د بدل ودونه په غميزو بدلېږي
دعوت نیټ : د لوګر يو اوسيدونکى، 28 کلن عبيدالله په 25 کلنې نوريې مين شوى و، خو د پيسو د نشتوالي له امله يې نه شواى کولاى له هغې سره واده وکړي. له دې امله هغه د ولور په بدل کې د نوريې مشر ورور، 28کلن لطيف ته د خپلې 22 کلنې خور، شريفې د ورکولو وړانديز وکړ. لطيف دې کارته حاضر شوي او دا دواړه کورنۍ په يوه واده نه، بلکې د دوو ودونو له امله سره خپلې شوې. د کلونو په تېرېدو او د ناوړه چال چلن له امله دا کيسه په غم واوښته. هر دواړو مېړونو خپلې مېرمنې پرېښودې، چې اوس بېرته په خپلو خپلو کورونو کې ناستې دي. شريفه وايي: ((کله چې به زما ورور نوريه ډبوله، نو د هغې ورور به له دليل پرته زه وهلم.)) د زامنو د ودونو د لګښت د پوره کولو لپاره د لوڼو ورکول يو زوړ دود دي. څنګه چې د خپلې خوښې نجلۍ د ودولو لپاره د پيسو لګښت زرګونو ډالرو ته رسيږي، نو له دې امله د کورنۍ ښځينه غړې (لور، خور) د ولور په بدل کې ورکول کيږي. په ښارونو کې دا دود مخ په غړند کېدو دي، خوپه کليو او بانډو کې لکه د پخوا په څېر غښتلى دي. د کابل ښار د کورنيو دمحکمې رئيس، مرادعلي متين وايي، د تېرکال راهيسې هغه ته راغلې د طلاق د پنځوسو نيمايي پيښې د بدل د ودونو له امله وې. هغه وايي: ((د کورنيو محکمه هڅه کوي، د دواړو لوريو تر منځ د ملايانو، لويانو او سپين ږيرو په منځګړتوب روغه جوړه وکړي. که هغوى په خپلو کې پخلا نه شول، نو وروسته د طلاق او يو له بل څخه د جلا کېدو په لارو چارو غور کوو.)) لطيف دا ومنله، چې له خپلې ماندينې سره يې د واده له امله ناوړه چلن کولو. هغه وايي: ((ما په خپله خوښه واده نه دى کړي. پلار مې راته په زور کړى. مېرمن مې له اجازې پرته د خپل پلار کور او نورو خپلوانو کره ځي. که شريفه ترمنځ نه واي، نو هغه به مې مړه کړې واي.)) عبيدالله وايي، هغه يوازې، ورته عمل کړي دي. نوموړى وايي: ((ما ځکه خپله مېرمنه وهله او ډبوله، چې زما خور تر وهلو او ډبولو لاندې وه. اوس چې لطيف زما خور پرېښې (طلاقه کړې) ده، نو زه به هم د هغه خور پرېږدم.)) نوريې اي ډبليو پي ار ته وويل، چې څنګه هغه له خپلې وريندارې سره د هغې د ورور (خاوند) د چلن له امله وهل ډبول کېده. نوريې وويل: ((يوه ورځ زما مېړه خبر شو، چې د شرېفې مېړه هغې ته کرۍ ورځ ډوډۍ نه وه ورکړې. هغې زه په کوټې کې واچولم او تر دريو ورځو پورې يې راته اوبه او خواړه رانه کړل.)) شرېفې وويل، له ناوړه چلن سره سره هغه د طلاق مخالفه ده. هغه وايي: ((زه پوهيږم، که چېرته مې هغه پرېږدي، نو بل هيڅوک به حاضر نه شي، له ما سره واده و کړي. پاتې ژوند به مې په بېوسۍ او بېکسۍ کې تېر شي.)) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د چارو مسووله، شاهده برمل وايي، زموږ څانګه په بدل کې له واده شويو مېرمنو سره د کسات او ناوړه چال چلن څخه خبره ده. خو وايي، چې د هغې کميسون ددې کار په ودرولو کې بېوسې دي. نوموړې وايي: ((موږ د ښځو د حقونو په اړه زيات ورکشاپونه جوړ کړي دي، خو ښځې هغې ته د ډار له امله نه دي راغلي. هغوې له دې ډاريږي، چې که مېړونه يې خبر شي، نو ژوند به يې نور هم خراب شي.
د زرګونو افغاني مېرمنو په څېر نوريه او شريفه به ښه راتلونکې و نه لري. شريفه وايي: ((دا به پلرونو ته غوره وي، خپلې لوڼې ژوندۍ ښخې کړي، ددې پر ځاي چې په بدل کې يې ورکړي.))
