اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پوهاند زیار

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار زموږ ټولو استاد دی، نن د هاشمي څېړنې او ژباړې مرکز او کتاب پلورنځي ته راغلی و. د استاد زیار په اړه مو دوه مقالې لیکې وې او په نړیوال ژورنال کې مو چاپ کړي دي، دغه مقالې په یوې ټولګې کې چاپ شوې دي چې استاد ته مو ډالۍ کړ.

سید اصغر هاشمي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-

د هېواد نوميالی ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال، څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر، کيسه ليکوال، تاريخ ليکوال، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون د هېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار۸۰ کاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارک کې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې. لومړنى ښوونځی يې په خپل کلي او کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. ترڅلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " کې د زده کړو چانس لاسته راوړى دى.

پر ۱۹۶۲ زيږدي کال يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليک ترلاسه کړى دى. د دغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې کړې او څېړلې دي.

له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توکمپوهنه(اتنولوجۍ) کې د ماسترۍ او ډاکترۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړي دي. له هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده.

له۱۹۸۴– ۱۹۸۶ ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه کې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه کاله (۱۹۹۴–۱۹۹۶ز.) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاکتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى کړې او راوروسته يې د کورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار"اکسفورډ" کې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.

د تېرې شلکلنې مېشتيا په اوږدوکې يې د لندن، اکسفورډ او کېمبرېج پوهنتونونو د ختيځپوهنې له څانگو سره د لېکچرونو او د پښتو، پارسي، بلوچي،پاميري ژبو او نورو افغاني ژبو او گړدودو په برخه کې د ډاکتري تېزسونو لارښوونه کړې ده.

څېرمه چارې

۱۹۷۲- ۱۹۷۵د وږمې مهالنۍ چلونه.

۱۹۷۸: د افغانستان د علومو اکادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري.

۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب.

۱۹۸۰: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.

۱۹۸۰–۱۹۸۴: د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.

له ۱۹۹۱ راهيسې د نابغه سيدجمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.

علمي او ادبي هستونې

لومړی: علمي- څېړنې: پښتو نومتړنگونه يا اسمي ترکيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليکلار، پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندگى(هممانيزونه)، پښتو سيندگى(نويزونه)، آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندگی(لومړی ټوک)، انگرېزي – پښتو سيندگى(سربلونه + اوستربلونه)، د خوشال ادبي پښتو ليکلار ښود، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهه او د پښتو پښويي(گرامر)، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه، ماناپوهنه(سيمانتيکس) ترچاپ لاندې او پښتو سبک اوسبکپوهنه، مورنۍ ژبه او داسې نور پوهنيز نښيرونه يې چاپ ته چمتو دي، همداسې يې د لنډو او اوږدو ليکنو څو ټولگې درواخله.

دويم- ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک(له الماني)، پټه خزانه(پرالماني) او نور گڼشمېر پوهنيزې او رسنيزې ژباړې يې.

درېيم- ادبي(پېيلې او ناپېيلې): زنداني نغمې، سوزونه او سازونه، وينه او مينه، گلکڅونه، گلولې، اند و ژوند، اند و واند، رزم وبزم، پوهه او گروهه، د سبرونو نڅا، گلوييونه، څڅواکي، زما نړۍ، د مرجانونو څانگې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه(ناول) او ناپېيلې(نثري ټولگه)؛ ناچاپ: ۴-۵ پېيلې او ناپېيلې شعري ټولگې، سپين ليکونه۳-۴ ټوکه.

د دغو چاپي اثارو ترڅنگه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه ليکنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راروسته د لوړ ترين ليکوالي او څېړنوالي ريکارډ جوگه کړى دى.

پر دغو ټولو علمي- فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتگر پوهاند او ليکوال نژدې نيمه پېړۍ د " يوې - کره ليکنۍ پښتو" او" نوي - ازاد پښتو شعر" غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى کړې ده.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←