دپښتو ګرامر
د پښتو ژبې ګرامرته يوه لنډه کتنه
سميع الله اميني
ګرامر د ژبې د جوړښت علمي شرحې ته ويل کيږي او د تشريحي ژبپوهنې يوه ستره څانګه ده.
ژيپوهنه د علومو په لړ کې يوه نوې پوهنه ده او له يوې پيړۍ راهيسې د ژورو کتنو او څېړنو په مرسته مخ په وړاندې ځي، خود ژبې په باب له ډېرو لرغونو زمانو څخه ځيني کتنې او څېړنې روانې دي، د لرغوني، کلاسيک، منځنيو پېړيو، (17-18) پېړيو ژبپوهنه د نوې ژبپوهنې زړى او اساس جوړوي، د ژبپوهنې په پراختيا او پرمختيا کې پخوانۍ هندي او يوناني فلالوژي ډېره اغيزمنه برخه لري1
مونږ دلته د ژبپوهنې تاريخي سير او پرمختګ په بشپړه توګه نه څېړو بلکې غواړو چې يوازې د ژبې ګرامر ته يوه لنډه کتنه وکړو او بيا په خپل مطلب لاس پورې کړو. نوې ژبپوهنه که څه هم د علومو په لړۍ کې د شلمې پېړۍ ابتکار دى، ولې ګرامر د ژبپوهنې د يوې څانګې په توګه لرغونى تاريخ لري. په عمومي توګه په نړۍ کې ګرامر بېلا بېلې پوړۍ او پړاوونه تر شاکړي دي چې ددغو بېلا بېلو د ورو او پړاوونو په بهير کې د ټاکلي جهان بينۍ، نظريو او لارو چارو له مخې د ګرامر بېلا بېگل ډولونه رامنځ ته شوي دي چې تر ټولو مهم يې کلاسيک عنعنوي، مقايسوي، تاريخي، تشريحي ګرامرونه دي. په لويديځه نړۍ کې د ګرامر ليکلو منشا لرغوني يونان ته رسيږي چې کلاسيک ګرامر لومړى په يونان او بيا په روم کې منځته راغى.
افلاطون (427-347ق م) د يونان نامتو فيلسوف د لويديځې نړۍ لومړنى عالم دى چې د ژبې د حقيقت او څرنګوالي په باب يې څېړنه کړې او له همدې امله د ژبپوهنې بنسټ ايښودونکى او د باقاعده ګرامر (Systematicgrammar) جوړوونکى ګڼل شوى دى. د افلاطون څخه وروسته د ارستو نظريه د ژبې په باره کې د څېړنې او ارزښت وړ ده. د ژبې په باب ارستو د افلاطون پر خلاف داسې عقيده لرله چې ژبه فطري نه ده بلکې يوه ټولنيزه او اتفاقي پېښه ده(2) او کلمات د خارجي دنيا د مظاهرو دپاره سمبولونه ګڼلي دي. په دې توګه ارستو لومړنى مفکرو چې د الفاظو ډلبندي اوويش مفکوره يې رامنځته کړې او کلام يې په دريو برخو (اسم، فعل، حرف) ويشلى دى.
تردې وروسته روميانو يعني درومي تمدن په دورې کې د لاتيني ژبې د ګرامري قواعدو په شرح کولو کې د يو نانيانو د ګرامر ليکنې اصول او لارې چارې په پام کې ونيولې. دوي په حقيقت کې د يوناني ژبې د ګرامري قاعدو په چوکاټ کې د لاتيني ژبې بېلګې ځاى کړلې. ورپسې دغه ډول ګرامر ليکنه او طريقه عربو هم د خپلې ژبې د پاره غوره کړه. عربي پوهانو د خپلې ژبې د جوړښت برخې په دې دريو برخو (اسم، فعل، حرف) هم ويشلي دي. د ارستو دغه ويش تر اوسه پورې د عربي ګرامر پوهانو په اثارو کې استعماليږي چې دغه طريقې فارسى او پښتو ژبو ته هم لاره وموندله او د افغاني ګرامر پوهانو له خوا دود شوي دي.
عنعنوي ګرامر چې په لويديځه نړۍ کې رامنځ ته شو هغه ګرامر دى چې د انيوس تراکس (Dionysius thrax) (2 پېړۍ ق.م) په اورپا کې دارستو د ميتود تر څنګ رامنځ ته کړ او ترده وروسته (4 م پېړۍ) دوناتوس (Donatus) د لاتيني ژبې ګرامر رامنځ ته کړ.(1) تراکس د نن نه نژدې 2000 کاله پخوا د يوناني ژبې د ژورې مطالعې او د پخوانيو عالمانو د کشفياتو څخه په ګټې سره کلمه په اته ډوله (اسم، فعل، فعلي صفت، ارتيکل (articulus ضمير، حرف اضافت (Prepostion) (پريدلوګ) قيد، ربط ويشلې ده(2) چې بيا دوناتوس د څلورمې پېړۍ را په ديخوا لاتيني ګرامر د تراکس د ګرامر پر اساس وليکه چې ددغو ګرامر ليکونکو لاره بيا وروسته د يورپ ګرامر يستانوونيوله. دغه ګرامريستان په دې عقيده وو، چې ډېرې ژبې په تيره بيا لاتيني ژبه د معتبرو منطقي او عمومي قواعد و درلودونکې ده. همدغه دګريکو رومن د عنعنې (دود) پر اساس ليکل شوي ګرامرونه دي چې وروسته يې د نورو ژبو لکه عربى، عبرانى، لاتينى 000 او نورو ژبو دګرامرونو اساس جوړ کړى دى. په کال (1784ع) کې د مقايسي او تاريخي ژبپوهنې پيل کيږي. د مقايسي او تاريخي ژبپوهنې په پرمختيا او انکشاف کې د هندي فلالوژي او سانسکريت سره د اروپايي پوهانو اشنايي او بلدتيا ډيره ارزښتناکه خبره ګڼله کيږي. په دې سلسله کې د سرويلم جونز نوم د يادولو وړدى. ده په کلکته کې د بنګال اسيايي ټولنه رامنځ ته کړه. په خپله جونز په هندي ژبو او سانسکريت پوهيده(3).
د (17-18) پېړيو په شاوخواکې اروپايانو د پاڼي ني ګرامروموند او د هغه په واسطه د سانسګريت د ژبې سره اشنا شول. د پاڼي ني ګرامر د سانسګريټ د ژبې په باب ډېر مفصل او ګټور معلومات خلکو ته په لاس ورکړل. اورپايي پوهانو د پاني ني د ګرامر موندنې تر مهاله پورې ددغه ګرامر په شان بل کوم کتاب نه وليدلى. (بلوم فيلډ) د پاني نې د ګرامر په باب داسې ويلي دي، چې د انساني ذکاوت له سترو يادګارونو څخه دى. دا کتاب د سانسګريت د ژبې صرفي، اشتقاقي، ترکيبي او نحوي شکلونه په ډېرې پاملرنې سره شرح کړي دي او تردې د مخه هېڅ يوه ژبه هم دومره بشپړه او پوره نه وه څېړ له شوې. د پاني ني د ګرامر سره د پوهانو بلدتيا دوې مهمې نتيجې ورکړي دي. اول دا چې د يورپ پوهان د لومړي ځل له پاره د يوې ژبې د پوره او دقيق تشريح سره مخامخ شول. او وليدل شول چې ددغه ګرامر د قاعدو او څېړنو اصول د فرضيو او ذهني تصوراتو پر ځاى تطبيقي او عملي څېړونو پربنسټ ولاړ دي، بله دا چې پوهان د نړۍ د ډيرو ژبو سره اشنا شوي وو نو د سانسګريټ سره هم اشنا شول، په دې توګه دوي وکولاى شول، چې ددغو ژبو کلمې او الفاظ يو له بله سره پرتله کړي چې البته د مقايسي ګرامر ليکنه د پاني ني د ګرامر د موندنې څخه وروسته پېل کېږي. د پاني ني د ګرامر سره په ګرامر ليکنه کې يو نوى باب پرانېستل شو. وروسته تردې د ژبې څېړونکو ته جوته شوه چې د سانسګريټ او د ځينو لرغونو ژبو لکه يوناني، لاتيني او نورو اروپايي لرغونو ژبو ترمنځ هم د ګرامري جوړښت او هم د لغتونو له مخې ښکاره ورته والى موجود دى نو ځکه د سانسګريت يوناني، لاتيني ژبو د ګرامري جوړښتونو او لغاتو د مقايسوي څېړنو د پرمختګ په ترڅ کې د ژبپوهنې مقايسوي برخه تاسيس شوه او پرمختيايې وموندله.
په دې توګه د لويديځې نړۍ ژبپوهان د اتلسمې پېړۍ د پيل څخه تر نولسمې پيړۍ پورې يعني پوره سل کاله يوله بله سره تړلي دي. ايندو اروپايي ژبې په مقايسوي توګه مطالعه او ددغو ژبو ترمنځ يې د تقابل قوانين د غږونو بدلون او نورې ګډې ځانګړتياوې او صوتي، لفظي، نحوي مسائل په ژوره توګه څېړلي مطالعه کړي دي.
په همدې توګه د ژبې د مقايسې، مطالعې سره جوخت تاريخي مطالعه او څېړنه هم پيل شوې ده. په دې وخت کې يوه ډله پوهان د مرقومو اسنادو له مخې د خاصو ژبو د تاريخ په مطالعه او څېړنه بوخت شوي دي. ددغو مطالبو د مطالعې مهمه نتيجه د ژبې ددرې ګونو دورو (کلاسيک، منځنۍ، معاصره (اوسنۍ) ټاکنه وه او په دې توګه د يوې دورې نه بلې دورې ته د انتقال مرحلې شرح شوي. چې د هرې دروې صرفي (مور فولوجيکى) او نحوي (سنټکسي) خصوصيات بيان او ښودل شوي دي .څنګه چې د مخه مو اشاره وکړه معاصره او علمي ژبپوهنه په اروپا کې د شلمې پېړۍ له لومړۍ نيمايي څخه شروع کيږي يعنى د ژبې علمي مطالعه د (20) پېړۍ په لومړي سرکې يوې نوې مرحلې ته ورداخليږي. دا وخت ځيني پوهان دې نتيجې ته ورسيدل چې ژبه د دوو بېلا بېلو خوا وو څخه مطالعه کيداى شي: يوه په تاريخي او بله په تشريحي توګه.
څنګه چې ژبه د زمانې په يوه خاصه موده کې او يا د زمانې په اوږدو کې تغيير اوبدلون کوي او د ټاکلو قوانينو او قاعدو له مخې عمل کوي، نو که د ژبې د بدلون قوانين د زمانې د يوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته په ترتيب سره مطالعه شي نو د تاريخي ژبپوهنې مبحث جوړ وي او که چېرې د ژبې قواعد د زمانې په يوه ټاکلي مرحله کې وڅېړل شي نو بيا د تشريحي ژبپوهنې موضوع جوړوي چې په دې توګه ګرامر د تشريحي او تطبيقي ژبپوهنې يوه برخه ده. البته پوهان په دې نظريه هم دي چې د ژبې تشريحي مطالعه، د تاريخي مطالعې څخه ړومبى او مخکې ده. يعنى تر هغه چې د ژبې موجوده حالت شرح نه شي نو تر هغې پورې بايد د هغې تېر تاريخ هم مطالعه او تحقيق نه شي(1).
د شلمې پېړۍ د منحنۍ دورې د ژبپوهنې ځانګړتيا او مهم خصوصيت دا دى چې ژبه د يوه ټاکلي جوړښت درلودونکي بولي او په دې توګه هڅه کيږي، چې ژبني علوم د نورو طبيعي علومو سره نژدې کړي. د څېړنې دغه لاره د ژبې د جوړښت د اصالت لاره او مکتب منځ ته راوړي.
د ژبې د جوړښت د اصالت (Structuratism) معنا داده چې ژبه د رابطې سيستم يا يو له بل سره تړلوسيستمونو مجموعه ده. د ژبې جوړونکي عناصر لکه غږونه، الفاظ او نور په خپل منځ کې پرته د متساوي او متناقصو اړيکو دلرلو څخه په ځانګړي توګه اعتبار او اهميت نه لري نو په دې توګه د ګرامر ليکنې تاريخ راوروسته زمانو ته رسيږي، په 1957 کال کې د چامسکى په نامه يوه عالم د نحوي جوړښت Syntactics Structure تر عنوان لاندې يوه رساله ليکلې ده. دغه ليکنه د ګرامر ليکنې په چوکات کې خورا بدلون ښيي. هغه غوښتل چې د ژبې د جوړښت په باره کې د يوې داسې عمومي او کلي نظريې بنسټ کښيږدي چې د ژبې په باره کې په عام ډول او د هرې ژبې په باره کې په خاص ډول د تطبيق وړوي. ده خپله دغه نظريه د ګزارشي نظريې Transformational theory او هغه ګرامر چې ددغه نظريې په اساس ليکل شوى و. د ګزارشي ګرامر په نامه ياد کړ. ګزارشي يا تطبيقي ګرامر چې يوه نوې ګرامري لاره ده، د انګريزي، روسى او جاپانى ژبو په ګرامر ليکنه کې تطبيق شوې ده، دا ګرامر ليکونکي په دې خبره ټينګ دي چې د ګرامر ليکنې دغه لاره په ټولو ژبو کې تطبيق کيدلاى شي. مګر ددې په څنګ کې ځيني ژبپوهان هم شته چې تر اوسه لا ددغې نظريې په رښتينوالي شکمن دي. د تطبيقي يا ګزارشي ګرامر او تشريحي ګرامر تر منځ توپير دادى چې په تشريحي ګرامر کې د ژبې حالت او شکل ته ډېره پاملرنه کيږي او د ژبې تطبيقي يا عملي جنبه له نظره غورځول کيږي، يعنى په تشريحي ګرامر کې د ژبې د حالت او فعالې عملي ترمنځ توپير نه څرګنديږي. په دغه ډول ګرامر کې د ژبې ثابت او ټاکلى شکل په يوه معينه زمانه کې مطالعه کيږي او د ژبې عملي او فعال صورت ته پاملرنه نه کيږي، ګزارشي ګرامر د ژبې د عملې جنبې د شرحې پر اساس ټينګ او استواره دى، چې طبعا ددغه هدف د لاس ته راوستلو له پاره د ژبې د حالت څخه هم خبرې کيږي.
اوس په دې برخه کې غواړم د پښتو ژبې ژبنيو څيړونو ته يو لنډ نظرواچوم. د پښتو ژبې په اوږد او لرغوني تاريخ کې دوه وروستې پېړۍ د ژبنيو څېړنو او ژبنيو مواد و په رامنځ ته کيدلو کې ارزښتناکه دوره ګڼله کيږي. تر دې د مخه د پښتو ژبنيو څېړنو ته د چاپام نه دى ورګرځيدلى. مونږ د (18) پېړۍ څخه وړاندې د پښتو ژبې د اصولو په باب څه څرک نه وينو او په دې برخه کې څه پته نه لګيږي او يا خولا درکه دي.
پښتو يا د افغانانو ژبې ډېرو وروستو زمانو کې د نړۍ د ژبپوهانو پام ځان ته را اړولى دى. په اروپا کې د ژبپوهنې د پرمختګ او د هندي اريايي ژبو سره ددوي بلدتيا ددې سبب شوه چې د پښتو ژبې په باب څېړنې او تحقيقات هم رامنځ ته شي.
د پښتو ژبې د ګرامرونو په باب که څه هم په اول سرکې د پښتنو پوهانو له خوا اثار ليکل شوي دي خو وروسته په کې اروپايي پوهانو هم پوره برخه اخيستې ده او د شرقي ژبو د پلټنو په سلسلې کې يې د پښتو ژبې په باب ښې پلټنې کړي دي. ختيځ پوهانو د علمي پلټنو په لړ کې پښتو ژبې ته هم پوره پاملرنه کړې ده او د بېلو بېلو هيوادو ختيځ پيژندونکو د پښتو ژبې قاموسونه، ګرامرونه او نور ژبني اثار ليکلي او علمي څېړنې يې ترسره کړي دي.
دغه څېړنې د نړۍ په بيلو بيلو هيوادونو لکه المان، انګلستان، شوروي اتحاد، فرانسه، امريکا، چکوسلواکيا، ايټاليه، سويس، ناروى او نورو کې شوي دي. د يورپ پوهانو د پښتو ژبې په باب او د هغې د منشا او پيدايښت په باره کې نظريې او څېړنې وړاندې کړي دي او همدارنګه د پښتو ژبې خپلوي او اړيکي د نورو ايندو اروپايي ژبو سره د مقايسوي تاريخي، مقابلوي ژبپوهنې له مخې ثابته کړې ده.
په يورپ کې د جميز د ارمسټټر (1849-1894) او ورپسي د ګايګر (1856-1942) او مارګېنستر (1892-1980) ايمل بنونيست (1902-1976) د پښتو په باب ددوي څېړنې د قدر او يا دولووړ دي. دار مستتر په 1888 کال په اروپا کې د (افغانانو ژبه) تر سرليک لاندې يو اثر ليکلى دى چې دواک (اواز شناسى) صرف، اشتقاق او ترکيب برخې لري. او همدارنګه په همدغه اثر کې د پښتو د منشا په باب نظريې ځاى شوي دي.
ترده وروسته ويليم ګايګر (1856-1942) داو ستا د ژبې سره د پښتو مقايسه ترسره کړې چې په دې کې 389 پښتو کلمې د اوستا او نورو لرغونو ژبو سره مقايسه کړي چې بيا مارګنيسټرن دغه کار بشپړ کړى دى ځکه مارګنسټرن خپل اثر ګايګر ته اهدا کړى هم دى.
د ګايګر د کتاب دويمه برخه چې (27) مبحثه لري د پښتو ژبې واکشناسي (تحقيق، تلفظ) په نامه ياديږي.
که د پښتو ژبې د تحول او انکشاف د ډيرو لوړو او ژورو څخه راتېر شو او د ژبې د ژبني موادو او مطالعاتو تاريخچې ته نظر واچوو نو داسې څرګنديږي چې د (19) پيړۍ پيل د پښتو قاعدو په باب لومړني اثرونه په لويديځه (اروپا) اولره، بره پښتونخوا کې ددغو لاندنيو علتونو له مخې منځ ته راغلي دي.
پښتنو ليکوالو د نورو زياتو کتابونو ترڅنګه ژبني کتابونه اور سالې ليکلي او د پښتنو پاملرنه يې د پښتو ژبې د ترقۍ او ژوند د پاره راګرځولې چې دلته د ليکوالو مرام او مقصد د ژبې تعليم او ښوونه ده.
کوم پښتو ګرامرونه چې تر اوسه ليکل شوي، ځيني مفصل او ځيني يې لنډ دي چې پر ټاکلو موضوعګانو بحث کوي او بشپړ او نا بشپړ ډولونه هم په کې ليدلاى شو، په هر حال دغه ګرامرونه د لاندنيو مرامونو له پاره جوړ شوي دي.
الف: لومړۍ ډله د پښتنو لپاره، چې د خپلې ملي ژبې ګرامر ترې زده او ګرامري اصطلاحګانو سره بلدتيا پيدا کړي.
ب: دويمه ډله هغه دي چې زده کوونکي د هغو په مرسته پښتو زده کړي چې په دې کې باندنيو او کورنيو پوهانو برخه اخستې ده.
دلته بايد زياته شي چې د خارجى ختيځ پوهانو له خوا ځيني ګرامرونه او ياګرامر ډوله اثرونه اساسا د پښتو زده کړې له پاره په سياسي او اداري لحاظ ليکل شوي دي. په دې لړکي د هانري والتړبيليو او راورټى (1825-1906) ګرامرونه د بيلګې په توګه نومولى شو. په خپله بيليو د پښتو زده کړه په افغاني سيمو کې د برتانوي مامورينو داداري او سياسي اغيزناکۍ د پاره حتمي ګڼله(1).
د لاسته راغلو مدارکو او اسنادو له مخې د پښتو ژبې په ګرامر ليکنه کې د دوومېتودونو څخه کار اخيستل شوى دى.
1- لومړۍ هغه بڼه ده چې د عربي ګرامر په دود ترتيب شوي چې دغه ډول په اسلامي هيواد کې ډېر رواج موندلى دى.
او بله ډله هغه چې د غربي نمونې رنګ په کې غالب دى. دې ګرامر ته مونږ غربى مېتود يا تحول موندلې نمونه وايو.
ددغه پورتنيو ميتودونو په اساس د پښتو ژبې ليکل شوي ګرامرونه چې د ختيځ پوهانو او يا پښتنو پوهانو له خوارامنځ ته شوي د يولنډ فهرست په توګه راوړل کيږي.
الف: هغه اثار چې د کورنيو پوهانو له خوا رامنځ ته شوي دي په لاندې ډول دي:
1- رياض المحبت: دا د نواب محبت خان اثر دى چې په (1806ع) کال چاپ شوى دى. دغه اثر درې برخې لري: الف: د پښتو ژبې لغات ب: د فعلونوګردانو نه ج: د تاريخي احوالو بيان. د اثر يوه قلمي نسخه په 1855 کال د کلکتې څخه ليننګراد ته وړل شوې ده او بله نسخه يې د لندن په موزيم کې شته دى.
2- معرفت الافغاني: دغه اثر درسي بڼه لري او د پير محمد کاکړ له خوا په (1195 هـ ش) کال ليکل شوى دى.
يو ځل په (1341هـ) کې د ملاجان او ملا بسم الله تاجرانو له خوا چاپ شوى او بيا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په (1356ش) کال چاپ شوى دي.
3- پښتو ګرامر: ددغه کتاب ليکونکى نواب انشا الله خان انشا دى. دغه کتاب په (1817ع) کال کې ليکل شوى او خيال بخاري د خپل ګرامر په سريزه کې ددغه اثر ذکر راوړى دى او د کتاب په باره کې نور څه معلومات نشته.
4- وافيه: د پښتو ژبې ګرامر دى چې مولف يې قاضي مير احمد شاه رضوانى دى او دغه کتاب په (1890ع) کال په لاهور کې چاپ شوى دى. يوه نسخه يې د پخواني شوروي د تاجکستان د علومو د اکاډيمۍ په کتابتون کې خوندي ده.
5- اتاليق پښتو: ددې کتاب ليکونکى مولوي محمد اسماعيل نوميږي دغه کتاب په (1896ع) کال په پنجاب کې خپور شوى دى په دې اثر کې دا سمونو، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلى دى: ددغه اثر يوه نسخه د پخواني شوروي تاجکستان د علومو د اکاډيمۍ په کتابتون کې خوندي ده.
6- تحفۍ الامير: څنګه چې دغه اثر د امير شير عليخان نامه ته اهدا شوى دى نو په دغه نامه سره ياديږي دا هم د پښتو ګرامر دى چې مولف يې نور محمد افغان دى. دغه کتاب په (1279هـ) کال ليکل شوى دى. اثر په پاړسى ژبه ليکل شوى او مثالونه يې په پښتو دي، په اثر کې صرفي او نحوي مسايل راغلي دي او يوم نسخه يې په پښتو ټولنه کې وه.
7- پښتو پښو يه : دغه اثر د پښتو مرکې له خوا ليکل شوى او په (1347هـ ق) کال په کابل کې خپور شوى دى.
8- معلم پښتو: دغه اثر هم د پښتو مرکې له خوا په (1314هـ ش) کال په کندهار کې چاپ شوى دى.
9- ګنجينه افغاني: قاضي رحيم الله پېښاوري دغه نوموړى اثر په (1938ع) کال کې بشپړ کړى دى.(1) همدارنګه قاضى رحيم الله خان يوبل درسي ګرامري کتاب په (1966ع) کال پېښور کې چاپ کړى دى (2)ددغه اثر تشريحات انګريزي دي.
10- خود اموز پښتو: دغه يو درسي ګرامري اثر دى چې په (1313 هـ ش) کال کې د کندهار طلوع افغان له خوا خپور شوى دى. ددې اثر مولف صالح محمد کندهارى دى.
11- پښتو ژبه لومړى او دوهم ټوک:
13- د پښتو ژبې لياره: د پښتو ژبې د ګرامرونو په لومړي کتار کې ځاى لري. ددغه اثر ليکونکى ارواښاد محمد ګل مومند دى. د خپريدو نېټه يې (1317 هـ ش) (1938 ع کال) او په لاهور کې خپور شوى دى. دغه اثر درې برخې لري: د صرف، د نحوې، د مصدرونو برخه.
14- قواعد پښتو : دغه ګرامري ليکنه د محمد اعظم ايازي ده چې په کال (1318هـ ش) د پښتو ټولنې له خوا چاپ شو دى. په اثر کې دپښتو ژبې صرفي او نحوي قواعد څېړل شوي دي.
15- د پښتو درسي ګرامر: (پښتو شپږمه کلي) د ګرامري قواعد و ساده، روان درسي کتاب دى چې په کال (1945ع 1324هـ ش) کې پوهاند رښتين ليکلى او د پښتو ټولنې له خوا په کابل مطبعه کې چاپ شوى دى.
16- لومړى ليارښوونکى: دغه اثر په کال (1326 هـ ش) (1947ع) د پښتو ټولنې له خوا د کابل په مطبعه کې چاپ شوى او ددغه کتاب ليکونکى هم پوهاند صديق الله رښتين دى. په دې کې ګرامري قواعد په درسي بڼه ليکل شوي دي.
17- پښتو ګرامر لومړى جز: دغه ګرامر د ژبې د دستور او قاعدې ښودلو کتاب دى. د کتاب ليکوال پوهاند صديق الله رښتين دى. نوموړى اثر په (1327 هـ ش) کال په کابل کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى. په دغه اثر کې ډېر نوي پښتو ګرامري قواعد او اصطلاحګانې راغلي دي. دغه اثر يو لوى اکاډيميک علمي ګرامر دى؟.او د پښتو ژبې د قاعدو ښودلو ښه علمي اثر ګڼل کيږي.
18- د پښتو ګرامر دويم جز: دغه مهم اثر په کال 1359 لمريز کې د لوى استاذ پوهاند صديق الله رښتين له خواليکل شوى و. دغه ګرامر بيا په 1370 لمريز کال د ښوونې او روزنې دوزات له خوا په دولتي مطبعې کې په 223 مخونو کې چاپ شوى دى. "په پښتو ګرامر ليکنه کې د ارواښاد لوى استاد پوهاند صديق الله رشتين علمي څېړنى او اثار ستر ځاى لري. د ګرامر ليکنې د اصولو په اساس يې داسې ګرامري څېړنى کړى او داسې اثار خپاره کړي چې تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې په افغانستان کې سارى نه لري.
د لوى استاد دغه اثار نه يوازې په افغانستان کې بلکې د اکثرو بهرنيو ژبپوهانو لپاره چې د پښتو ژبې ګرامرونه يې ليکلى دي د استفادې مستند اسناد او اساسي منابع دى او په افغانستان کې تر اوسه پورې هم داسې د پښتو ګرامر نه دى ليکل شوى، چې د پښتو ژبې د عملي زده کړې له پلوه دې د لوى استاد پوهاند ريشتن د اثار ورځاى ونيسي".
19- پښتو ګرامر: د لوى استاد پوهاند رښتين پښتو ګرامر (اول او دويم جز) دواړه ټوکه يو ځاى په يوه ټوک کې د يونيورستي بک ايجنسي له خوا خپور شوى دى. د پوهاندرشيتن دغه ګرامر د پښتو ژبې اکاډيميک اعلمي معيارى او مکمل اثردى. د نوموړي اثر فارسي متن ښاغلي سيد محى الدين "هاشمي" د ارواښاد پوهاند صاحب په مشوره په پښتو ژباړلى دى.
20- ژبښودنه : ددې تدريسي اثر ليکوال هم پوهاند صديق الله رښتين دى. په دغه اثر کې د ژبښود يا ژب دود، د ليک دود او ليک ښود برخې راغلي دي. دغه اثر په 1341 لمريز بيا په 1342 لمريز دريم ځل په 1347 لمريز کال خپور شوى دى او څلورم ځل په پېښور کې چاپ شوى دى.
21- د پښتو مصدرونو لارښود: دا کتاب د پښتو ژبې د مصدرونو او د فعلي صرفي مسايلو ښه لارښود دى دغه اثر په کال 1344 د پښتو ټولنې له خوا خپور شوى دى. ددې اثر ليکونکى هم استاد پوهاند رشتين دى.
22- صرف و نحو پښگتو: ددې کتاب مولف ښاغلى عظيم شاه خيال نوميږي کتاب په پېښور کې چاپ شوى ولى د چاپ نيټه يې نه ده ښودلې شوې، يوازې ليکوال د کتاب په سريزه کې ليکي چې دغه اثر د 1940 څخه تر 1944 ع کاله پورې ليکل شوۍ دۍ.
23- د پښتو قواعد: د ښاغلي حافظ محمد ادريس او ښاغلي عبدالحليم (اثر) ليکنه ده، چې د منځنيو ښوونځيو له پاره د درسي کتاب په توګه ورځني کار اخيستل کيږي دغه ګرامر په اردو ژبې ليکل شوى دى.
24- د پښتو قاعدې: ددغه کوچني ګرامري اثر ليکوال سيد راحت زاخيلى دى چې په (1954ع) کال په پيښور کې خپور شوى دى.
25- د پښتو قواعد: ددې اثر مولفين سيد تقويم الحق کاکا خيل او سيد تسنيم الحق کاکا خيل دي. په 1953 کې پښتو اکاډيمي چاپ کړى دى.
26- د پښتو ژبې لنډ ګرامر: دغه کوچنوټى کتاب په 1320 شمسى کال په کندهار کې د فضل محمد کندهاري له خوا ليکل شوى دي.
27- اتاليق پښتو: خيال بخارى په اردو ژبه ليکلى دى. دغه رساله په کال 1969ع کې خپره شوې ده.
27- د پښتوګرامر طرحه: په دې نامه د پوهاند محمد رحيم الهام هغه څېړنې دي چې د پښتو ګرامر د فونولوژۍ په برخه کې معلومات وړاندى کوي. همدارنګه د ژبپوهنې د څانګې په برخه کې تشريحي معلومات هم لري دغه رساله د وږمې مجلې د 1344 لمريز کال په (1-2-3) ګڼو کې خپره شوې ده.
28- جامع القواعد د پښتو: مولف يې عبدالکريم بريالى دى. پښتو اکاديمي بلوچستان کويټه له خوا چاپ دى.
29- پښتو پښويه دښاغلي مجاور احمد زيار له خوا ليکل شوى دى.
30- پښتو نحوه: دغه اثر هم په کال 1366 لمريز د کابل پوهنتون له خوا ګستتنر په توګه چاپ شوى دى.
31- سوچه پښتو يوه جايزه: د ډاکتر خدايداد اثر دى په 1988ع کال د بلوچستان پښتو اکيديمۍ چاپ کړى دى.
هغه ګرامري قلمي نسخې چې تراوسه چاپ شوي نه دي په لاندې ډول پيژندل کيږي:
1- پښتو ګرامر: دا د ښاغلي عبدالواحد خان له خواليکل شوى او دعامه کتابخانې په کتابتون کې د جوايزو په څانګه کې خوندى دى.
2- د پښتو مفصله صرف ونحو: د غلام جيلاني خان جلالي ليکنه ده، چې د عامه کتابخانې په قلمي نسخو کې ځاى لري.
3- د پښتو کوچنى ګرامر: دغه اثر محمد دلاور ليکلى او په عامه کتابخانه کې خوندى دى.
4- پښتو ګرامر: دا د ښاغلي مولوي شيرګل هغه ليکنه ده، چې په پښتو ټولنه (د افغانستان د علومو اکاډيمي) کې خوندي ده.
ب: د هغو ختيځپوهانو د ګرامري اثارو يادونه کوو چې د اتلسمې پېړۍ را په دېخوا ليکل شوي او خپاره شوي دي.
1- دروسي پوهان کلاپورت څېړنې د پښتو ګرامر په برخه کې د لومړي ځل له پاره لومړنۍ هڅه ده. ده خپل اثر په 1810ع کال چاپ کړ.
2- ترده وروسته ايوريسمن د کلاپروت د تحقيقاتو پر اساس څېړنې ترسره کړلې او دده دغه څېړنې په 1833ع کال د چاپ له ډګر څخه راوتلي دي.
3- په 1839ع کال کې ميجر. ر. ليچ د پښتو ژبې د ګرامر په برخه کې يوه وړه رساله ليکلې ده.
4- په 1842-1845 ع کلونو کې د پښتو ژبې ګرامري اثرونه د پروفيسور دورن له خوا ليکل شوي او چاپ شوي دي. د ختيځ پوهانو په ډله کې لومړى سړى دى چې د پښتو ژبې د علمي مطالعې له پاره يې هلې ځلې کړي دي.
5- په 1854ع کال کې د پښتو کوچنى ګرامر د واګن (Vaughan) له خوا په کلکتې کې خپور شو.
6- (د پښتو يا افغانانو د ژبې قواعد) په نامه ګرامر د جارج، هانري راورټي له خوا په 1855-1856 او دوهم چاپ 1960 کال په لندن کې له چاپه راوتلى دى.
7- (د پښتو يا پختو ژبې قواعد) د هانري والتربيليوله خوا په 1867ع کال په لندن کې خپور شوى دى. او دوهم ځل چاپ يې په 1901 په لاهور کې شوى دى. دغه اثر په 1318هـ ش کال په پښتو ټولنه کې ترجمه شوى خو تر اوسه لاچاپ شوى نه دى
Grammar of the Pashto or the Language of the Afghans-8
دغه پښتو ګرامر په 1873ع کال کې د جرمنى ختيځ پوه ترومپ (Trumpp) ليکلى چې په لندن کې خپور شوى دى. اثر په جرمنى ژبه ليکل شوى او مثالونه يې په پښتو او هندي راوړي دي.
9- ګولډن شتيت: لومړنى جرمنى ختيځ پوه دى، چې د پښتو په باب يې يو اثر ليکلى دى. د معاصر روسى ختيځ پوه برتلس(1) په قول نوموړى د ختيځپوهانو له ډلې څخه لومړنى سړى دى چې د پښتو ژبې په هکله يې څېړنې شروع کړي دي. دده په اثر کې د ګرامر او لغتونو فهرست ليدل کيږي. دغه اثر په (1791ع) په سنت بتر زبورګ (ليننګراد) کې خپور شوى دى او داسې ښکاري چې دغه اثر تر اوسه د (برټش موزيم) په کتابتون کې خوندي دى(2).
10- ډارمستتر فرانسوى ختيځ پوهان دى په 1888ع کال کې (د افغانانو ژبه)(3) په نامه يو اثر ليکلى چې علمي او ګرامري ارزښت لري.
11- په المانى ختيځ پوهانو کې دګايګر نوم مشهور دى. ده په 1893ع کال کې دپښتو ژبې د فلالوژۍ په برخه کې يوه رساله ليکلې ده.
ده په دې رسالې کې د تهجى حروف په ترتيب سره او ډېر پښتو لغتونه د سانسګريټ، او ستا پخوانۍ او اوسنۍ پاړسو سره پرتله کړي دي.
12- د پښتو ژبې لنډ ګرامر د بيدولف له خوا په 1890ع کال په لندن کې خپور شوى دى.
13- په 1901ع کال د روس کيپل له خوا د پښتو ژبې يو ګرامر ليکل شوى دى(1).
14- ج، لاريمر هم د ختيځ پوهانو له ډلې څخه دى چې دوزيرو د لهجې يوګرامر او قاموس ليکلى دى. دغه اثر په 1902ع کال په لندن کې خپور شوى دى(2).
15- په 1908ع کال د پښتو ژبې د ګرامر او لغت په باره کې يوه کوچنۍ رساله د تومانووپچ له خوا په تاشکند کې خپره شوې ده. دغه اثر په روسى ژبه ليکل شوى دى.
16- داي. دي کاکس له خوا د پښتو ژبې ګرامر په 1911ع کال په لندن کې چاپ شوى دى.
17- لاريمر (ډ.ل.ز) (د پښتو نحوه) په نامه خپل اثر ليکلى او په 1915 کال په اکسفورډ کې خپور شوى دى.(3) دغه کتاب 377 مخونه لري او په پاى کې د پښتو لغتونه په انګريزي ترجمه شوي دي. دغه اثر په 1319 ش کال د پښتو ټولنې له خوا پښتو شوى دى.
18- مارګن سټرن د ختيځ پوهانو له ډلې څخه هغه ژبپوهان دى چې د پښتو ژبې په باب او د افغانستان د نورو ژبو لکه (پراچى، اورمړي، پاميري او نورستانى) ژبو کې هم څېړنې کړي دي.
ځکه ورته د پښتو پيژندونکو استاد او لارښود ويلى شوى دى. دده ادبي او ژبنۍ څېړنې نه هيريدونکي دي. نوموړي د پښتو کلمو د ايتمالوجۍ په باب يو ښه علمى او ارزښت ناک اثر ليکلى دى. دغه اثر په 1927 کال په اوسلوکى چاپ شوى دى.
19- برتلس روسى ختيځ پوه په 1935 کال د پښتو ژبې کندهارۍ لهجه په نامه يوه رساله ليکلې او په ليننګراد کې خپره شوې ده. رساله په 1356 کال ترجمه او د هم دغه کال د وږمې مجلې په دويمه ګڼه کې خپره شوې ده.
همدارنګه برتلس د پښتو ژبې ترکيب او ساختمان په باب هم يوه رساله ليکلې چې په کال 1936 په ليننګراد کې خپره شوې ده.
20- اسلانوف د پښتو ژبې د ګرامر او لغاتو په باب د يادولو وړ خدمت ترسره کړى دى. اسلانوف د پښتو ژبې لنډ ګرامر د پښتو زده کوونکو د پاره په 1936 کال په مسکو کې چاپ کړى دى.
او بل اثريې د پښتو ژبې داصواتو ترکيب په 1950ع کال په مسکو کې خپور شوى او په پاي کې د پښتو روسى قاموس ضميمه هم لري. د پښتو ژبې معاصر ګرامر هم د نوموړي بل اثردى. ددغه اثر په باب زما په نظر بشپړ معلومات نه دي راغلى.
21- ک. ا. ليبديف- د پښتو ژبې په ګرامر ليکنه کې زښت زيات کارګړى دى. د پښتو ژبې ګرامرونه يې په جلاټوکو (1) چې 1945 (2) په 1956ع (3) په 1970ع کلونو کې چاپ کړي دي.
22- ن. ا. دوريانکوف (د پښتو ژبه) په نامه يوګرامري اثر لري چې په1960ع کال په مسکو کې خپور شوى دى.
23- دوکتور ا. م. ارانسکى د پښتو ژبې ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليکلې ده. د پښتو د معاصرې ژبې د فعل شکل او د تکرار دکته ګوريو په باب علمي ليکنه ګڼله کيږي. (1)
24- هربرت پنزل په افغانستان کې د خپلې استوګنې په موده کې ځيني علمي څېړنې کړي او په دغه وخت کې يې ځيني مواد راټول کړي او په دې اساس يې يو پښتو ګرامر د A Descriptive Study of the Dialect of Kandahar په نامه ليکلى دى. دغه کتاب په 1955ع کال په واشنګټن کې خپور شوى دي. دغه اثر پوهاند الهام ترجمه کړى او په 1340هـ. ش کال د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوي دى. په دغه ليکنه کې د پښتو کندهارۍ لهجې فونيټکى، ګرامري برخې څېړلې دي او د ننګرهارۍ کندهارۍ لهجې ځيني توپيرونه يې څرګند کړي دي.
25- ډاکتربرژي بيچکا چکوسلواکى ختيځ پوه د پښتو خج په نامه يوه وړه رساله ليکلې ده.
26- زويا، مارتيا نيونا، کالينينا: د شوروي اتحاد د ختيځ پوهانو له ډلې څخه ده. دا ختيځ پيژندنې په انستيتوت کې د افغانستان څانګې يوه تکړه غړې وه. د کالينيني ټولې ليکنې او څېړنې د پښتو په ژبني او ګرامي موضوعګانو پورې اړه لري.
د معاصري ادبي پښتو ژبې لغت پوهنه 1972 د مسکو چاپ او په معاصره ادبي پښتو کې مرکبې تابع جملې 1966 د مسکو چاپ او په معاصره ادبي پښتو کې امريه جملې (1) شرطيه او تمنايي جملې (2) مقالې په روسي ژبه د نوموړې ليکنې دي.
27- د پښتو ژبې د ګرامر ځيني اساسات: د ا-د- شافيف ليکنه ده. دغه اثر په روسي ژبه د زودين روسي پښتو قاموس په پاى کې خپور شوى دى.
28- عبدالحفيظ- غنى يف هم د پښتو ژبې په باره کې ځيني ليکنې کړي دي. د پښتو ژبې د افعالو مجهولې صيغې او د پښتو ژبې د افعالو مجهولو صيغو جوړښت په باب ليکنې دي.
29- پښتو ګرامر د پروفيسر (ا-ل- ګرونبېرګ) له خوا ليکل شوى دى چې په ليننګراد کې په 1987ع کال چاپ دى او دغه ګرامر زما په خيال په شوروى اتحاد کې وروستنى ليکل شوى ګرامر دى چې چاپ شوى دى.
ګرامر Grammar: د ګرامر اصطلاح د لاتيني ژبې د ګراماتکس (Grammatics) او يوناني ګراماتيکې (Grammatike) له ارې (ريښې) څخه راپاتى ده.
په انګريزى کې (ګرامر (Grammar روسي کې ګراماتيکه ويل کيږي. ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يوه غوره او ستره څانګه ده چې د يوې ټاکلې ژبې د کلمو، جملو درغاونې او جوړښت د قاعدو سيستم تشريح او مطالعه کوي او يا د ژبې صرفي (مور فولوجيکى)، نحوي (سينتکسي) جوړښت او ساختمان ترکتنې او څېړنې لاندې نيسي. په دې معنا چى د يوې ژبې د الفاظو (لغاتو) د تغير او بدلون اشکال د هغوى ترکيب د جملو جوړښت او څرنګوالى مطالعه او تشريح کوي.
په ګرامري څېړنو کې ژبه د قوانينو تابع نه ګرځوله کيږي، بلکې ګرامر د ژبې قاعدې څنګه چې د هغې ژبې اصلي ويونکي استعمالوي راباسي اوشرح کوي يې. څنګه چې هره ژبه ځانته د جوړښت اصول او قاعدې لري نو ځکه د ټاکلې ژبې په ګرامري ليکنو کې خپله د هم هغې ژبې قواعد او اساس غوره ګڼل کيږي، چې د نوې ژبپوهنې د اصولو او اساساتو سره برابره خبره ده.
په ډيرو زياتو ليکنو کې ليدل کيږي چې دغه موضوع په دوو اساسي برخو ويشله شوې ده:
1- مورفولوژي (د يوناني د مورف (Morph) (فورمه) او لوګوس (Logos) (پوهه) څخه لاس ته راغلې ده.
2- سينتکس د يوناني (Syntaxis) څخه د (يو ځاي کيدنه) (جوړښت) (ترتيب) او (رابطى) په معنا رواج موندلى دى(1).
د صرف او نحوې (مورفولوژي او سنټکس) تر منځ بېلوالى اواړيکى:
