اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ازبکو په تخار کې پښتنو کډوالو ته د مرګ ګواښ

ازبکو په تخار کې پښتنو کډوالو ته د مرګ ګواښ کړى
تخار ته راغلو ستنو شويو پښتنو ته د ازبکو لخوا د مرګ ګواښ شوى چې د جمعې (د وږي ۸ مه) تر ۸ بجو پورې دې له سيمې څخه بېرته ووځي.

نږدې شپږ ورځې وړاندې له بلوجستان څخه څه کم ۹۰ کورنۍ بېرته خپل اصلي ټاټوبي تخار ته ستانه شوي دي، چې پر وطن د سرو لښکرو د تېري پر وخت دډېرو افغانانو په څېر دوى هم هلته مهاجر شوي وو، د سيمې ازبکو يې مخه نيولې او تر دې يې هم نه دي پرېښي چې له موټورو څخه خپل سامانونه ښکته کړي او لا هم وږي تږي، ستړي ستومانه په داسې حال کې چې د بېلا بېلو ناروغيو ښکار شوي دي، همداسې پاتې دي. تر دې دمه نه دولت او نه هم خيريه موسيسو کومه مرسته ورسره کړې ده.
ازبکودهمدې بېرته ستنو شويو پښتونو د ويستو په اړه لاريون هم کړى چې له شمال څخه يې د ټولو پښتنو د ويستو غوښتنه پکې کړې ده.
دا خو لا څه چې پرون د پنچشنبې په ورځ ( د وږي ۷ مه) د ازبکو، د سمييزو دولتي چارواکو چې ډېرى يې ټوپک سالاران دي او پښتنو غونډه کړې او په غونډه کې ازبکو خپل وطن ته راستنو شويو پښتنو ته له سيمې څخه د نه وتلو په حال کې د مرګ ګواښ کړى.

راستانه شوي پښتانه چېرته او په کوم حال دي:
اووه ورځې مخکې له پېښور څخه راستانه شوي افغانان د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالي مرکز ته رارسېدلي. دوى د مهاجرت له کلي له ځانه سره ډېرې هيلې راوړې وې. دوى په رسنيو کې د خپل ولسمشر غټې غټې خبرې اورېدلې وې، په دې موخه راغلي وو چې د خپل وطن په بيارغونه کې د نورو افغانانو په څېر برخه واخلي او يو څه ګټه چې حق يې دى، ورته ورسېږي. دوى اورېدلي و چې وطن يې له جنګونو او ټوپک سالارانو څخه د دوى ولسمشر ښاغلي کرزي خلاص کړى دي خو نه و خبر چې لا يې هم ولسمشر د ټوپک سالارانو پر وړاندې سر ټيټ نيولى، کنه ولې به يې له سامانونو څخه بار موټر تر شپږمې ورځې ولاړ پاتې کېدل.
د دوى له سامانونو بار موټر د خواجه بهاوالدين ولسوالي د مرکز په هغه کلا کې چې احمد شاه مسعود د طالبانو د بنديانو لپاره جوړه کړې وه، لا هم ولاړ دي. خپل وطن ته راغلو پښتنو ته ځايي ازبکو چې مشري يې پخواني جنګي قومندان قاضي کبير کوي، اجازه نه ورکوي چې خپلو سيمو ته ورتګ خو څه چې له موټرو خپل سامانونه ښکته کړي. سمييز دولتي چارواکي په دې چې ځينې د همدوى په څېر ټوپک سالاران دي او په دې ظلم کې ورسره شريک دي او پاتې ځينې يې د ازبکو له وېرې څه نشي کولى.

راستانه شوي پښتانه په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي:
سربېره پر دې چى په راستنو شويو پښتنو پر لاره يو موټر چپه شوى او ۱۳ تنه يې پکې تپيان شوي دي، له رارسېدو ورسته په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
له ټپيانو سره يې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او دوى يې پخپل کليوالي دود درملنه کړې ده، چې د ځينو حالت يې د اندېښنې وړ دى.
اووه ورځې کېږي چې په ماړه نس يې ډوډۍ نه ده خوړلى او ټول چې شمېر يې نږدې ۸۰۰ کسانو ته رسېږي له يو کوهي څخه اوبه څښي، چې له امله يې ډېرى په ځانګړې توګه ماشومان په اسهال او نورو بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې چې د دوى له حال څخه ځايي دولتي او غير دولتي روغتيايي مرکزونه خبر دي، خو چا يې هم د ازبکو له وېرې درملنې ته زړه نه دى کړى.
دغه ناروغي او بد بختي شېبه په شېبه مخ په ډېرېدو ده، خو بيا هم دا چې څوک يې د پوښتنې نشته نو راستنو شويو پښتنو له زغم څخه کار اخيستى او هر څه په چپه خوله تېروي، په دې تمه دي چې يا به دولت او يا هم خپل ولس پرې زړه سوى وکړي او د ازبکو له غمه به يې خلاص کړي، چې د خپلو ورانو شويو کورنو په بيا رغونه لاس پورې کړي او د ارام ساه واخلي، خو...

ازبک هېڅوک نه پرېږدي چې له راستنو شويو پښتنوسره مرسته وکړي:
ستړو ستومانو راستنو شويو پښتنو سره چې له اووه ورځو په دې حال دي، لاهم ورسره نه دولت او نه کومې خيريه موسيسې د ازبکو له وېرې مرسته کړې ده. د ځايي اوسېدونکو په وينا کله چې د ځايي پښتنو له دوى سره د مرستې کولو هڅه وکړه نو د ازبکو له خوا ورته دمرګ ګواښ وشو، چې اوس هغوى هم په خپلو کورونوکې بند پاتې دي.
وايي چې يو سپين ږيري غوښتل چې خوراکي توکي وروړي چې ازبک يې مخه ونيوه او له وهلو ټکولو وروسته يې په مرګ ووېروه، چې بيا ورته د خوراکي توکو راواړلو هڅه ونکړي.
سربېره پر دې چې خلک يې له مرستې کولو څخه منع کړي دي، د ښار ټولو دوکاندارانو ته يي هم ګواښ کړى، چې که چا هم په دوى خوراکي او نور توکي وپلورل، نو دوکان ته به يې اور واچول شي.
دا هر څه په داسې حال کې چې پرون ورته له خپلې سيمې څخه د نه وتلو په حالت کې د مرګ ګواښ هم شوى دى.
نو اوس څه فکر کوي چې وروسته له خدايه به دغه ستومانه خلک د چا د مرستو په تمه وي چې له دولت څخه يې هم تمه شکېدلې وي؟

ازبکو ته د پښتنو د وېرولو په موخه وسلې وېشل شوي دي:
دغو ازبکو ته چې په پښتنو يې ناکردې پيل کړي دي، ويل کېږي چې د خپل سمييز مشر قاضي کبير چې ورسره شريک دى او دوستم لخوا وسلې وېشل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د ورځې له يو نيم سره وسله وي چې د څادر لاندې يې پټه کړي وي او د ماښام په رارسېدو له هر ګرځېدونکي ازبک سره وسله وي او د راغلو پښتنو سربېره پرې هغه خلک هم ويروي چې له هغو سره د مرسته کولو هڅه وکړي.
همدا ده چې ټول ښار کې يې هم وېره خوره کړې چې که چا په راغلو پښتنو خوراکي توکي او نور څيزونه وپلورل نو ژوند به له لاسه ورکړي.
ازبک چې دا هر څه کوي ملامت نه دي، ځکه چې دوى د ميدان وردګو د کوچيانو د مسلې پر وړاندې د ښاغلي ولسمشر کرزي د خولې خوند څکلى دى نو همدا ده چې اوس يې ترې سترګې نه سوزي، کنه څوک به وي چې دومره لوى زړه دې وکړي چې د کور څښتن ته دې له خپل کوره د نه وتلو په حال کې د مرګ ګواښ وکړي.
نو اوس څه فکر کوي چې دا مسله دې هم همداسې پاتې شي، داخلک دې له خپل کوره وويستل شي ځکه چې ازبک خپه کېږي او که ازبک خپه شول نو هغوى خو مشران لري، يو يې د نه خوړلو اختساب کوي او بل يې چې د ښاغلي کرزي دويم مرستيال دى، د دندې د پرېښودو ګواښ کوي. د تش په نوم ولسمشر ښاغلي خو همدا دوه پلمې بس دي خو نه پوهېږم چې اولس څه تصميم نيسي!؟

د همدې مسلې په اړه د ازبکو لاريون:
ازبکو تابيا کړې چې ضرور به دا خلک له سيمې څخه بېرته وباسي. دوى د راستنو شويو افغانانو د راتګ په دويمه ورځ تخار کې په دې موخه لاريون وکړ چې دولت بايد دا خلک له دې ځايه وباسي کنه خون يې پر خپله غاړه!!!
په لاريون کې چې نږدې د تخار ټولو ازبکو برخه اخيستې وه، مرګ په پښتنو، مرګ په کرزي، مرګ په ظاهر شاه شعارونه ورکول او دا يې هم ويل چې له ټول شمال څخه دې پښتانه ووځي. دا په داسې حال کې چې د پنچشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) د هېواد ډېرى پښتنو د روح الله نيکپا چې يو ازبک يا هزاره افغان دى د غونډې په ترسره کولو نمانځلى دى. خو دوى وايي چې پښتون دې له شماله ووځي!!!
پر دې هر څه سربېره لا هم مرکزي دولت چپ پاتې دى. مرکزي دولت څه، ښاغلى ولسمشر کرزى چپ پاتې دى،ممکن د روح الله نيکپا له نمانځلو نه وي بېکاره شوى چې د وږو تږو، ناروغو او ستړو راستنو شويو افغانانو غم دې په تخار کې وخوري او يا خو به د خپل دويم مرستيال مشورې ته ګوري چې ورته ووايي چې مهمه دا ده چې اوس دا لانجه ختمه شي خير هغو ته به چېرته بل ځاى کې ځمکه ورکړو!!!

راستنو شويو پښتنو ته د ازبکو له خوا د مرګ ګواښ:
وروسته له دې چې ازبک پوه شول چې دې خلکو له زغم څخه کار واخيست او په پخپل ټاټوبي کې يې د اوسېدو تابيا تر مرګه نېولې ده نو د تېر په شان يو ځل بيا د خپلو ټوپک سالارو مشرانو په خوله يې راغلو ستنو شويو پښتنو ته له سيمې څخه د نه وتلو په صورت کې دمرګ ګواښ وکړ.
ازبکو پښتنو ته د نن تر ۸ بجو وخت ورکړى چې که چېرې تر ټاکل شوي وخت پورې له سيمې څخه ونه وتل نو خون يې پر خپله غاړه!!!
دغه ګواښ تېره ورځ پنچشنبه ( د وږي ۷ مه) په يوه غونډه کې چې ازبکو، سيمييزو دولتي چارواکو چې ډېرى يې پخواني ټوپک سالاران دي او ځينو پښتنو پکې برخه اخيستې وه چې د خبرو اترو په پاى کې ازبکو پښتنو ته ګواښ کړى، که تر ټاکلي وخته ونه وتل نو پاى به يې مرګ وي.
ازبکو دا هم ويلي چې راغلي پښتانه نشي کولى چې د تخار ولايت هېڅ يوې سيمې ته ورشي. دوى وايي چې دغه پښتانه هېڅ دشمال اوسېدونکي نه دي او دا پټه خبره نه ده چې دغه خلک دغلته په زرګونو جريبه ځمکه لري او دا يې پلرنى ټاټوبى دى.
خو ډېر درد هغه وخت سړى حس کړي چې د دې موضوع په په اړه د ولسي جرګې چپ پاتې کېدل ورياد شي. دوى خو ددې خلکو استازي دي او همدا يې وخت چې د خپل ملت رښتينى استازيتوب وکړي، کنه خداى مکړه چې له دې کومه ستره ستونزه جوړه نشي.

څه بايد وشي؟
دغه پښتانه پر وطن دسرو لښکرو د تيري پر وخت د نورو ډېرو افغانانو په څېر له خپل وطن څخه مهاجر شوي وو، چې اوس بېرته پخپل وطن کې د اوسېدو پر نيت راستانه شوي دي. دوى د تخار ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې په زرګونو جريبه ځمکه لري چې د خپل منځي جګړو پر مهال ځايي ازبکو د ناسمو قبالو په جوړولو په خپل نوم کړې وې او اوس په دې وېره چې دغه خلک به د خپلو ځمکو غوښتونکي شي، د دوى د بېرته ويستلو هڅه کوي او ځانونو ته دروغجنه هيله مندي پيدا کوي چې ګواکې په خپله هڅه کې به بريالي شي.
خو موږ له دولت او مشرانو او ولسې جرګو څخه هيله کوو چې له دې مسلې دې هم د ميدان وردګو د کوچيانو مسله نه جوړوي چې د لسګونو کسانو د مرګ لامل شوه.
په دې هېڅوک سترګې نشي پټولى چې دا خلک د دې سيمې اوسېدونکي دي او بايد خپل حق ورکړل شي.
دا يقينې ده چې که چېرې د دې مسلې پر وړاندې دولت چپ پاتې شي او کرزى صيب د خپل دويم مرستيال له وېرې يو ځل بيا غلى شي، غلى به شي خو ولس غلى نه پاتې کېږي. ولس به ضرور د خپلو وطنوالو د حق غوښتنه کوي او پر ځاى کوي به يې هم.
د يو موټي افغانستان په هيله
Uzbako pa Takhar Ki Pakhtano Kadwalo ta de Marg Gwakh Karry
By: Shamaliwal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←