د ارواښاد سيلاب رنګين او سندريز شعر
وروسته له دولسو کلونو بې کورۍ څخه د کابل د شاه شهيد په خپل وران شوي کور کې چې بېرته مې په خواريو، خواريو څو د خټو کوټې په کې جوړې کړې وي. ناست وم. د مازديګر په مهال مې د جونګړې دروازه ووهل شوه. کله چې څوک ور ووت زما ګران وراره الله نور سيلاب د مشهور سيلاب صاحب زوى و چې زما د څو نورو دوستانو سره کورته راننوتل او دومره مې په کور کې پاتې شول چې د ماښام لمونځ يې هم د ميرويس الفت په امامت ادا کړ د تلو په وخت الله نور سيلاب يو پاکټ زما په مخکې کېښوده او وې ويل : "زه غواړم چې د خپل پلار امان الله سېلاب ساپي شعرونه چاپ کړم. نو دغه برخه شعرونه مې تاته د سريزې د ليکلو لپاره راوړي دي. ځکه چې سيلاب صاحب تاسو سره د يو عمر ملګري بلکې ورور پاتې شوى دى. باور لرم چې زما هيله به پوره کړئ. او څنګه چې تاسو ته ښه ښکاري هغسې سريزه به پرې وليکئ"
ما ورنه مننه وکړه او شعرونه مې ورنه واخيستل او د سريزې د ليکلو وعده مې ورته ورکړه. مخکې له مخکې بايد زه د سيلاب صاحب د علمي او ادبي شخصيت په باب او چې ما سره يې څه ارتباط درلود په لنډ ډول يو څو خبرې وکړم
سيلاب صاحب زما همزولى شاعر و په يوه وخت کې کابل ته د زياتو زده کړو لپاره له ننګرهاره راغلى وو. کله کله مو په ځېنو ادبي غونډو کې سره کتل او په مشاعرو کې به مو ګډون کاوه. خو دغه ليدل کتل دې حد ته ورسېدل چې يو بل به مو ونه کتل هغه ورځ به په موږ ډېره سخته تېرېدله . سيلاب صاحب د کابل په عربي دارالعلوم کې خپلې زده کړې بشپړې کړې . دلته بايد زه د کابل د عربي دارالعلوم په باب دا خبره وکړم چې يوادبي ماحول و. ځکه چې زموږ زيات ادبي معاصر شخصيتونه له همدغه دارالعلوم څخه فارغ شوي دي. چې زه به د يو څو تنو شاعرانو او اديبانو نومونه واخلم. چې د کابل عربي دارالعلوم څخه فارغ شوي دي. او زموږ دمعاصر ادب او شعر هډوانه يې جوړه کړې ده . د مثال په ډول موسى شفيق چې کوم علمي او ادبي مقام يې درلود. قاضي چمبيلي چې د علم سره د يو ممتاز ادبي شخصيت څښتن و، قاضى هدايت، صداقت، محمد ګلاب ننګرهارى چې د خپل وخت بې مثاله ليکوال او شاعر و، عبدالهادي خليل زى، عزيز الرحمن ممنون، او نور. چې سيلاب صاحب په همدغه ډله کې و. او د شعر او شاعرۍ په برخه کې يې د مرګ تر وخته خپل بيرغ اوچت وساته. او د خلکومنلى شاعر شو. ما به هم کله ناکله څه ګډې وډې د شعر په نامه ويلې يعنې د يو وخت او زمانې شاعران وو. ښاغلى سيلاب صاحب له دې کبله چې عربي دارالعلوم يې بشپړ کړى و. بايد د معمول سره سم چېرته قاضي او يا مفتي شوى واى خو سيلاب صاحب ته دا خبره منظوره نه وه. او لومړى ماموريت يې د الفلاح په مجله کې و چې بيا وروسته د هغه وخت د قبايلو په رياست کې د تبليغاتو په څانګه کې وټاکل شو. څو په 1338 کال کې د راډيو افغانستان د مراقبت د مدير په حيث مقرر شو. چې په دې توګه د زياتو شاعرانو لپاره د ده دفتر يوه دېره وګرځېدله او د ناستې ځاى . هر مازديګر به د ده په دفتر کې ګڼ شمېر شاعران غونډېدل او يو له بله به يې سره خپل نوې ويلي شعرونه لوستل.
د ښاغلي سيلاب زياتره شعرونه سندريز او د موسيقۍ په ټنګ ټکور برابر وو. چې لدې کبله د کابل راډيو د هغه وخت هنر مندانو او سندرغاړو به وخت په وخت د سيلاب شعرونه د موسيقۍ په زير او بم کې په خپلو خوږو آوازونو کې ويل. او تر کومه ځايه چې ما ته معلومات دى د پنځه سوو شعرو په شا او خوا کې به ئې د بېلابېلو سندرغاړو په غږونو کې ثبت شوي وي. چې په دغو اشعارو کې زياته برخه د وطن ترانې، موسيقي شعرونه او نور عشقي شعرونه شامل وو. چې تر اوسه د راډيو افغانستان په ارشيف کې خوندي دي. د سيلاب صاحب بعضى شعرونو خونړيوال شهرت تر لاسه کړى دى. د مثال په ډول:
ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلي غرغرې دي
دا شعر د لومړي ځل لپاره زما په مخ کې د کابل راډيو په پخوانۍ استديو کې چې په باغ عمومي کې وه د هېواد نامتو هنر مند او منلى شوى او پېژندل شوى سندرغاړى استاد اول مير په خواږه اواز کې ثبت شو. چې رباب ورسره استاد محمد عمر د رباب نوميالى استاد غږاوه. کله چې دغه غزل د راډيو په څپو کې خپور شو. نو په اورېدونکو کې يې يو عجيبه زوږ، شور او مستي راوپاروله.
دغه غزل ښاغلي سيلاب د 1336 کال د تلي په دريمه نېټه ويلى دى. او چې کله يې د لومړي ځل لپاره ماته ولوسته نو زما هم ډېر خوښ شو او لازم داد مې ورته ورکړ. ځکه زما او د سيلاب صاحب تر منځ دا خبره معمول وه کله به چې ما کوم نوى شعر ووايه نو لومړى شاعر به ښاغلى سيلاب و چې ما به ورته خپل شعر لوسته. او که به هغه شعر ووايه نو اول به يې ماته لوسته. بايد زه دا خبره په ډاګه کړم چې : " ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي" دغه شعر په هېواد کې او له هېواده بهر ډېرو هنرمندانو د موسيقۍ سره ويلى دى. خو په کوم آب و تاب ، سوز او ګوداز کې چې زموږ استاد اول مير ويلى دى. هغسې لا بل هنر مند مور نه دى زېږولى چې د استاد غوندې يې ووايي.
خبره د استاد اول مير راغله. د هغه د هنر، هنرمندۍ او استادۍ مقام د هنر دوستو اشخاصو بيخي له ياده وتلې دى او داسې هم فکر نه کوي چې موږ د اول مير استاد غوندې يو هنر مند درلود. دا زموږ د خلکو بد قسمتي ده بلکه څنګه چې ښايي د خپلو ممتازو هنرمندانو قدر نه کوي. زه دا خبره په زغرده کوم که د استاد اول مير غوندې بل يو هنر مند په نوره نړۍ کې واى نو اوس به يې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مجسمې او د يادګارونو څلى ولاړ وو. او سبا بېګا به يې په پښو کې د ګلونو ګېډۍ غوړېدلې وې. او ياد به يې کال په کال را تازه کېده. زه د 1352 کال خبره کووم د پېښور پوهنتون په دغه کال د خوشحالخان خټک په ياد يو سيمينار جوړ کړى و. او د افغانستان څو تنه اديبان اوشاعرانو ته يې بلنه ورکړې وه چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي . په دغه وخت کې سردار محمد داود د افغانستان جمهور رئيس کله چې د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتو وزير داکتر نوين ورته دغه بلنه حضور ته وړاندې کړې وه نو په خپل قلم يې دسيلاب صاحب او زما نوم په نښه کړى و. او نور يې هدايت ورکړى و چې تاسو په خپلو هر څوک مناسب ګڼئ هغسې وکړئ چې بيا ډاکټر نوين راډيو ته ورغئ چې په دغه وخت کې سيلاب صاحب او ما په راډيو کې کار کاوه او دوه تنه نور يې محترم غلام غوث خيبري او غلام محى الدين ايوبي کندهاري چې په هغه وخت کې يې د پکيتيا ورځپاڼه وړانګه چلوله غوره کړل. د پوهنتون د محصلينو دا غوښتنه هم وه چې موږ دې څو تنه هنر مندان هم له ځان سره بوځوچې په دغه هنرمندانو کې استاد اولمير هم شامل و. کله چې پېښورته ورسېدو کيسه ډېره اوږده ده خو زه به يې رالنډه کړم او د استاد هنر او سندرو به يو نکل وکړم. کله چې د موسيقۍ ورا شو او استاد ارمونيې ته کښيناست نو دغه مشهور سروکى يې زمزمه کړ:
مستې منګى بر وړى دى
زړه مې دلبر وړى دى
عالمه لار نيسئ ډېر يې په هنر وړى دى
نو دغې سندرې په تالار کې په موجوده خلکو دومره اغېزه وکړه چې نارينه اوښځې ودرېدې. او تر هغه پورې يې ورته لاسونه پړکول چې تر څو سندره خلاصه شوې نه وه او بيا ورته د فرمايشونو کړۍ را روانه شوه چې : ستا د سترګو بلا واخلم يې دوهمه سندره وه ماته او زما ملګروته هغه وخت د استاد اول مير د هنر زور او قوت څرګند شو او په خپل ټول وجود مې د هغه د هنر احساس وکړ. په دغه سيمينار کې يوه مشاعره هم وه چې محترم سيلاب صاحب او ما په کې برخه واخسته . او د هنر مندانو په ډله کې د استاد زاخيل او سپين بادام هم وو. د ښاغلي سيلاب صاحب دې اروا خوشاله وي په اکثرو شعرونو کې يې د بند او زندان خبرې په پوره شاعرانه مهارت راغلې دي. خو د ژوند په وروستي وخت کې په همدغه برخه ليک اخته شو او بيا چا ونه ليد. زه به د ګرانو لوستونکو د معلوماتو لپاره يو کيسه وکړم. ځکه چې زما او سيلاب صاحب تر منځ د کلونو په اوږدو کې ډېرې خوږې خاطرې او نه هېرېدونکي يادونه پېښ شوي دي. يوه ورځ چې د کابل په راډيو کې د مراقبت مدير و او ما په راډيو کې رسميت نه درلود. په پل باغ عمومي کې د ده دفتر په داسې ځاى کې واقع و چې يوه کړکۍ يې د بازار خواته وه او سيخان په کې تېر شوي و. په دې کې زموږ بل دوست ډاکټر شجاعي راغى او يوه د عکاسۍ کامره ورسره وه لومړى يې د ټولو ناستو ملګرو عکسونه واخيستل. بيا ورته سيلاب صاحب وويل: زما به يو يادګاري عکس واخلې او هغه داسې چې زه به د خپل دفتر په کړکۍ کې ولاړ يم لاسونه به مې په سيخانو ايښي وي او ته به د بهر له خوا نه زما عکس واخلې. کله چې زما عکس خلک ګوري نو دابه وايي چې سيلاب يو وخت په زندان کې و. همدغه کار وشو او ډاکټر شجاعي دغه چاره سرته ورسوله.
سيلاب صاحب د شعر او شاعرۍ په هر صنف کې خپله سرشاره او ښېرازه طبع ازمايلې ده. چې په پوره بريالي توب ورڅخه وتلى دى. خو په غريزه خوله کې يې خپل شعر د کمال درجې ته رسولى. سيلاب صاحب ته به ما کله کله ويل: سيلاب صاحب دا ته خپل شعرونه څنګه د موسيقۍ او ټنګ ټکور په چوکاټ کې جوړوې؟ سيلاب صاحب راته وويل: حافظه! زما دا پزه (پوزه)گ چې ده دا لکه د قوقنوس مښوکه داسې ده. وايي چې د قوقنوس مارغه په مښوکه کې ډېر سوري دي او له هر سوري څخه بيل، بيل ښکلي غږونه او انګازې راوځي. ځکه ورته د موسيقار لقب ورکړ شوى دى. کله چې زه د کوم سندريز شعر د جوړولو په فکر کې شم نو د پوزې څخه مې همداسې آوازونه راوځي او چې کوم غږ راته ښه ښکاره شي په همغه سر او تال شعر جوړوم. يو وخت ما د منګي يو ساده غزل ويلى و چې فکر کوم د شمشاد له هسکې څوکې او يا ستا د چم د ګلونو په مجموعو کې چاپ شوى دى او هغه داسې:
چې مازديګر اوبوته ځي وړه غړۍ دار منګى
چې دى معلوم اوسي د نجونو په کتار منګى
دغه منځى غزل څو بيته لري خو بل بند يې داسې دى:
خداى زده چې کومه يوه نجلى به ژړيدلي وي پرې
زه چې راتلم ټوټې، ټوټې پروت و په لار منګى
خپل دا غزل مې سيلاب صاحب ته ولوست د هغه ډېر خوښ شو. او دستي يې نورو شاعرانو ته وويل: چې د منګي يوه مشاعره به جوړوو. چې دغه مشاعره مو د هغه وخت د هېواد په ورځپاڼه کې خپره کړه او ګڼو شاعرانو په کې برخه واخسته د سيلاب صاحب د منګي د غزل لومړى بيت يا مطلع داسې ده:
تا چې راپورته کړو په ناز او افتخار منګى
ډېر بختور دى چې وريت شوى په انګار منګى
بله د شريکې دنيا کيسه ده: ښاغلى ډاکټر زيار، سيلاب صاحب، محمد جان فنا، خليل زى ممنون او حافظ په خپلو کې سره داسې فيصله وکړه چې راشئ يو ادبي او شعري شريکه دنيا به جوړه کړو. په داسې توګه چې يو شاعر به د يوې غزلې مطلع جوړوي او بيا به يې نورو ملګرو شاعرانو ته ورکوي. او په ټاکلي ورځ به يې ورڅخه اخلي. موږ دغه کار وکړ.
او د هيواد دورځپاڼې سره مو خبرى وکړى هغوى په ورين تندى خپل چمتووالى وښود او شريکه دنيا به په هفته کى يو ځل د هيواد په اخبار کى خپريدله. چې ګن شمېر شاعرانو په کى برخه واخسته. چې نژدى يو کال دغه شريکه دنيا و دانه وه. او بيا ورانه شوه
وايه په لاس کى دې د چا نښه ده
دا دمجنون که دليلا نښه ده
دنوي ښار پارک نوى دجوړيدلو په حال کى و. او اوسنى غټى او لوړى ونى په هغه وخت کى په کى نوې کنيول شوې وې. په خيابانونو کى يى ځاى په ځاى ګلان کرل شوي وو موږ ملګري به هر مازدېګر دغه پارک ته وتلو. او په خپلو کى به مو شعرونه سره ويل يوه ورځ چې زه پارک ته ورغلم که ګورم چې يو ملګرى شاعر هم په کى نشته. نو سترګى په لاره شوم خو څوک معلوم نه شو. له ناکامه جګ شوم او له پارکه مى دوتلو خيال وکړ. که ګورم چې سيلاب صاحب توره لونګۍ دجګى شملى سره په سر کړى ده. که رښتيا وايم نو پګړۍ او شمله په سيلاب صاحب ښه ښکاريدله. دلونګۍ سره يى تورى څپلۍ پښو کړى او اتو کړي کالي يې اغوستي دي. دخپلو ملګرو شاعرانو سره د پارک خواته را روان دى. نو له ورايه يې پر ما غږ وکړ حافظه! وايه په لاس کى دې د چانښه ده".
ما دستى ورته وويل: دا دمجنون که د ليلا نښه ده
نو سيلاب صاحب له خندانه شين شو او نورو ملګرو ته يې مخ راواړاوه چې د حافظ د طبعى زور مو وليده چې څنګه يې فى البديهه ځواب راکړ.
د دوى ترمنځ خو دا خبره وخته تېره شوى وه. او په دغه باب يى خبرى کړې وې چې بيا مو دغه غزل د مشاعرې لپاره غوره کړ. او ګڼو شاعرانو په کى برخه واخسته خو سيلاب صاحب وويل: چې ستا ځوابى مصرع لا پخوا ما ويلى ده. او که ته غزل جوړوى نو دغه مصرع يى بدله کړه چې ما هم دغسى وکړل.
په دغه مجموعه کى دسيلاب صاحب ټول ښکلى شعرونه راټول شوي دي. خو زه يى دغزل يو بيت حق حيران کړم:
دا جلوه په کوه طور د محبوبا ده
که په توره شپه شغلى د سره پېزوان دى
په دغه رديف کى محترم سيلاب صاحب يو غزل پوره کړى دى چې هر بيت يى د بيت الغزل حيثيت لرى خو دغه بيت يى زما په زړه منګولى ولګولى په دغه ښکلى او شاعرانه بيت کى دحضرت موسى "ع" د کوه طور ټوله کيسه د شعر په پيرايه کى ډيره ښه تمثيل شوى ده.
د ښاغلى سيلاب ټول شعرونه، ترانې او نظمونه ښکلى او په شاعرانه تلازماتو برابر دى. خو د غزلو ځنى بيتونه يى لوستونکى او اوريدونکى په شور او مستۍ راولي لکه ديوه غزل دغه بيت:
دسيلاب زيرى يار ته يو سه داخبر پرى وکړه
رنګين شعرونه ستا دعشق د زمانې جوړوى
رښتيا چې سيلاب صاحب په خپله وعده وفا وکړه او دعشق د زمانې ډير ښکلى او رنګين شعرونه يى وويل او کتابونه يى پرى ډک کړل. په دغه مجموعه کى يى د سترګو او شونډو په غزل کى يو ابتکارى او نوى رنګ پروت دى.
څومره چې دى سترګى دزړو ښکار کوي
شونډى دى موسکا کى ابتکار کوي
چې بل ښگکلى بنديى داسى جوړ شوى دى:
خير دى که دى سترګى کوږ نظر لري
شونډى دى ستونو کى تکرار کوي
ما مخکى وويل: چې د سيلاب صاحب اکثره شعرونه د موسيقۍ په طرز ويل شوى دى. وګورئ ددغه شعر لومړى بيت ته:
ناڅاپه خوا لگه شاه ليلا راغله
له نازه ډکه په خندا راغله
دا غزل په خپل خواږه غږ کى ايوب ويلى دى. چې د سيلاب صاحب دغه ښکلي غزل د ايوب هنر ته جاودانګى وربښلى ده. او په خپلواکى ډير مشهور شوى دى. هم دارنګه هغه لومړۍ ښځه چې په راديو کى يى سندرى وويلى او هنري ښکاروندي يې وکړه هغه ميرمن پروين وه چې د پښتو آهنګونو پيل يى د سيلاب صاحب په دغه غزل کړى دى.
سوز دمينى مى قلم را پاروى
ولولى مى دم په دم راپاروى
بيا په دى وروسته کى ښځينه هنرمندانې يا سندرغاړى راديو ته زياتى راغلى او د سيلاب صاحب ګڼ شعرونه يى په خپلو اوازونو کى ثبت کړل. دغو ښځينه سندرغاړو د سيلاب صاحب شعرونه په خپلو خوږو غږونو کى دموسيقۍ سره ثبت کړي دي. لکه ميرمن پروين ازاده، شهلا، افسانه، رخشانه، استاد مهوش، ناهيد، پښتون قمر، ميرمن ليلا، قمرګل، نغمې او نورى چې اوس هم د راديو په ارشيف کى موجود دى.
سيلاب صاحب ماته يوه ورځ وويل: چې ما خپل قلم ته يو شعر ليکلى دى ما ورته وويل:
ژر شه د قلم شعر راته ولوله. سيلاب صاحب چې ډېر ښه د کلمه تورو په خپل خواږه غږ يې راته د قلم شعر ولوسته. په دغه مجموعه کې د قلم شعر هم راغلى چې دوه بيته يې داسې دي.
قلمه! ښکل به دې کړم نوم د جانان وليکه
بيا مرور اشنا ته لعل و مرجان وليکه
وليکه غم د اشنا ، ټول زيات و کم د اشنا
که زما ليکې ورته څيرې ګريوان وليکه
لنډه دا چې سيلاب صاحب خاص لوى خداى د شعر ويلو لپاره پيدا کړى و. خو د دې په څنګ کې يې ډېر خوږ او روان نثر هم ليکه چې زياتې مقالې او تحقيقي مضامين يې د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي. او همدارنګه يې څو لنډې افسانې هم ليکلي . او ترجمې يې هم کړي دي. چې په زياتو برخو يې د شعر رنګ غلبه کړې ده که چېرته د سيلاب صاحب ټول اشعار راغونډ شي. نو په يقين سره دا ويلى شم چې يو په زړه پورې کليات به د شعري کيفيت سره ورنه جوړ شي. او زموږ په معاصرو ادبياتو کې به يوه د قدر وړه اضافه وشي چې زموږ ملي ادب به پرې شته من وي.
د سيلاب صاحب رنګينه غريزه او سندريزه شاعري د وخت مستبدانو او ظالمانو په مرګ غلى او خپه کړه. کنه خداى زده چې سيلاب صاحب به په خپل رنګين شعر کې خپل وطن او خپلو وطنوالو ته څه ډالۍ کول.
سيلاب صاحب بې شمېره د وطن ترانې ويلې دي چې د بېلابېلو هنرمندانو اوازونو کې ثبت شوي او د راډيو ارشيف پرې شته من او غني دى . که چېرته د سيلاب صاحب ښکلى شاعري نه واى نو اوس به د راډيو په ارشيف کې محسوس کمى موجود و. د سيلاب صاحب خواشينى مرګ او د هغه رنګينه شاعري د دوستانو اديبانو او شاعرانو ترمنځ د خبرو موضوع وه. او داسې فکر و چې دسيلاب صاحب يو څه شعرونه د هېواد له اخبارونو، جرايدو او مجلو څخه چې په سلګونو شعرونه يې چاپ شوي دي. او هغه چې د راډيو په ارشيف کې شته راټول شي. او يوه ښکلې مجموعه ورڅخه جوړه شي. او بيا چاپ او خپره شي. چې دغه کارمو په راډيو افغانستان کې ښاغلي سيد جان بلال ته چې د هنر او ادبياتو مديرو وسپاره. او هغه هم په پوره مينه دغه ستر کار ته ملا وتړله او د راډيو له ارشيف ، اخبارونو، مجلو او جرايدو څخه يې د سيلاب صاحب يو څه شعرونه رانقل کړل. او بيا يې ماته راکړل چې زه پرې يو نظر واچوم. سريزه هم پرې ملال وليکه او په دغه مجموعه يې د اوښکو د سيلاب نوم کېښود. چې ډېر په ځاى نوم دى. او د دوه زره ټوکو په شمېر د طبع او نشر د رياست له خوا چاپ او خپره شوه. چې د لوستونکو او د سيلاب صاحب د شعر د مينه والو د ذوق تنده پرې ماته شوه.
د سيلاب صاحب د علم، ادب ، اخلاقو، خوى خصلت، او کړو وړو په باب بايد ډېر څه وويل شي. د سيلاب صاحب په برخه کې زما سره د ليکلو دومره څه شته چې په دغو څو پاڼو کې به ځاى نه شي. زه بايد په لنډه توګه د سيلاب صاحب د علمي، اجتماعي، او ادبي شخصيت په برخه کې دومره عرض کړم. چې سيلاب صاحب ډېر رښتينى مسلمان او په وطن مين سړى و. په خپلو دوستانو يې ډېره مهرباني کوله، په دېره او حجره کې يې لس پنځلس کټه پراته وو او په پراخه ټنډه يې ميلمنو ته هر کلى وايه. په پاى کې دومره ويل غواړم او د لوى خداى له درباره دا سوال کوم. چې د شهيد سيلاب صاحب شهادت دې په خپل لوى در کې قبول کړي.
آمين
نصر الله "حافظ"
شاه شهيد، کابل د 1382 کال د لړم اوله نېټه
