اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو افسانه کې د ښځې انځور

پښتوافسانه کښې دښځې انځور

دايوحقيقت دے چې په هر سړي کښې دننه يوه ښځه اوپه هرې ښځې کښې يوسړے په څه نه څه شکل موجود وي دغه وجه ده چې دښځو ستونزې يواځې ښځو نه سړو هم کيسې کړي دي ولې پښتنه ښځه چې څنګه ده په ټولنه کښې ورته کومې ستونزې پېښې دي دهغې په پوره توګه انځورګري نه ده شوې يوه خبره داده چې که سړي ليکوالان په خپل فن اوهنر کښې ډېر هم مخکښې لاړ شي دښځې داحساساتو اوجذباتو انځورګري په پوره توګه نه شي کولے تر کومې پورې چې دښځينه افسانه نګارانو تعلق دے اول خو مونږ سره دليکونکيو کمے دے اوچې کومو څه ليکلې دي هغه هيڅ کله هم دپښتنې ښځې دکړمو تصوير نه رغوي، ولې بياهم چې کوم کار شوے دے هغه دستائيلو وړ دے

دراحت زاخيلي٫٫کونډه جينۍ،،چې دپښتووړومبۍ افسانه ده ديوداسې بې وزله پښتنې جينۍ مرغۍ تصوير وړاندې کوي چې پلار واده کړې نه وي دپيسو دپاره يې ددولسو کالو په عمر کښې خرڅه وي،خاوند يې دنهو کالو ماشوم هلک وي هغه چې دڅه بيمارۍ نه مړ شي نومرغۍ سپيره اعلان شي چې نه يې دسخر په کور کښې ځائے کيږي او نه يې مورپلارسره څه فکر وي داافسانه دپښتني ټولنې داتورمخ هم ښکاره کوي چې کله ديوې ښځې خاوند مړ شي نو هغه بيا هم دسخرانے ملکيت ګڼلے شي دهغوي خوښه ده چې په لېور يې وادوي کنه په بل چا يې خرڅوي دغسې لوبه مرغۍ سره هم روانه وي چې دخاونددمرګ نه پس هم دسخر په کورکښې دخواښي اوسخر ظلمونو ته ناسته وي ،

کونډه جينۍ، نه پس دويمه افسانه دنورمحمد تره کي٫٫دبازګر لور،ده چې پکښې ديوې بې وزله اوبې وسه ښځې کيسه انځور شوې ده ،يوغريب کروندګر پلار دومره پوروړے شي چې دقرض په خلاصولو کښې دخپلې پيغلې لورواده دمجبورۍ نه بوډاخان سره اوکړي ،دحاجي سمندرخان ،،پښتنې، نومي کتاب کښې دپښتنې ښځې حقيقي واقعاتو په رڼا کښې يوروڼ تصوير راښکلے دے په دې کيسو کښې که افسانوي رنګونه تت هم دي ولې په اصلي معنو کښې زمونږ دټولنې ديوې روايتي پښتنې ښځې انځورګري کوي داجمل خټک ٫٫پښتو،،په مونږ يوه داسې پښتانه ښځه پيژني چې دهغې ټول خاندان په مېراتا کښې وژلے شوې وي ،يکي يوه هم داښځه بچ پاتې وي ددې ګيډه وي په څه طريقه ځان ښار ته راورسوي خدائے پاک ورته يوماشوم ورکړي هغه چې لوئے شي نومورورته داسبق ورکړے وي چې بچيه! دخپلې کورنۍ دقتل بدل به اخلې خويوه ورځ هم هغه قاتل چې ددوي دمېراتې ذمه وار وي زخمي حالت کښې ددوي کور ته پناراوړي چې کله يې داپښتانه وپيژني نو غلي پاتې شي چې کورته راغلے که دښمن وي هم پښتانه يې نه وژني، دنادرخان بزمي ٫٫مهرباني،دپښتووړومبۍ جنسي افسانه ده په دې کيسه کښې يوخان په يوې بې وزلې نوکرې جنسي تيرې کوي،دبزمي يوه بله افسانه ٫٫عارفه،، هم دښځې ذات انځورګري کوي دحسن خان سوز٫٫خوږ،،ديوې داسې ښځې انځور جوړوي چې هغه بالکل بې خوږووي دخپل پوځي زوئ دمرګ خبر چې ورته راشي نوهغه دخفګان په ځائے دهغه دپنشن اخستو په غم کښې سرګردانه وي داديوې داسې ښځې کراداردے چې خپله انګور يې داسې قابو کښې راوستې وي چې غريبه غږ نه شي کولے ټول اختيار يې په لاس کښې اخستے وي دمهدي شا باچا٫٫پټ غل،ديونشيي خاوند کيسه ده چې هغه افيم خوري نوخپلې ساده باده ښځې ته وايي، دادارودي چې ماته پيرانوپيرصيب په خوب کښې ښودلي دي،ساده ښځه ورباندې په ړندوسترګو باورکوي دلته دټولنې دارويه په ګوته کړې شوې ده چې خاوندخپله ښځه په اعتماد کښې نه اخلي ،سهي حال ورته نه وايي دقلندرمومند٫٫شرم،اومامونۍ شنه شوه په خنداشوه، په ښځو ليکلې شوي جنسي افسانې دي د٫شرم، شيفاګۍاصل ستونزه جنسي وي چې کله هغه مټيزه لاړه شي دکلي خلک ورپسې خبرې کوي خوهغه يونوےژوند ومومي دهميش خليل٫٫ډيوه مړه شوه،،کښې يوه غريبه جينۍ دکبرجنو خلکو دلاسه دعزت په خرڅولو مجبوره کړے شي ،داشراف حيسن احمد،برقعه،تور،رنځ، جنسي کيسې دي چې مونږ دبې وزله ښځوهغه دنه ليدوتصويرونه وينو چې دټولنې زورورو دلاسه جوړ شوي دي ،، دطاهراپريدي، تصوير+حبس، او،دوفاجنس،کښې مونږ دښځې مختلف تصويرونه وينو. تصوير+حبس ، کښې ديوې اوچتې ټولنې ديوې مستې ښځې تصوير وينو اودوفاجنس، کښې ديوداسې وفادارې روايتي پښتنې تصوير جوړ شوے دےچې مېړه ورباندې بن راولي خوبياهم هغه ورته ښيرې نه کوي

هرڅو که په پښتو افسانه کښې دس ب ب نوم اول راځي چې ښځينه وکښې يې وړومبے افسانه ليکلې ده ولې بيا هم دزيتون بانو نوم دهر چانه جوت او روښانه دے او دې بي بي ډېر زيات دزړورتابۀ نه کار اخستے دے خو سره ددې که مونږ په معاشرتي تناظر کښې دپښتنې ښځې تصوير انځوروو نوهغه په پوره توګه په ډاګه شوے نه دے

دزيتون بانو چلمچي، کخے، دشوې پاڼه،او٫٫ببوزے،، دښځې ذات ځيني ستونزې څرګندوي،دبانو بي بي ٫٫ چلمچي،، چې ځيني محقيقن ورباندې دعصمت چغتائي مينه ماتوي اودبانو بي بي چلمچي دعصمت چغتايي ٫٫لحاف،، سره پرتله کوي خوداسې نه ده دبانو بي بي دجنس بڼه يوخپل پښتني رنګ لري دلحاف ماحول دهندي ټولنې انځورګري کوي دمثال په توګه د٫٫شوے پاڼه،، به واخلو په دې افسانه کښې يوصاحب جائيداد پښتون پلاردخپلې پيغلې لوردارمانونو په ځائے دخپل شان اوشوکت غم کوي اوهغه هر چاته خپله لورپه نکاح کښې نه ورکوي چې کله يې په لوردواده ټولې لارې بندې شي نوهغه بيا نور سوچونه شوروکړي اودادافسانه نګارې دټولنې په بې حسه شته من پلارانو يوټک دے چې د بې ځايه سيالي په ځائے کولو دپاره داولادارمانونو قاتل وي،٫ببوزے،، کښې د يو خان نوکر چې کله د خان په حجره کښې ډمې وويني نو خپل حثيت ورنه هېر شي ،دګرمۍ موسم وي ډمو ته ببوزے وهل شورو کړي د کلي ماحول وي دغه منظر د کلي بامونود نه نورو ښځو سره د نوکر کورودانه هم ګوري خو هغه صبر په دې کوي چې دميړه په مخکښې اف قدرې نه شي کؤے دفاروق سرور٫٫بوئ، کښې دښځې جنسي احساسات ډېر په ښه توګه تصوير شوي دي د قيوم مروت تصويرونه، بېګم جان، او چترالي چراغ، نيګټو، اوشيش محل په بنيادي توګه جنسي افسانې دي چې په کښې دښځې په حقله دټولنې درويوانځورګري شوې ده شيش محل، يې دمنټو، ټنټدا گوشت، سره سيالي کولے شي ،دلائق شا درپه خيل ،،ولږه ،،يعني لوږه يوه کيسه ده،چې دقبائيلي معاشرې ديوې ښځې جنسي ستونزې په ډاګه کوي،د ډاکټر زبېر حسرت پاڼه، دليکلو انداز بېخي دمنټو، سړک کے کنارے، په شان دے ولې کيسې د دواړو بدلې دي په دې کيسه کښې ديوې مسافرې ښځې دبېوسۍ نه دعلاقې يوزورورشته من څنګه ګټه پورته کوي او په هغې جنسي تيرے کوي دعصمت قانع، دپلار په جامه کښې، دمنټو، صاحب کرامات، افسانې ته ډيره زياته ورته ده .دګل افضل خان بادار د يوخان فرعونيت،ديومزدور بې وسي اوديوې ښځې دلوپټې دارمان کيسه ده هم په دغه پلاټ ډاکټر صاحب شا صابر،سپينه لوپټه،ليکلې ده،دسيده حسينه ګل ،بنګړيواله، وينزه ،لوپټه،اوماتې دچا،دښځوستونزو نه چاپيره ګرځي ماتې دچا ،کښې يوخاوندداولاد نه محروم وي کمزوري دهغه وي ولې پړه ټوله په ښځه وراچوي کله چې دويم واده اوکړي نوپته يې اولګي،دثرياحوا ٫٫پښتوترسره شوه ،باچا بي بي اوتورسرے، لوستو نه پس دااندازه لګي چې پښتني ټولنه کښې ښځې سره کوم سلوک کيږي ٫٫پښتوترسره شوه ،کښې يوخاوند خپله ښځه دغيرت په تور وژني .دتاج رحيم ٫٫بيا يې واده دے اوپيريان، دادواړه افسانې ښځې ذات جنسي ستونزې بيانوي چې دطبقاتي شعورڅرګندونه هم کوي داسيرمنګل ٫٫توره ښځه ، نه ډولۍ نه جنازه،دښځو په مختلفو ستونزو ليکلې شوې افسانې دي دلايق زاده لايق ٫٫ټيټې سترګې ،کښې دوه ښځې زمونږ مخې ته راځي يوه هغه چې خان ورباندې جنسي تيرے کوي اودخان لور وي دغلطو بنديزونو له کبله نوکرسره دخپل عزت جنازه وباسي د ميرزا خان پيڅے لنډه کيسه ،، دوينو خوړلے کور،، د ښځې يوبل تصوير مخې ته ږدي يو خاوند يوه جينۍ کوژدن خو کړي ولې بيا په کښې څه د لچپسي نه اخلي هغه خواره د ده په نامه ناسته وي او دے په مختلفو بانوهيلو د واده نيټيه ورو ستو کوي ، د ډاکټر نصيب الله سيماب ٫٫د اور جامے ،،ژوندے کاڼے او تشه غوزه ،،د ښځې په ذات ليکلي شوي لنډې کښې دي چې د معاشرې د جګو ټيټوله کبله بدې بدې ځپلې شوې وي ، د صفيه حليم٫٫ نيمګړے انځور،، مرکزي کردار يوه ښځه ده چې د ټولنې د زورورو خلکو دلاسه در په ديکه شوي وي ،دعصمت بي بي ٫٫رانګ نمبر،، د دوو ښځو بيل بيل کردارونه وړاندې کوي چې يوې ته دواده نه درې مياشتې پس خاوند طلاق ورکړي او هم د دې له کبله د سرطان مريضه شي او بلې ملګرې ته يې چې کله خپل ائيډيل ملګرے دواده نه مخکښې سترګې واړوي ،نو هغه در په در خاورې په سر ګرځي ، د بريالي باجوړے ٫٫سوالګره،، کښې يوې جينۍ باندې جنسي تيرے کيږي او ددې ظلم د لاسه مړه هم شي،وږمه سبا عامر ٫٫انځورونه د دوو پا کوارزو ګانو،اوهوډ،دښځې ذات ترجماني کوي ،انځورونه د دوو پا کوارزو ګانو، کښې د دوو مئينو زړونو د ناپوره ارمانونو انځور ګري شوې ده چې څنګه د ټولنې ديو غلط نظام له کبله د دوي د پا کو ارزو ګانو قتلان کيږي، د صابر شنواري ٫٫مساوات او نظام،، د ښځې ذات دکړمو په حقله ليکلې لنډې کيسې دي چې څنکه صنف نازک سره په پښتني ټولنه کښې زياتے کيږي او د دوي د حقونونه سر غړونه کيږي دډاکټر همدرد يوسفزي تک تور سپين خلک،عزت اوپرتوګ، کښې مونږ دټولنې هغه امتيازي رويې وينو چې دښځې ذات سره خپلولے شي،دعظمت هما ٫٫شيشکه،کښې دښځې مختلف شکلونه مونږ وينو چې څنګه په پښتني ټولنه کښې دښځې ذات ارمانونه قتل کولے شي په پښتنې ټولنه کښې او په خصوصي توګه کلي والو علاقو کښې دډمې ښځې څه خاص کلتور نشته ولې بياهم دغه پېشه په څه نه څه طريقه وجود لري او ددې نه رازيږيدلي ځيني الميې دپښتو جديدې افسانې موضوعات جوړ شوي دي دسلمى شاهين ٫٫ډمه،،هم په دغه تاثر ليکلې شوې ده

پرته له دې دکلثوم زيب،تورګلاب ، دامين افغانپور٫٫ساړه بادونه،دارباب رشيداحمد خان ٫٫مړزې والوتې،دلطيف وهمي ،ارتقا،اودوه قبرونه،دعنايت الله ضيا ١جمعه ١مساوي ايک اوپښيماني،دعبدالوکيل شېنواري ٫٫پلمه، بيريدلې ننځکه،،دممتازقاضي ٫٫لي مارکيټ،نسرين،اوډوډۍ، دبريالي باجوړي سالګره اودپړوني ارمان،دمحمداياز،خندا، دډاکټر شېرزمان سېماب٫٫ائينه اوانتقام،دسردارعلي ٫٫فرسټريشن،ځيني هغه دستايلووړ کيسې دي چې مونږ پکښې ديوې ښځې تصوير وينو او هغه دهغې جنسي ستونزې دي اوکه ټولنيزې کړمې دي

پښتني ټولنه کښې دښځو ستونزې ډېرې زياتې دي ددوي بنيادي حقونه دپښو لاندې کؤلے شي جائيدار کښې يې څوک برخه نه مني جنسي ارمانونو له يې مرۍ خپه کولےشي چې داهر څه دناپوهۍ له کبله کيږي ، اوس حالات ورو ورو بدليږي خو بياهم دښځو اکثريت دخپلو بنيادي حقونو نه محرومه دے او دوي ته هغه مقام نه ورکولےکيږي چې ددوي حق جوړيږي دا خبره په ډاګه ده دلته دعلم نيشت والے دے چې له کبله يې سخت ټولنيز قدرونه عملي کيږي چې ښځه يې يو دويم قسم مخلوق ګرځؤلے دے ،د اردو افسانې نامتو افسانه نګار سعادت حسن منټو دښځې په مختلفو اړخونو باندې بې شماره ليکل کړي دي ولې هغه بياهم دخپل کار نه مطمن نه ؤ، اؤداګيله يې لرله.

"مين عورتون کے بارے مين وثوق سے کچه بهي نهين کهه سکتا مهجے ان سے ملنے کا اتفاق هي کب هوا هے------ عورت کا وه تصور جو هم لوگ اپنے دماغ مين قائم کرتے هين ټهيک نهين هوسکتا-----(٣)

"ژباړه" زه دښځو په حقله يقين سره هيڅ هم نه شم وئيلے ځکه چې دوي سره ماته چرته دليدو کتو بېخي موقعه په لاس نه ده راغلې---دښځې هغه تصوير چې مونږ يې په خپل دماغ کښې جوړو سهي نه شي کيدے،،

چې کله لاهور غوندې ازاد خياله ښار کښې دمنټو غوندې ځيرک ليکوال داحال دے نو مونږ به په پېښور کابل يا په کوټه کښې ديو پښتون افسانه نګار نه څه ګيله اوکړو چې هغه مونږ ته دصنف نازک په حقله څه بشپړ معلومات نه دي راکړي.

دلته ښځې سره څنګه ژوند کولےشي کوم مقام ورکولےشي دمثال په توګه غيرت په نامه چې ددوي په کومه طريقه مرګ کيږي او يا ددوي ارمانو نه څنګه دپښو لاندې کولےشي ددې ټولو ذکر ددې دور په افسانه کښې په څه نه څه شکل موجود دے ولې ددې باوجود دپښتنې ښځې مکمل انځور مخې ته نه دے راغلے او دا تنده لا تروسه محسوسيږي

اردو افسانه کښې دښځې په ستونزو او دجنس په لړ کښې کوم کار شوے دے دهغې چونګے هم پښتو کښې په نظرنه راځي چې دهغې بې شماره وجوهات دي يوه بنيادي وجه يې دا ده چې پښتو ژبه هر څو که په کروړونو وګړي لري ولې څوک ورسره هغه مينه نه کوي چې کومه پکار ده،چې کله صورت حال داسې وي نو بيا هغه دخوشحال بابا خبره.

زۀ يې چالره وهم قدريې چازده

په اورو سوزه دا تورې قلمونه

رښتيا خبره داده پښتو کښې د ښځې دستونزو اودجنسي ستونزو په حواله ډېرې ناهيلۍ شته مونږ ته که ډېر څه نه وي نوڅه نه څه خوپه لاس راځي ، په هم جنسيت Homosexuality باندې هم ځيني افسانې موجودې دي ولې دښځو په حقله يعني Lesbianism باندې څه په نظر نه راځي او يا که وي مانه وي لوستي داهم کيدې شي ولې دايوه ستونزه ضرورده چې نظر انداز کيدلے نه شي اردو افسانه کښې سيډازم Sadismاو مسيوکيزم Masochism جنسي علامت پرستي Fitishism او محرماتي عشق Incest په حقله بې شماره لنډې کيسې ليکلې شوې دي دغه ستونزه هره ټولنه لري ولې پښتو کښې دې اړخ ته بېخي پام لرنه نه ده شوې ـ که د Exibitionism نماشيت په حقله پښتني ټولنه څه نه لري ولې بياهم دنړيوال کلي له کبله امکان شته چې څه موجود وي پکار ده چې دښځو په ټولو ستونزو بشپړ ليکل اوشي ـ

ماخوز، دپښتوافسانې سل کلن بهير

Pakhto Afsana ki de khazi Anzoor

by: Professor Aseer Mangal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←