیتونه وژل شوي دي. همدا نن چې دا لیکنه کوم په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییس برسټر امان الله اڅکزی ترور شو او ځکه ترور شو چې پښتون تعلیم یافته و.

تر اوسنو پېښو او د طالبانو تر ظهور دمخه هم په پېښور کې او د پاکستان په ځينو نورو سيمو کې د افغانستان د قومي مشرانو او اجتماعي فعالينو د ترور هنګامه توده وه. په هغه وخت کې به ويل کېدل چې په دې پېښو کې د افغانستان د زورورو ګاونډيو لاس دى ، د هغو ګاونډيو چې غواړي افغاني ټولنه کاملا وشړېږي او د افغانستان شپږ نيم لکه کيلومتره مربع خاوره پخپلو منځو کې سره ووېشي.

هر ځل چې يو قومي مشر او اجتماعي شخصيت وژل شوى دى نو غالبا د قتل د اصلي عاملانو لخوا اوازې هم خپرې شوې دي چې مقتول شخصي دښمنان لرل ، خو حقيقت دا دى چې د دغو پېښو اکثره مقتولان داسې کسان وو چې په عمر کې يې شايد په ښکاري توپک هم ډز نه و کړى، پاتې خو شوه شخصي دښمني. په دغو کسانو کې ځينې داسې افراد هم شامل دي چې له هيچا سره يې سياسي مخالفت نه درلود.

د دغو قتلونو عاملان که هر څوک وي او که دغه مشران په هر نيت وژل شوي وي خو په دې کې شک نشته چې نتيجه يې د يوه ملت د جوړښت ختمول او د يوې ټولنې د روح وژل دي . په اوسنۍ زمانه کې د يوه ملت يومخيزه وژنه تقريبا ناممکنه ده نو د ختمولو لپاره يې کاميابه لاره دا ده چې د سر سړي يې ختم شي. دغه د سر کسان ممکن سياستوال وي، ممکن ديني عالمان او روشنفکران وي، ممکن لايق متخصصان او ډاکتران وي ، يا بل هر هغه څوک چې په يوه ټولنه کې له سولې، مدنيت او ترقي سره مرسته کولای شي.

د دې لپاره چې يو ملت د ملت او يوه ټولنه د ټولنې په حيث وپايي ، نو پرله پسې مادي او معنوي انکشاف ته ضرورت لري. په يوه ټولنه کې اقتصادي، کلتوري او اجتماعي انکشاف يوازې هغه وخت ممکن دى چې په هره ساحه کې د کار کسان ولري. که مثلا په يوه ښار کې يوه ډاکتره يا يوه انجنيره واوسي نو نور خلک دا الهام اخلي چې د دوى خويندې او لوڼې هم کولاى شي چې ماهرانې او متخصصانې شي. دغه راز که په يوه ولسوالي کې قومي شورا جوړه شي نو ورسره د قام د مشکلاتو د اواري لپاره فکر کول هم پيلېږي. خو که د ټولنې غړي هرې خوا ته سترګې وغړوي او د امېد او بهترۍ هيڅ رڼا ونه ويني نو ورو ورو پخپله ټولنه باور له لاسه ورکوي . کله چې وګړى پخپله ټولنه کې بهتري ونه ويني ، کله چې وګړى خپله ټولنه د خپلو مشکلاتو د اواري لپاره مفيده ونه بولي، نو ټولنې ته شا ور اړوي او په دې ډول ټولنه په یوې کاواکه ونه بدلیږي چې د زمانې نری شمال یې هم نسکورولای شي.

د شیر ولي وردګ ترور د یوه ملت او یوه هیواد د ترور د پروګرام برخه ده. دغه پروګرام که د طالب په لاس عملي کیږي، که د کومې بلې ډلې په لاس، خو نهایي هدف دا دی چې افغانان او افغانستان، خدای مکړه، له پښو وغورځي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←