د خوږ ژبی سندرغاړی کبیر خان امیری سره مرکه
ښاغلى کبير اميري د هېواد د هغه با استعداده هنرمندانو له ډلې څخه دى، چې د خپلې زده کړې تر څنګ يې پښتني کلتور خدمت ته ملاتړلې ده په خپل ښکلي اوازيې په بهر کې د پښتنو ډېر محفلونه تازه او رنګين کړي دي.
ښاغلى اميري د سويډن د مالمو په پوهنتون کې د سياسي پوهنځي د دويم کال پوهېدونکى دى. له زده کړې سره سره د حلالې روزۍ د ګټلو لپار ټکسي هم چلوي. جرمني ته څو وارې د هنري محفلونو لپار راغلى دى، موږ ورسره لنډه مرکه کړې ده، چې ګرانو لوستونکيو ته يې وړاندې کوم.
پوښتنه: ستاسې نوم او د پلار نوم څه دى، ستاسې پلار څه وظيفه لرله؟
ځواب: زما نوم کبير اميري دى، د پلار نوم مې امير خان دى، چې پوځي افسر و.
پ: د زېږېدو ځاى او نېټه، اصلى او اوسنۍ پته مو څه ده؟
ځ: زه پر 1977ع کال د ننګرهار ولايت د حسارک په ولسوالۍ کې زېږېدلى يم او اوس په سويډن کې د مالمو په ښار کې استوګنه لرم.
پ: زده کړه مو چېرته او څومره کړې ده؟
ځ: زه اوس د مالمو د پوهنتون د Political Scince سياسي پوهنځي د دويم کال پوهېدونکى (محصل) يم.
پ: واده مو کله کړى دى او څو اولادونه لرئ؟
ځ: واده مې د 1999ع کال په جولايي کې کړى دى، يوه پېنځه کلنه لور، چې مدينه نومېږي، لرم.
پ: څو وروڼه او خوېندې لرېو، ستاسې په کورنۍ کې نور څوک له موسيقۍ سره مينه لري او که نه؟ او د موسيقۍ کومې الې غږولى شې؟
ځ: درې وروڼه او دوه خوېندې لرم، زما مشر ورور امان الله اميري هم سندرې وايي. ارمونيه او رباب هم غږولى شي.
پ: له هنر او موسيقۍ سره مو څنګه او ولې مينه پيدا شوه؟ ايا چا هڅولي ياست او که پخپله مو پيل کړى او زده کړه مو له چا څخه کړې ده؟
ځ: بې له شکه چې د کورنۍ مرسته او تشويق زما سره په موسيقۍ کې بې سارى رول لري، خو د مسافرۍ ژوند او د دوستانو تشويق دې ته وهڅولم، چې موسيقۍ ته مخه کړم. د موسيقۍ کوم خاص لارښود نه لرم، خو د خپل مشر ورور امان الله اميري د مرستو او لارښوونو پوروړى يم.
پ: د موسيقۍ په جوړولو کې درسره څوک مرسته کوي؟
ځ: موسيقي زه پخپله جوړوم او د موسيقۍ د الاتو د غږولو په برخه کې را سره نجيب الله، فريدون جان او فيض الله جان، چې زما د کورنۍ غړي دي، مرسته کوي.
پ: په خپلو ويل شويو سندرو کې مو کومه يوه ډېره خوښېږي او لومړنۍ سندره مو کومه يوه وه؟
ځ: د ښاغلي لمر (پرهېز) شعر دى، چې مطلع يې ده:
اى زمـــوږ ګـــرانـه هـــېـــواده
ستا ښاېسته ښکلې هــوا ده
زړه دې، دى د کـــاېـــنـــاتـــو
هــــره تـــېــــــږه دې طــــلا ده
ډېر خوښېږي، ځکه چې د مسافرۍ په دې حال کې د وطن له حال سره سمون خوري.
پ: ايا پخپله د موسيقۍ کمه اله غږولى شئ؟
ځ: ارمونيه (باجه) غږولى شم او دومره مې پکې لاس چلېږي، چې د خپل زړه بړاس پې وېستلى شم.
په: تر اوسه مو بازار ته کوم کېسټ يا C.D وړاندې کړې ده که نه؟
ځ: د خپلو زياتو مصروفياتو او زده کړې له کبله لا نه يم توانېدلى، خو په نظر کې لرم چې د هنر مينه والوته به په راتلونکې کې C.D او يا کېسټونه وړاندې کړم.
پ: په کومو هېوادونو کې مو هنري کنسرتونه يا د موسيقۍ پروګرامونه ورکړي دي؟
ځ: سويډن، ناروې، ډنمارک، انګلستان او جرمني کې مې ژوندي (لايف) پروګرامونه ورکړي دي.
پ: د کومو شاعرانو شعرونه مو تر اوسه ويلي دي؟
ځ: تر اوسه پورې مې د ناګار صيب، لمر پرهيز صيب، استاد ملنګ جان، هېواد شېرزاد او داسې نورو شاعرانو شعرونه ويلي دي.
پ: په پښتنو سندرغاړو کې مو د چا اواز ډېر خوښېږي؟
ځ: د هر سندرغاړي اواز ځانته خپل يو خاص رنګ او خوند لري، د ټولو سندرغاړو د اواز او موسيقۍ مينه لرم، خو د استاد خيال محمد اواز مې ډېر خوښېږي.
پ: په خوراکونو او غذاګانو کې دې کومه يوه ډېره خوښه ده؟
ځ: د خپلې مېرمنې د لاس پخه شوې غذا (کتغ) مې ډېر خوښېږي، هر څه چې پاخه کړي، ډېر مزيدار او خوندور وي، نو ماته خوند راکوي.
پ: دا چې تاسې جرمني ته څو وارې د کنسرتونو، محفلونو او پروګرامونو دپاره راغلي ياست، څه احساس کوئ؟
ځ: زه چې کله جرمني ته راشم، نو خپل وطن راته راياد شي او داسې احساس کوم، لکه چې خپل وطن ته راغلى يم، دا ځکه چې دلته اوسېدونکي مسافر پښتانه له خپل پښتني کلتور سره ډېره مينه لري. د المان د پښتنو پښتنه مينه، پښتني غېرت، له پښتو موسيقۍ سره مينه او د پښتنو هنرمندانو تشويق، مېلمه پالنه او افغاني غرور زما پښتني احساس راتازه کوي او ماته ډاډ حاصلېږي او د خوشحالۍ احساس کوم.
پ: فن او هنر سړى ځوانوي، موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسکين ورکوي، ستاسې نظر په دي برخه کې څه دى؟
ځ: وايي موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسکين ورکوي، په دې خبره باندې زما په نظر يواځې هغه کسان ډېر ښه پوهېږي، چې له وطن څخه لرې او په مسافرۍ کې ژوند کوي له موسيقۍ سره درې نور اساسي شيان تړلي دي لکه شعر، ادب او هنر هر هغه څوک چې موسيقي غږوي، نو هرو مرو بايد د ادب چوکاټ ته ننوځي او د شعر په مفهوم باندې يې ځان پوه کړى وي او وروسته يې په هنر باندې رنګينې کړي.
شعر او هنر ته بايد په سپکه سترګه ونه کتل شي او کوم ساده او اسان کار هم نه دى. هر هغه شى يا لفظ چې له زړه څخه راوځي او بيا بېرته په زړه باندې اثر کوي، هغه کوم اسان او يا ساده کار نه دى. هغه شعر دى هغه هنر دى، کله کله چې زه د ملنګ جان استاد شعرونه لولم، نو د هغه دا خواږه الفاظ په چا دومره اغېزه کوي، چې بې اختيار مې له سترګو اوښکې راځي.
پ: د موسيقۍ او هنر د پرمختيا لپاره ستاسې په نظر څه کول پکار دي؟
ځ: موسيقي زموږ د عنعناتو او کلتور يو اساسي جز دى، چې سندرغاړي يې پخپل اواز کې نوي نسل ته رسوي او د ژبې په ژوندي کولو کې يو مهم رکن دى، نو بايد موسيقۍ ته د قدر په سترګه وکتل شي او کوم د موسيقۍ بد ميراث چې موږ ته له خپلو نيکونو څخه راپاتې دى، هغه هېر کړو او د موسيقۍ په قدر باندې ځان پوه کړو.
په درناوى
له پښتانه هنرمندان لومړی ټوک څخه
Singer: Kabir Khan Amiri
Interview by: Nasir Stori
Pakhtana Honarmandan Lomrray took
