قيام الدين خادم
د برې پښتونخوا د پښتو په اوسني ادبي نړۍ کښې پنځه ادبي ستوري (خادم، الفت، حبيبى، رښتين، بينوا) دي چې ډېر شهرت لري او د استاذۍ درجې ته رسيدلي دي. دوي نه يوازې ادبي، تاريخي، اجتماعي، اقتصادي، ژبني، فولکلوري او نور علمي مسايل څيړلي، ليکلي او چاپ کړي دي بلکې بيخي ډير پښتانه ځوانان يې په دې لار کښې هڅولي او روزلي دي. د دغو پخو استاذانو څخه يو هم استاذ (خادم) د پښتو ژبې ريښتينى خدمتګار، يو پوخ ليکوال ښه شاعر، نوميالى اديب او د فلسفي افکارو خاوند دى.
خادم په (1325هـ، ق) کال د ننګرهار په شاعرانه ولايت کې د (کامې) په ولسوالۍ کښې په يوې عالمې کورنۍ کښې زيږيدلى دى.
د خادم پلار ملا حسام الدين او نيکه يې ملا علي ګل هم د خپل وخت ديني عالمان وو. خادم په خټه زاخيل مومند دى.1
مولوي خادم خپلې لومړنۍ زده کړې په ننګرهار، پيښور او هند کښې سر ته رسولي دي او د منطق، صرف، نحوه، تفسير، حديث او نورو مروجه علومو د لوستلو څخه وروسته په جلال اّباد کښې د لومړني ښوونځي د ښوونکي په توګه په رسمي کارو بار لاس پورې کړى دى.
څه موده يې په (لواړګي) کښې د پښتنو زامنو ته ليک او لوست ورښودلى دى.
په (1311ش) کال د کندهار په پښتو انجمن کښې شامل شو او له دغه وخته يې د ليکوالۍ اساسي دوره شروع شوه.
خادم د افغانستان په داسې دوترونو کښې کار کړى چې هلته به د علمي مسايلو څيړل وو. په تېره بيا د پښتو او پښتونوالي د پراختيا سره د ده خاصه مينه وه.
خادم په پښتو ټولنه کښې د تاليف او ترجمې، د زيري د جريدې او دايره المعارف د ترجمې مديريتونه او د پښتو ټولنې علمي مرستيالي وظيفې په ښه شان چلگولي دي.
څو کاله د (مشرقي اتحاد) مدير وْ. همدارنګه په دې مينځ کښې يې د تعاوني ډيپو د پلټنې په څانګه کښې هم څه موده د مدير په توګه کار کړى دى. بيا د کندهار د طلوع افغان، کابل مجله او (اصلاح) ورځپاڼې د چلونې واګې هم ورسپارل شوي دي.
خادم دوه درې کاله د پښتو کورسونو لوى مدير وْ. تر دې وروسته په پښتو ټولنه کښې د يو پياوړي عالم په توګه کار کاوه. دوه درې کاله د هيواد د ورځپاڼې امر او مسئول مدير و او بيا د مشرانو د جرګې ټاکل شوى غړى وْ. خادم په ځانګړي توګه د (اولس) علمي جريده خپروله.
استاد خادم په عربي، اردو، پاړسي ژبو ښه پوهيده او په مورنۍ ژبه (پښتو) د ډېرو اثارو خاوند دى .
د ده اثار خواره واره او هم په جلا ډول سره د هيواد په مطبوعاتو کښې چاپ شوي دي.
خادم د خپلې ليکوالۍ او شاعرۍ په (50) کالو کښې ډير ادبي او علمي خدمتونه کړي دي او دغه لار يى د يو مسلک په توګه د ژوندانه تر پايه پورې ټينګه کړې وه.
مولانا خادم د دوشنبې په شپه د سنبلې په پنځمه نېټه په (1358) کال په کابل کښې د تل له پاره سترګې پټې کړي او د خپلوانو له خوا په ننګرهار کښې پخپلې پلارنۍ هديره کښې خاورو ته وسپارل شو.
د استاذ خادم کوم کتابونه چې مونږ ته معلوم دي او چاپ شوي دي، په لاندې ډول دي:
1- معلم پښتو : په کندهار کښې چاپ او خپور شوى دى.
2- پښتو کلي لومړۍ، دوهم، دريم ټوکونه.
3- د کوچنيانو اخلاقي پالنه.
4- روهي ګلونه.
5- نوى ژوندون.
6- د مرغلرو اميل: د ده د خپلو شعرونو اميل دى.
7- پښتونولي: د پښتو قوانين څيړي.
8- بايزيد روښان: د روښانيانو د نهضت يو علمي اثر دى.
9- خيالي دنيا: يو غوره ادبي نثر دى.
10- نوې رڼا: د ده د مقالو يوه لويه مجموعه ده.
11- نبوغ او عبقريت.
12- د شريف سرګذشت: له اردو نه د يوې افسانې خوږه ترجمه ده.
13- مکارم الاخلاق: له عربۍ نه ترجمه شوى دى.
د يادولو وړ ده چې د ده ډېرې په زړه پورې مقالې په : اتحاد مشرقي، پښتو مجلې طلوع افغان، انيس، کابل مجلې، اصلاح، الفلاح او دپښتو په (زلمي پښتون) او نورو مطبوعاتو کښې نشر شوي دي.
د استاد خادم ناچاپ کتابونه:
1- لوى اصحابان.
2- مکالمات (په پاړسي ژبه)
3- د پښتونولۍ پور.
4- اجتماعي مقالې.
5- ادبي قصه.
6- سور ګل: (ډرام) دى.
7- مجلگسي شاعران.
8- د پښتو نني ليکوال.
9- کره پښتو.
10- د پښتنو د تاريخ سټه: دغه تاريخي مهم اثر مولانا خادم پخپلو پيسو په پيښور کښې چاپ کړ.
11- يو مسلمان او ټول يورپ: دغه اثر ترجمه شوې ډرامه ده.
12- نصوص الحکم.
د استاذ خادم په دغو کتابونو کښې لومړني اثرونه تدريسي دي (پښتونولي) او (بايزيد روښان) د پښتني روح د خوځولو دپاره ډېر ښه شيان لري.
د (د مرغلرو اميل) يى هم له مرغلرو ډک دى او دغه نور کتابونه يې هم د موضوع او مقصد له مخه ډېر ګټور اثرونه ګڼل کيږي، په تېره بيا (د پښتنو د تاريخ سټه) چې يوه برخه يې په وږمې مجلې کښې خپره شوې ده.
د استاذ خادم لومړنى نظم چې (شه بيدار پښتونه) نوميږي د (اتحاد مشرقي) په پاڼو کښې چاپ شوى دى.
د ده لومړنى نثر له اردو څخه يوه ترجمه ده چې د کار او صحت په برخه کښې ده په اتحاد مشرقي کښې نشر شوى دى.
په نثر کښې د مرحوم خادم تر ټولو سپيڅلي خواږه او خوندور اثرونه يو (نوى ژوندون) او بل (خيالي دنيا) ده. دا دواړه د ده ادبي شاهکارونه دي.
استاذ خادم په ليکنو کښې د پښتو او پښتونولۍ مينه په پوره ډول ځليږي او په دې برخه کښې د يوې پخې عقيدې خاوند او د مومند د سبک کلک پيرو دى.
دده په ترجمو کښې ((مکارم الاخلاق)) غوره کتاب دى. ددغه کتاب په باب د ښاغلي مجروح وينا داسې ده:
(( د کتاب، دا طرز، دافادې اسلوب او دليکلو سبک د موْ لف او مترجم د علم اوذوق دقدرت او قوت څخه حکايت کوي. زه دخادم صاحب داښه انتخاب او روانه او خوږه ترجمه د شاباس وړګڼم))1
مرحوم استاذ خادم په ډېرو ادبي علمي او مطبوعاتي مسابقو کښې جايزې ترلاسه کړي دي.
کله چې د لومړي ځل دپاره د محمدګل مومند له خوا لومړنۍ مناثره او ځيني نورې ګرامري پوښتنې رامنځ ته شوي نو په دې وخت کښې د پښتو ژبې د علمي کولو، پرمختيا او نهضت د پاره اوچت ګامونه پورته شوي دي چې دغه نهضت ته استاد خادم داسې اشاره کړې ده : (زه، ما – څوک، چا) د ضميرونو مسئله د محمد ګل خان مومند له خوا مسابقې ته وړاندې شو چې ددې کلمو تفريق دګرامر په لحاظ هرڅوک وکړي او د استعمال ځايونه يې و ښيي. هغه به انعام وړي. په دې مسابقه کښې ډېر پښتانه ادبا شامل شول مګر په اخره کښې هغه څه چې ماليکلي وو قبول شول او پر اوميګا ساعت اوپارکر قلم دوزيرصاحب له خوا ماته په نمانحنه کښې راکړى شول.
دډرامو په ليکلو کښي چې داهم انعامي وه ما په ترجمه کښې اول لمبر او انعام واخيست اود (يو مسلمان او ټول يورپ) په عنوان مې ډرامه وليکله.
کوم وخت چې د(ترانه ملي) دپاره مضمون په مسابقه کښې کېښودل شو او د انجمن (12) کسو د پښتو او پاړسي ادبا په کښې اشتراک او ګډون کړى و د وزيرصاحب په حضور کښې مسابقه ما يووړه... داسې نور هم ډېر ځله شوي دي)) 1
دمرحوم استاذ خادم د ليکنو په باب ډېرو داخلي او خارجي پوهانو ډېر څه ليکلي دي خو مونږ دلته يوازې ددوه تنو ليکوالا نو او پوهانو نظريې رانقلوو:
بينوا په اوسني ليکوال کښې وايي((ښاغلى خادم د علمي شخصيت خاوند د فلسفي افکارو څښتن يو منلى ليکوال پوه اديب او پوخ شاعردى.))2
څنګه چې د مخه اشاره وشوه، مرحوم خادم د مومند دسبک پيرو دى او دده په اثاروکې دمومند د فکر اغيزه له ورايه څرګنده ده. ددې مطلب د پاره دخادم دا لاندې شعر ولولئ :
په دې شعرکښې شاعر خپل مسلک او وطن دوستي او نورو مسايلو د پاره په څرګنده توګه اشاره کوي او دهيواد، قام ولۍ او ژبې سره پوره مينه ښودلې او دازادۍ سره خاصه علاقه لري او ديو نوي روښانه اميد په لور هڅه کوي.
د شاعر مسلک
صحيح لاره به ښايم که وم وم که نه وم نه وم
رښتيا رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم
دحق د پيروۍ نه مې بل څه په زړه کښې نشته
چې څو يمه همدايم که وم وم که نه وم نه وم
ازاديم زيږيدلى بندګي کولى نه شم
بنده دخپل مولايم که وم وم که نه وم نه وم
په بډو خوشامند ومې ځان خوښ نه دى چې غټ شم
که غټ يم خو هم دايم که وم وم که نه وم نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې د قام څه بې جهته
دښمن د هغه چايم که وم وم که نه وم نه وم
په ما ته کښتۍ سپوريم طوفانونه دي په مخکښى
په دې لاره به يې بيايم که وم وم که نه وم نه وم
خدمت د خپلې ژبې قام وطن زما مسلک دى
په دې مينه به پايم که وم وم که نه وم نه وم
په ټينګ عهد و پيمان چې مې بيعت ورسره کړى
دده په تولايم که وم وم که نه وم نه وم
لرم ښکلي تخمونه چې ګلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنايم که وم وم که نه وم نه وم
دناز په خوپ ويدې غنچې په ورو ورو ويښومه
(خادم) باد صبايم که وم وم که نه وم نه وم
خوبونه مې ليدلي
په ورورۍ او محبت کې مى خوندونه دي ليدلي
خو د خلکو په خدمت کې مې ځورونه دي ليدلي
عجيبه شان دنياده چې دامونږ پکې اوسيږو
په تحقيق د مسئلو کې مې جنګونه دي ليدلي
وطن د اعتلا دپاره ډلې نه ډاريږي
خو رشوت او نارواته مې ګوندونه دي ليدلي
د درواغو ازادي ده چې څه کړي هغه دې وکړي
خو رشتيا چې په رشتيا ومې زجرونه دي ليدلي
ديوې خيټې د پاره ورانوي د وطن خونې
لا دداسې چالاکانو مې نمونځونه دي ليدلي
په انګار د تعصبکې سپليني غوندې ورتيږې
خو په ضد دتعصب مې يې بحثونه دي ليدلي
خلک وايي چې رشوت له ناچارۍ اخستل کيږي
ما په خپلو ګناګارويې پنډونه دي ليدلي
ماته وايي چې قانون دى ګوره پام کوه خبرشه
په قانون دده دلاسه مې ظلمونه دي ليدلي
ملتونه په وفاق ټول دهدف په لوري درومي
ستا په لارکې مې افغانه ګړنګونه دي ليدلي
د وطن غريب څه حال دى او زمونږه داڅه قال دى
ددې حال او قال په باب کې مې خوبونه دي ليدلي
د استاد خادم د نثر نمونې د(نوي ژوندون) څخه غوره کړى شوي.
دا کتاب د پښتو د منثور ادب د خدمت په لاره کښې د خادم د نثري مرغلرو يو اميل دى او دده د فکري او قلمي زيار نتيجه ده:
چې ورسيږم نو دمه به کوم
هيڅ پروا نشته که زه دغه اوچت سرونوته چې ختل غواړم _ و نه رسيږم، که زما نا ازميلى قوت ماته ځواب راکړي يادغره اوچت سرونوته د رسيدونه مخکښې سخت طوفان ما دتلو څخه منع کړي! په هر صورت زه دغه ځاى ته ورسيږم او که نه ... مګرزه جدو جهد کوم ځان ستړى کوم. ځکه چې ماته د ژوند خوند په همدې کښې دى:
چې ورسيږم نو دمه به کوم
هو، سره د دغه ټول محنت او کوششه چې زه يې کوم، که د برياليتوب خوشحالي زما په نصيب نه شي، نو نه دي کنه!- که زما لاس ته هغه ميوه را نه شي چې زما سيالانو ته په جدوجهد سره په لاس ورغلې ده، نو څه!.... که هر څو د منزل مقصود نښه هم زما په نظر نه راځي، مګر بيا هم په دې خيال سره مسر وريم.
چې ورسيږم نو دمه به کوم
که زما لاس زما د مطلب په حصول ونه لګي، نو، نه صحيح!- څه انديښنه ده که زما لار به تياره او کنډو کپرو کښې تېره شوې وي! څه وشوه که زما د ژوندانه د ډېرو خوږو لمحو څخه محروم اوسم! ځکه چې په دې ارزو کښې ماته پوره خوند او مزه حاصليده :
چې ورسيږم نو دمه به کوم
سيلاب:
اوه، دا څومره تياره ده! څومره توره وريځ ده. په دې ټکنده غرمه کښې دومره تياره!- ته به وايې چې د تروږمۍ ماښام دى!!!
د نمر خاته او نمر پريواته له خوا تورې تورې غونډۍ غونډۍ وريځې، اوه څومره په سرعت حرکت کوي!- رنړا هيڅ نشته!!!
او هو، غرهار، ډزهار، سړى به وايي چې ګوندې کوم لوى ښار بمبارد کيږي!- اوه، بريښناګانې داسې ښکاري لکه د اور متروکې! يا لکه اتشي ښيښې چې په کوم ځاى ورول کيږي!
سخت حال دى، بده ورځ ده، اوضاع ډېره خرابه معلوميږي.
د دې ورځې دشان سره باران، ږلۍ، تندر او سيلاب لازم بريښي!!!
اه! د سيلاب مخه او دغه کلى! دا څوک دي! دا ولې داسې بې خبره دي، دلته هيڅوک خوځيدونکي نه ښکاري، اوازونه، نه اوريده کيږي، دا ولې؟ د خداى دپاره، دوئ ويده دي او که مړه؟!! دغه دى سيلاب راځي، دغه يې مخه ده، ټول به يوسي، اه، په دوى کښې به ماشومان وي، ښځې به وي، ښکلي ښکلي نازنين به وي، د ارماندونو او ارزوګانو ډک زړونه به وي، ټول به يوسي اه! برباد به شي!!!
هلئ، ويښ يې کړئ، ورغږ کړئ چې پاڅئ، څه چاره وکړئ، دومره غفلت!- دا غرمه او دا دروند خوب!! اه! دا ټول ويده دي!- ټول ويده دي؟!!
فرض کړو چې څومره غوريږي، هغومره نه وريږي، توره ويرول کوي او سپينه ورول کوي. څومره چې وايي هغومره نه خيژي. مګر بيا هم، په لوړو غرونو خو باران کيږي، واورې وريږي، او د دې نتيجه سيلاب وي. هر کله چې وي دا سيلاب به راشي او ټول به يوسي!!
دا، چه (د سيلاب مخه چا نيولې ده، سيندونه چا بند کړي دي. بل ځاى هم نشته او نه د تيښتې لار، چه څه وي هغه به وي.) بې همتي ده!
سيلاب خو د کلکو ګټانو او سختو تړو سره لګيږي مگګر ډډه ترې کوي!- د انسان غزم، همت او اراده د زمانې د سيلاب مخه لا هم ګرزوي: پاتې لا د باران سيلاب او اسمان تل د همتناکو د ارادې په موافق حرکت کوي!!!
د پښتونولۍ روح
انسان يو عجب مخلوق دى، د عالم اسرار خو تر يوې اندازې پورې معلوم شو مګر دا پټه خزانه لا همغسې سر مهره پرته ده. دده د حالاتو څخه بيداري، خوب مرګ دى، د بيدارۍ او خوب په مينځکښې يو بل حال هم شته چه د ما سره تر اوسه د هغه دپاره نوم نشته. په داسې حال کښې ناست د حس مشترک په سينمايي پرده رنګارنګ صورتونه متحرک وينم. ناڅاپه پرده لويږي يو داسې ښکلى او بې عيبه روغ صورت ګورم چې په ښايسته مخ کښې يې رعب، وقار، شجاعت، ديانت، توره، نارينتوب بلقيږي. زه د ده مفتون شوم، نو د پيژندګلوۍ خواهش وکړم، نو زما او د ده دا ګفتګوي شروع شي:
دى ووايي: ته ما نه پيژنې....؟ شک نشته چه ته به ما نه پيژنې؟ په دې سبب چه ته خو کله ويده نه يې نو ويښ هم نه يې!
زه- البته همداسې به وي، مګر زه ستاسې د تعارف ارزو لرم!
- زه ورته وايم خو په دې شرط چې زما وينا لکه د ګنبذي غګ همدلته ورکه نه شى، بلکه لکه د سبا د شمال غوندې د وطن په فضا کښې نشر شي، چې زما متعلقين پوه شي چه زه څه غواړم!- په دواړو سترګو! دا خو بيخي اسانه فرمايش دى مهرباني وکړئ.
- زه هغه څوک يم چه په تاسى، ستاسې په پلرونو، نيکونو، د افغان په تاريخ، تر دې چې د ارين په نسل زه حقونه لرم. منم صحيح ده، مهرباني!.... معاف مو کړئ که په خوب کښې مو څه هير شوي وي نو تاسى!... د پښتونخوا ښاغلي ما ډېر ښه پيژني!!
- په دې کښې هيڅ شک نشته! مګر ستاسې امال؟....
- (د پښتو ژوندون!)
- اوه!- اوس پوه شوم!...
- په خندا، خو همدې زمونږ احساسات را وخوزول!
- زه تاسې خپلو ملګرو ته په خپل نامه ښودلى شم؟
- ارومرو! اوس خو دې وپيژندم، زه يم (د پښتونولۍ روح)! چه لکه د لاله د تخم غوندې د وطن د خاورو د لاندې، پوره جلوې ته د رحمت د باران انتظار باسم!
--------------------------------------------------------------------------------
1- د زيات تفصيل دپاره وګورۍ : اوسني ليکوال، لومړۍ ټوک، 1340، 292 مخ.
1- مکارم الاخلاق دکابل چاپ د سريزې (و) مخ
1- اوسني ليکوال، لومړي ټوک _ 299 مخ
2- اوسني ليکوال، لومړي ټوک _ 299 مخ
Qamudin Khadim
By: Prof. Dr. Ziwarudin Ziwar
(scprd)
