اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

هوسئ

د کتاب نوم :: هــوسۍ (ناول)
ليکوال :: محمدا جان يار
خپرونکى ::د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور
چاپ شمېر :: 1000 ټوکه
چاپ نېټه :: 1385ل/2006م
چاپ وار :: لومړى
چاپ زيار :: عبدالبصير بيدار
کمپوزر :: ذبيح شفق

چاپ او کمپيوټر ځاى
د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه _پېښور
Tel:+92-91-2564513/E-mail:[email protected]

خپرندوى: د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور
لومړى څپرکى

د کوټې کړکۍ او دروازه بيخي ډنګې ډيوال پرته وه. د لمر وړانګې په کړکۍ کې راننوتلې وې. هوا دومره پاکه وه، چې زره ګرد هم د لمر په وړانګو کې نه ليدل کېده. ځان مې کړکۍ ته ښه ورنزدې کړ، د سيند شور او زوږ مې تر غوږ راورسېد، سر مې له کړکۍ نه ښه بهر کړ، لاندې سيند په مستۍ بهېده. يخې يخې څپې له سينده راجګېدلې، د سيند په غاړه د "ولو" د ونو څانګې سيند کې ډوبې شوې وې. په دغه اوړي د غرو په سرونو پوره واوره پرته وه، نو ځکه خو سيند په مستۍ کې و، اوبه خو يې دومره يخې وې، چې هډو لاس په کې چا نشو ښکته کولې. ما به له معمول سره سم له همدغې کړکۍ نه د شاتوت د زړې ونې په دوه خوښي ښاخ کې د باجونکې ځالې ته پورته پام کاوه. د تورې باجونکې ځاله خو له کلونو کلونو په همدغې ښاخ کې پرته وه. ما لا له ځالې نه سترګې نه وې اړولې، چې باجونکه د ځالې تر څنګه په يوه ډکي ناسته وه. پخپله مښوکه کې يې يو اوږد ډکى نيولى و. غوښتل يې چې ډکى پخپله ځاله کې سم کړي. بله باجونکه ورته په يوه بله څانګه ناسته وه، شپېلي يې وهل. دا ځاله د هغوى ډېره پخوانۍ مېنه وه.
رښتيا چې خپله ځاله، خپله مېنه او خپل کور څومره خوږ شى دى! په هر چا انسان دى که حيوان او که پرنده دى، خپل ټاټوبى پرې ګران دى. زه له کلي نه پخوا راوتى وم زيات وخت مې ښار کې تېرېده، يوازې به اخترونو کې کلي ته تلم.
زموږ کلى ډېر لوى نه و، خو د ښکليو منظرو په منځ کې پروت و. دوو خواو ته يې جګ جګ غرونه ولاړ وو. دغه اسمان څوکي غرونه په شنو ځنګلونو پټ و، د څېړۍ او نښترو ونو د ګڼ والي لامله توره شپه جوړه کړې وه. اوړى _ ژمى پر دغو غرونو واورې پرتې وي. ناوونه او خوړونه له روڼو او پاکو اوبو ډک بهېږي. په غرونو کې ځاى ځاى بانډې او کروندې هم شته. ډېرى خلک پکې اوسېږي، د غرو لمنو کې لوى او واړه کلي پراته دي، خو دا کلي د سيند په غاړه پروت دى. کله چې په سيند کې سېلاب راشي، ډېر کورونه او ځمکې له ځانه سره وړي. بس همدا غرونه او هواګانې دي، چې ددې سيمې د کليو خلک يې روغ رمټ ساتلي دي.
زما ښه ياد شي، چې د باندني هېوادونو ځينې سيلانيان زموږ په کلي تېرېدل او نورو درو ته به تلل. ددې ځاى په خلکو کې ښه راشه درشه شته دى. په اخترونو او اشرونو کې له يو بل کره ځي راځي. هسې خو په ټول افغانستان کې همدا کولتور دى، خو په ځانګړي توګه ددې ځاى په پښتنو کې دېرې او حجرې په ټنګ ټکور تودې دي او بيا خو د ژمي په اوږدو شپو کې د کلي له حجرو نه د ټپو او يکه زار غږ پورته کېږي. سره له دومره غريبۍ هم ټول لکه د وروڼو په شان شپې ورځې تېروي. ادب، حيا د کشر او مشر خپل خپل ځاى او درناوى پکې موجود دى. چل ول، ټګي برګي دا خلک نه پېژني، خو يو شوى چي ددې خلکو ژوند يې تباه کړى دى، هغه بې سوادي ده، چې قصور او ګناه يې د تېرو رژيمونو په غاړه ده. سره له بې سوادۍ هم، خلک يې په ادب ګړېږي. ته به وايې، چې لوړې زده کړې لري.
زه ډېره موده پس کلي ته راغلى وم. په نورو کليو کې هم وګرځېدم. په ټولو کليو کې د خلکو ترمنځ سخت اتفاق او اتحاد موجود و، ټول لکه وروڼه داسې اوسېدل. سره له دومره غريبۍ يو تر بله ځارېدل، دا نه وه چې ته څوک يې او زه څوک يم، لکه د يوه کاله د خلکو غوندې يې ژوند کاوه.
ماته هغه ژوند خوند راکاوه، يوه مياشت په رخصتۍ راغلى وم، پوه نه شوم، چې دا يوه مياشت څنګه زر تېره شوه؟.
دې ښار ته چې راغلى يم، دا څوومه شپه ده، چې هېڅ خوب نه راځي. زړه مې په کلي کې پاتې دى، هغه شنه باغونه، د کلي چنارونه، په دېرو او وستلونو کې د کلي د خلکو ناسته پاسته، د چېلمانو لخړې، د کلي د ټوکمارو ترمنځ ټوکې ټکالې، د پسرلي په موسم کې د شنو توتيانو اوازونه، د سپېرو تړو له پاسه د مستو زرکو چړچکې، په شنو فصلونو کې ګرځېدل، راګرځېدل، ګودرونو ته د کليو د نجونو کتارونه، هر ماښام په شنو ونو کې د مرغيو شور او اوازونه، د چم ګاونډ ګڼه ګوڼه، ودونه، اخترونه، ټالونه او سمنکونه يو شې، چې هېڅ له ياده مې نه وځي او هغه دا دى، چې:
د هغه بر کلي ترڅنګه به چې په لوړ ګړنګ کجيران ناست وْ او پاس به هوا کې د زاڼو کاږه واږه کتارونه تېرېدل، د ښکاريانو ساتل شويو زرکو به په پنجرو کې څنګه ښې او په زړه پورې چړچکې وهلې.
کرار کرار رانه د ښار مصروفيتونو د خپل کلي يادونه واخيستل. بوختياوې مې زياتې شوې، د کلي يادونه مې هېر شول، خو بيا هم سړى هر شى هېرولى شي ولې د خپل کور او کلي د خاپوړو کوڅې نه شي هېرولى. زموږ په کلي کې ايله بېله درې _ څلور تنه مامورين او تنخوا خواره موجود وو، نورو ټولو پخپله ځمکه کې له پخوا نه بزګري کوله. زه د معمول سره سم خپلې دندې ته تلم. د مامورينو تنخواګانې کمې وې، ټولو اقتصادي ستونزې درلودلې، خو چا د هغې وخت د رژيم له ډاره څه نه شو ويلى.
بيا هم هر چا ستونزو ته غاړه ايښې وه. چېرته په مياشت کې به هم کوم مامور غوښه، ښوروا نه شوه خوړلى. د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د خلکو د ژوند بېلا بېلې طريقې وې. په هېواد کې د اقتصادي او اجتماعي پرمختياو خو هډو فکر چا سره نه و. يوازې په ګرد افغانستان کې ښه امنيت موجود و. هېچا سره د سر او مال خطره نه وه. بېګانه و خو زموږ ملک ته کاږه هم نشو کتلاى. د خوښۍ او ارامۍ فضا خوره وه. د هر کلي په جومات کې به د جمعې تر لمانځه وروسته دوعا کېده او ويل کېده به چې:
زموږ د پاچا تخت و بخت دې خداى برقرار لرې، تاسو ته ښه معلومه ده، چې هېچا به د پاچا په هکله بده خبره نه کوله، د هر چا په ژبه دا ويل کېدل:
الله دې زموږ د اسلام باچا ته ډېر عمر ورکړي.
دولتي مامورينو هم په ښکاره څه نشو ويلى، ولې زړونه يي د وخت له ناخوالو نه په تنګ راغلي وو. مامور سهار به چې کله کلي ته راغى، موږ ته به يې د ښار کيسې کولې. ده ويل نوى مامور شوى وم، د ورځپاڼې لپاره به مې هره ورځ د خپرولو وړ مواد تيارول، تل به مې د کار په ځاى کې پخپل مېز سرټيټ کړى و، څه به مې ليکل.
يوه ورځ د کار په خونه کې سخت مصروف وم، چې د دفتر ملازم راغى، ويلې مامور صاحب څوک دې غواړي. خوله مې له نسوارو ډکه وه، په ليکنه بوخت وم، سر مې راجګ کړو، چې وړاندې په دروازه کې يوه جينۍ راننوتله. ښکلې جينۍ په ښکلې درېشۍ کې راروانه وه.
زر مې نسوار تو کړل، له مېز نه ورپاڅېدم او د هغې مخې ته ورغلم، چې نزدې راغله او سترګې مې پرې ولګېدې، ښاېست او ښکلا ته يې هک پک پاتې شوم. حېران شوم، چې دا ښکلې او فېشني پېغله او سهاره ته؟ زه د کلي سړى او دا د ښار ښاپېرۍ؟ ما وې دا بْ څوک وي؟ مخامخ ور روان وم، ويلې مامور سهار تاسې ياست؟ ما وى هو بي بي زه يم راځه مهرباني وکړه راځه.
هغې راته سترګو سترګو ته کتل، وې ويل
منه سهار صاحب، ښه شو چې دا ستا کار ځاى مې وموند.
زه لا شکمن شوم، ما وې لکه چې کومه جاسوسه يې درپسې کړې ده، خداى دې خير پېښ کړي، کومه ګناه خطا رانه شوې نه وي، نور څه خو نه وو، صرف ځيني ليکنېي مې داسې کړې وې، چې پر نظام د انتقاد بوى ترې پورته کېده او هم مې په يوه نيمه ليکنه کې د وخت له ناخوالو نه سر ټکاوه. اګرچې ډېرو به د رژيم په خلاف ځينې مقالې او طنزيه ليکنې په اخبارونو کې خپرولې، خو په زړه کې مې ډېر څه تېرېدل. هغه زما د مېز ترڅنګه په څوکۍ کښېناسته، د سترګو لاندې مې وڅارله، ما وې که کومه خپلوانه او شناخته ده او که څنګه؟ د شعبې خدمتګار ته مې وويل:
والکه چنار ګله! هن دا پيسې واخله چاى راوړه. له دوکانه درسره شير پېره هم راوړه. زه خپل مېز ته کښېناستم، جينۍ ته مې په احتياط او ادب سره مخ ورواړاوه، ورته ومې ويل:
بخښنه غواړم که خپل ځان راته راوپېژنې؟
هغه موسکۍ شوه سرې نرۍ شونډې يې بېرته کړې، تورې اوږدې سترګې يې راواړولې، وې ويل:
زما نوم هوسۍ دى. د ادبياتو د پوهنځي د څلورم کال محصله يم. خپل وربل يې په چپ خوا وارتاوه کړه، سترګې يې مړې غوندې پورته واړولې، وې ويل:
له پخوا نه راسره دا هيله وه، چې له تاسې سره له نزدې نه وګورم. د ژوندون په مجله کې مې يوه ورځ ستا يوه مقاله لوستلې وه، ټولو پرې ښې تبصرې کولې. ستا راډيو داستانونه هر چا اورېدلي دي، ما هم د هرې جمعې په شپه ستا راډيويي داستانونه اورېدلي او تعقيب کړي دي، غوښتل مې چې يو ځل دې له نزدې نه وګورم. سهار صيب! له ډېره وخته راهيسې ستاسې راډيويي داستانونه د جمعې په شپه اورم، ستاسې ليکنې، لنډې کيسې او مقالې مې هم لوستي دي. څو وارې مې له ځانه سره پرېکړه کړې ده، چې تاسې له نزدې نه ووينم، له ښه مرغه چې دا نن مې ستاسې سره د ليدو نصيب وشو، له ډېرو پوښتنو وروسته مې دلته پيدا کړې.
ما وې هو ولا څه وکړو وظيفه ده، سبا يې راځو، ټوله ورځ بس همدا کار دى، په دې مېز مې سر ټيټ وي ان چې مازديګر شي بيا کور ته روان شم. په دې وخت کې د شعبې خدمتګار چاى راوړ. ما د چاى پياله ډکه کړه او د هغې مخې ته مې پر مېز ورته کېښوده. د چاى څښلو هيله مې ترې وکړه. ويل مننه. ما هم د چاى پياله ځانته ډکه کړه.
په زړه کې مې په دا لږه شېبه کې ډېر څه تېر شول، حېران خو په دې وم چې دا ښکلې جينۍ او سهاره ته نسوارپک. بيا مې چې فکر وکاوه، ما وى خو خالي ليدو ته دې راغلې ده، نو ته اوس څه زړه ښکته پورته کوې. بيا مې زړه رالوى کړو او داسې پوښتنه مې ترې وکړه:
بخښنه غواړم که تاسې ځان راته راوپېژنئ او هم راته ووايئ، چې اصلي مطلب دې څه دى؟
ويل يې:
مخکې مې درته وويل، چې زما نوم هوسۍ دى، د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي کې د څلورم کال محصله يم.
نور مې ترې د پوښتنې جراْت نه درلود، خو هغې وويل:
کور مې په وزير اکبر خان مېنه کې دى اصلاً د جنوبي يو. زموږ ټوله کورنۍ د جمعې په شپه خامخا ستاسې راډيويي داستانونه اوري.
هغې د چاى نه غړپ وکړو، زه ورته ښه په ځير شوم، خداى راستي چې په غړۍ کې يې اوبه ښکارېدې. زه له وړوکتوبه شرمېندوکى وم، ښځو ته مې نشو کتلاى، خو بيا مې زړه رالوى کړو، په غټو او روڼو مې وروکتل. هغې چې سترګې راواړولې، ما وې ګنې زړه يي رانه ووېست، څه بل شان ښاېست رب ورکړى و. په مرۍ کې مې لاړې وچې شوې، هغه هم راباندې پوه شوه. ما چې بيا وروکتل، هغې زما په سترګو کې خپلې سترګې ښخې کړې. زه وشرمېدم د هغې د سترګو جنګ کې پاتې راغلم. يوه شېبه مونږه دواړه غلي پاتې شو، په زړه کې مې تېر شول ما وې هسې نه چې درباندې پوه شي او شکايت درنه وکړي. هغې وويل:
بښنه غواړم چې له کاره دې ونه باسم. له خپلې پيالې يې ګوټ وکړ، په شعبه کې ې هرې المارۍ ته يو ځل وروکتل، بيا يې زما مېز او ماته په ځير ځير کاته.
ما غوښتل، چې دويمه پياله چاى ورواچوم، ويلې بس دى. سهار صاحب ډېره ډېره مننه اوس همدومره. لږ څه پېژندګلوي مو سره وشوه. سبا ته به که وخت ولري کوم ځاى به سره وعده کېږدو، غواړم پوره درسره وپېژنم څنګه؟ ډېره ښه ده بي بي سبا ته به زه په څلورو بجو درته لاندې د مطبعې مخې ته ولاړ يم. که دې غوښتل او وخت دې درلود سره وبه ګورو. ويل يې: سمه ده. اوس به ستا په اجازت سره درنه رخصت شم. ما وې ښه ده مهرباني وکړه.
زه ورسره ان تر دروازې لاړم، مخ يې راستون کړو وې ويل:
بس نور مه راځه ډېر تشکر، د مېلمه پالنې نه دې. ويې خندل. د مينې ډکه خندا يې وکړه، ما هم ورسره خوله چينګه کړه. خداى په اماني مې ورسره وکړه او لاړه. بيرته چې راستون شوم، د سر ويښتان مې نېغ ودرېدل. دستي مې يوه ټونګه نسوار خولې ته وارتول. په فکر کې ډوب لاړم، ما وې ښه د کونډې زويه يو فقير ملنګ ليکوال په غير له دې ماموريته نور هېڅ نه لرې، په کلي کې دې يو زوړ کور او زړه بوډۍ مور درپاتې ده، غريبۍ خو له وړوکتوبه د هر شي له جرئته وېستلى يې.
د خوارې کونډې زويه، خپلې روټي ژويه
په منډه له مېزه پورته شوم او په دېوال پورې ځوړندې هندارې ته ودرېدم. پخپلو ويښتانو مې ګوتې متې ووهلې، څه تمه مې ځانته پيدا شوه. زړه کې مې وويل:
سهاره له چا نه کم نه يې! خو په جېب کې دې قيران جان (غيران) نه بودېږي. بيا مې څو ګامه په کوټه کې واخيستل، سګرټ مې ولګاوه، هغه مې فکر ته راغله. نوم مې هوسۍ دى، د ادبياتو د پوهنځي محصله يم، چې دا د کافر لور څومره ښکلې ده؟ سرې نرۍ شونډې، سپين غاښونه، تورې اوږدې سترګې، دنګه ونه، صراحي غاړه، تورې اوږدې زلفې يا ربه چې څومره ښاېست دې ورکړى دى. بيا مېز ته کښېناستم، له ځان سره مې ووې: د چونچڼې زړه دې دى دا څه کوې؟ غريب سړى او برګ يې سپى، پردۍ جينۍ پسې دې زړه لاړ.
ما به هره غرمه د ډوډۍ په سر له خپلو همکارانو سره ټوکې ټکالې کولې، خو په دې غرمه مې سپږه مړه وه. انډيوالانو راته وويل:
سهاره نن غلى يې ټوکې نه کوې څنګه چرتي يې؟ ما ځان ترېنه تېراوه. مازديګر چې کور ته لاړم د ډوډۍ تيارى او ديګ ميګ مې له لاسه نه کېده. بس همدا به مې په فکر کې راکوزېدل. الکه سهاره دا جينۍ درسره څه لري؟ استخباراتو وظيفه ورکړې ده او که څنګه؟ نه نه.... کېداى شي خوارشې مينه درسره ولري. مينه نه بابا زما غريبي او له هغې سره مينه؟
په دې شپه خوب نه راتلو، سهار خپلې دندې ته لاړم. په دې فکر وم چې هغه په څلورو بجو راځي او ستا په جېب کې غيران نشته، له يوه مامور نه مې سل روپۍ پور کړې. ما وې نه ويل کېږي، چې د ضرورت په وخت کې ورته خجالت نه شم او په دې ورځ مې بايد نيمګړى داستان راډيو ته پوره کړى واى.
خو فکر او قلم مې ودرېدل، نور راکې د ليکلو توان نه و، په همدې ورځ په دا څو شېبو کې به زړه ته ډېر ډېر څه راغلل. کله به مې فکر ته راغله، چې کېداى شي دا جينۍ د کوم بل مطلب لپاره چا موْظفه کړې وي، بيا به مې وويل سهاره ته نو څه کوم لوړ مقام لرې يا د حکومت ضد سړى يې ته څه شى يې؟ چې دا نه يې نو څه بدل فکرونه کوې. کېداى شي مينه درسره ولري. له ځان سره به مې وخندل. ما سره مينه؟
خو لنډه دا چې په همدې سوچونو او فکرونو کې څلور بجې شوې، رخصتي شوه. زړه نازړه مې حاضري امضاء کړه، له نورو مامورينو نه وروستى شوم، په کرار کرار له مطبعې نه ووتلم. د خپل لين بس سرويس چلوونکي ته مې وويل: ما وې زه نن چېرې کار لرم، نن تاسې سره نشم تلاى. ټول مامورين کورونو ته ولاړل. زه د مطبعې مخې ته يوازې پاتې شوم. په سړک وړاندې لاړم او د هغې د رتلو انتظار مې کاوه. لږه شېبه پس يو تور ښکلى موټر مې مخې ته ودرېد، هغه له موټره راښکته شوه. په خندا يې وويل:
سهار صاحب لکه چې ډېر انتظار پاتې شوې. بښنه غواړم له پوهنتون څخه په همدومره وخت کې سړى رارسېږي. هله راځه مهرباني وکړه. موټر ته به وخېږو.
زما په خوله کې لاړې وچې شوې وې، ځکه چې د پردۍ لور سره په داسيءگ موټر کې او بيا چېرته؟ زه لږ زړه نازړه وم، هغه وموسېده وې ويل:
تاسې مهرباني وکړئ په موټر کې به خبرې سره وکړو.
لومړى ځل مې و، چې په دغسې موټر کې کښېناستم. له حيا نه په وروسته سيټ کې کښېناستم، ما وى چې څوک مې ونه ويني. هغې بيا له نازه يو اوخکى کوږ کړو موسکۍ شوه، وې ويل:
سهار صاحب مخکې به ناست واى، ما وې خير دى همدلته به کښېنم. هغې راته مخ راواړاوه، وې ويل:
سهار صاحب ستا په زړه کې څه تېر نشي داسې ځاى ته به لاړ شو، چې دواړه سره ښه يو بل وپېژنو او نورې خبرې به هلته کوو. زړه دې مه ښکته پورته کوه. ما وې نه نه بي بي پروا نه لري ستا خوښه زما خوښه ده. هغې وويل:
ښه نو ووايه، چې د کرغې ډنډ ته ولا شو او که کوم هوټل ته؟
په دويمه خبره مې نېغ ټوپ وکړو، ځکه چې زما جيب کې يوازې يو سل ګون پروت و. هغې زر خبره ونيوله ويلې د کرغۍ ډنډ ته به لاړ شو. ما وې ښه ده. موټر ته يې حرکت ورکړو. په لاره يې رانه دا پوښتنه وکړه:
سهار صاحب څو کلن يې؟
ما وې 25 کلن يم.
هغې وې:
بيخي ځوان ښکارې، ما وې مننه بي بي څه ځواني ده، خو بس تېرېږي.
د پوليتخنيک په مخه چې تېرېدلو وې ويل:
واده خو به دې کړى يې؟
ما وې: نه واده مې نه دى کړى. بي بي جان ما لا په سير کې پوڼۍ هم نه ده رېشلې. هغې په کړت کړت وخندل. ويلې هرڅه به خداى وکړي، دنيا په اميد خوړل کېږي. کرغې ته چې ورسگدو، ويلې د سپوږمۍ هوټل ته به ورشو، لومړى به يوه ناشته وکړو او بيا به د ډنډ په غاړه چکر ووهو. د سپوږمۍ د هوټل نوم مې له هغې د خولې نه واورېد. غرشى چې موټر يې د سپوږمۍ هوټل مخې ته ودرولو. موټر ودرېد او موږ دواړه هوټل ته ننوتلو.
هغه مخکې او زه ورپسې وم، د هوټل په ګوښه ځاى کې په مېز سره کښېناستو. د رستورانټ کارګر راغى ويلې څه خورئ؟ هغې راته وويل:
سهار صاحب څه شې خورې؟ ما وې ته چې څه خورې هغه به زه هم وخورم. هغې لږ وخندل، وې ويل: ماهي به راوغواړو. د هوټل والا ته يې وويل: دوه خوراکه ماهي راړه. هغه ماته مخامخ کښېناسته، نزدې دمه مې هېڅ تمه نه وه او نه پوهېدمه، چې دا به ماته څه وايي او څه مطلب به لري؟ ما هېڅ هغې ته مخامخ نه ورکتل، ما وې چې په زړه کې يې څه ور ونه ګرځي. ځان مې غلى نيولى و، د ماهي په خوند هم پوه نشوم. ولې چې جېب مې خالي و او د هغې د ښاېست تر تاثير لاندې وم. هغه ډېره خوشاله ښکارېده، ډوډۍ يې خوړله او ماته به يې کتل، خو ما ورته مخامخ نه کتل. د هغې بېرون ته پام شو، له وخت نه مې په استفاده سره زر وروکتل، تورې غټې اوږدې سترګې، سپين مخ، سرې نرۍ شونډې، جګه غړۍ، سپين غاښونه، د زنې د سر شين خال او تور کاکل خو يې نيمايي سپين مخ پټ کړى و.
هغې چې مخ راواړوه او سترګې يې راسره مخامخ وجنګولې، بس همدغه شېبه کې مې زړه بيخي بل ډول شو، ما وې ګنې زړه ېي رانه بوټ ووېست. په ډوډۍ پسې يې سمدستي چاى راوغوښت، بيا يې په يو خاص نزاکت سره وويل:
سهار صاحب! ته به حېران پاتې يې چې دې جينۍ تر دې ځاى څنګه او د څه مطلب لپاره راوستى يم؟ ما وروکتل هغه په داسې حال کې، چې سترګې يې په يوه ډډه کږې رااړولې وې، زلفو يې نيمايي مخ نيولى و. ما ورته په ځواب کې وويل:
نه بي بي خو ته راپسې راغلې او په موټر کې دې راوستم، نو هغې داسې وويل:
سهار صاحب! زه به اوس درسره د مطلب خبرې وکړم.
زه په څوکۍ کې راټول شوم، ما وې الله خير کړې څه مطلب به لري؟
هغه په مېز دواړه څنګلې ولګولې وې ويل:
د خپل ځان په باب درته وايم، چې ته داسې فکر ونه کړې، چې ګنې دا جينۍ کومه بدکاره ده، د خپلې ساعت تېرۍ لپاره يې زه راوستى يم. ما درته ستا په دفتر کې وويل، چې زه هوسۍ نومېږم، د پلار نوم مې سور ګل دى. د ظاهر په وخت کې رئيس و او د شاهي کورنۍ سره نږدې اړيکي لري. ددې داود خان په وخت کې يې تقاوت وکړو. مور مې هم تقريباً بوډۍ ده، وروڼه نه لرم، دوه خوېندې مې واده شوي دي. يو کور مو په وزير اکبر خان مېنه کې او بل کور مو په څلورمه کارته کې دى. پلار مې د ډېرو شتو او پيسو خاوند دى، يو تره مې د جرمني تجارت کوي، د کاکا زامن مې په تحصيل بوخت دي، زه هم د ادبياتو د پوهنځي د څلورم ټولګي محصله يم.
سهار صيب ستا راډيويي داستانونه مې له پخوا نه تعقيب کړي او اورېدلي دي. زه ستا له راډيويي داستانونو سره سخته علاقه لرم. زموږ کورنۍ هم ستا له جمعې د شپې راډيويي داستانونو سره خاصه علاقه لري. په يوه مجله کې مې ستا يوه مقاله ولوستله، ډېره مې خوښه شوه او هم مې پکې ستا عکس وليد. په همغه ساعت مې زړه کې تېر شول، چې ما وى کله به دې له نزدې نه وګورم او دا دى اوس چې مې وليدې او له نزدې مې درسره ملاقات وشو، لا به دې ښه پسې نور هم وپېژنم. دا خو لومړۍ ورځ ده، که د دواړو سره ولګېده وروسته به بيا لا ښه پسې معرفي شو بيا به نورې خبرې کوو، څنګه خوښه دې ده؟ د هغې خبرو راته پوره جراْت راکړى و، ما وې ولې نه. په زړه کې مې تېره شوه، چې جينۍ درباندې ګرمه راغلې ده، بل کومه خبره نشته دى. ځه توکل په خداى دى، چې وړاندې څه کېږي؟
وې ويل: مهرباني وکړه که ته هم راته ځان پوره پوره راوپېژنې؟
ما ځان په چوکۍ کې رانېغ کړو او داسې مې ورته وويل:
نوم مې هارون، سهار مې تخلص دى. د پلار نوم مې حيدر خان دى، په قوم مومند يم. کله چې د خوشال خان لېسې نه فارغ شوم، په کانکور کې ادبياتو پوهنځي ته کامياب شوم. د ژورنالېزم له څانګې نه فارغ شوم او بيا په مطبعه کې مقرر شوم. پلار مې مړ دى، يوه وړوکې خور او يوه بوډۍ مور مې په کلي کې اوسېږي. خالي يوه کوټه لرو، مځکه مو لږه ده، د اقتصادي ستونزو سره مخامخ يو. کله کله په رخصتيو او د اختر په ورځو کې کلي ته د مور ليدو ته ځمه، بس همدا مې پېژندګلوي ده بي بي!
هغې لومړى نرۍ موسکا وکړه او وې ويل:
سهار صاحب غريبي پروا نه لري، د افغانستان ډېر خلک غريب دي، خداى به دې ټولې ستونزېگ هوارې کړي، هېڅ فکر مه کوه، په مخکې دې ډېر اوږد ژوند پروت دى.
ما وې هو سمه ده، دنيا په اميد خوړل کېږي. هغې وويل: هو که نصيب دې ښه و، ډېر زر به دې ژوند جوړ شي. زړه کې وې په دې تنخوا به مې څه ژوند جوړ شي؟ توکل په خداى دى بي بي!
پرې پوه شوم، چې هغه درته ښه نيت لري او د راتلونکي ژوند په باب درسره مينه او يوځاى کېدل غواړي. هغې وخندل وې ويل: سهار صاحب کوژدن خو به دې نه وي کړې؟
ما ورته وويل: نه بي بي ما خو لا په سير کې پوڼۍ هم نه ده ريشلې، تراوسه مې لا پنځه ويشتم کال روان دى.
هغې په خندا کې وويل: خداى دې ښکلي په نصيب کړه، په يوه ډډه يې راته د سترګو لاندې کتل ويل يې: راځه که دې خوښه ويي په هوټل کې همدومره بس دي، بېرون به د اوبو د ډنډ په غاړه چکر ووهو. ما وې ښه ده. له مېزه راپاڅېدو او د پيسو دخل خوا ته روان شو. د پيسو د ورکولو ځاى ته چې کله ورنزدې شو، زه مخکې شوم او د خوراک مصرف پيسې مې له جېبه راوايستلې. په دې وخت کې هغې راغږ کړو: پيسې به زه ورکوم ته به جېب ته لاس نه تېروې، ترڅو چې هغه تر دخل رارسېده، ما پيسې ورکړې وې. هغې راته يوازې دومره وويل: زه کله په تا پيسې ورکوم. له هوټله راووتلو، وړاندې د اوبو په غاړه د ګلونو او شنو منظرو په منح کې دواړه روان شو.
په ټوله شاوخوا کې څوک نه ښکارېدل، هلته ليرې د اوبو په منځ کې په يوه وړوکې کښتۍ کې دوه کسان ناست وو، د اوبو غاړې ته د وتلو په حال کې و.
لمر په غړغړه و، د دوو ناجوګانو منځ کې په يوه شنه جلګه موږ دواړه سره کښېناستو، د هوسۍ درېشي بيخي نوې او تنګه وه، ما خپله کورتۍ ووېستله او هيله مې ترې وکړه. ما وې بي بي مهرباني وکړه په دې کرتۍ کښېنه، چې درېشي دې چټله نشي. هغې راته په يوه مهربانه او د مينې ډک نظر وکتل ويل يې: نه نه سهار صاحب داسې کارونه مه کوه، خپه کېږم.
د اوبو په غاړه په شين چمن کې کښېناستو، شاوخوا ته د ګلونو بېل بېل ډولونه ليدل کېدل. د ګلابو او نورو ګلونو خوشبويي په تېره بيا د سېنځلې د ونې نه ښکلې خوشبويي راتله. د لږ واټن په څنګ کې د يوه لوړ چينار په جګ ښاخ دوه ککوګان ناست وو، پورته مې چې ورپام کړ، کاکو کاکو نارې يې وهلې. هوسۍ ته وويل: بي بي جان ته ګوره پاس چينار ته. هغې چې چينار ته پورته ورپام کړ، بيا يې زر ماته وويل: ولې موږ ګنې تر دوى کم يو څه؟ کټ کټ ويې خندل. بيا يې د وربل ويښتان له سترګو واړول وې ويل: دا ټول او هرڅه ښکلي دي، له دې خبره سره يې زما د کرتۍ په جېب کې لاس ښکته کړو، خو ما پرې ځان پوه نه کړو (زړه کې مې وګرځېد، چې والکه ته خو غريب سړى يې دا جينۍ او ستا ورسره په داسې ځايونو کې ګرځېدل په ژور فکر کې ډوب شوم). هغې لاس رااوږد کړو، په اوږه يې راته کېښود څنګه په چورت کې لاړې؟ مخ مې ورواړاوه، سترګې يې زما په سترګو کې ښخې شوې،همدغه شېبه زموږ د دواړو د زړونو ورکولو شېبې وې. زما خو له وچه وچه کېده، د هوسۍ سترګې له توروالي نه سرې واوښتې. دواړه سره پوه شو، خو د ويلو څه مو په توان کې نه و. زه خو کليوال سړى وم، ښځو ته مې سم نشو کتلاى او هوسۍ هم څومره چې ښارۍ وه، خو په دغه شېبه يې څه نشو ويلې، غلې وه.
يوه شېبه وروسته مې ورته وويل: هوسۍ جانې يوه خبره درته کوم، چې زموږه جامعه وروسته پاتې ده، مطلب ته په موټر کې ماته مه راځه، زما مشوره دا ده چې په ټيلفون کې به يوځاى وعده کوو او سره ګورو به څنګه خوښه دې نه ده؟ ولې نه ته چې څنګه وايې همغسې به کوو. هغې خپل ساعت ته وکتل ويلې راځه سهار صيب چې ځو، ناوخته دى. موټر ته وختو او د ښار په لوري مو حرکت وکړ. پل باغ عمومي ته چې ورسېدو، هغې وويل زما او ستا د وعدې ځاى همدلته شو. سبا ته به همدې ځاى کې ستا انتظار کوم. ما وې، سمه ده.
هغه لاړه، زه هم په سرويس کې خپل کور ته لاړم. د شپې مې نيمګړى مضمون پوره کړ، ما وې چې حق الزحمه مې حواله شي.
د مضمون ليکلو نه چې فارغ شوم، ماښام تېر و، خبرونو ته مې غوږ ونيو. په ښار کې د هغې وخت په خلاف مظاهره شوې وه. ټول د کابل پوهنتون مظاهرې ته وتلي وو. د شپې خبرو نه مې واورېدل، بيا مې د چا ىلپاره چاى جوش په منقل کېښود. زه د خپلې کوټې په منځ کې د يوه وړوکي مېز تر څنګه کښېناستم، راډيو لا لګيا وه سندرې يې غږولې. د هوسۍ په چرت کې لاړم (د ورځې کوم حالت چې زموږ ترمنځ تېر شوى و، هر يو مې سترګو سترګو ته کېده او هغه مې په زړه کې اوښته راوښته، په زړه کې به مې خپله غريبي او د هغې مستي لره بره کېده) ناڅاپه مې د کورتۍ جېب ته لاس تېر کړو، چې څه ډېرو پيسو باندې مې لاس ولګېده. زر مې له جېبه راوايستې حېران شومه، چې دا دومره پيسې له کومه شوې؟
دستي په دستي (سمدستي) مې وشمېرلې پوره لس زره افغانۍ وې. ما وې خدايه دومره روپۍ مې کله خو شمارلي نه دي دا د کومه شوې؟ لږه شېبه غلى پاتې شوم، خيال مې چې وواهه او ښه فکر مې له ځان سره وکړو، پوه شوم چې دا پيسې هوسۍ په هغه وخت کې زما جېب کې ايښي دي، کله چې يې د قرغې ډنډ په غاړه لاس زما د کورتۍ په جېب کې ومانډه. په هغه وخت کې يې دا پيسې راته په جېب کې ايښي دي. ددې پيسو سره بيا په سوچ کې ډوب شومه.
لږه شېبه پس په کوټه کې سوى بوى او لوګى پيدا شو، دومره دا بوى او لوګى زيات شو، چې ګنې ما وې ساه مې ووته. له کوټې نه چې ووتلم، په اشپز خانه کې لمبه پورته شوه. پوه شوم، چې چاى جوش وسوځېد. د اوبو ډک سطل مې پرې ورواړاوه، منقل مې مړ کړو، د کور کړکۍ مې خلاصې کړي، ترڅو لوګى راووځي. له لږې شېبې لپاره بيرون ته ووتلم. د کور شاوخوا ګاونډيان مې له لوګي نه پتنګ شوي وو. هغوى هم بهر ته راووتل، ما ورته د لوګي جريان ووايه، ټولو راپورې خندل. ويلې ته خو ډېر احتياط کوې ولې داسې وشول؟ ما به ورته څه ويلي واى؟ يو ساعت وروسته دوباره کور ته ننوتلم، پيسې مې جېب کې کېښودې، له ځان سره مې وويل سبا به دا پيسې واپس هوسۍ ته ورکوم اخر ماته شرم دى، چې د هغې په پيسو ځان سړى کړم. همداسې به کوم، هو همداسې...
سبا ته چې کار ته لاړم، څه مې ليکل چې په دې کې ټيلفون راغى، غوږۍ مې چې پورته کړه، هوسۍ وه. ويلې هسې احوال مې دې واخيستلو، چې څنګه يې؟ د شپې د چاى جوش کيسه مې په ټيلفون کې ورته وکړه، ويې خندل ښه ډېر يې وخندل ويلې خداى دې خير درپېښ کړي دا خو لا اول دمنى سر دى. په پاى کې يې وويل چې رخصت شوې، همغه ځاى ته راځه.
دغه ورځ اوږده شوه، اوږده څله وه خو په ما اوږده شوه. ما وې چې کله به رخصتي کېږي، چې دا پيسې يې بېرته ورکړم.
څلور بجې چې رخصتي شوه، ټول مامورين په سرويسونو کې خپلو کورونو ته ولاړل. زه په دغه ورځ په هغه سرويس کې پورته شوم، کم چې مامورين يې په جادهء ميوند تر سينماى پاميره وړل. له سينمايي پاميره په پښو تر پل باغ عمومي ولاړم. کله چې ټاکلي ځاى ته ورورسېدم، هغه راته ولاړه وه او زما انتظار يې کاوه. په دې ورځ يې ډېره ښکلې درېشي په ځان کې وه، تر موټره موږ دواړه پياده روان شو. باور وکړئ، چې زه شرمېدمه، چې د دومره ښکلې او لوکسې جينۍ سره زه روان وم، چې هر چا به هغې ته ورکتل او له ځانه سره بنګېده. موټر ته چې ورسېدو، هغې راته د موټر دروازه خلاصه کړه، ويلې مهرباني وکړه سهار صيب! دلته په مخکې سيټ کې کښېنه. د موټر په مخکې سيټ کې د هوسۍ ترڅنګه کښېناستم، زړه کې مې وګرځېدل (سهاره بچو لکه چې ورځ دې روانه شوه) هغه موټر روان کړو، له ما يې پوښتنه وکړه ويلې څنګه يې څه تکليف خو به نه لرې؟ ما وې تشکر بي بي ښه يم تاسې څنګه يئ؟ ويل په دوعا دې يم. په دې کې تر دهمزنګ ورسېدو، هوسۍ لږ مخ راواړاوه او په خندا کې يې وويل: زما ساده باده سهاره له ځانه خبر نه يې چې چېرې دې وړم؟ تښتوم دې. خټ خټ ويې خندل. زما له خولې نه ورته ووتل: ما خپل ځان دربښلى دى، هر چېرې مې چې وړې اختيار لرې. موږ لا په دې خبرو کي و، چې د دارالامان بڼ ته ورسېدو. موټر يې پارک کړو، ويلې راځه چې دې بڼ ته ننوزو (زړه کې مې وويل چې نن يې دې بڼ ته راوستې لکه چې درباندې ښه ګرمه ده، همدا دې وخت دى د کونډې زويه) په بڼ کې پورته وختو، د ګلونو په منځ کې د ګلاب د ګل ونه سمه غوړېدلې ولاړه وه. هوسۍ د ګلاب د ګل څانګه راونيوه، ماته ېي کړه: سهار صيب ګوره هغې د ګلونو په منځ کې ځان پټ کړو زه ورته اغېړ ودرېدم.
د ګلونو منځ کې يې ګل ګلاب او شنې څانګې راټيټې کړې، خپل مخ يې پکې راښکاره کړو، ما چې وروکتل، سرو شونډې يې د ګلاب د ګل پاڼې شرمولې. ما چې دا دويمه ورځ نوکې جراْت پيدا کړى و، ورغږ مې کړو هوسۍ قسم په خداى چې د ګل ګلاب نه دې هم شونډې ښاېسته دي. ما وې راځه دغې د ګلونو په ټل کې به دواړه کښېنو. دا ښه د ناستې ځاى دى. هغې بيا وربل پورته په يوه خوا وارتاوه او موسکېده ويلي په سترګو هغه راسره څنګ په څنګ کښېناسته، شاوخوا هېڅوک نه وو. د هوسۍ دا عادت و، چې هميشه به ماته مخامخ کښېناستله.
ما لومړى جېب ته لاس کړو، پيسې مې ورته راوايستلې ورته مې وويلې: له تانه ډېره مننه هه دا پيسې دې واخله. خير دى مينه غريبي نه غواړي. يوه هيله درنه لرم او هغه دا چې که چېرته مگي له دې غريبۍ سره قبلوې، خوښه ده او که نه نو زه ستا وخت نه نيسم. په دې خبره هغه سره واوښته، پاڅېده او ماته مخامخ کښېناسته وې ويل: سهار صاحب زه کومه ناپوهه او بې سواده کوڅه ګشته جينۍ نه يم. په ما پسې د دنګو ماڼيو څښتنان پوښتنې ته راځي، ډېر ځوانان لا زما په تمه ناست دي. ډېر راته د موټرو او قصرونو لاپې وهي، خو زه حسن او مينه پېژنم، انسانيت ته سخت احترام لرم. ظاهري شان او شوکت نه مې بدي راځي. که درته ووايم، چې د شاهي کورنۍ ځوانان راپسې دي له پلاره مې غواړي، باور به دې رانشي. ډېر شتمن زلميان په دې هـڅه کې دي، چې له ما سره صرف خبري وکړي. زه پوهنتون کې ډېره په عذاب يم، تل د خپلو همصنفيانو سره په ډله کې ګرځم او ته پوهېږې، چې له ډاره تمانچه ګرځوم، وايم چې څوک مې ونه تښتوي. تراوسه پورې پرما د چا لاس هم لګېدلى نه دى. سهار صاحب خو همدا سبب دى، چې ډېره پياده او يا په نورو موټرو ګې نه ګرځم، تل په خپل موټر کې ګرځم، پلار مې همدا ټينګښت کوي. خو زه ستا په غياب کې ستا په ژوند او په تا مېنه شوې يم، ټوکې به راسره نه کوې، دغه پيسې جېب ته کړه.
ځان يې لږ مرور غوندې ونيو، ما بيا ورته کړه: هوسۍ هيله درڅخه کوم دا پيسې واخله، ولې خجالت راکوې. هغې راته په تنده لهجه وويل: سهار صاحب مسخرې مه کوه، زه دې لا نه يم پېژندلې، زما او ستا د ليدلو او کتلو خو څه ډېر وخت په مخ کې پروت دى، د يوې ورځې کار به نه سره کوو.
زما لاس يې ټيل واهه بيا يې وويل: دا څه پيسې دي، د پيسو خبره دومره ارزښت نه لري. خبرې د زړونو دي، د ژوند او مينې خبرې ماته ارزښت لري، نوره ستا خوښه چې ته څه فکر کوې؟
زه پوه شوم، چې هوسۍ راسره وړاندې راتلونکې شپې ورځې يوځاى تېرول غواړي. ما هم نور چرت پکې ونه واهه، پيسې مې جېب ته ښکته کړې، د لږې شېبې لپاره هغه چوپ پاتې شوه، زر مې مخ ورواړاوه ما وې هوسۍ زما په خبرو خو به نه يې خپه شوې؟
نه نه.... هسې سوچ واخيستم، چې ته به زما په هکله څه فکر کوې؟
په دې ځاى کې مې د ګرانې کليمه ياده کړه، ما وې ګرانې پام چې زړه کې دې څه ونه ګرځي، ماته دې هره ادا او انساني کرکټر يوه دنيا ده. ستا د سترګو هر رپ مې اوبه کوي، حسن او مينې دې رانه جراْت وړى دى، ما به خالي کالبوت نه پرېږدې، زه درسره مينه لرم. دا بڼ او دا ښکلې منظره به زما او ستا د مينې شاهدي کوي. لاس دې راکړه، چې يو ځل بيا د مينې ټينګه وعده سره وکړو. هغې لومړى لاس او بيا رغاړې وته، ټوله مې په غېږ کې ټينګه ونيوله، هېڅ نه پوهېدم ټول ځان مې خولې خولې شوى وى. يوه لنډه شېبه د مينې په خوږو کې سره ډوب شو. بيا مو چې يو بل ته سره وکتل، مخ يې لکه د سره ګلاب غوندې اوښتى و. سترګې يې مړاوې راواړولې، د وربل ټيل يې نيمايي مخ رانه پټ کړو، بل ډول شوې وه، په موږ دواړو د مينې فساد شوى و، يو د بل په کتو نه مړېدو، تر ډېره پورې په همدغه حالت کې سره پاتې وو، زما خو بيخي ژبه په خوله کې وچه شوې وه. مونږ هېڅ پوه شوي نه وو، چې د ماښام خړه راباندې لګېدلې وه. هوسۍ ته مې وويل: ناوخته دى نور به ځو. هغې چې بيا خپل وربل ته ټک ورکړو، په چپه خوا يې تورې زلفې خورې ورې واوښتې، تورې سترګې يې سرې اوښتې وې، د اننګو په سر يې د خولو څاڅکي لکه د زمرودو غمي ځلېدل. په غلي غږ يې وويل: وخت لا ډېر دى، يوه شېبه به نور هم کښېنو. هو رښتيا سهار صاحب! سبا به پنځه بجې د نوي ښار مغازو ته ورځو، دواړه به نوي درېشۍ ځانته واخلو. څنګه خوښه دې ده؟
ما وې ولې نه! ته چې څنګه وايې، هغسې به کوو. لږه شېبه مو د زړه خواله نوره هم وکړه او بيا له هغې ځايه د کور په لور راروان شو.
په موټر کې چې کښېناستو، تقريباً خړه لګېده. هغې موټر ته لته ورکړه تر دهمزنګه يې موټر بيخي الوځاوه. په پل ارتن ورتېر شو، په جاده ميوند کې ووتلو، زموږ تر کوره په لږ وخت کې ورسېدو. ما وې راځه هوسۍ جانې موږ کره به لاړ شو، موټر درسره دى ناوخته به ځې. هغه په خندا شوه وې ويل ډيره به ښه واى خو....! لاس يې رااوږد کړو، مخه ښه مې ورسره وکړه او هغه لاړه. زه کور ته لاړم کتل مې چې هرڅه مې ګډ وډ پراته و. لومړى مې له نل نه سطل راډک کړو، بيا مې ځانته ډوډۍ تياره کړه، له چاى او ډوډۍ نه وروسته مې غوښتل، چې نيمګړى داستان راډيو ته تيار کړم. په مېز چې کښېناستم، قلم مې لاس کې کاغذ مې مخې ته پروت کرار ورته ګورم لکه څنګه به چې مخکې په مېز د ليکلو لپاره کښېناستم، سمدستي به مې چې ليکل، خو اوس مې قلم ټکنى شوى و. زړه مې بل چېرې حېران پاتې شوم. سوچ واخيستم (دا جينۍ به ګنې ما سره تر اخره پاتې شي؟) سهاره د ژوند غريبي دې په قلم چلېدله، لکه چې د ژوند څرخ دې په بله تاو شو، هر څومره مې چې خواري وکړه، باور وکړه چې په دغه شپه مې هېڅ هم ونشواى ليکلاى، بيخي لکه چې هرڅه رانه چا اخيستي وي، بې حسه غوندې ناست وم. ما بايد د هېواد ورځپاڼې ته هم ټاکلى مضمون ليکلى واى، تر نيمې شپې پورې مې چې هر څو خواري وکړه، څه ګټه يې نه درلوده. کله به مې چې خپل کور او خپلې بوډۍ مور ته او هم د ژوند نورې ستونزې به چې رايادې شوې، يو دم به مې له ځان سره وويل: والکه دا پېښې پرېږده، تاته ګوره او ددغې معتبرې جينۍ سره ژوند کول. دا زما د کلي خلک به څه وايي؟ تر نيمې شپې مې دا سوچونه کول، تر چرګ بانګه مې سترګې ورنغلې. سبايي چې مې مخ ومينځلو په اّئينه کې مې وکتل، رنګ مې زېړ تښتېدلى و.
سهار چې کارته لاړم، رئيس وروغوښتلم ويلې سهاره اخبار ته دې مضمون نه دى ليکلى. د خپل مضمون ځاى دې تش پريښى دى.
ما ورته بهانه وکړه، ما وې رئيس صاحب لږ ناروغه وم.
هغه ويل خير دى، په دغه برخه کې يو بل څه ورواچاوه.
له نورو ورځو نه مې له کاره سره علاقه کمېده له يوې ورځې نه بلې ته بې علاقې کېدم. په ټوله ورځ به مې د هوسۍ د راتلو شېبې شمارلې، په دې ورځ مې لا وختي ځان د وعدې ځاى ته وررسولى و. هغه مازديګر په پېنځه بجو ټاکلي ځاى ته راغله او د نوي ښار پر لوري يې ګاډى روان کړو. په ډېرو مغازو کې وګرځېدو، په يوه کې مو درېشي واخيستلې وروسته بيا يوه رستورانت ته وختلو. له دمې او چاى څگگښلو نه وروسته د باغ بالا چکر ته لاړو. هلته ښه ډېر وګرځېدو د ناجوګانو د لاندې کښېناستو.
په همدغه ترتيب سره زموږ د دواړو مينه له يوې ورځې نه بلې ته زياتېدله. شپې ورځې تېرېدلې، زه نور هغه سهار نه وم، چې به هره ورځ د مطبعې په بېلابېلو څانګو به ګرځېدمه، په مجلو او اخبارونو کې مې ليکنې کمې شوې. راډيو داستانونه مې هم په ټپه ودرېدل، له هرې فرهنګي څانګې نه به راته ټيلفون کېدلو، ويلې به يې: سهار صاحب ليکنې دې ولې کمې کړي دي؟
ما ورته بله بهانه نشوه کولاى، په غېر له دې چې ويلې به مې: ناروغي راپېښه شوې ده، ځکه مې ليکنې کمې شوي دي.
زه خو به هره مشاعره او ادبي بانډار کې کوربه وم، مګر ټوله ذهني قوه او مطالعه مې يوازې د هوسۍ په مينه پورې غوټه شوه، نور ژوند راته خوند نه راکاوه.

که دي خندلي راته نه واى
غريب سړى وم خپل روزګار به مې کاونه

کله کله به راته هوسۍ ويلې: درباندې پوه يمه چې د ليکنو او مطالعې نه دې لاس اخيستى دى، زه خو بې له هغې ستا يمه، خپل پخوانى روزګار او ژوند دې په عادي توګه پرمخ روان کړه. زه هم درسره دا نشم منلاى، ژوند په مينه پورې تړلى دى، ژوند او مينه بېل نه دي، ته بايد دوباره خپلې ليکنې تازه کړې. خداى شاهد دى، ډېر يې تشويقولم، تل په يې ويلې سهاره د ليکوالۍ نه لاس وانخلې، زه ستا ليکوالۍ له تا سره ملګرې کړې يم، پام کوه چې ځان دې له خپله مسلکه وروسته پاتې نه کړې. بيا به وروسته ارمان کوې او وخت به درنه تېر وي. هغې هم پخپلو درسونو کې کوښښ کاوه، ټولو استادانو ورته ويلي وو، چې له فارغېدو وروسته به خامخا د اسيستانت په توګه په پوهنتون کې پاتې کېدې شې، خو هوسۍ د نورو تحصيلاتو خيال کاوه او ماته به يې دا ويلې، چې کله به وي چې دواړه د لوړو زده کړو لپاره خارج ته لاړ شو. دا يې ارمان او هيله وه، زه ځان ته متوجې شوم، ما د هغې خبرو ته غوږ ونيو او دوباره خپلې دندې ته متوجې شوم. له خپلې ليکوالۍ او وظيفې سره مې ځان عيار او برابر کړو، له پخوا نه به مې لا ښه مضامين، داستانونه او ادبي ټوټې ليکلې. کله ناکله به مې ښه تکړه مقاله يوې نيمې مجلې کې چاپېدله. ډېرو راته وويل: ته لکه د کونړ درياب داسيءگ يې په اوړي موج نه وهې، په ژمي کې دې چړونه فريادونه کوي. مور ته به مې ښې ډېرې پيسې لېږلي. کله به د څو ورځو لپاره په رخصتۍ د مور ليدو ته کلي ته ورتلم. دا ځلي پس له اوږدې مودې نه وروسته کلي ته ولاړم. مور مې راته ډېر وژړل او پوره اوښکې يې تويې کړې او دا يې هم راته وويل: بچى زه بوډۍ شوې يم، خپه کېږم زر زر مې ليدو ته راځه. ته خو زما يوه رڼه اوښکه يې، زړه مې درپسې وران دى، بچي بې له تانه راباندې ژوند ګران تېرېږي. هغه خپل عادي حالت ته راغله، خوا ته مې رانزدې شوه ويلې: هو رښتيا زويه په دې ورځو کې مې زړه دى، چې په کلي کې درته کوژدن وکړم. په دې خبره ېي زر په خولې کې ورولوېدم.
مورې پام چې په دې هکله چاته ونه وايې، زه چې له خيره بل ځل په رخصتۍ راغلم، بيا به درته ووايم. تر هغې به خير دى نور هم تکليف تېر کړه، بل ځل په خير زر راځم. خامخا به دي په خير سره ستا نږور پيدا شي، په مخکې به دې ګرځي، له کارونو او ځينو تکليفونو نه په خلاصه شې. ما خو هېڅ فکر نه کاوه، چې ګنې مونږ ته به څوک خور او لور راکړي، ځکه چې د خداى په دا ارته دنيا کې ايکي دا يوه کوټه لرو، نور هېڅ نه لرو، خلک خو په مال او دولت پسې ګرځي. په دې وطن کې لياقت او اهليت نه پکارېږي، يوازې پيسې چلېږي. خو توکل زموږه په خداى دى، هرڅه به سم شي. تا دې راته الله ژوندۍ لري. مور مې په دې خبره خوشاله شوه، په زوره زوره يې وخندلې، ما يې لاسونه ورمچي کړل. په دې وخت کې د کلي ځينې کسان زما همزولي زما ستړي مشي ته راغلل، زموږ کوټه يوه وه، خو لويه وه. مخې ته يې غولى (منډاو) او انګړ ودان شوي وو، څو کټونه پکې پراته وو. په دا ځل د کلي ټول خلک زما ستړي مشي ته راغلل. پخوا به چې کلي ته لاړم، کور ته به څوک نه راتلل. يوازې په جومات کې به خلکو راته ستړي مشي ويلې. ځينو کسانو راته ويلې ستا راډيويي داستانونه اورو، ټول خلک يې خوښوي. ځانته به مې تمه پيدا شوه. هلته په کلي کې پوه شوم، چې دا خلک که سواد نه لري، د پېښو او ژوند په ټولو کيسو خبر دي. رښتيا چې هر چا راسره ښه سلوک کاوه، زما له وړوکتوبه عادت و، چې سبايي او مازديګر به جومات ته تلم، چې لاتراوسه مې همغه عادت درلود ا د خداى عبادت مې کاوه. په دې هم د خلکو خوښېدم. په دې رخصتۍ کې مې دوه هفتې تېرې کړې. حال دا چې هوسۍ راته د پنځه و ورځو اجازت راکړى و. مخکې به مې پوره يوه مياشت تېروله، کله مې چې دوه اونۍ ووتلې، له موره مې اجازت راواخيستلو نور خپلوان مې هم مونږه کره راغلي وو، زمونږ نزدې خپلوانو به زما له مور سره مرسته کوله. خپلوان مونږ سره په چم ګاونډ کې ډېره وو. د مور ټول مشکلات مې حل و، ماما به مې تل مور خپل کور ته بيوله. له ټولو څخه مې رخصت راواخيست او بېرته ښار ته راغلم. ماښام تېر و، چې خپل کور ته ورسېدم. شپه تېره شوه او سبا يې خپلې دندې ته لاړم. په کار بوخت وم، د څو ورځو کار مې راته پروت و. لګيا وم ليکنې مې کولي چې د ټيلفون زنګ راغى، غوږۍ مې چې پورته کړه، ما ويې بلې. ويل هوسۍ يم. سهار صاحب راغلى يې؟ ما وې هو. څنګه يې کور ته خيريت دى، هغې په ټليفون راسره ګړه بړه وکړه. وې ويل: ته پوهېږې، چې زه بلکل ناروغه شوې يم، رنګ مې زېړ اوښتى دى، د ازموينې ورځې مې دي، هېڅ تياري مې نه ده نيولې.
ما وې هوسۍ د کور او کلي کارونه وو، له بل پلوه مې مور راپسې خپه شوې وه. که زر ترې راتلاى نوره هم لا پسې خپه کېدله. بښنه غواړم شپې مې لږې ډېرې تېرې شوې. دا دى اوس درته راغلى يم. ويلې زړه مې چوي، څنګه وکړم نن هم پوهنځي ته نه ومه تللې. ټوله ورځ په کور کې راته موسيقي غږېدله. نن به زه په پوره څلور بجې مطبعې ته درشم. ډېره ښه ده خو موټر دې مطبعې نه وړاندې ودروه. د خدا ىپه امان.
د ټيلفون غوږۍ مې چې کېښوده، رئيس وروغوښتم ويلې پاتې کارونه درسره کور ته يوسه، چې سبا ته يې خلاص کړې. ما وې ښه ده رئيس صاحب ته ورته تشويش مه کوه، سبا ته به انشاء الله ټول کارونه سم وي.
نيمګړې ليکنې مې له ځان سره په څلورو بجو راواخيستې او په يوه دوسيه کې مې کېښودې، ما وې چې د شپې له خوا به پرې کار وکړم.
په څلورو بجو مې دوسيه له ځان سره واخيستله او له مطبعې نه ووتلم. وړاندې مې چې پام وکړو، د هوسۍ موټر ولاړ و. په چټکو ګامونو ورروان شوم، ما وې هغه به راته ډېره منتظره پاتې شوې وي، چې ورنزدې شوم هغه له موټره راکوزه شوه، ښکلې درېشي يې په ځان کې وه. په پنځو سوو ګامونو کې چې کله ورنزدې شوم، هغه زما په لور راروانه شوه. غږ مې پرې وکړو: هوسۍ زه درځمه ته ځان مه په عذابوه. زه نور هم ورګړندى شوم، کله چې سره نزدې ورغلو، پام چې مې ورته وکړو، د هغې له سترګو اوښکو دارې وهلې، ما وې اّخ دا ولې ژاړي؟
له خولې نه يې غږ نه خوت يوازې دواړه لاسونه يې رانه تاو کړل او په سلګو سلګو يې وژړل. ما وې هوسۍ څه شوي؟ ولې دومره ژاړې؟ د ژړا په حالت کې موټر ته ورپورته شوه، زه هم موټر کې ورسره کښېناستم، موټر يې د مطبعې اړخ ته ودرولى و، په ژړغوني اواز يې وويل: ما خو درته پنځه شپې ويلې ويآ، زه خو دې له ژونده ويستلې يم، ناسته ولاړه هېڅ خوند نه راکوي.
ما وې ښه نو دا خبره ده!
هغه لږه شېبه غلې ناسته وه، موټر يې نه چالاوه. پوه شوم چې رانه خوابدې ده، خوا ته يې ورنزدې شوم، د زنې نه مې ونيوله: هوسۍ بخښنه غواړم، زه مجبور وم، چې څو شپې مې ځنډ کړى واى. خير دې مړې رانه مه خپه کېږه. مخ يې راواړاوه، موسکۍ شوه، وې ويل: سهاره چېرې به درنه خپه نه شم، خو حېرانه پاتې يم، چې په ما څه شوي دي؟ مور مې راته څو ځلي په کور کې وويل: څه درباندې شوي هوسۍ لورې، چې دا رنګ دې الوتى ښکاري. په دې ورځو کې دې بل شان وينمه؟ زه ورته څه ووايم، چې ولې؟
هوسۍ جانې! په مينه کې دا خبرې شته دي، دومره يې اسانه مه ګڼه.
مينه خو د انسان سترګې پټوي او غوږونه يې کڼوي.
ځه چې کومه خوا لاړ شو، دلته د مطبعې مخه ده، هسې نه چې څوک مو وويني. هغې په عادي ډول د ناز خندا وکړه، ويلې د توړۍ زويه راځه، چې نن پغمان ته لاړ شو. ما وې ډېره ښه ده، ځو به. هغې موټر روان کړو او د موټر ټيپ کې يې د وحيد صابري (لاليه ګاډي وانه) سندره چالان کړه. په لږه شېبه کې يې موټر کوټه سنګي ته ورساوه. د ميرويس ميدان له دوکانونو نه مو خوراکي شيان له ځان سره راواخيستل او بيا پغمان ته روان شو. راساً د تپې بڼ ته لاړو، د تپې بڼ د ګلونو ښکلاګانو ته ورغلو.
هر رنګ ګلان غوړېدلي وو، په يو ښکلي ځاى کې د ګلانو په منځ کې کښېناستو، په بڼ کې خلک ګرځېدل، موږه چا نه ليدو. کله چې موږه کېناستو، سمدستي هوسۍ راته وويل: سهاره د خپل سفر او کور کلي کيسه راته وکړه. لومړى دا ووايه چې مور دې څنګه وه؟ روغتيا يې ښه وه؟ او رښتيا د خپل کور او خپلوانو په باب راته پوره پوره ووايه.
ما ورته د کور او کلي، د خپلې مور د حال احوال په باب خبرې وکړې، څه چې په کلي کې تېر شوي وو، ټوله کيسه مې ورته وکړه. دې راته وويل: مور دې ښار ته نه راولې؟ ما وې نه مور مې بوډۍ ده، پخپل کور او کلي کې خوشاله ده. ورور يې او نور خپلوان يې پوره خيال ساتي. هو رښتيا هوسۍ دا ځلې مې مور راته د کوژدنې خبره وکړه، ويلې کلي کې درته چېرې لاس پورته کوم.
اخ نو تا څه ورته وويل؟
هغه راته متوجې شوه ويلې ووايه سهاره رښتيا رښتيا وايه، دا چې ډېر وځنډېدې، لکه چې همدا خبره وه.
نه نه! په دغه باب هېڅ نه دي شوي. ما ورته وويل: مورې بل ځل چې راغلم بيا به خبرې سره وکړو، تر هغې به زما د کوژدنې خبره هېچا سره نه کوې. هغه دوباره خپل عادي حالت ته راغله، لاس يې کڅوړې ته ورتېر کړو، خوراکي شيان يې راواخيستل او زما په مخکې يې کېښودل.
لومړى موږه مېوه وخوړه. ه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←