د پښتو او ننګ په تکل
نن ماته د حجرې نه د خوشحال بابا د مزار څوکيدار ګل پاچا راغى، ساه نيولى او پرېشان غوندې ښکارېده، ماسره د ورځپاڼو خبريالان او استازي ناست وو، او مرکه يې را سره کوله، زما ده ته پام شو. دى به نور کله ډېر مطمئن ناست وْ، مجلس ته به يې غوږ نيولى وْ او خبرې به يې اورېدلې نو، چې زه به وزګار شوم، له ده نه به مې پوښتنه وکړه، چې وايه ياره ستا څه حال دى؟ د بابا د مزار څه حال دى؟ زما په دې پوښتنو سره به هغه لګيا شو. د مزار د بد حالت، هلته د مېلمنو د ځاى په اړه د بې غورۍ، د لرې او نږدې ځايونو د مېلمنو ، چې د مزار سلام ته راځي، د مزار د ساتنې د حفاظت په اړه د بې اعتنايۍ، زموږ نه ګيلې مانې قهر، لعنت، ملامت، ناهيلې او د مزار په اړوند د خپلو ستونزو او اړتياوو په اړه به يې ژړا فرياد وکړ، ساعت ګړۍ به ناست وْ او بيا به روان شو، خو نن د پخواني معمول په خلاف د کټ په څنډه ناست وْ، نېغ نېغ يې را ته کتل لکه څه ډېر سخت تکليف ، چې ورته رسېدلى وي. او ما ته د هغې په هکله څه ويل غواړي. زه د هغه په وضعه پوه شوم، پوښتنه مې ورڅخه وکړه.
ګل پاچا د! نن څنګه راغلى يې؟
هغه په دردناکه لهجه جواب راکړ: (( نن درېيمه ورځ ده مزار ته يو کابلى راغلى دى او د مزار چونتري(صفه) ته ورختلى دى، اول يې د مزار د دروازې جنګله په زوره زوره وجړقوله، بيا يې د دروازې د قفلونو د ماتولو لپاره په هغې زور و ازمايه، او اوس په چيغو چيغو لګيا دى او وايي: چې اى خوشحال بابا پښتو چېرته ده؟ اوس شته او سبا به وي که نه؟ پښتو چېرته ده؟ نه شته او نه به وي، که وه نو څه شوه؟ او که نه وه، نو تاسو يې ولې اوږدې اوږدې غزلې ويلې دي؟
ګل پاچا دا مطلب په ګډه وډه ژبه بياناوه، او ويل يې، چې کله دغه کابلى د جنګلې په خوځولو او د قفلونو د ماتولو په موخه په زور ازمايلو او په ډېرو چيغو ستړى شو نو هلته پرېوت او تر اوسه لا پروت دى. نه څه خوري او نه څه څښي، ډېر کمزورى شوى دى او اوس ورباندې توده تبه هم راغلې ده، زه ورته په زارۍ او منتونو ستړى شوم خو هغه نه له ځايه پاڅېږي او نه څه غواړي. نه له بارانه څنګ ته کېږي او نه يې په باد او سيلۍ څه پروا شته، چې زه يې په را پاڅولو ډېره خواري وکړم نو سترګې را پورته کړي او راته ووايي! چې بابا مه تنګوه: ما پرېږده! او ځه خپل کار کوه، ته خپل کار کوه او ما خپل کار ته پرېږده!.
زه نن سهار بيا ورغلم ومې ليد، له لوږې نه ډېر بې تابه شوى وْ . او له تبې نه يې هم فرياد کاوه، ما ورته ډېرې زارۍ وکړې ، چې لږ څه وخوره، څه وڅښه! او ډاکټر به هم درته راولم!ګني نو خداى مه کړه مړ به شې. هغه جواب راکړ او ويې ويل:
(( زه د بې پښتو ژوند او بې ننګه زيست او روزګار نه بېزاريم. د پښتو او ننګ په لټون کې راوتلى يم. د بې ناموسه او بې احساسه ژوند نه مې داسې مرګ ښه دى. ژوندي ښه پوهېږي خو په داسې ناروغۍ اخته دي، چې نه پوهېږي د ميرويس، احمدشاه او پاچا خان له مزار څخه خو يې را وشړلم او د شيرشاه قبر ته به ونه رسېږم! نو ځکه همدلته مړ او ښخ ښه يم.
که په بې پښتو او بې ننګه ماحول او چاپيريال کې د محلونو او باغونو ژوند هم وي، خو له هغې څخه د پښتو او ننګ په ارمان د هېواد تر خړو خاورو لاندې مړ پروت او خاورې ښه يم)).
بېرته يې پر ځمکه سر ولګولو، خو چې زه ترينه را روان شوم، نو بيا يې را غږ کړ چې،(( بودا زه خو مرم)) مړ دې شم خو دا اّخري ارمان مې پوره کړه، چې همدلته مې د دې ګنبد سر او يا پښو ته ښخ کړه او د بې پښتو او بې ننګو د لاسونو په سمنټو، چونه او خښتو مې قبر مه جوړ وه. د خوشحال بابا د هديرې په مړه خړه خاوره خو د پښتو د دې پلار د ننګ او تورې په نامه ياده ځمکه باندې مې که څلى جوړوي نو جوړ يې کړه او نور پرې هېڅ مه ليکه خو يواځې دا چې : (( د پښتو او ننګ په تکل مړ)).
ما چې د ګل پاچا په ماته ګوډه ژبه دا مطلب واورېد نو پوه شوم ، چې دا کابلى څوک د سپېڅلې وينې،سپيڅلي شعور، ننګيالى او ريښتون پښتون دى او ژر پاڅېدم، روان شوم او د خوشحال بابا مزار ته مې ځان ورساوه په رښتيا ، چې کابلى پخپل ځاى همغه راز پروت وْ. لکه څنګه چې ګل پاچا ويلي وو. زه يې څنګ ته کښيناستم، په سر او تندي مې ورته لاس را تېر کړ او غږ مې پرې وکړ چې: وروره! زه همدا اوس خبر شوم او دا دى درته راغلم هغه جواب راکړ. راغلې؟! ما وويل: هو! راغلم تر څو تا ووينم، ستا له حاله خبر شم او ستا خدمت وکړم. هغه د راپورته کېدو هڅه کوله ، چې ګل پاچا ورنږدې شو او د هغه سر يې په خپله غېږ کې کېښود او هغه پخپل کمزوري بدن له ماسره ځان خبرو ته جوړ کړ. خبرې يې نه شواى کولاى، خو د ګل پاچا له غېږې يې ماته ځير ځير کتل، داسې چې يو ځل به يې را وکتل نو بيا به يې سترګې پټې شوې، تر څه شېبې پورې هغه په ژبه خاموش او په سترګو ګويا وْ لږ وخت يا خو په فکر کې تللى وْ او يا يې ضعف کړى وْ. لږه شېبه وروسته يې وويل: زما خدمت!! د څه خدمت؟! په دې بې پښتو او بې ننګه او بې غوره محيط کې د چا چاره او خدمت کول!!!
تر دې وينا وروسته يې سترګې پټې کړې. ما د هغه په تندي لاس کېښود، په مينه او اخلاص مې ورته وويل: وروره! راځه چې اول خو تا د مرګ له کومې نه ژوندى را وباسو تر څو ته د خبرو کولو او فکر کولو جوګه شې. نو بيا به د پښتو او ننګ په خبرو غور او فکر کوو. هغه سترګې را پورته کړې او ويې ويل: (( که پښتو او ننګ شته نو خداى دې يې لري. موږ ټول به مرو که زه مړ يم نو مړ دې وم، زما په مړينه به څوک غور او سنجش وکړي او که پښتو او ننګ کډه کړې وي نو ما پرېکړه کړېده ، چې زه په داسې بې ننګه او بې پښتو فضاء کې نور ژوند نه کوم. نو په داسې حال کې ما ته په دواړو صورتونو کې د ژوند کولو اړتيا نشته)).
هغه بيا سترګې پټې کړې او د ګل پاچا په غېږ کې يې اړخ بدل کړ او ما ورته خپله خبره شروع کړه: ګوره وروره! داسې ښه ځوان يې، ښه پوه سړى يې، په وينه کې دې د ننګ او پښتو غيرت ځوښ کوي. خو حيران په دې يم، چې ستا په شان يو پښتون ولې دومره نا هيلې شي؟!
تا د خوشحال بابا دا نصيحت نه دى اورېدلى ، چې ويلي يې دي:
که اّسمان دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
که يې درست د مټو زور راته ښکاره کړ
بيا فلک سره کشتي په خپل دستور کړم
مست هاتيان،خوني زمري په زنځير کېږي
ګويا دا چې ځان فلک وته تربور کړم
هغه چې زما له خولې نه د خوشحال بابا دا وينا واورېده نو په پټو سترګو واوښت را واوښت لکه،چې زما په دې وينا او په خپل تکل غور او فکر کوي او بيا يې سترګې وغړولې، ماته يي رډ رډ او نېغ نېغ وکتل او ويې ويل: ناهيلي نه يم، بې پروا افغان يم، تا او ما د ژوند له ترخو حقايقو نه پند وانه خيست، زه د دوى د ننني ژوند نه بېزار يم، ځکه چې دوى د سباني ژوند لپاره د خپل ملي ژوندون په لاره روان نه شول. نو زه نور له دوى سره دا ډول ژوند نه شم تېرولى. پروني بابا ګان پوښتم. داسې ښکاري ، چې هغوى هم مرور دي او ما ته جواب نه راکوي. زما بله لار نشته، اوس مې نيت او تکل دا دى ، چې دې خاورو ته ورځم. که په دې خاورو کې ريښتيا ننګ او پښتو وي نو زه به هم په هغه رنګ کې ورسره خاورې شم. دلته به زما څلى جوړ کړئ او زما ارمان او تکل به ورباندې وليکۍ. په مرګ خو به زه هسې هم مرم، خو په دې ډول به دلته د خپل ارمان او تکل نخښه پرېږدم!!
که څوک د سپېڅلي او رېښتينې پښتنې وينې خاوند او د پښتو د پلار خوشحال بابا مزار ته په دې مينه او احساس راشي،چې دا د تورې او د ننګ د ننګيالي څلى دى، نو څنګ ته به يې يو داسې څلى هم وويني، چې هغه د بې پښتو او بې ننګۍ د فضا له ژوند نه د ارمان او تکل په لاره د مرګ غېږ ته د تښتېدلي يو پښتون افغان څلى دى. کېداى شي ، چې د ننګ د بابا او هم د بې ننګۍ د ژړا دا دوه بېل بېل څلي د هغه په ذهن او احساس اغيزه وکړي او دپښتو او ننګ بيده احساس يي را ويښ شي. وينه يې توده شي، خپل ځان او جهان ته متوجه شي او د خپل نن او سبا ژوندون په اړه ځير فکر کولو ته اړ شي. نو که داسې هم نه وي او نه کېږي نو دومره خو به هرومرو وشي ، چې زما روح اّرام وي، او بيا يې دا بيت زمزمه کړ:
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوند دى
د عزت سره چې نه وي زيست روزګار
په دې وينا سره هغه ستړى شو، سر يې د ګل پاچا غېږې ته وغورځاوه او سترګې يې بيا پټې کړې، زه چپ پاتې شوم، د ده په وينا فکر واخيستم او دده په دې مرګوني حال د سوچونو او فکرونو درياب ته کښته شوم. له ځانه سره مې وويل، چې دى خو په رښتيا ناهيلې نه دى، د وخت له حالاتو څخه دى زړه نازړه او په کشمکش کې پرېوتى دى، په دې کې هغه بيا ماته وکتل او ويې ويل: له اّسمان سره جګړه او مقابله ګرانه نه ده خو د افغانانو د بې اتفاقۍ تداوي او علاج ګران کار دى. د ده د دې وينا جواب ما سره نه وْ. ګل پاچا ته مې وويل: بس دى نور يې نه تنګوو، ځه چې ځو د ده د تداوي لپاره څه کوشش وکړو، هغه چې زما دا خبره واورېده ، په قهر شو او ويې ويل: (( چې نه پوهېږې نو خداى دې پوه کړه او که د دې سره سره هم نپوهېږې نو بيا همداسې ښه يې، په خوږو خبرو د وخت حقيقتونه شاته غورځوه، ښه پوهېږه!! او مه پوهېږه!!
د دې پروا مه کوه ، چې پر مخ ځې او که شاته!! خو بس په پټو سترګو مست مست روان اوسه، هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې، هر څه، چې کوې کوه يې، که د مصلحت او سياست نه نه وېرېږې نو په دې پوه شه ،چې زه مرم، او تاسو دلته په همدې ځاى کې د ګنبد سره جوخت د ګنبد سر او يا پښو ته زما د وصيت سره سم ما خاورو ته وسپارئ او يواځې يوه کتيبه مې په قبر وليکئ چې: (( د پښتو او ننګ په تکل کې مړ)) ما ، چې د هغه دا نهايي فيصله واورېده نو پوه شوم ، چې سړى له هر څه بېزاره دى او داسې ترخه رېښتيا وايي، چې موږ يې نه د ويلو او نه د اورېدلو توان لرو، او دى خو يې ځکه د ويلو ځواک لري، چې د ننني ژوندون له روزګاره ورته د مرګ په لاره يون غوره ښکاري او دا پرېکړه يې کړې ده ، چې که د پروني پښتون د بې ننګۍ له لاسه خوشحال له پښتنو نه مرور شوى وْ او په
( ميرکلان) کې يې ګوښه توب خوښ کړى و، لويه يې پرېښې وه او کمه يې نيولې وه او داسې يې ويلي وو:
د بې ننګه پښتنو له غمه ما
لويه پرېښوده ونيوله کمه ما
نو د افغان پښتون هم له ننني پښتون څخه ناهيلي شويدى او د خوشحال بابا د مزار ګوښې ته يې ځان را رسولى دى. زه په همدې فکرونو کې د مزار له احاطې نه را ووتم.
چېغې وهه او د خير په غونډۍ ناست نندارې کوه او زه به د مړو ژوندو سترګو ته د قبر له خازې نه که مې په برخه شوه د پښتو او ننګ پېغور ورکوم. دمرګ په ستوني کې پروت به انتظار کوم. وايي چې: پښتون هر څه زغملى شي خو پېغور نشي زغملى، که دا خبره لا تر اوسه وي او ريښتيا وي نو خداى دې يې ريښتيا لري، نو خوځښت به وي د نورو په لاسونو کې د خوږو زهرو نه به يې پام خپلو ټپونو ته راو ګرځي. او کله چې په دوى کې دا بدلون راشي نو بيا به په ملي ژوند باندې دا قربان شوى او در په در زموږ ولسونه به د مرګ د سپېرې لارې پر ځاى د ژوند په بختوره لار روان شي، او په دې تکل او ارمان کې د مړو شوو هېوادوالو او د هغوى د مشرانو شيرشاه، روښان خوشحال، ميرويس، احمدشاه او باچا خان د ژوند مرام خپل مقام ته مخامخ شي. د مرګ په ډګر د ژوند ګټل تاوان نه دى.
De Pakhto Au Nang Pa takal
By: Ajmal Khatak Baba
