اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ملنګ جان او دپښتنو...

ملنگ ملنګ جان او د پښتنو ټولنيزه سايکالوژي

ملنگ جان وکړاى شول دخپل اولس په زاړه او د پيړيوگرد وهلي روح کې اود ټولنې په زاړه کالبدکې داسې ساه پوه کړي چې هغه لکه دحشر په ورځ له گوره راپاڅوي.دغه کړيکه چې کليو بانډو ليرې جونگړو ته لاره پيدا کوي په پښتون اولس کې ديوې نوې بېدارۍ په قوت کې برخه اخلي.

په دې مقاله کې موږدملنگ جان دشعرونوپه يوه باريکه او ډيره حساسه نقطه خبرې کوو.ملنگ جان په رښتياچې کومه مدرسه او پوهنځی نه دى لوستی.

خو دې کې شک نشته چې د پښتنې ټولنې د روح او روان پيژندنه خپله يوه داسې مدرسې ته ورته ده چې پخپله اوسيدونکې يې ښه پرې پوهيداى شي. ملنگ جان په دې راز پوهيدلى دى. او د پښتنو د ټولنيزې ارواپوهنې يوه غوټه يې کشف کړې ده.

هغه يې دخپل پيغام درسولو له پاره کارولې ده. او هغه په پښتنې فرهنگ کې د پيغور مساله ده. چې دلته پرې يو څه مکث کوو. ددې مسالې د ښې شننې له پاره اړ يوچې د افغانې فرهنگ اوفولکلورپه بنسټ ورته ځيرشو.

مشهور امريکايي مورخ او افغانستان پيژندونکې لويس دوپرې په خپل اثر کې ليکي:

افغاني فولکلوراو اسطورې اکثرا په خودماني توگه داسلام سره تړاو لري، همدارنگه زياتره په لويه سطحه کې له اسلام څخه دمخه موجودې وې. البته ټول مذاهب سره له دې چې په عالي توگه دنږدي ړومبنيو افکارو پربنيا د جوړ شوي دي اونوي افسانې ورسره چې له نويو اړتياوو سره سروخوري. دوپرې دا خبره نه هيروي چې افغاني لرغوني اساطيراوعقيدې هم د اسلامي عقايدو سره چې په ښکاره مخالفت کې نه وې اواړتيا ورته موجوده وه اداپت شويدي. نوموړى دې خبرې ته اشاره کوي چې:

فولکلوري کيسې اوفولکلوري سندري په افغانستان کې اويا په نورو له سواد څخه تر مخه اويا بې سوادو ټولنوکې داسې غونډ او ټول و چې دفردي رواني ارضاله پاره تقويه کېدلي.نوموړى په مشخص ډول دملنگ جان په باب وايي:

((په افغان فرهنگي اوټولنيزچاپيريال کې فولکلوري شعر په پرله پسې توگه د عزت او وياړ پر بنياد راوټوکيد.ملنگ جان بهسودی يې يو مودرن مثال دی. چې په سختيوکې را لوې شو اوډير ځوان و چې دموټر دټکر په پيښه کې په ۱۹۵۷ کال کې ووژل شو، خو د هغه شعرونه چاپ شول سندرې شولي اوپه يادو يادشول. با سواده افغانان هميشه ددغه شعرونوډيرښه مثالونه پيدا کوي اوپه يوه حالت کې يې تطبيقوي. شعرونه په عين وخت کې په ډيره ښه توگه کمپوزکوي. ټول افغان اشعارپه پياوړي توگه خپريږي،که عنوان يې سياسي وي، سايکالوجيک اويا دمينې په باب وي.)) (۱) دوپرې

فولکلور او يا فولک موزيک په بي سواده ټولنو کې ډيرې دندې لري. خوټول يې بيا دوسايلو اوساتيريو په محورڅرخي. دا موجوده ډله توضيح او ارضا کوي. دا ايديال شخصيت اوڅيره تعريفوي اودايديال شخصيت دروني کړه وړه تشريح کوي. په ډله کې دننه اوله ډلي بهر، اړيکي څيړي. افغان فولک سندري او فولکلوري کيسوکې دا هميشنی تمايل شته، نه اعتراض په موجوده نظم باندې.ملنگ جان يو له داسې بې مثاله استعدادونوڅخه دى چې داولس نبض ښه پيژني او په هغه ښه پوهيږي اوله هماغه څه څخه کار اخلي چې په ټولوپښتنوکې په مساوي توگه يو شان د فرد او ټولنې تحت الشعور راسپړي.

پيغور دارواپوهنيز ارکي تايپ په توگه:

د څيړنو له مخې په بشري ټولنوکې يو ډول داسې کلي ذهنې تمايلات موجود دي چې هغه د ټولنو د دود او ورسم د پرله پسې اساطيرې افکارو د توليدولو او زيږولو لورى اوهغه ته ورته والى لري، چې داد ټولنيز روان يوه مخزن بللى شو.داپه گډه سره د خيال کولو احساس، د يو ډول ورته ټولنيزو افکارو، هستونه، چې په هرځاى اوهر وخت کې له سننو پرته رامینځ ته کيږي، داسې نمونه يې يا مثالي افکاردى چې کله د خبرتياسطحې ته راځي نوپه کړنو افکارو او انځورو نو کې څرگنديږي.

يونگ وايي د نا اگاه ضمير ډيره ژوره برخه غيرشخصي يا جمعي او کلي ده، دا ځکه چې دهغه محتوى داسې څه نه دي چې دشخص دعمر په اوږدوکې تر لاسه شوي وي بلکې په ټولوانسانانوکې يو ډول وي. يونگ دا محتوى جمعي اوکلي نه نوموله داځکه چې دانسان ټول مختصات تر هغه ځايه چې گډ او د بشر نژاد جوړوي خاص جمعي اوکلي بنسټ لري.

په اوسنۍ زمانه کي په ارواپوهنه کې يوه مهمه اودبحث وړخبره هم داده چې دلومړي ځل له پاره په ټولنوکې د گډ او شريک لاشعور يا قومي يا ټولنيزلا شعورمساله راوسپړل شوه. هغه په دې باور دى.چې اولسونه يو ډول داسې افکارلري چې په ابتدايي ژوندکې د پيښواوحوادثوسره دمخامخ کيدوپه لړ کې پيدا شوې او اوس په معاصر دوران کې په يو اوبل ډول ظهور کوي.هغه دى نمونه يي اساطيري يا ابتدايي افکاروته چې په ټول اولس ياقوم کې يو شان اغيز او موجوديت لري او کله کله داړتيا پر مهال بيا ظهورکوي اوله اعماقو را پورته کيږي او واحد تاثير ښندي ارکې تايپ وايي.

دپښتنو په فرهنگ اوټولنيز ژوندکې داسې ډير مثالونه اونمونې شته چې د دوى په عاداتو فولکلوراوسنننوکې یې ځاى نيولى دى. يو له دغو مسايلو او مثالونوڅخه چې په عام ډول په پښتنوکې موجود دي هغه دپيغور مفهوم دى چې په ټول پښتنې فرهنگ کې په يوه سويه انگيزه اواغيز لري اودددې خبرې اغيز دپښتنو دټولنيز اوقبيلوي ځانگړنو پورې مربوط دى.

غواړي له دې ډول مسايلو څخه په يوه باندې چې هغه ټولو پښتنو ته يو شا ده اوپه يو شان پرې اغيز کوي تماس ونيسو:

لومړى بايددا وڅيړو چې پيغور څه شى دى اوڅرنگه دټولو پښتنو له پاره د يونمونه يي انگيزې حيثت لري اوڅه ډول دهيجاناتو دتوليد سبب کيږي؟

ددې مسالې سره موازې دفرد موقف اويا دجنسيت مساله هم مطرح کيږي. يعنې دنارينه اوښځېنه مساله چې له پيغور سره تړاو لري. ملنگ جان څرنگه د پيغور مساله دملي خبرتيا داوچتيدو له پاره کارولې ده؟

په قبيلوي مناسباتوکې پيغورقبلول د ميړانې منافي عمل دى. هرسړى چې د قبيلې د مقرراتوڅخه تېرى کوي، هغه ته پيغورپه برخه کيږي. پيغور دیړ (ملامت)برخه ده. ديوه سړي چې پيغور په برخه شي هغه له وطنه ووځي. اوکه پاته هم وي نوکه دغه پيغور يوڅوک ورپه يادکړي ډيره سخته مقابله ورسره کوي. پيغورله يوه نسل څخه بل نسل ته هم انتقال کوي.يعنې دلسم نيکه د پړې پيغورلسم لمسي ته ورکول کيږي. په خاص ډول هغه پيغورډيربدبلل کيږي چې په قبيلوي ننگه کې دبي غيرتۍ څخه ورپيښ شوي وي.

له بلې خوا هر سړى چې جرم وکړي او پر اثبات شي پړ دى. پړمجبوردى چې خپل مقابل خواته تاوان او شرم ورکړي پړ ته پيغور هم په نصيب کيږي. نو دا ځاى دى چې پښتانه متل کوي. ((په سلو وهلى ښه دى نه په يوه پړ)) (۲) دپښتنو قبيلو اصطلاحي قاموس مخ

له کومه ځايه چې د ټولنيز اقتصادې تحليل سره ارتباط نيسي، دپيغور مساله يا د ننگ په ټولنه کې د نورو په نسبت دټيټ احساس پيداکيدل په دې پورې اړه لري، چې پښتانه په قبيلوي ژوندکې ټول ځانونه يو د بل سيال بولي اوهېڅ څوک ځان کم نه بولي، زياتره شخړي اولانجې په پښتنو قبايلوکې ((په ځمکه،اوبومالدارۍ،څړځاى، غلا،ځنگل، ښځه، رټلو وهلو، سپکاوي ٬وژنې، او نورو پيښيږي. پيښې تل هغو واحدونو ترمینځ واقع کيږي چې يا گډملکيت ولري، اويا يوبل ته نږدي پراته وي. دهرې پيښې شدت اواغيز د يوې بلې په پرتله توپير لري.)) (۳)(دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت ۱۵۲ مخ)

په دې اساس که څوک په دې پورتنيو مسالوکې دخپل سيال نه کم راشې هغه ته پيغور جوړيږي. پيغور دومره ناوړه اغيزې لري چې له هغه ځان ژغورون دانسان ژوندتباه کوي. پيغورمنل هم له کور وکلي اووطن څخه دورکيدو مانا لري اوله پيغور نه خلاصون هم داور سره لوبې کول او ژوند په خطر کې اچول دي.

يوه خو دسيال والي اوبرابرۍ مساله ده چې دقبيلوي ټولنې دمنظمې انارشۍ د تيورۍ پورې اړه لري. ددې مسالې منشا اوبنسټ اصلاپه ټولنيزمالکيت کې دى. اوپه نسبي اړيکوکې دى. پښتانه ځانونه د ملکيت اود وينې داړيکو په اساس سره يود بل په وړاندې سيال اوبرابر بولي. نو که چاته په يوه مساله کې پيغورپيداشي او يا د پيغور موجب وگرځي، نو په ټولنه کې دهغه انډول ويجاړيږي.

بله مساله دجنسيت يا مرد سالارۍ تيوري ده. په پلار واکي ټولنه کې ميړه هر څه دى.نارينه دننگ اوغيرت ساتندوى دى. دميړه گړنه نه يوازې دنارينه له پاره بلکې دستاينوم په توگه هم کارولي شويده، او کيږي. اوهغه څوک چې د ښځې او ښځنوک خطاب ورته وشې، هم يو ډول پيغورتلقي کيږي، په دې اساس کله چې په لوړه کچه کې دغه دسيالۍ تيوري او د پلار واکۍ تيوري مطرح کيږي او د وطن او اولس اوملي خپلواکۍ مساله مطرح کيږي،هغه کسان چې دغه سيالي په پام کې نه نيسې نودپيغورسره مخامخ کيږي. د سمندر بدرښې کتاب((پښتنې))د داسې کيسو ټول دى چې د پښتنو هغه ميرمنو ميړانه ښۍ چې د ازادۍ په جنگ کې يې برخه اخيستې ده اوهغه نارينه ووته چې له جنگ نه يې تيښته کړي دي، پيغور ورکوي. دا لنډې په همدغه اثر کې راغلې ده چې وايي:

دملکنډ دسر طوطي واى

سوى ستي واى تومتي نه واى مينه

خوملنگ جان څه وايي؟ ملنگ جان په خپلوشعرونوکې دې مهمې مسالې سره تماس نيسې.

هغه په خپل پښتنې چاپيريال کې ديوه ساپوه اويوه وگړ پوه په توگه دا زده کړې ده چې يو پښتون ته پيغورڅومره اهميت لري.ملنگ جان په دې پوهيدلې دى چې په يوه پلارواکه ټولنه کې خلک له کومو پيغامونو له لارې راوپاروي. ملنگ جان په خپلو ډيرو شعرونوکې داسې شعرونه هم لري چې په هغو کې دا هڅونې شته. اوله بلي خوا د زلمي اوپيغلي ديالوگ په شعري فورم کې چې يو بل هڅوى چې د ازادى اوخپلواکۍ له پاره اودقام دخدمت له پاره ميدان ته ودانگي.

دلويديځ د ځينوڅيړونکو په څيړنوکې هم داخبره ډيري قوي احساس شويده چې دپښتانه له پاره له دې څخه ډيره درنه ښکنځل بله نشته چې ورته وويل شي چې ياره ته خو هډوپښتون نه يي. ملنگ جان دا خبره هم درک کړې ده او د پيغور په توگه يې ترې کار اخيستى دى.

دملنگ جان شعر اودپښتنو دهيجان اواحساس راپارونې لارې:

اوس چې د پيغور په اړه مو خبري وکړې دې ته راځو چې دملنگ جان په شعر کې پيغور يوعالي اولوړ شوى دريځ پيدا کوي. ملنگ جان چاته دپولي د پټې د گډې او د ميښې د شړلو او د کليوال شرم پيغورنه ورکوي. بلکې دې له دې ((ارکي تايپ))څخه ديوه مثبت ملي ارزښت په توگه کاراخلي او هغه د ملت په سطحه کې مطرح کوي.

نوموړي پيغور د ملک د ازادۍ د خاوري دتماميت دملي خپلواکۍ، ملى پرمختياد علم او پوهي د عامه ولو د سواد اوعلم دحاصلولوله پاره کاروي. هغه کسان چې دکوټوپه کنجونوکې ناست وي. هغو ته د پښتنې کودکس ((CODIX ياکود اف کندکت په توگه مطرح کوي چې له هغو سرغړاوي کوي. ملنگ جان دغو کسانوته ښځنوک وايي. ملنگ جان هغه کسان چې د نورو باداري مني اوهغو ته دپيسو په مقابل کې ارزښت نه ورکوي.بې غيرته وايي. هغه بې پښتو بولي. دغه اشعار په دې ډول دي.

نارې مې په غوږ واورۍ

په دې نظم کې هېواد دمور په توگه تجسم پيداکوي. اودا مفکوره چې وطن مورده په ښه توگه روزل کيږي. مورسره له دې چې يومحبوب موجود دى خو د پښتنودسايکالوژۍ له مخې په مور او ښځه باندې غيرت نه کول دبې غيرتۍ نښه ده.

نارې مې په غوږو اورۍ زه وطن ستاسو زانگو يم

روزونکى مو دجسم دازما اب و هوا ده

لږ پام راباندې وکړۍ اديره مو دپلرو يم

دهغو له سرو وينو نه رنگينه مې فضا ده

دا خاوره چې گورۍ درست هډوکي دنيکو دي

قبضه دنورو خلکو په ماباندې ناروا ده

(۴)۔ دمينې کچکول ۴۹ مخ

وتړه ملا په صداقت پښتونه

پښتانه ښه ښکاري له ننگه سره

په هر ميدان دتورې شرنگه سره

دتاريخونو داستانونه گورۍ

هم دنيکونو لوړ کارونه گورۍ

نيکونو وينې پرې ښيندلې وروره

دازادۍ کيسې گټلې وروره

خرڅي يې نه کړې په پيسو پښتونه

بيا به خجل گرځې ترڅو پښتونه

حقوق دې مه پريږده بل چا له وروره

هيره دې نه شې پښتنواله وروره

چې خپل لوړ نوم چيرې بدل نه کړې

ځان ددونيا مخکې خجل نه کړې

یا داشعر: ۱۰۴ مخ

تر څو به ستا گلشن نيولى زاغ زغن

غيرت وکړه همت وکړه ترې وشړه زاغان

لږ وپيژنه ځان

ترڅو به نه پوهيږي دبل ساز ته گډېږې

په دروغو يې غوليږې

دنورو په لمسون سره له وروره مرور يې

ترڅو به کوروکر يې ۴۵ مخ

يا دا:

چې بې ننگ اوبې پښتو وې پښتون نه دى

چې دقوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام قام خوري

چې دځان په جگيدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننگ ونام وي

چې نظر يې په پيسو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري دچا منلې

چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى ۲۰۱

يوه باريکي په دې برخه کې موجوده. هغه داچې هرحماسي او د وياړنې شعر د شعرفورم ته زيان رسوي، شعر په لاپو او غورو بدلوي. دملنگ جان په شعر کې هم دا ځانگړنه شته ترې انکار نه شو کولى،خو هغه څه چې دملنگ جان د شعر د لاپو او تاريخي وياړنو او غورو برخه جبيره کوي، هغه دملنگ جان په شعرکې بې شانه زياته موسيقي ده.دشعر موسيقي دهغه دشعر ته بل خوند ور زيات کړى دى. له بلې خوا دملنگ جان شعرونه په يوه خاصه مقطع کې ويل شوي چې هغه زمان کې دې ته اړه وه. خوکه اوس څوک د داسې لاپو او غورو نه ډک شعر ووايې، چې زما نيکه داسې باتور و، تاريخ مو په اسيا کې بې مثاله دى....... داسې نور نوشعريت به ونه لري. په تيره که يوروښانفکريې ووايي.

دپښتنې ټولني يوعمده اصل:

د پښتنوالې له اصولوڅخه يواساسي اصل يوه هم دميړانې روحيه ده. د پښتنوالې د قانون له مخې ميړانه ډير پراخ تعريف لري. په عادي اوغير عادي حالاتوکې ديو شخص ميړانه دستايلو وړ صفت دى. په عادي حالاتوکې بايد يوشخص ميلمه دوست، رښتينى ملگرى، په لوز ولاړ، مودب او د اخلاقي جرمونوڅخه پاک او په غير عادي حالاتوکې بايدله کورنۍ څخه د قبيلې په ننگ ولاړ وي.

هغه بايددجگړې په ډگرکې له دښمن څخه مخ وانه ړوي. اونه خوخپل بدل چاته پريږدي.که يو څوک پخپل لوم کې د ميړانې د پورتنيو اوصافو په درلودلو شهرت پيدا کړي، د قوم خلک هغه ته په درانده نظر گوري او په اجتماعي روابطوکې ښه دريځ غوره کوي. که يو شخص دميړانې پر ضد عملونوشهرت پيداکړي، هغه دخلکو په نظر کې سپک اوپه ټولنه کې ښه موقف نه شي موندلاى. هغه دبې غيرت په نوم يادوي. دميړانې صفت دپښتنو په جنگي روحيه کې پوره څرگنديږي اودا روحيه ددوې دقبيلوي اړيکو څخه سرچينه اخلي. تراوسه داسې باندينې شرايط مینځ ته نه دي راغلي چې ددوى قبيلوي روابط اواجتماعي اقتصادي چوکات ورمات کړي. دوى تر اوسه د خپلوقبيلوي شرايطو دننه يو ډول ازادي ساتلې ده اودخپلو جنگي مهارتونو او روحيي په قوت دقبيلوي ازادۍ حفاظت اودفاع کوي. همدا جنگي روحيه ده چې يو واحد په بل اويوه قبيله په بله اوباندنې عناصر دسيمې په قبيلو کې په زور نفوذ او پرمختگ نه شي کولاى.

دوى تل د زور د نفوذ اوحملې د خطر په مقابل کې سره يو کيږي او دا ډول يووالى د دوى د قبيلوي چوکاټ دننه کې خپل منځي روابط ټينگ ساتي.(۵(

د ملنگ جان په لاندې شعرونوکې داروحيه په ډيرقوت سره ليدلاى شو.

پښتون اوپښتنې سوال اوځواب:

ودې سوم محبوبې ستا دزلفو خريدار يمه

واخله مال وسرزما

زه دوطن لور يم دباننگو زلمو ياريمه

ورک دې که بشرله ما

ودې سوم محبوبې خپل وصال باندې مې موړ که ته

غم مې دزړه سوړ که ته

پوه نه شوې په نيمه مړه ته دسره سيال نه يي

سيال مې دجمال نه يي

سيال دې دجمال يم ډير دولت لرمه خان يمه

بريت تاووم ځوان يمه

داسې خان دې ورک شې چې دبل لاس لاندي ژوند کوي

ستا خاني څه خوند کوي

مه کوه پيغور مستې دسرو به دې زيور کړمه

موړ به دې ټبر کړمه

هغه مال دې ورک شې چې په ټيټو يې گټلى وي

نو٬م يې پرې بايللي وي ۔

نه يمه ټيټ سترگى پلار نيکه نه غټ پښتون يمه

تاپسې مجنون يمه

پلار خو دې پښتون و لاکن ته په پښتو پوې نه يې

ته دې دپلار ځوى نه يې

څنگه دپلار زوى نه يم دپلار نه دونيا داريمه

کوم تربور نه خواريمه

ته دونيا پرست يې دخپل پلار غوندې بهادر نه يي

ته دسره نر نه يې

مه وايه داسپورې نور دقهره بې اختيا ريمه

وريت دې کړ ځيگر زما

●●●

زه له خپله پلاره څه کې کم يم چې پيغور کوې

دومره څله شور کوي

پلار دې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و

هيڅوک يې دجنگ نه و

ما خو دخپل پلار اودنيکه نه اړولي دي

ډېر مال مې گټلي دي

مال پسې دې اور شه مرکه دننگ ناموس کوم

دې کې زه تپوس کوم

ښه دى چې تپوس کړې بې ننگي راته زما ښکاره کړه ته

پوه مې دوباره کړه ته

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتو ته نه گورې

دبل پيسو ته ښه گورى

زه خو دخپل پلار اودنيکه نه بې همت نه يم

چاته خجالت نه يم

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره

جيل کې خپل بنديان گوره

رب خو دې ړنده کړه چې دې بې اوره کباب کړمه

څومره دې بې اب کړمه

تادې خالق ړوند کړي چې ستا ورونه يې وژل

تا ټيټ ورته کتل

مخ دې رانه ورک کړه ديارۍ نه دې بيزاريمه

جوړ دې کړ محشر په ما

●●●

مخ دې رانه ليرې کړه چټې خبرې وايي ته

څومره بې حيا يې ته

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې

کوټې په کنج کې غلى يې ۔

زه چې غلى ناست يم نو ستا ورونو څو وژلي دي

په کوم مورچل ختلي دي

ورونه مې نران دي لکه تاسو ټپسان نه دي

دبل چا غلامان نه دي

څه نر توب يې کړى چې دادومره جگ غږيږې ته

موږ پورې خنديږې ته

سور بيرغ ځليږي دادورونو مې کمال دى

لاس کې توره ډال دى

بدې سترگې وخوري چې دا څومره بد ويل کړې

محض شرمول کړې

بدې سترگې ستادي چې په بدو نه شرميږې ته

قوم ځينې بيليږي ته

زه خو دخپل قوم اوقوميت نه نه بيليږمه

پوه يم نه غوليږمه

څنگه نه غوليږې چې ستا قام نن ازادي غواړي

ستا زړه بربادې غواړي

●●●

زه خپلې موقع ته گورم نوم به يې درته ورک کړم

برناحق دې سپک کړم

دادى دهمت موقع ده ودريږه نرشه ته

پاڅيږه بادر شه ته

زه که چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

هير به مې تر ډير نه شي

دا پيغور لا څه کړي چې ستا مړو ته پيغور کوي

نور مړي دگور کوي

زه به دخپل گور مړي په گور کې خجالت نه کړم

نور به دا غفلت نه کړم

ته خو دې خپل اصل ته نظر وکړه چې څوک يې ته

ولې دومره پوک يې ته

پوک نه يمه بس دى نور مې مه شرموه پوې شومه

شمعې په شان توي شوم

ښه دى چې ته پوى شوې رب دې ټول پښتانه پوى لري

نوم دې خالق لوى لري

تل دي وي دايم دې وي دا عزم داهمت زموږ

داملي وحدت زموږ

زه ملنگ جان سور په وينو خوښ په دغه لاريمه

گوربه شي سره زر زما ۲۷۳مخ

په پورتني شعر کې لاندې عبارتونه دپښتولې دکود له مخې دپيغور عبارات دي،چې په پښتانه کې دهيجان اولمسون سبب دي:

ورک دې که بشرله ما

مړه ته دسره سيال نه يي

داسې خان دې ورک شې چې دبل لاس لاندي ژوند کوي

هغه مال دې ورک شې چې په ټيټو يې گټلى وي

پلارخو دې پښتون و لاکن ته په پښتو پوې نه يې

ته دونيا پرست يې دخپل پلارغوندې بهادرنه يي

ته دسره نرنه يې

پلاردې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتوته نه گورې

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره

جيل کې خپل بنديان گوره

تادې خالق ړوند کړي چې ستا ورونه يې وژل

تا ټيټ ورته کتل

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې

کوټې په کنج کې غلى يې

زه که چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

دا پيغور لا څه کړي چې ستا مړو ته پيغور کوي

نور مړي دگور کوي

●●●

په پورتنې سوال اوځواب کې چې د پيغلې او زلمې له خوا ترسره کيږي. له يوې خوا د مينې اوعشق خبره ده. د مينې پوښتنه دسيالۍ او رقابت ډگر ته ووځي. مينه يوازې دمسالي دطرح له پاره يوه زمينه ده، خو نظم ورو ورو اوج نيسې. دهغه اوج په دې کې دى چى دغيرت اوميړانې په وړاندې دمين(عاشق) منطق رنگ بايلي اودپيغلې يا مينې منطق قوت پيدا کوى.دپيغلې له خوا داسې خطاب نارينه ته چې وايي:ته له سره سيال نه يې.دبل لاس لاندې ژوند کول.په ټيټوچاته کتل.ته هيڅ په پښتوپوهيږي نه. ته دونياپرست يې.ته له سره نر نه يي. پلار دې تا غوندې بې ننگ نه وو. بې غيرته. کله چې دوښمن ستا ورونه وژل تا ټيټ ورته کتل. دا او داسې نورډير عبارات دپښتونوالې د سيالۍ په تله کې که واچول شي.نومقابل لوري تله په هوا کيږي اوهغه ته هډو دا مجال نه پاتې کيږي چې په خپل اولس کې ژوند وکړي. له دې امله ده چې منظومه دساده اوابتدايي قبيلوي نورمونوپه تهداب جوړيږي اوپه راپورته کيدو او لويدوسره اوج نيسې.اوپه ملي سطحه کې ابتدايي او دوديز مفاهم اعتلا او لوړتيا پيداکوي.

دلته ده چې سيده پيغورونه دقبيلې له چوکاټ نه ووځي اوپه ملې سطحه کې مطرح کيږي. دا کار په لنډيوکې هم ترسره کيږي اوملنگ جان دلنډيو روحيه په خپل شعرکې اسمانونوته لوړوي.

ماخذونه

۱.. LOUIS DUPREE.Afghanistan.1980.page.112

۲.عطايي، محمد ابراهيم، دپښتنې قبيلو اصطاحي قاموس، دپښتو څيړنو نړيوال مرکز، کابل، ۱۳۵۷ل، ۴۸مخ.

۳۔دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت، دثورترانقلابه، د افغانستان د علومو اکاديمي، دپښتوڅيړنونړيوال مرکز، کابل، ۱۳۶۲ کال.

۴۔همدغه اثر.

جان دمينې کچکول، سيداگل غريب يار، د قتيل په اهتمام، ۱۳۸۲ ل کال.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←