هوسئ دویمه برخه
لومړى موږه مېوه وخوړه. هوسۍ راته وويل: سهار صاحب د راتلونکي په باب څه فکرکوې؟ ما ورته په ځواب کې
وويل: زه اوس هېڅ فکر نشم کولى، ځکه چې...!
څنګه دې ځکه چې وويل؟
زه لږ غلى پاتې شوم، هغې همدغه خبره بيا راغبرګه کړه، ما بيا په نيولي غږ ورته وويل: حېران يم هېڅ نشم ويلى.
هغې رانه خبره ونيوله وې ويل: سهار صاحب زه پوهېږم، چې ته څه وايې؟ نن درسره څو بربنډې او غوڅې خبرې کول غواړم، څنګه دې خوښه ده؟
ما وې ښه ده مهرباني وکړه! (په زړه کې مې تېر شول، لکه چې نن دې هرڅه په ډاګه کېږي) ويلې ما درسره په لومړۍ ليدنه کې دا ويلي وو، چې زه يوازې ستا د ليکنو سره مينه نه لرم، بلکې له تا سره هم مينه کول غواړم. تا باندې پوهېدمه، چې خپله غريبي دې راته مخې مخې ته کوله. ما درته ويلي و، چې مينه غريبي نه غواړي. اوس نو زه او ته يو پر بل پوهېدلي يو، زموږ ټول رازونه يو بل ته څرګند دي، خو يو راز او هغه دا چې تا زما مور و پلار او کورنۍ نه ده ليدلې، يو ځل به درباندې خپله کورنۍ وينم، په داسې حال کې چې هغوى درباندې هېڅ پوه هم نشي. په زړه کې خوشاله شوم، ما وې سهاره لکه چې هوسۍ سره دې واده کېږي، خو ولې بيا هم خپلې بې وسۍ په چرت کې لاړم. الکه نه دې کور شته، نه دې پيسې، دا خو د معتبر سړي لور ده راتلونکې ګوزاره به دې څنګه شي؟ هوسۍ په څنګل ووهلم، ويلې بيا څنګه پخپلو چرتونو کې ډوب شوې؟ ما وې نه نه... هسې...!
زه به داسې زمينه برابره کړم، چې زما مور او پلار وپېژنې، خو که چېرې هغوى په مونږه پوه شي ما به سخته تهديد کړي. پلار مې د زاړه کولتور سړى دى، هغه دا خبرې کله مني. مور مې هم دغسې درواخله، خو يوه خبره ده، چې هغوى په ما پوره باور لري. زه ورباندې ډېره زياته ګرانه يم، چې هر څومره پيسې وغواړم، راکوي يې. دا موټر يې راته اخيستى دى. همدا راته وايي، چې يو ښکلى کور درته جوړوم. د پيسو او شتو کمى نه لري، خداى شته چې ډېرې پيسې ترې زه مصرفوم. خداى دې راته ژوندي لري، نو ځکه مې درته دا خبره ياده کړه، چې دواړه په راتلونکي څه فکر وکړو.
هوسۍ زه څه ويلى شم، يوازې دومره ويلى شم چې مينه درسره لرم او دا مينه به مې له تا سره تر اخره پاتې وي، نور نو په تا پورې اړه لري. زه خو نه پيسې لرم او نه داسې څه، چې دا د نن درانه رواجونه په ځاى کړاى شم، يوازې همدا سهار يم او بس.
هغه موسکۍ شوه، خرپ شو په ولې يې ووهلم، ويلې همدومره مې درنه غوښتل، نور به کېږي. تر مازديګر ناوخته پورې په تپې بڼ کې وګرځېدو، کور ته ناوخته ولاړو. نيمګړي کارونه مې د شپې سرته ورسول. هوسۍ چې کور ته روانېده، ولې زه او ته به دوه ورځې نور نشو ليدلى. زه ازموينه لرم، په ټيلفون به سره خبر اخلو، ما وې سمه ده يو له بله مو سره مخه ښه وکړه.
ما خپل پاتې کارونه په دغو دوه ورځو سم کړل. په درېمه ورځ چې له کاره رخصت شوم، د مطبعې مخې ته ښکته شوم. وړاندې مې وليد، چې د هوسۍ ګاډى ولاړ دى. د ګاډي خوا ته ور روان شوم. کله چې ښه ورنزدې شوم، هغه له موټره راښکته نشوه، خالي د موټر دروازه يې راته خلاصه کړه، ويلې راځه سهار صاحب! په موټر کې چې ورسره کښېناستم، سمدستي يې راته وويل: خپه نشې له موټره ځکه ښکته نشوم، چې څوک مې ونه ويني. بل هغه دوه ځوانان راته ولاړ دي، څه خو يې راته نه دي ويلي، خو ځانونه راته بوڅ بوڅ کوي.
ما ورته وخندل او بيا مې ورته داسې وويل:
ستا حسن ته هېڅوک د ټينګې نه دى، چې رښتيا راباندې وايې، ډېرې ځوانۍ درته اوبه کېږي. په دې خبره يې موټر په تراټ سره روان کړو. هغه دوه ځوانان همغسې دېواله ته حېران پاتې شول. تر ډېره مونږ خندل او موټر روان و. موټر چې د ميوند واټ خولې ته ورسېده، په دې وخت کې يې راته وويل: کومي خوا ته ځو؟ ما وې ستا خوښه! هغې سمدستي وويل: راځه نن به د چهلستون بڼ ته لاړ شو. ما وې سمه ده ځو به.
په جاده کې يې موټر لږ څه ګړندى کړ، ما وې هوسۍ جانې خيال ساته د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده، خداى مه کړه کومه پېښه ونه شي. ويلې ستا خبره پرځاى ده.
د کابل په ښار کې يوازې دا د ميوند واټ سړک لږ څه پراخه دى، موټر پکې ګړندى تېرېدى شي، نور د ښار سړکونه بيخي تنګ دي.
د هوسۍ دا عادت و، چې تل به يې په ډکه خوله خندا کوله. زه به يې په خبرو راوستلم. زه يې نه پرېښودم، چې غلى او چوپ پاتې شم. زما عادت و، چې ډېر نه ګړېدم، چې چا به راګړولى نه وم، له خولې مې غږ نه خوت، خو هوسۍ په خبرو راوستم. په دې ورځ کله چې د کابل ګذرګاه ته ورسېدو، د بابر د بڼ په دروازه مو سترګې ولګېدې. ما وې يوه ورځ به د بابر بڼ ته هم راځو. هغې ويل که غواړې چې اوس ورتاو شو. ما وې نه نه نن چهلستون ته ځو. په همدې خبرو خبرو کې د چهلستون د بڼ دروازې ته ورسېدو. له موټره ښکته شو او دننه مو غوښتل، چې ننوځو. بڼ ته د ورننتلو په وخت کې ډېر خلک د بڼ دننه روان وو، هر چا به هوسۍ ته ورکتل. ډېر ځوانان به هوسۍ خوا ته څنګ و څټ کېدل، خو هغې به پرې خيال هم نه راوړو. ډېرو به د هوسۍ ښايست او ښکلا ته پرزې ويلې، ما به ځان تېراوه، هغې هم چرت نه خراباوه. يوازې به يې ما سره خبرې کولې، چې ډېره به په عذاب شوه، دومره به يې وويل: بې تربيه از خود خوار و مادر نداريد؟ نوره يې په قيصه کې نه وه.
ځينو به ماته وويل نوش جانت. زه به حېران ورته پاتې وم، په همدې حالت کې مونږ د چهلستون بڼ دروازې ته ورننوتلو او دننه مو د ورتلو قصد درلود، چې ان لومړى د چهلستون قصر (ودانۍ) وګورو او بيا وړاندې د ګلانو خوا ته لاړ شو.
د خلکو بيرو بار زيات و، خو کله چې مونږه د چهلستون په دروازه وردننه شو، ددغې بڼ جګ جګ چنارونه، رنګارنګ ګلان، د ګيلاسونو ميوې، د چهلستون د ماڼۍ ښکلا ته به څومره سيلانيان راتلل. باور وکړئ د خلکو بيروبار به دومره زيات و، چې د تېرېدو شان پکې نه و. مونږ د خلکو له ټېل نه ځان ووېست، شاته راپسې دوه تنه زلميان وو او هوسۍ ته يې ازار ورکاوه. موږ په کرار کرار تلو، هغه يوه تن حيا او شرم غورزولى و، له انسانيت نه نور ووت، په ما له ډېره قهره نه خوله راماته وه. ناڅاپي مې پرې ورودانګل، له پښو نه مې ونيو او سرته مې پورته کړو، په ځمکه مې راختا کړو. چپ لاس يې په ځمکه ونښتو ځوان يوازې وويل: الله مردم دستم شکست. نور نو هغه له ځايه ونه خوځېد، هغه بل راباندې له پاسه پروت و، زه يې په سر باندې په بوکس ووهلم، سر مې ګنګس شو. هوسۍ هغه په سترګو کې په سوک وواهه، زه يي پرېښودم، او پاڅېد. خلک راغونډ شو، يو پوليس راغى، ما ټول جريان هغوى ته ووايه. ټولو پرې لعنت وايه. پوليس هغوى له ځانه سره بوتلل. لاس چې يې مات و، هغه لاپې کولې ويلې: نمى مانم اش دست مرا شکستانده است. پوليس، چې د هلک لاس وليد، رښتيا چې غوټ مات شوى و. د هلک بدن لړزه کوله، پوليس ماته مخ راواړاوه، ويلې دده خو لاس مات دى. په دې وخت کې هوسۍ پوليس ته وويل: هن دا کاغذ د پوليسو مامور ته ورکړه.
هوسۍ په سپين کاغذ کې پيسې ايښې وې، د پوليس په جېب کې يې کاغذ کېښود، پوليس نور څه ونه ويل، هغه دواړه يې له ځان سره بوتلل.
خداېږو هغه يو عجيبه وخت و، له يوه پوليس نه به ټول کلى ډارېده. په دغسې پېښو کې به د پوليس غوا لنګه وه. مونږه چې د پېښې له ځايه روان شو، په چټکۍ سره مو تر موټره ځان ورساوه. زما کميس څېرې شوى و، سر مې هم درد کاوه. هوسۍ هم زېړه تښتېدلې وه، موټر يې روان کړو، له قهره يې وويل: دا ټولنه د ژوند کولو نه ده، خو څه وکړو زمونږ ناکام دى، نو. بيا به يې ماته راوکاته ويل به يې څنګه په تکليف خو نه يې؟ ما به ورته په خندا کې وويل: هوسۍ هيڅ خبره نشته، ته موټر په احتياط چلوه، ستا خبره په ځاى ده، دلته ګوزاره ګرانه ده.
دا خو لا ښار دى، د افغانستان پايتخت دى، په اطراف او کليو کې خو هډو مينه کول ګناه ده. مينه هلته د مرګ سره لوبې دي. هو يو شى چې په کليو کې شته دى، هغه دا دى چې داسې بې حيايي او بداخلاقي لکه چې دلته ده، هلته نه شته. هوسۍ موټر د يوه رسټورانټ مخې ته ودرولو، ويلې راځه چې دغه رسټورانټ کې چاى وڅښو.
موټر يې پارک کړو، موږ دواړه يوه رسټورانټ ته پورته شو. ساه نيولى په مېز کښېناستو. په رسټورانټ کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه، څو تنه د پاخه عمر سړي او څو ځوانان جلا جلا سره ناست وو. درې تنه انجونې هم د خپل فاميل سره په يوه مېز ناستې وې. هوسۍ رانزدې شوه، سر يې راټيټ کړو ويلې سر دې درد کوي؟ نه دومره نه خو لومړى يې درد کاوه، مګر اوس درد نه کوي. هوسۍ چې رنګ يې زېړ اوښتى و، خپه او ستړي ښکارېده. په ورو او ټيټ غږ يې وويل: ددې ټولنې هرڅه ويجاړ دي، دلته ژوند ډېر ګران دى. هوسۍ خير دى مه خپه کېږه. بلا پسې که، هرڅه چې و تېر شو. په ډېرو شيانو بايد سترګې پټې شي، هېر يې کړه. د رسټورانټ شاګرد چاى راوړو، چاى مو څښلې چې هوسۍ په خندا کې وويل: هغه يو خو مې په دا خوله لګاو کړ، يو سوک مې په سترګو وواهه اخ تا که هغه په سترګو وهلې نه واى، خداېزده چې څه به پېښېدل. رښتيا چې ټولو خلکو په هغو لعنتونه او بدل ويل.
او هى چې د دوى ژوند وي بيا به د چا تورسرو ته په سپکه ونه ګوري.د يوه لاس مات شو، خو پوليس هم ونه نيولم. هوسۍ په تونده لهجه وويل: ته پوهېږې، چې پوليس ته ما په کاغذ کې پيسې تاو کړې او جېب کې مې ورته کېښودې، ځکه يې پرېښودې. هوسۍ بس نور دا خبرې پرېږده، هرڅه چې و تېر شول. د هوسۍ په رنګ کې بېرته سوروالى پيداشو، د چاى ګوټ يې وکړو او پياله يې په مېز کېښوده وې ويل:
سبا نه بل سبا ته زما د تره د زوى واده دى، په کابل هوټل کې. زه به درته سبا ته د واده کارت درکړم. واده ته به راشې،
ما وې زه خو نو څوک نه پېژنم، ستاسو له خلکو سره بلد نه يم، واده ته به څنګه درشم.؟
خو زه همدا غواړم، چې ته لومړى زما مور او پلار ووينې، زه به يې له وړاندې تاته وښايم، زما کورنۍ به وپېژنې. سبا ته به زه درته نېکټايي او کمېس راوړم، هغه توره نوې درېشي به دې واغوندې. ما وې ښه ده.
زړه مې رالوى کړو او ورته ومې ويل: او ته به کومه درېشي واغوندي؟ خبرې مو د مينې خوا ته لاړې. د هغې رنګ په عادي حال شو، ويلې زه دريشي نه اغوندم، زه به په داسې جامه کې يم، چې ته به مې هېڅ ونه پېژنې. ما وې دا څه وايې؟ هغې ويلې هو. د واده جامې خو نورې دي. ما پخپل عمر کې چېرې د ښار واده نه و ليدلى. فکر واخيستم، دا به څنګه واده وي. زه به د کابل د ښار واده ووينم او هغې به داسې جامې اغوستې وي، چې زه يې هېڅ ونه پېژنم.
ښه ډېر په چرت کې تللى وم، چې هوسۍ راته کړه: څنګه سوچ کې لاړې، پام دې وي چې هېڅ فکر ونه کړې، زه به مور او پلار ته تا سم وروپېژنم، ورته به ووايم، چې دا زما ټولګي وال دى، نور څه وايې.
ما وى هو هو همدغسې وکړه، دا خبره مې زړه واخيسته، ويې خندل او ويلې: سهار صاحب زړور او خوشاله ځان ونيسه، داسې وګڼه چې ستا د تره د زوى واده دى.
ښه ښه هوسۍ پروا مه کوه. ماښام خړه لګېده، چې له رستورانه راووتلو او د کور په لور روان شو. زه يې د کور خوا کې ښکته کړم او هغه رانه لاړه.
کله چې د واده ورځ راورسېده، سهار وختي حمام ته لاړم، ځان مې ښه پاک کړ. يوه ورځ راته مخکې هوسۍ ښکلې نېکټايي، نوى کميس او نوي بوټان راوي وو. په دغه ورځ چې له وظيفې نه رخصت شوم، د مامورينو په ګاډي کې کور ته لاړم. نوي درېشي مې واغوستله، په ځان مې پوره ګوتې ووهلې. واده د مازديګر په شپږو بجو پيل کېده. له کوره راووتلم، غوښتل مې چې يو ټيکسي کې تر کابل هوټل پورې ځان ورسوم. کتل مې چې زما يو دوست د يوه دوکان مخې ته ولاړ دى، مخ يې راواړاوه او سمدستي په خندا شو لاس يې له ورايه خواره کړل. ما هم کلکه غېږه ورکړه، ډېره موده مو سره نه و ليدلي، خوږه ستړي مشي مو وکړه. ملنډې مو له پخوا نه درلودلې، ويلې د کونډې زويه لکه چې کوم هاتي دې په سوپره کې وهلى دى، څنګه غوړ شوى يې؟. ته او دا د مود فېشن دي؟
ما وې ولې زه دې دومره په سترګو کې کم راغلى وم، دنيا خو د ارټ منګوټى دى، يو پر بل پسې اوړي رااوړي. بدبختي به تل زموږ د خوارو په برخه وي؟
هغه ويل: هو سهار صاحب هرڅه بدلېږي، خو زه حېران دې ته يم، چې ته خو ډېر زر بل شان شوې ويلې لکه چې چېرې روان يې؟
هو انډيواله کابل هوټل کې واده ته غوښتل شوى يم. ويلې راځه چې زه دې ورسوم. خپل موټر ته يې پورته کړم، هغه له پخوا نه موټر کې ګرځېده. د لوى تجار زوى و، ما سره په پوهنتون کې يوځاى په يوه ټولګي ګي و.
تر کابل هوټل پوري مو سره ښه د زړه خواله وکړه او دا يې هم راته وويل: سهاره داستانونه دې پرله پسې اورم او مضامين دې لولم. هيله من يم، چې نور به هم په ليکنو کې وړاندې لاړ شې. زموږ افتخار يې يار. موټر يې د کابل هوټل مخې ته ودراوه. ما ورته وويل راځه ما او تا پکې څوک څه پېژني، ته هم راسره ولاړ شه. هغه لږ موسکى شو ويلې ورځه بچو لکه چې کار دې پوخ دى. زه درسره نه ځم. خداى په اماني مو سره وکړه او ولاړ. زه په کرار زړه نازړه د هوټل دروازې پلو روان شوم. ليدل مې، چې ډېر کسان په نويو جامو کې او په نويو درېشيو کې ولاړ دي، څوک ننوځي او څوک لا ولاړ دي. دروازې دواړو غاړو ته څو تنه ځوانان په ښکليو درېشيو کې د خلکو استقبال او هرکلي ته ولاړ وو. ما خپل ګامونه کلک او مضبوط اخيستل، په دروازه کې راته ښه هرکلى وشو. له دروازې نه چې لږ ورننوتلم، مخامخ وړاندې د پېغلو انجونو ټولګى هرکلي ته ولاړ وو، ټولو ښکلې جامې اغوستې وې، ماته خو ټولې نابلده وې، کتل مې چې د هوټل تالار او زال له خلکو ډک ښکارېده. ما ځان په غټو کې وهلى و، په تمکين او ارام ګامونو مې قدمونه اخستل، مخې ته مې درې څلور جنکۍ راغلې، هرې يوې په خپل انداز کې ښکلې جامې اغوستې وې، هسې ډول يې کړى و، چې يوه له بلې نه پېژندل کېده. ماته لومړى يوې لاس رااوږد کړو، ستړي مشي يې راکړه، درې نورې يې راته راوپېژندل. ما هېڅ نه ورکتل، همداسې ترې روان شوم. هغوى ټولو وخندل، زه ځان پوې حېران شوم زه لږ څه ځان پورې خجالت شوم، په زړه کې مې وې لکه چې کوم څه دي برابر نه دي، ځکه خو انجونو درپورې وخندل. څو ګامه وړاندې تللى نه وم، چې همغه جينۍ بيا راغله، شاته يې راپسې غږ کړو، خندل يې سهار صاحب سهار صاحب مخ مې ورواړاوه، چې همغه ړومبنۍ جنۍ ده، چې بيا يې وويل: سهار صاحب لږ ودرېږه، چې ودرېدم او ورته زير شوم، چې له مزله مې له وړاندې وپېژندله، هغه په چابکو ګامونو خوا ته راغله. درته نه مې و ويلي چې په واده کې به ما ونه پېژنې؟ ما وې دا تاسې په ځان څه کړي دي؟ دا ډول جامې او دا دومره سينګار. په والله چې غږ دې راباندې نه واى کړى، که تر اخره مې پېژندلى واى. هوسۍ زما ګناه نه ده، دا مې لومړى ځل دى، چې داسې واده او داسې جامې او فېشنونه ګورم.
هغې چې راته مخامخ راوکتل، غلى شان مې ورته کړه: بيخي ښاپېرۍ درنه جوړه شوې ده. موسکۍ شوه ويل يې: تا ځانته کتلي دي، دې ټولو جينکو راته وويل دا زلمى څنګه قندولک او ښکلى دى. راځه دا خبري پرېږده، راځه چې مور او پلار مې دروپېژنم. هغه رانه مخکې شوه او زه ورپسې. د هوټل په منځ کې د تلو راتلو په لاره وړاندې د هوټل په اخر کې په يوه مېز د هوسۍ کورنۍ ناسته وه، پلار او مور ته چې ورغلو، سلام مې ورواچاوه زه يي ورمعرفي کړم. لومړى يې هغوى ته په ډېر احترام او درناوي سره وويل دا زلمى زما همصنفي دى واده ته راغلى دى، تاسې ته مې دروپېژانده. مور او پلار يې ښه ستړي مشي راسره وکړه. هوسۍ خپل مور او پلار ته زما ډېره ستاينه وکړه، خو دا يې ورته ونه ويل، چې ګنې دا هغه څوک دى، چې تاسې تل داستانونه لولي او غوږ ورته ږدئ. زما نور کړه وړه يې ترې له ځان سره وساتل. له پېژندګلو نه وروسته هوسۍ ماته په يوه خاص ادب کې وويل: تاسې راځئ، چې هلته نور ملګري هم ناست دي، هغوى سره به يوځاى کښېنئ. د مور او پلار له مخه يې هسې وويل. زه ورسره روان شوم، په هوټل کې چې کوم ښه مېز او ځاى موجود و، هلته يې بوتلم، په مېز دوه درې سړي او ښځې هم ناست وو، د مېز په کونج کې زه کښېناستم، هغې راته وويل: زه دستي بېرته راځم.
يوه شېبه وروسته مې کتل، چې هغه راغله، دوه جينکۍ نوري او يو زلموټى هلک، چې هوسۍ د اکا زوى و، راغلل، زما سره کښېناستل. هوسۍ دومره خوشاله ښکارېده، چې هېڅ اندازه يې نه وه. دومره ښکلې وه، چې په هوټل کې ټولو ورته خامخا ورکتل. ما ځان په ارام نيولى و، ځکه چې له يوې خوا نابلده وم او له بلې خوا ما وې، چې څوک درباند پوه نشي. مګر هوسۍ د هېچا په قيصه کې نه وه، له ما سره يې همغسې په مينه خبري کولې. د هغې خو د کاکا د زوى واده و، په ګرد هوټل کې ګړندۍ ګړندۍ ګرځېده راګرځېده. هر چا داسې فکر کاوه، چې ټول اختيار د واده د همدې په لاس کې دى، چې زما له خوا نه به لاړه د هوټل په وړاندې ځاى کې په مصروفه وه. د مصروفيت په وخت کې په يې زما پلو هره شېبه راکتل، خو چې کله به د واده په ښکلو جامو کې زما خوا ته راروانه وه، له ځان سره به له خندا شنه وه. زه به يې په سترګو کې د مينې په راز پوه کړم، راسره ناستو کسانو ته به ېي وويل: دا مسافر درنه خپه نه شي. هغوى به ټولو ماته راوکتل او اوبه يې ويل: ولې به خپه کېږي. په دې وخت کې هنرمندانو موسيقي په غږولو پيل وکړو.
ټولو وويل دا ښه هنرمندان دي، ښې سندرې وايي. رښتيا هم چې رخشانې او هماهنګ وار په وار خوږې سندرې ويلې. هوټل له خلکو ښځو او نرو ډک شو.
هوسۍ ښه اوږده شېبه تري تم شوې وه، هرڅو به مې چې سترګې واړولې راواړولي، د هغې څه پته نه لګېده. پخپلو خولو کې ډوبه وه. د واده مراسم تاوده روان و، په هوټل کې ګڼه ګوڼه زياته وه، څو کسان مې د پېژندګلو وليدل. نورې انجونې هم زما د مېز خوا ته راغلې. کله ناکله يې په ما پرزې ويلې، خو ما ورته وخت نه ورکاوه، چې ګپ شپ راسره ولګوي. کله به چې هوسۍ موسکۍ موسکۍ زما خوا ته راغله، ناستو جينکو ته يې زور ورکاوه. هغوى ټولې د هوسۍ ښاېست ته حېرانې پاتې وې. ماښام شو تياره شوه، د ډوډۍ خوړلو اعلان وشو، ټول خلک له خپلو ځايونو نه پاڅېدل او د ډوډۍ خولو خونې ته روان شول. زه لا ناست وم، چې لږه شېبه وروسته هغه راغله او ويلې راځه، چې ځو، موږ دواړه يوځاى د ډوډۍ خونې ته روان شو. د خلکو ټېل زيات و، هوسۍ زما لاس ونيو راته وې ويل: ټېل دى، چي رانه ورک نشې. د ډوډۍ خونې ته لاس نيولى لاړو. هلته هر ډول خواړه تيار شوي وو، د ډوډۍ خوړلو نه وروسته ناوې او شاه راغلل، هوسۍ د شاه تر څنګه روانه وه، په سټېج کې يوه لنډه شېبه ودرېدل، د ښادۍ والا کورنۍ د ناوې او شاه سره ولاړ وو. عکاسي وشوه، موسيقي ښه په غرب سره روانه وه. نڅاوې کيدلې، څو ځلي هوسۍ د نڅا وار تېر کړو. واده ان د شپې تر دوو بجو پورې روان وْ. پوره په دوه بجو واده پاى ته ورسېده. له هوټل نه خلک په وتلو شول. زه چې کله دروازې ته راووتلم، هوسۍ ولاړه وه. يوه ځوان چې هغه د هوسۍ د کاکا زوى و، وويل وروره دا مېلمه به خپل کور ته ورسوې او ته به ترې بېرته هوټل ته راشې، چې بيا موږ کور ته ولاړ شو. زه د هغې موټر کې کور ته راغلم او د هغې د کاکا زوى رانه بېرته ولاړ.
ډېر ستومانه شوى وم، په دغه شپه مې پوره خوب وکړو، ځکه چې سبا ته د جمعگې ورځ وه ستړتيا مې ورکه شوه. د جمعې ورځ مې په کور کې دمه وکړه، چېرې ولاړ نه شومه. په سبا ته لکه د نورو ورځو نورمال خپلې دندې ته لاړم. هره ورځ به د مازديګر په وخت موږه چکر واهه، د شپې به مې يو نيم داستان او ځينې طنزيه ليکنې کولې. زما داستان به په راډيو کې خامخا نشرېده، ممثلينو به په خورا ښه ډول تمثيلاوه، نو ځکه د خلکو به خوښېده. په مجلو او ورځپاڼو کې به چې زما مقالې او نورې ليکنې نشرېدلې، پوره حق الزحمه به يې راکوله. د مياشتنۍ تنخواه نه مې حق الزحمه زياتېدله. ژوند مې په نورمال ډول ښه تېرېده، يو څه روپۍ مې زخيره کړې وې، هوسۍ ته مې وويل: وطن ته ځمه خپله زړه خونه ړنګوم او نوى کور پکې جوړوم، ډېر ځنډ نه کوم يوازې چاته به ېي په اجاره ورکړم، ستا څنګه خوښه ده؟
هغه لږه غلې شوه، بيا يې وويل: ډېره ښه ده، زه به هم درسره مرسته وکړم. ما وې که وشوه دوه ورځې وروسته به کلي ته لاړ شم. سبا مازديګر، چې کله مونږه په موټر کې کښېناستو او د ښار په لور رهي شو، هغې خپل بکس ته لاس کړو، پيسې يې راواېستې، ويلې دا لس زره افغانۍ به زما له خوا درسره مرسته وي، بيا به وروسته ګورو، ته يو ځل په کور پيل وکړه، دا دې ښه پلان جوړ کړى دى. ويې خندل وې ويل کېداى شي کوم وخت درسره په چکر کلي ته لاړه شم.
ما وې کوم به هغه ساعت وي.
هغې موټر په کرار کړو، مخ يې راواړاوه، وې ويل: ته پوهېږې، چې په دې ورځو کې زموږ قومي خلک زما د غوښتنې لپاره زموږ کور ته څو ځلي راغلي دي، د پلار مگي خوښه ده، چې هغوى ته مې ورکړي، مګر ما په کور کې ويلي دي، چې ګورئ پام زما په غياب کې به زما ژوند په چا پورې نه تړئ. له مانه به خامخا پوښتنه کوئ. دغسې خبرې شته دي. فکر دې وي، چې دا ځل کلي ته ولاړې مور ته به دې زما په باب خبرې کوې. ښه ده هوسۍ زما هم دا ستا خبره په زړه کې ده. زه به مې مور سره هرومرو ستا خبره کوم. ته ډاډمنه اوسه، خو ستا د پلار سره به څه کېږي، ځکه چې زه....
پام چې داسې فکر ونکړې، ترڅو چې ته له کلي نه بېرته راګرځې، په دې هکله به مې يو څه کار کړى وي.
دوه ورځې وروسته کلي ته لاړم، مور مې ډېره زياته خوشاله شوه، يوه ورځ مې د زوړ کور د ورانولو ورته وويل، هغې راته اخ وکړو، وې کور ولې ورانوې؟
مورې نوى کور درته جوړوم.
پيسې به له کومه شي؟
مورې خداى مهربانه دى، يو څه پيسې مې له ځانه سره راوړي دي، د کور د جوړېدو چاره به پرې وشي. هو مورجانې رښتيا، چې هغه جمعه خان د خټې پسخګر په کلي کې دى او که چېرته تللى دى؟
شته دى زويه، د خلکو کلاګانې جوړوي، هغه ډېر ښه کورونه جوړوي، د کور کار په هغه وکړه. هو مورجانې سبا ته به ورپسې ورشم، خبرې به ورسره له نږدې نه وکړم. مور مې زما په دې کار زياته خوشاله شوه، لاس يي پاس ته په دوعا پورته کړل. ډېره دوعا يې راته وکړه، په دې وخت کې زما څو کليوال ملګري موږ کره راننوتل. زما ستړي مشي ته راغلل. تر ناوخته پورې راسره ناست وو، سبايي وختي په جمعه خان پسې لاړم. لا کار ته نه و تللى. د خپل کور د جوړېدو په باب مې ورسره خبري وکړې، هغه ښه د تبې سړى و، لومړى راته حېران پاتې شو، ويلې وراره شاه باش لکه چې پيسې دې پيدا کړي دي؟ ما وې هو جمعه خان اکا يو څه خو مې کړي دي. اوس راغلى يم، چې زما د کور د جوړېدو خبره راسره وکړې. هغه وويل: وراره زه دوه ډوله کار کوم، يو دا چې په اجاره نيول او دويم دا چې په ورځنۍ مزدورۍ. اوس ستا خوښه چې کومه يوه درته اسانه ښکاري. ما وې جمعه خان اکا زه وخت نه لرم، چې پاتې شم، خو د کور ورانول او د نوي جوړېدو خبره راسره وکړه.
هغه ډېره شېبه سوچ وواهه، بيا يې وويل: زه به سبا ته وختي درشم، د نوي کور اندازه به واخلم، چې څو متره اوږده لرې او څومره لنډوالى لري، څو پکې کوټې جوړوې، دا ټول به سره وسنجوو. د زوړ کور د ورانېدو خبره به هم وکړو. نيمايي پيسې به پيشکي (مخکې) راکړې، چې زه پرې کار پيل کړم. ما وې ډېره ښه ده، سبا ته چې راغلې نورې خبرې به هلته وکړو. اوس نو درنه ځمه. د جمعه خان نه مې رخصت راواخيست او کور ته راغلم. زوړ کور مې چې په مترونو کړو، څلوېښت متره اوږد او دېرش متره په لنډو جوړ شوى و.
د نوي کلا اندازه مې چې ولګوله په منځ کې يې درې کوټې کور، يوه اشپزخانه (پخلنځى) او يو د لمبا کوټه او په يوه کونج بيرون ته يوه ټټۍ جوړېدله.
سهار وختي جمعه خان اکا چاى موږ کره راوړ، ما ورته په کاغذ کې د خپل فکر سره سم د نوي کور د جوړېدو نقشه وښودله. هغه چاى څښو او فکر يې کاوه. پس له ډېر وخت نه وروسته هغه ويل: وراره جانه د زوړ کور ورانېدل او د نوي کور جوړېدل به دې ټول ټال پنځوس زره افغانۍ لګېږي. ما وې جمعه خان اکا ته او خپل انصاف دې زه خو په دې باب څه معلومات نه لرم. هغه ويل که مې درته زياته ويلي و، ددې کلي د خلکو نه هم پوښتنه کولى شې. د چاى څښلو نه وروسته مې ورته وويل: سبا سهار به له خيره راشې، چې د کلي څو تنه مشران او د کلي امام په ګډون به سره دوعا وکړو. ته به خپل کار پيل کړې، ويلې ښه ده زه به اوس لاړ شم، چې پسخه وهم. غرمه توده شوه، خټګر به راغلى وي. هغه يوه لويه کلا په اجاره نيولې وه، په منډه يې خپلې څپلۍ پښو کړې او لاړ.
په دغه ورځ مې د کلي له ځينو خلکو نه د خټګرو د مزدورۍ او زما د کور د جوړېدو ټول خصوصيات وپوښتل. هغوى وويل دومره ګرانه سودا نه ده، نن سبا مزدوري ګرانه شوې ده، پيسې زياتې شوي دي. خلک نوې ابادي ګانې کوي، مزدوري ګرانه ده. جمعه خان خټګر درسره مناسبه فيصله کړې ده. بېګاه ته مې دا ټولې خبرې له مور سره او له ماماګانو سره شريکې کړې، هغوى په دې کار ډېر خوشاله شول. مشر ماما مې وويل: خوريه! ډېر زيات خوشاله شوم، چې ته د خپله انده شوې او دا زوړ کور دې نوى جوړوې. دا زموږ د ټولو لپاره د خوښۍ ځاى دى، خداى دې برى درکړي. مور مې په دغه شپه خوشاله وه، شکر يې ووېست، ويلې شکر دى الله، چې زما زوى دې، دې ورځې ته راورساوه. موږ خو د خداى غريبانان وو. ټولو راسره په دې دوعا وکړه، چې زوړ کور به ورانوو او نوى کور به جوړوو.
سبا ته وختي جمعه خان خټکر موږ کره راغى، ملا امام او څو تنه د کلي مشران مو راوغوښتل، چاى ماى چې وڅښل شو، ملا امام يو سورت قراّت کړ وروسته بيا دوعا وشوه، هر چا بيا خپل نظر ورکاوه. چا ويل: څنګه نقشه پکې اچوئ؟ چا به ويل يو ځل دا زوړ کور هوار شي، بيا به پرې تناب واچول شي، وبه کتل شي چې څو کوټې پکې جوړېدى شي. جمعه خان ته مې مخکې له مخکې نه نيمايي پيسې ورکړې، هغه وويل سر له سبا نه موږ د کور په ورانولو پيل کوو، تاسې په کالي ترې همدا نن وباسئ، سبا ته په خير سره زه مزدوران راولم.
ما وې ښه ده. ټوله ورځ مو له کوره سامان د ماما کور ته وچلاوه، خپلوانو راسره مرسته وکړه، کالي يې راسره وچلول، کور مو مازديګر ته خالي کړو، سبا وختي يې د کور ه ورانولو پيل وکړو، په څلورو ورځو کې يې ټول کور سم هوار کړو. جمعه خان خټګر وويل: د خټې ځاى او د کور د جوړېدو د څلور ديوالۍ کچه به سبا ته معلوموو. ما وې ښه ده جمعه خان اکا يو ځل به بيا د تهدابونو ايښودلو لپاره ملا صاحب او همغه مشران راولو. هغه وې سمه ده، خو دا کار به لږ وختي کوو.
په سبا ته مو همغه کسان راغوښتل، د کلي نقشه ګر خيرو جان مو هم راوغوښت، زموږ د زاړه کور شاوخوا څلور خواو ته زموږ شاړه ځمکه پرته وه، په اوږدوالي او لنډوالي مو خبرې اترې پرې ډېرې سره وکړې. بيا دوعا وشوه، ملا امام د قراّن مجيد سورت ووى. بيا ورپسې دوعا وشوه او شيريني (خوږه) ووېشل شوه. خيروجان نقشه ګر تناب راواخيست، په هوار شوي کور او شاړه ځمکه يې په اوږدو خور کړو، چې پوره پنځوس متره اوږدوالى او پېنځه دېرش متره يې سور وشو. ټولو وويل دا خو لويه کلا پکې جوړېدى شي. خيرو جان وويل: راځئ، چې د کلا په منځ کې اوس د کور نقشه واچاوو. په لږه شېبه کې يې د څلورو کوټو، يوې اشپزخانې (پخلنځي) او ټټۍ نقشه جوړه کړه. خټګر ته يې وويل: دا دې د کور نقشه، نور په تا اړه لري. جمعه خان خټګر په خټو پيل وکړو، ما نورې څو شپې تېري گکړې، له موره مې رخصت واخيست او دوباره خپلې دندې ته لاړم.
سهار چې د خپل کار ځاى ته ولاړم، دا مې هيله وه، چې هوسۍ په څه ترتيب سره د خپل راتګ نه خبر کړم. د ورځې دوولس بجې د ټيلفون زنګ راغى. د ټيلفون غوږۍ مې چې پورته کړه، هوسۍ وه. ويلې اّخ شکر خدايه ته راغلى يې؟
ما وې هو بېګاه ماښام راورسېدم، ته څنګه يې؟
ښه يم ته څنګه يې؟
زه هم ښه يم، مور دې ښه وه؟
هو د خداى فضل او مهرباني ده، هوسۍ مور او پلار دې جوړ دي.
شکر جوړ دي، مننه. سهار صاحب نن به په پوره څلورو بجو درشم.
ما وې ښه ده، هر کله راشې.
زما ډېر کارونه ډپ پاتې و، بې له کومې دمې مې ضروري کارونه ترسره کړل. په څلورو بجو مې د کار يوه دوسيه هم له ځان سره واخيستله، ما وې چې پاتې کار به په کور کې ترسره کړم. له مطبعې څخه ووتم، بيرون وړاندې لاړم، ځکه چې پخوا مې لا هوسۍ ته ويلي و، چې کله راتلې مطبعې ته نزدې مه درېږه، ګاډى وړاندې دروه. زه په چابکو ګامونو روان وم، هغې موټر په ټاکلي سړک ودرولى و، زما په ليدو هوسۍ له موټره راښکته شوه، د موټر تر څنګه ودرېده. زه چې ورورسگيدم، د هغې زړه و چې راغاړې وځي، ما وې نه خپل لاس مې ورمخې ته کړ ستړي مشي مې ورسره وکړه. ويلې داسې ستړي مشي درسره نه کوم. موټر ته وختو راغاړې وته، ما هم د هغې په زلفو سر کېښود، ښه شېبه همداسې پاتې شو. بيا مو يو بل ته په مينه مينه سره وکتل. د هوسۍ په سترګو کې اوښکې وګرځېدې، زه هم وچ کلک پاتې وم، بدن مې غوني غوني شو. له مونږ دواړو نه خبرې هېرې شوې، اخر دومره مې ورته وويل:
ځه چې ځو. هوسۍ اسويلى ويوست يوازې دومره يې وويل: درسره ګورم به!
موټر يې چالان کړو، دوه کيلومټره لاره يې، چې ووهله ماته يې راوکاته ويلې چېرې ځو؟ ما وې هوسۍ راځه نن به دارالمان ته لاړ شو، هلته په رسمي ورځو کې څوک نه وي. هغې نور څه ونه ويل مخامخ يې کتل ما ورته په يوه سترګه ورکتل، هوسۍ خپله لاندينۍ شونډه وچيچله، لږ وروسته يې وويل: ته چې هر چېري غواړې، هلته به ځو. له ځان سره موسکۍ شوه، ورو يې له ځان سره وويل د کافر زويه درپسې ژبۍ شوې مې ده، هو د کافر زويه درپسې ژبۍ شوې مې ده. داسې فکر يې کاوه، چې ما نه دي اورېدل، ماته خندا راغله، په کټ کټ مې وخندل، ويلې څنګه دې وخندل؟ هسې خندا راغله نو. ويلې هله زر شه راته ووايه څنګه دې وخندل.؟
ما وې هسې مړې تا پورې خو مې نه دي خندلي.
پوهېږمه چې ما پوري دې نه دي خندلي، خو ووايه که نه چې څنګه دې په زوره زوره وخندل؟. د لومړي ځل لپاره مې ستا په قهقهه خندا واورېده. ومې خندل په دې چې ما وې زما مينه به ستا د مينې په انډول زياته وي، خو چې ته مې وليدې، له مانه ډېره وارخطا يې.
همدې پورې دې وخندل؟ ښه نو کله چې ورسېدو، هلته به درسره ګورم!.
هو ولې نه، پوهېږم چې راباندې په قهر يې.
نو په قهر به نه يم، په ما څه تېرېدل؟ ستا زړه خو سندان دى.
ما چې ځان خبرې ته جوړاوه، دارالمان د بڼ په دروازه کې ودرېدو. له ګاډي نه ښکته شو او دننه بڼ ته ورننوتلو. نېغ د فوارې ترڅنګ د ګلونو ټل ته مو ځان ورساوه، څو ځايه د څو ډوله ګلونو وړوکى پټي و. شاوخوا ته يې د ناجوګانو ونې ولاړې وې، په دغه وخت شاوخوا ته هېڅ څوک نه ليدل کېدل، په شنه جولګه باندې مونږ دواړه سره کښېناستو، هوسۍ د خپل عادت سره سم راته مخامخ کښېناستله. لومړى يې يوه نازکه موسکا وکړه، بيا يې وويل: اوس ووايه چې په کلي کې دې څه وکړل؟
ما ورته د خپلې مور د روغتيا ډاډ ورکړ او بيا مې ورته د کور د جوړېدو په هکله ټولې خبرې وکړې. د راتګ تر وخته پورې مې ورته کيسه تېره کړه. هغې راته په داسې حال کې غوږ نيولى و، چې خپلې تورې غټې غټې اوږدې سترګې يې له مانه نه وېستلې. وربل يې نيمايي مخ نيولى و، په کيڼ پلو مخ يې خدايى تور داغ بيخي بل شان ښه ښکارېده. په پوزه او شونډو کې يې خو هېڅ "خو" نه وه. په دغه ورځ يې نور سينګار پسې کړى و، د چا خبره ګلونو ترې د ښاېست له شرمه خپل مخونه په پاڼو پټول. زه هم عجيبه سړى يم، دومره سخت زړى وم، چې هېڅ نه اوبه کېدمه.
ما چې ورته د کلي کيسه تېره کړه، هغې وويل: رښتيا چې تا ډېر کارونه سرته رسولي دي. هو رښتيا هغه زما ځواب.
کوم ځواب؟
واخ لکه چې هېر شوى دې و که څنګه؟
زه لږ غلى شوم، کوم سوال ځواب؟
ته چې کلي ته لا تللى نه وې، يوه ورځ د تلو نه دې مخکې ما چې درته وويل: مور سره به دې زما په هکله......!
هو اوس راياد شول، هوسۍ په خداى چې په دې باب له موره زښت شرمېږمه، ته هېڅ فکر مه کوه، دا به هرومرو کېږي، خو په دا څو ورځو کې ستا وخت ښه تېرېده؟
ولې نه؟ هره ورځ راباندې لکه د کال اوږدېده، څو ځلي رانه مور مې پوښتنه وکړه، ويلې لورې په دې ورځو کې ډېر سوچ کوې. ما ورته ويلې: مورې د ازموينې په باب فکر وړې يم، چې پاتې نشم. درې ورځې مخکې راته نتيجه اعلان شوه، په صنف (ټولګي) کې لوړې نمرې زما وې.
افرين، تبريک، تبريک هوسۍ! بلادې کړې ده او زما شيريني؟
په سترګو نور مې هېڅ تکليف نه درلود، خو يوازې....
_ يوازې څنګه؟
په دې وخت کې يې لاس رااوږد کړو، کلک يې وسکونډلم. ما هم په غېږ کې راکلکه کړه.
ويلې پرېږده څوک به راشي. خوشې مې کړه، ويل يې: سهاره دا څه کوې؟ لکه چې د مينې ټوکې دې نه دي زده؟
په داسې حال کې، چې خپل لاسونه مې سست کړل، هغه مې په غېږ کې لکه د ګل په شان وغوړېده. په تندي يې خوله راماته شوې وه، په کراره پخپل ځاى کښېناسته. زر زر يې شاوخوا له سترګو نه تېر کړل، پوه شوه چې څوک نه ښکاري، بيا يې سترګې راواړولې، ما وې ګنې تباه يې کړم. زړه مې په سينه کې ټوپونه وهل، لږه شېبه دواړه چوپ پاتې شو، د مينې په خواله کې او د خبرو اترو په لړ کې ورو ورو لمر په غړغړه کېده، هغې له خپل بکس نه وړوکې کمره راووېستله، لومړى يې زما څو عکسونه وېستل. ما د هغې عکسونه وېستل، بيا يې کمره په يوه جګ ځاى عياره کړه، ماته يې کړه راشه، چې يوځاى عکسونه واخلو. د ګلونو په منځ کې مو څو ډوله عکسونه واخيستل. نزدې د ماښام خړنۍ لګېدله، کور ته د تلو په نيت له بڼ نه د راوتلو لاره مو ونيوله. لاس تر لاسه راروان وو، په لاره کې به يو بل ته سره جوخت شولو، بيا به روان شو ترڅو تر موټره ورسېدو. کله چې په ګاډي کې کښېناستو، د سړک په سر او نور نزدې هېڅوک نه ښکارېدل. خپلې چوکۍ نه مې ځان په هغې پسې وراوږد کړو، د مخ نه مې ورنه ښه مضبوطه موچکه واخيستله. هغې وش وش وکړو، څوکۍ ته ېي تکيه ووهله، تورې زلفې يې په مخ راخورې وې، په تورو سترګو کې يې سرخي هم ځلېده. ما وې موټر دې چلوه، ناوخته دى. لږه چوپ پاتې شوه، وگ ويل زه حېرانه دې ته يم، چې شپه به راباندې څنګه وځي؟ خو راځه د زړه که زما کور ته راسره ولاړه شه. زړه خو مې کېږي ولې مور او پلار مې څه بل شانته خلک دي، په خداى که راباندې پوه شي، بې مرګه مې نه پرېږدي.
هوسۍ اّخر به څه کېږي؟ صبر ښه شى دى.
Hosai Nawal
By:Mohammada Jan Yar
Published By: De pakhtoonkhwa de Pohani dera
