اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

عبدالهادي داوي

د ملی شخصيت عبدالهادي داوي ياد دي ژوندی وي

ددې ژوند ليک لوستل دهيواد ځوان نسل لپاره گټوره بولم .

دليکوال یې کورودان لنډه خود معلوماتوډکه ليکنه یې کړې ده.

عبدالهادي داوي

عبدالهادي داوي (۱۲۷۴ ل. - د زمري ۲۸مه، ۱۳۶۱ ل.) د کندهار اوسېدونکى په قوم کاکړ، د عبدالاحد اخونزاده زوى چې په ۱۳۱۳هـ ق کال د جمادى الاول پر ۱۴مه (۱۲۷۴ل) د کابل په باغ عليمردان سيمه کې زېږېدلى دی. پلار يې يو لوستى يوناني طبيب و، چې دامير عبدالرحمن خان په بلنه له کندهاره کابل ته راغلى و. داوي خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې، بيا وروسته پر ۱۲۷۹ کال په حبيبيه ښوونځي کې شامل شو او د وخت له دود سره سم يې تر “رشيديه” پورې زده کړې تر سره کړي او پر۱۲۹۰ کال له دې ښوونځي فارغ شو. عبدالهادي په پښتو او دري شعرونه ويل چې کله يې پرېشان او کله يې هم داوي تخلص ځان ته غوره کړى. په عربي ، انگليسي ، اردو او ترکي ژبو هم پوهېده او له دغو ژبو څخه يې پښتو او دري ته ژباړې کولې.

دندې

داوي په ۱۲۹۰ ل کال په سراج الاخبار کې په دنده وگومارل شو او همدلته يې د عبدالرحمن خان لودين او محمود بېگ طرزي له تجربو او پوهې څخه ډېر څه تر لاسه کړل. همدا مهال په هېواد کې يو نوى فرهنگي او ادبي غورځنگ او نهضت راوټوکېد چې داوي يې هم له مخکښانو او سرخېلانو څخه و، داوي په همدغه غورځنگ کې له محمود طرزي څخه وروسته دويم ځاى درلود.

د مشروطيت غورځنگ گڼ شمېر غړي احساساتي ځوانان وو چې په شور او زوږ سره به يې بيانيي ورکولې خو داوي سره له دې چې د همدې غورځنگ غړى و، په متانت سره يې نرمې او سنجيده خبرې کولې چې پر مقابل لوري به يې ډېر زيات ژور اغېز کاوه، په دې توگه يې کولاى شول چې ډېر او ژر خلک تر اغېز لاندې راولي، له همدې کبله يې په خلکو کې په ځانگړي ډول په ځوانانو کې زيات او ژور نفوذ درلود.

د داوي د همدسې اغېزمنو ويناوو او خبره په اړه دا مشهور ده، چې کله داوي په اوږد مهال حبس محکوم شو، نو سيد احمد خان چې د صدارت مشاور و، يو ځل صدراعظم محمد هاشم خان ته د دې خبرې يادونه وکړه چې که يوه منظمه فرقه له توپونو او ټوپکو سره دغه بې ازاره مرغه (داوي) ته په لاس ورکړې نو په باور سره هغه به يې له کارولو عاجز وي، نو بيا مو ولې داسې يو بې ضرره سړى په زندان کې ساتلى دى؟ محمد هاشم خان يې په ځواب کې وويل: هغه نه پېژنئ، له دغې ارامې او صالحې څېرې سره د هغه يوه خبره د توپ له يوې مرۍ څخه زيات اغېز لري.

داوي تر ډېره د سراج الاخبار په اداره کې له محمود طرزي سره پاتې شو، همدلته يې د مشروطيت غورځنگ له ټولو ځوانانو سره پېژندگلوي وشوه، همدا أول يې له امان الله خان سره چې هغه مهال شاه زوى (شهزاده) و، ډېر نژدې اړيکي جوړ کړل. د ۱۲۹۷ ل کال د چنگاښ پر ۱۲ چې د امير حبيب الله خان د زېږېدا جشن و او چې امير په خپل موټر کې د کابل د شور بازار له کوڅې څخه تېرېده، د داوي يوه احساساتي ځوان ملگري عبدالرحمن لودين پر امير د تومانچېډزې وکړې، خو گولۍ پر امير و نه موښته او خطا لاړه، عبدالرحمن خان لودين يې سملاسي زندان ته واچاوه او د همدې ورځې پر سبا يې داوي هم ونيو او اوه مياشتې له ډېرو کړاوونو سره په زندان کې وساتل شو. داوي په زندان کې و چې پلار يې وفات شو، خو ده له دې ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره خپل زغم له لاسه ور نه کړ او د خپلې مبارزې لړۍ يې پسې وغځوله.

د امير درباريانو داسې انگېرله چې د مشروطيت غورځنگ دغه دواړه غړي به ډېر ژر په دار وځړول شي، خو په خپله امير د دوى د وژلو امر و نه کړ. امير د همدغه کال په مني کې جلال اّباد ته لاړ او خبره تر پسرلي پاتې شوه، خو چې بيا څو پسرلى کېده او امير بېرته کابل ته راتلو، نو امير د پسرلي تر راتگ مخکې د لغمان په کله گوش کې د ۱۹۱۹کال د فبروري پر ۲۰مه ووژل شو.

ښاغلى سيد مسعود پوهنيار د همدې پېښې په اړه ليکي : “هنگاميکه که در ماه سرطان ۱۲۹۷هـ (۱۹۱۸م) سپاهيان اّمده او را به زندان مى بردند، بى اندازه مى ترسيد چنانچه از شدت ترس دهانش خشکى مى نمود، وقتيکه نزديک کنبد کوتوالى رسيد مى خواست که از جوى اّب کنار سرک نزدک بانک شاهى کمى اّب بنوشد اما درين وقت وجدانش او را ملامت کرد که هر گاه باين اندازه ترسو و بزدل بودى پس چرا اّن اشعار زننده را مى سرودى و به تحرير اّن نوشته هاى انتقاد اّميز چرا مى پرداختى، موصوف علاوه کرده گفت باخود مى انديشيدم که شايد مورد طعنه سپاهيانى که او را به محبس مى برند قرار گيرم، که چرا اينقدر بى جرئت هستم، لذا از نوشيدن اّب خود دارى کردم.”

داوي ډېر وخت همداسي کړي او په همداسې حالاتو کې يې سر گرېوان ته ټيټ کړى او بيا يې هغه کار کړى چې وجدان ورته ويلي.

کله چې د امير عبدالرحمن خان تر مرگ وروسته امان الله خان پاچا شو، ټول ځوانان يې خوشي کړل، چې داوي هم په دې لړ کې له زندان څخه راخلاص شو، څنگه چې داوي له پخوا له امير امان الله خان سره پېژندل او دوى دواړه د مشروطيت غورځنگ غړي وو، نو داوي له نوي پاچا سره د خپلواکۍ په گټلو او هېواد په سمسورۍ کې برخه واخيسته، داوي د نوي جوړې شوې خپرونې “امان افغان” مسوول مدير وټاکل شو چې لومړۍ گڼه يې د ۱۲۹۸ کال د وري پر ۲۲مه چاپ شوه.

په ۱۹۲۰م کال کې دهغه هيئت غړى وټاکل شو چې د محمود طرزي تر مشرتابه لاندې د هند مسيوري (منصوري) ته تلل، دغې کتنې د اپريل له ۱۶مې پيل د جولاى تر ۱۸مې يې دوام وموند. له دغو مذاکراتو څخه تر راستنېدو وروسته د ۱۲۹۹ کال په سلواغه کې په بخارا کې د افغانستان سفير وټاکل شو. د ۱۲۹۹ په سلواغه کې د هغه هيئت غړى شو چې له برتانوي هند سره د مذکراتو لپاره غوره شوى و، دغو مذاکراتو د ۱۳۰۰ تر لړم پورې دوام وکړ. له دې وروسته په بهرنيو چارو وزارت کې د هند او اروپا د څانگې مدير وټاکل شو او بيا په ۱۳۱۰ل کال کې د بهرنيو چارو وزارت مستشار غوره شو. د ۱۳۰۲ ل کال په جوزا کې بخارا ته د فوق العاده سفارت د هيئت رئيس وټاکل شو. د ۱۳۰۲ کال په ليندۍ کې په انگليستان کې د افغانستان لومړۍ سفير وټاکل شو او په همدغه مياشت کې يې سفارت پرانيست، په ۱۳۰۵کال يې استعفاء وکړه او د تجارت وزير وټاکل شو، په سقوي اړ و دوړ کې ۱۷ ورځې بندي شو او بيا چې له بند څخه را خلاص شو، نو هندوستان ته لاړ؛ که څه هم د مقاومت هڅه يې وکړه او له هندوستان څخه بېرته کندهار او سوېل سيمې ته راستون شو، خو چې ميدان يې تش وليد بېرته نهيلى هند ته لاړ، لومړى يې په بمبايي کې واړول چې بيا کراچۍ ته لاړ، هلته يې په سياسي فعاليتونو لاس پورې کړ او د “افغانستان” په نامه يې په دري يوه مجله خپروله، همدا مهال يې نورې مقالې د ايران ، هندوستان او انگليستان ، مطبوعاتو ته لېږلې. کله چې غږزي محمد نادر خان سقوي اړ و دوړ له منځه يووړ او پاچا شو، نو عبدالهادي داوي يې هېواد ته راوغوښت، چې له ۱۳۰۸ ل کال څخه تر ۱۳۱۰ل کال پورې يې د المان په برلين کې د سفير په توگه دنده پر مخ بيوله او په ۱۳۱۰ کال کې يې د سفير له دندې څخه استعفاء وکړه.

کله چې داوي هېواد ته راستون شو په ۱۳۱۱ کال د ادبي ټولنې (انجمن ادبي) افتخاري غړى شو.

په ۱۳۱۲ل کال د اوإد مهال لپاره په زنداني کېدو محکوم شو چې بيا يې ۱۳ کاله پرله پسې د زندان کړاوونه وزغمل او د ۱۳۲۵ ل کال د ليندۍ پر ۲۵مه له زندان څخه را خلاص شو.

داوي ډېر وطندوست شخصت و، له خپلو خلکو او هېواد سره يې ډېره مينه لرله او پردي يې پردي بلل، ځکه خو يو ايراني ديپلومات خپل هېواد (ايران) ته د څارگرۍ په راپورونو کې داوي په ناسمه او سپکو الفاظو ياد کړى، که څه هم د دغو راپورونو د چاپ زيارن چې وروسته يې د “کرسى نشنان کابل” په نامه چاپ کړى، يو ډول تعبير ورکړى، خو که شپه تياره ده مڼې په شمار دي.

داوي چې کله له زندان څخه را خلاص شو په ۱۳۲۷ ل کال کې د شاهي دربار سرمنشي وټاکل شو، په ۱۳۲۸ ل کال کې د کابل د ده سبز د خلکو له خوا د شورا اتمې دورې ته د وکيل په توگه غوره شو، په ۱۳۲۳ ل کال کې په مصر کې د افغانستان د سفير په توگه وټاکل شو، په ۱۳۳۴ ل کال په اندونيزيا کې د افغانستان سفير وټاکل شو چې تر ۱۳۳۸ کال پورې يې دغې دندې ته دوام ورکړ.

په ۱۳۴۵ ل کال کې د مشرانو جرگې رئيس غوره شو او د ۱۳۴۳ د اساسي قانون د جوړونې په مشورتي کمسيون کې يې هم برخه واخيسته.

داوي په ژوند کې ډېرې هسکې او ټيټې ليدلې، هېڅکله يې هم له خپلو خلکو او وطن سره مينه نه ده لإ شوي ، په زندان کې يې کتابونه ليکلي او د خپلې پوهې پانگه يې له زندان څخه خلکو ته تقسيم کړې، داوي دغه کتابونه کښلي:

ليکلي آثار :

۱/ زما پاک رسول : له اردو څخه يې ژباړلى چې عبدالحميد قرشي ليکلى په ۱۳۳۸هـ ق کال په لاهور کې د افغانستان جريدې د ادارې له خوا چاپ او خپور شوى دى.

۲/ تجارت ما با س.س.ر: د دوو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ د چارو په اړه يې هغه وخت کښلى چې د سوداگرۍ چارو وزير و او په ۱۹۲۷ل کال په انيس مطبعه کې چاپ شوى.

۳/ غياصه : د پښتو شعرونو ټولگه يې ده.

۴/ لا لى ريخته : د علامه اقبال د اردو شعرونو ژباړه.

۵/ نغمات : د شعرونو ټولگه.

۶/ گلخانه: د نورو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دى چې د خپلو شعرونو مالگه يې په کې گأه کړې ده.

۷/ رجال وطن: د هېواد د نومياليو ژوندليک.

۸/ زيست نامه: خپل ژوند ليک يې دى.

(حبیب الله غمخور)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←