د خوشال بابا
د خوشال خان بابا پېژندنه
مخ - ۷۷, پښتو د دولسم ټولګي لپاره
خوشال خان بابا د شهباز خان زوى، د يحيا خان لمسى او د ملک اکوړي کړوسى دى.
يو زر دوه ويشت کاله له هجرته تېر وو چې د خټکو په بڼ (باغ) کښې د شهباز خان کره يو خوشال توتي (طوطي) پيدا شو.
وړوکى و، لوى شو، په خبرو او چغارو راغى، د خټکو په باغونو وګرځېد.
د توتيانو يو لوى سېل ورپسې شو.
د وطن ټول بڼونه او د روه (د پښتنو وطن) غرونه یې تر وزرو لاندې کړل.
په هر بڼ او هر ګلزار کښې یې خواږه چغار خوندونه پرېښودل، د باغ مړاوې او مخ پټې غوټۍ ورته وغوړېدې، موسکۍ شوې.
د خوشال د شاعرۍ وږمه د غړندو او مړاوو بوټو د تازګۍ لپاره په چلېدو راغله، د طبيعت مارغه یې وزرونه خپاره کړل، والوت، د تیرا په لوړو غرونو وګرځېد.
په جګو نښترو ګښېناست، و اوچتو څوکو ته وخوت، په دې وخت کښې ورته د هغه ځای بازانو او کوترو د روښان پيغام چې د عبد القادر (عبدلقادر د احداد زوى، د شيخ عمر لمسى، د پير روښان کړوسى دى چې په ۱۰۴۴ مړ شوى دى) په لاس تر دغه وخته رارسېدلى و، ورساوه، و ميدان ته راووت، د آزادى او مېړاڼې جنډې یې ورپولې، په کلک او ټینګ عزم د ملت او قوم د لويۍ او يووالي لپاره له سره تېر شو، د پښتون د آزاد ژوند او خپلواکۍ لپاره یې له وينو سره لوبې وکړې، خپل همت یې د زمري په خوله کښې له لاسه ور نه کړ.
د وطن د مينې په نارو یې ويده زړونه راویښ کړل.
د عزت ساتندوى، د پښتونولۍ ګټندوی او د پښتو ژبـې نوميالى اديب او ننګيالى شاعر و پېژندل شو.
د اجتماع او اخلاقو په ميدان کښې هم وځغاست.
له خلکو سره د دوى په ژبه لګیا شو، د پښتونولۍ درانه خويونه او سپېڅلي اخلاق یې بيان کړل.
پښتانه یې د قوم او ملت خدمت ته راوبلل.
د تصوف او سلوک په دنيا کښې هم والوت د جهان او آسمان په ننداره سر شو.
راشه وغړوه سترګې
د جهان ننداره ګوره
چې ښايست لري په ستورو
د آسمان ننداره ګوره
خوشال خان بابا هېڅ ډول مضمون پرې نه ښود، حقيقت یې له مجاز سره ونښلاوه.
عشقي، اخلاقي، اجتماعي، وطني، ملي، فلسفي، تصوفي، رزمي، حماسي، فکاهي، او نور هر راز مطالب یې د شعر په جامه کښې ونغښتل.
د هر چا د ذوق لپاره یې د خپل شعر باغ او بڼ له رنګارنګ ګلونه څخه ډک کړ.
ساده او آسان شعر یې ووایه.
د افکارو مرغلرې یې د شعر په ښایسته مزي کښې وپېیلې.
د زړه د ټوټو ترجماني یې وکړه.
د خبرو ملک یې فتح کړ او د پښتو لوى استاد شو.
په فصاحت کښې حسان، په رزم فردوسي، په اخلاقو کښې سعدي، په فلسفه کښې خيام، په عشق او تصوف کښې حافظ او د فطرت د ښکلا انځورګر وبلل شو. د ده په ښه شعر د پښتو ژبه په آب او تاب شوه، د بلبلو د نارو لپاره یې د وينا او خبرو باغ جوړ کړ، لکه چې ويلي یې دي.
ما خوشال چې په پښتو شعر بيان کړ
د پښتو ژبه به اوس په آب او تاب شي
همېشه به پرې نارې وې د بلبلو
دا چې ساز کړ نن خوشال په ويل باغ
لنډه دا چې خوشال خټک د پښتو ادب يو لوى اديب، غښتلى شاعر د مليت پتنګ، د پښتونولۍ ليوال، د ننګ او غيرت ټوټه، د تورې او مېړانې بيرغ او د عزم او همت لوى غر وپېژندل شو.
له شعر پرته، په نثر کښې هم د لوى لاس خاوند او د پښتو نثر د نوې دورې لارښوونکى وګڼل شو.
د يو قوي نثر ليکونکى، پوه مورخ، لوى عالم، مشهور مولف، په صفت وستايل شو.
دغه وجه ده چې نن موږ د ده د علم او پوهې، تورې او ننګ مقام ته د احترام سرونه ټیټوو او د ده د سپېڅلو ارزوګانو د پوره کېدلو هیله کوو.
خوشال خان بابا د (۷۸) کالو په عمر د ۱۱۰۰هـ کال د دویمې خور په ۲۸ نېټه وفات شو او د هوډي غره تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
(ممتاز خان)
