د پښتو موسیقۍ بابا
خیال محمد د پښتو فن د خيال شمله ده
خــداى دې تـل دغــه شــمـله لــري اوچـته
استاد خيال محمد د خېبر د چوره کلي د اوسېدونکي د سپين ګل زوى دى، په هډ پښتون او د اپريدو د ملک دين خېل په ټبر پورې اړه لري.
سپين ګل خان د خېبر د چوره کلي وو او پېښور ته يې کډه کړې وه
استاد خيال محمد په 1946ع کال کې په پېښور کې زېږېدلى دى.
د استاد خيال محمد اته سکه وروڼه او دوه خوېندې وې، چې درې وروڼه چې له خيال محمد څخه مشران وو او يوه خور يې په حق رسېدلې ده. دى د خپل پلار څلورم زوى دى. اوس څلور وروڼه او يوه خور لري، چې دى يې منځومى دى، دوه وروڼه ترې مشران او دوه ترې کشران دي.
استاد خيال محمد دوه ښځې لري، چې يوه مېرمن ئې ژوندۍ ده. د مشرې ښځې يې اووه او دکشرې ښځې يې اته اولادونه دي. لومړى واده يې په 1963ع کال کې کړى دى.
په 1964ع کال کې يې لومړى زوى او په 1965 کال کې انور خيال پيدا شوى دى.
استاد خيال محمد د پښتو ژبې د کلاسيکې موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او د نوې موسيقۍ په برخه کې نه يوازې په پښتونخوا کې بلکې په اّسيا کې د يو لوړ مقام خاوند دى.
د استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن اغاز:
په دې هلکه استاد د المان غږ له راډيو سره په يوه مرکه کې وايي: (زما والد صاحب هم له موسيقۍ سره تړون در لود، زما مشر ورور سيف الملوک هم د پيښور د راډيو نه به سندرې ويلې. په دې کې څه عجيبه غوندې خبره خو دا ده چې موږ به هم دا راډيو اورېدلو ورته به کله مخې ته شو او کله شاته چې د راډيو نه سړى د اواز څنګه راوباسي، نو حقيقت دى چې د يوه دوکاندار سره داسې غټ غوندې راډيو وه، زه يې شاته راغلم. په دغه وخت زموږ د ورو پروګرام وو مطلب دا دى، چې ورور دي هر څنګه چې وي خوږ وي، خو دغه ډېره څه سيده ساده زمانه وه او زمونږ ماشومتوب و، نو هغه راډيو ته زه شاته و درېدم، چې ما وى ګوره چې په دې کې ناست وي، خو دا سوچ خو زموږ نه وه دا څه عجيبه غوندې کار دى.
نو پس د هغې نه هم زموږ ددې سره شوق و او زما والد صاحب او زما ورور هم باجه، تبله، ډول سره اشنا وو زما مشر ورور زه په 1958ع کال کې پېښور راډيو ته راوستم ويلې راشه ازموينه دې اخلم، که د راډيو واله منظور کړې، نو زما هم شوق و رسره وْو نو ورغلم، په هغه وخت کې رشيد على دهقان صاحب د راډيو د موسيقۍ پروګرام مشر و او ما دا سندره وويله:
نن مې د ښکلې ځوانۍ بيا نوى دوران دى
په هغه وخت کې چې تبله را سره چا غږولې وه، خداى دې وبښي د هغه ثمرګل نوم و او شپېلۍ چې را سره چا غږولې وه، د هغه ګل رحيم نوم و. هغه دواړه اوس خداى بښلي دي او په دې مې فخر دى، چې استاد بختيار را سره دى دغه سندره اّزمايښتي شکل کې ما وويله او هغوى ريکارډ کړه د پېښور د راډيو نه په دغه وخت کې ريکارډ ميکارډ نه وو، چا چې به څه وويل د هغه وخت سره به وو، نو خبره به ختمه وه، نو زما په خيال په هغه وخت سره چې د راډيو کوم مشران وو، نو زما د اواز پرې لږ څه اثر شوى وي. نو موږ چې سندره څنګه وويله، نو موږ ته يې ريکارډ واورولو، بيا زه هم په سوچ کې شوم).
د غزل د موسيقۍ نوى رنګ:
استاد خيال محمد لس اته کاله د سندرو نه لاس اخيستى و او يوازې د تبلې او باجې سره يې شوق ساتلو، خو بيا خداى بښلى رفيق شينوارى دى بېرته سندرو ته تشويق کړ او په دې لړ کې يې د غزل موسيقۍ ته نوى رنګ ور کړ. دى په دې هکله پخپله وايي: (رفيق شينوارى دې خداى وبښي نو ما سره به يې ګپ لګولو، چې وروره تا ولې راډيو ته شاکړې ده، په تا کې زه لږ څه وينم. دى ډېر يو پوه سړى و، پخپله يې هم سندرې ويلې وې او بيا په راډيو کې کمپوزر (طرز جوړونکى) شو. ما ورته وويل چې بس رفيق جانه! زما زړه اوس نه غواړي، تسلي خپله راته نه ميلاوېده، خو داسې يو وخت راغى، چې ده ويل ټپه، چاربېته بدله خو زموږ روايتي شى دى بنيادي غزل هم پکې شته دى، دې غزل ته هم يو رنګ ورکول په کار دي. رفيق بيا ماته وويل چې سبا ته ريکارډنګ دى راډيو ته ځو، نو بيا زه اته لس کاله پس راډيو ته ولاړم. دوه درې سندرې مې وويلې
لکه د ارباب ودود کلام:
اوس دې يادونه افسانې ښکاري
دا څـه دسـتور د زمـانې ښکاري
او د حمزه صاحب کلام:
ژونـــد تــه وګــــوره ژونــد څـــه دى؟ هـمه کـار کـار دى
هغه ژوند په مرګ حساب دى، په دنيا چې بې روزګار دى
نو ددې دوه سندرو سره سره داسې حالات هم پکې راغله، چې د غزل برخه په پښتو موسيقۍ کې لږه وه، دا به ووايم چې په ولس کې کمه وه، چې بس دغه يو منګى و ډز او ډوز به و، خو موږ ويل چې خامخا ددې څيز لږ وړاندې تګ ته هم څه په کار دي، چې د موسيقۍ نه سړى خوند واخلي.
دومره څه موږ وکړل, چې د موسيقۍ رنګ بدل شو. زموږ متعلق به دا هم خلکو ويل او يو ښه سندر غاړى و چې هغې به هم ویل چې هدايت الله او خيال محمد خو د راډيو نه هډو ليرې کړئ.
هو بعضې تعلميافته خلک هم و چې هغوى دا قبول کړل، چې دا غزل خو هم جدا يو خپل معيار او بنياد لري، نو چا مخالفت کولو او چا مو مرسته او ملګرتيا کوله.
نو د قدرت مهرباني وه چې غزل کې موږ دومره مخ په وړاندې لاړو او دومره مو داېره را جوړه کړه، چې غزل مو په خپل ولس ومانه).
په تلويزيون کې په کار پيل:
استا خيال محمد په 1968ع کال کې په تلويزيون کې په کار پيل کړى دى.
دى په دې هکله وايي:
(په دې وخت کې په پېښور کې د تلويزيون سټيشن نه و او زموږ د راډيو استېشن هم داسې وو، چې د چا خبره چې ورننه به وتو پته يې نه لګېده، چې دا د راډيو سټېشن دى؟
نو د پنډۍ په چکلاله کې د تلويزيون سټېشن و، نو دغه د 1968 کال خبره وه په دغه سټېشن کې زما په خيال استاد بختيار اول پروګرام کړى دى. ولې چې دا راغى ريډيو ته نو موږ ته يې د هغې کيسه کوله موږ خو د تلويزيون هسې نوم اورېدلى وو، نو ده ويل چې دغسې جونګړه يې راته جوړه کړې وه او پکې ناست وم، نو هغه بيا به موږ د پنډۍ نه د تلويزيون پروګرام کولو.
پېښور کې د تلويزيون د سټېشن د جوړېدو راهيسې ددغه تلويزيون سره کار کوم په کوېټه کې، کراچۍ، لاهور او د نورو سيمو چې په تلويزيون کې موږ څه ويلي دي، د خپل ولس او قام په خدمت کې ويلي دي).
په فلمونو کې د استاد خيال محمد برخه:
استاد خيال محمد پر 1970ع کال کې فلمونو کې په برخه او ونډه اخيستلو پيل کړى دى.
ده د پښتو په تقريباً ټولو فلمونو کې چې شمېر يې درې سوو ته رسېږي برخه اخيستې ده او يوازې په درې فلمونو کې يې کار نه دى کړى. ځيني فلمونه په ده باندې پکچرايز شوي او په ځينو کې يې يوازې اواز دى.
دده لومړى فلم (دره خېبر) و. دى په دې هکله داسې وايي: "د پښتو لومړنى فلم (يوسف خان او شېربانو) او دويم فلم (دره خېبر) و، چې دغه هم په کلتور باندې جوړ شوى فلم و په دغه فلم کې دومره ساده ګي وه، چې زموږ خور لڼو او پښتنو وروڼو کتو، نو پرې ښه لګېده د دره خېبر په فلم کې دا سندره چې د يونس قياسي شعر دى، ما ويلې ده":
مــونږ يو د خېبر زلمي پـــښـــتو زموږه شان دى مــونږه پــښـتانه يــو په وطن مــو ځان قربان دى مونږه د خېبر په خوشکو غرونو کې لوى شوي يو مــونـــږه پــتـنـګان يـو د غـېرت په شمعه سوي يـو مـــونـــږ د وطـــن مـــټــې يو وطن زمونږه ځان دى مـــونـــږه پــښــتانه يو په وطن مو ځان قربان دى زمــــونــږه ارادې د تــاتــرې نه هـــم اوچـتې دي پـــه ويـــنو کې زمونږه خزانې د غېرت پټې دي مــونږه تورياليو يو دا وطن په مونږه ګران دى مـــونږه پــښــتانه يو په وطن مو ځان قربان دى څوک چې په خېرنو سترګو دې وطن ته وګوري سـترګې به ترې وباسو چې دې چمن ته وګوري زمـــونــږ په يــوه چـــغه لړزېدلى ټـول جهان دى مـــونږه پــښــتانه يو په وطـن مو ځان قربان دى
دغه سندره د ريکارډنګ نه وروسته په ما پېکچرايز شوه. دا د هغوى خواهش و، خو زه يوې خبرې ته حېران شوم، هغه ځاى ته چې اوس زه ګورم هلته په غه ستېژ باندې چې موږ دغه سندره فکچرايز کړې وه، که زموږ په دې دوستانو کې اوس څوک هغه ځاى ته لاړ، نو په هغه ځاى جومات جوړ دى، خو دومره ښاېسته او ښکلى جومات جوړ دى، چې هغه چا جوړ کړى، خو د خداى کور دى، خو ډېر اعلى اکټر جوړ کړى دى، چې خداى بښلى الحاج سلطان راهي نومېږي.
جاېزې او مډالونه:
استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن په برخه کې د خپل ستر خدمت له کبله ګڼ شمېر جاېزې او مډالونه لاس ته راوړې دي، چې ځينې يې دا دي:
په 1970ع کال کې د خېبر جاېزه د حيات خان شېرپاو له خوا چې د صوبه سرحد ګونر او لومړى وزير و.
په 1980ع کال کې د پاکستان د صدر له خوا د ملک د خدمت عالي مډال.
په 1988ع کال کې د پاکستان د کلتور وزارت د فلم د ادارې له خوا ملي ايوارډ.
په 1989ع کال کې د پاکستان د تلويزيون د پېنځه ويشتمې کاليزې د نمانځلو په خاطر د تلويزيون د کورپورېشن له خوا طلايي مډال.
په 1989 کال کې د باچا خان د امن جاېزه.
په 1990ع کال کې د صوبه سرحد د اسمبلۍ د سپکر له خوا د خدمت مډال.
په 1991 کال کې د پاکستان د کلتور وزارت د فلمي ادارې له خوا ملي ايوارډ. د سټوډنټ فېډرېشن لاهور له خوا مډال په 1992 کال د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا دباچاخان جایزه او د پښتو موسقۍ د بابا لقب ورکړل شو .
استاد ته له 1992 کال را پدې خوا هم نور ګڼشمیر ستاینلیکونه , جاېزې ,مډالونه او ایوارډونه ورکړل شوي دي, چې لدې لړۍ 2016 کال کښې د ولسمشر اشرف غني له خوا د سرو زرو دولتي مډال یادولی شو.
د استاد خيال محمد په اواز نه يوازې د افغانستان او پاکستان د راډيو او تلويزيون پروګرامونه ښکلي شوي دي، بلکې د زيات شمېر نورو هېوادونو راډيو پښتو پروګرامونو ته هم د استاد خيال محمد اّواز او فن ژوند وربښلى دى. ده د خپلو سفرونو په لړ کې چې زيات شمېر هېوادونو ته يې سفر کړى دى، اّزاد کنسرتونه هم ورکړي دي.
د قيصر خان د يوې څېړنې له مخې چې په 1992 کال کې ترسره شوې ده , استاد خيال محمد (81590) سندرې ويلي دي، چې (11590) سندرې يې ريکارډ شوي دي.
دغه ريکارډ شوې سندرې په دې ډول دي:
د راډيو پېښور، راډيو کوېټه، راډيو اسلام اباد او د لاهور له راډيو څخه 4290 سندرې.
د فلمي سندرو مجموعه (2000).
په کېسټونو کې نيول شوې سندرې (2200).
په ولسي، قومي، کولتوري، رسمي پروګرامونو کې (70000) سندرې چې څه يې د ريکارډ شوو سندرو تکرار دى.
لنډه دا چې استاد خيال محمد د پښتو د فن او هنر د تاريخ نه بېلېدونکې برخه ده او بل له ده نه د پښتو د هنر او فن تاريخ نيمګړى دى (نصیر ستوری)
سرچېنه :- پښتانه هنرمندان
ېادونه: استاد خیال محمد , استاد شاولي , ګلزار عالم , رباب غږونکی استاد بختېار, تبله غږوونکی استاد ماص خان وصال د قیصر خان په ملتېا د پښتنو کولتوري ټولنې په بلنه په لومړي ځل جرمني راغلي وو.
Ustad Khyal Mohammd
http://pashtoonkhwa.com/files/books/PakhtanaHonarmandan.pdf
