اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سروکي او د پښتو فولکلور ارزښت

سروکي د پښتو سروکو په باب يو ښه کتاب دى . چې ښاغلي ليکوال عبدالکريم پتنگ ليکلى دى. سروکي د پښتو فولکلوريک ادب يوه ښه او په زړه پورې برخه ده . فولکلور او د خلکو عاميانه ادب د يوې ژبې د بنياد هغه پخې خښتې او ډبرې بللى شو ، چې د ژبې د نوي او شهکار ادب دنگه ماڼۍ ورباندې ابادېداى شي.
ډېر ځله د نړۍ د ډېرو ژبو شهکار اثار د هغې ژبې له فولکلور خوند او رنگ اخلي. د شکسپير شهکار ډرامې تر ډېره د انګليسي ژبې او د اروپايي ادب دفولکلوريک کيسه اييز ادب خورې ورې برخې د ي، چې شکسپير د ډراماتيک ادب په تېشه ترشلې او ځلولې دي.
د رابندرنات ټاگور ډېرې ترانې د هندو او شرقي ادب له فولکلور او اساطېرو څخه خوند ، رنگ او فکر اخيستى،او د ټاگور د شاعرانه تخيل په نوي او زرين جام کې ترې کيف او لذت اخلو.

د ښاغلي عبدالکريم پتنگ دغه وړوکى کتاب د پښتني ټولنې د بيلابيلو برخو يو لوى جهان په غېږ کې لري. دا چې سروکي تر ډېره له موسيقۍ سره ويل کېږي او موسيقي د خوښۍ د مجلسونو د خوند، رنگ سرگندويه ده ، نو تر ډېره دا سروکي په ودونو او د ټنگ ټکور په مجلسونو کې ويل کېږي.
که دا سروکي وڅېړو، د مينې، بېلتون، حماسې، ويرنې او د ژوند د نورو برخو عکاسي کوي. کله، کله خو سروکي دومره تغزلي وي، چې له ساده گۍ سره، سره د يوه شهکار غزل د يوه يا څو بيتونو هم لوړ شعريت لري.
اوس به لمن ډکه دروړم د گلو
شين زرغون ځلېږي شبنم په گلو
(( شين زرغون ځلېږي شبنم په گلو)) ته به وايې د طاوس له يوې بڼکې يې مجسمه معنى را اېستلې ده.
ځينې سروکي يې له شاعرانه تصويرونو سره، د پښتنو د ژوند ژواک ترجماني کوي.
په غرو باران دى ولونه ، ولونه
کوز يې لامده کړل د لونگو درمندونه
يا دا سروکى: په جوس تورې يوې گډې گل کرينه
وى په جوس تورې
که د نن سبا د ډېموکراسۍ خبرې کېږي، د بيان د ازادۍ خبرې کېږي او يا پر ښځو د خشونت په باب څه اورو، په پښتني ژوند کې پرښځې ظلم دى يا پر بل کوم عاجز قشر، په پښتو فولکلوريک ادب کې به يې خامخا تصوير يا په مستقيم يا په غېرې مستقيم ، خو هنري او عاطفي ډول راغلى وي، لکه پدې سروکي کې يې چې وينو.
په ما دې کړي په لندو لښتو وارونه
زما جانانه، مات دې شه لاسونه
تاسې وگورئ چې په يوه سروکي کې د مينې رنځ څومره ښکلى انځور شوى. دومره ښکلى چې د رغېدو تاويز يې يې هم نه خوښوي.
توره طالبه ناجوړه يمه!
جوړه مې مه کړې يار په گل ويشتلې يمه
که مونږ ويشتل وڅېړو نو تر ويشتلو وروسته د درد، د وينو او حتى د مرگ تصويرونو خواته مو بيايي. خو په گل ويشتل، دا نو ډېر ښکلي ويشتل دي. او دا ويشتل د يوه ځلېدونکي ژوند زېرى له ځانه سره لري.
د ذوق د خاوندانو خوښېږي چې د ښاغلي پتنگ کتاب په مينه ، مينه ولولي. کيف او خوند ترې واخلي او رنگينو شاعرانه تصويرونو ته يې تم شي.
لږ دا سروکى وگورئ، حماسه او رومان پکې غاړه غړۍ ښکاري:
ته يې شنه کوتره زه بلبل د گړنگو ليلو
ولوېدم له غرو ليلو
او دغه لاندې سروکى خو يې ته به وايې د پښتنو د يوې جوړې د ماه عسل د شاتو د مياشتې يو داسې تصوير دى، چې تر پښتني کولتور پرته په کوم بل کولتور کې به په دومره ساده گۍ کې دومره ښکلى تصوير، ونه مومو.
توره لونگۍ دې غوړوه چې پرې ويد ه شم
اور بل که چې توده شم
او دغه سروکى کولاى شو د پښتو آهسته برو ، ورته ووايو:
دا نيم مخ دې څرگند دى نيم دې پټ دى په سالو کې
قدم وهه وړوکې
کله، کله پدې يو بيت يعنې سروکي کې يو ډېرلوى تصوير نغاړل شوى وي.
درپورې مې کړه وا بېړۍ دې واوړه
دا سروکى نږدې يوه مصرعه، يا دوې نيمې، نيمې مصرعې دي. پدې کې يو سمندر او يو ساحل دواړه ځاى شوي دي. همدا سروکي، کله کله د پښتو لنډيو په څېر د پښتنې ټولنې د نفسياتو نماينده گي کوي، تاسې لږ دغه سروکى په ځير سره واورۍ:
زه د جانان ديدن ته چېرې ودرېږمه
جانان مې بل وطن ته ځينه
دلته پښتنه مېرمن يا پښتنه کوژدن يا نجلۍ له حيا نه د خپل څښتن، خپل نامزد د سفر صحنه هم په ډاډه زړه نشي کتلى او له حيا نه هغه ځاى نشي پيداکولى، چې د تگ او بېلتون پر مهال په مړو سترگو ورته وگوري.
لنډه دا چې ((سروکي)) د پښتو د فولکلوريک ادب يوه ښه او غني برخه ده، چې په مختلېفو برخو کې د پښتني ټولنې د غم، ښادۍ، مينې، بېلتون، بري او شکست، او د ژوند د نورو برخو څرگندويي کوي. هيله ده چې پدې برخه کې د فولکلور مينه وال نور ډېر سروکي چې د پتنگ صاحب له قلم پاتې دي راټول او خپاره کړي.

په ډېر ادب
پير محمد کاروان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←