اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د افغانانو اړوند

دافغانانو په اړوند تاريخي کتا بونه

دلته دهغو کتابونو یادونه کوم چې په پخوانیو وختونوکې دهند په نيمه وچه کې دافغانانو په اړه لیکل شوي دي :

۱-تحفه اکبر شاهي يا شېر شاهي تاريخ :

ليکوال يې عباس سرواڼي دی چې دشير شاه سوري دواکمنۍ حالات پکې راغلي دي ۰ دغه کتاب په ۹۹۴ ليږديز کال کې ليکل شوی دی، پښتو ژباړه يې ارواښادډ اکټر دولت محمد لو دين کړې ده او په کال ۱۳۵۴ ليږديز کې دکابل په پښتو ټو لنې کې چاپ شوی دی۰

۲-واقعات مشتاقي :

ليکوال يې شيخ رزق الله ډهلوي دی او په ۹۸۹ ليږ ديز کال يې ليکلی دی چې د لودي او سوري پښتنو حالات پکې راغلي دي۰

۳- شاهي تاريخ :

ليکوال يې احمد يادګار دی او په ۱۰۵۴ ليږديز کال کې ليکل شوی دی چې دلودي او سوري پښتنو واکمنانو په اړوند ښه معلو مات پکې راغونډ شو ي دي۰داکتاب دښاغلي محمد الله ساپی لخوا ژباړل شوي او دافغانستان دعلومو اکادمۍ چاپ کړی دی،

۴-داودي تاريخ :

ددې کتاب ليکوال عبد الله دی چې له اره پښتون و او دمغولي جهانګير ددورې مؤرخ و ۰په دغه په زړه پورې تاريخ کې د هندوستان دلودي او سوري پښتنو او په بينګال کې کر لاڼي پښتنو په اړوند ښه معلو مات شته۰ ما ددې مقالې ليکوال پښتو ته ژباړلی و او په کابل او پيښور کې چا پ شوی دی۰

۵-افسانه شا هان هند:

د اهم دجهانګير پا چا په وخت کې ليکل شوی دی۰ ليکوال يې محمد کبير دی ، خو ددغه کتاب ميکرو فلمونه د هند دعليګړ په پو هنتون او دلندن په بر يټيش ميو زيم کې شته، خو دکتا ب په بڼه نه دی چا پ شوی ۰ ما د غه اثر دعليګړ دمايکرو فلم نه کا پي کړی ا وپښتو ته مې ژباړلی ،خو لا چاپ کړی مې نه دی۰

۶- پښتون شير شاه:

دغه اثر هندي مؤرخ ښاغلي مظهر انصاري دهلوي ليکلی او دشير شاه بشپړ حالات پکې راغلي دي۰دغه کتاب په ۱۳۶۹ ليږديز کال کې ارواښاد سر محقق عبد الرحيم ځدران په کابل کې دسوري شيرشاه د۵۱۰ کليزې دنړيوال سيمينار لپاره له اردو نه په پښتو ته ژبا ړلی و او دعلومو اکيډيمۍ له خوا په کابل کې چاپ شوی و۰

۷-خانجهان لودي:

ددغه اثر ليکوال اکبر شاه خان نجيب ابادي دی چې دخانجهان لودي په ا ړوند ليکل شوی دی۰ جهانګير هغه ته پنځه زريز منصب او دصلابت خان لقب ورکړی و۰ دغه اثر په ۱۳۲۶لېږديز کال کې دارواښاد مولا نا عزيز الر حمن سيفي له خوا په پښتو ژباړل شوی او په کابل کې دپښتو ټو لنې له خوا چاپ شوی و۰

۸-ډهلی دپښتنو په وخت کې:

دا دارواښاد خان غازي کابلي اثردی چې ارواښاد مو لانا سيفي پښتو ته ژباړلی و او په کابل کې چاپ شوی و۰

۹-صولت شير شاهي:

دا دهندي ليکوال سيد احمد مر تضی قطبي نصير ابادي اثر دی چې په ۱۳۶۸ زيږديز کال کې ښاغلي فر هاد ظر يفي پښتو ته ژباړلی و ،خو لا چاپ شوی نه دی۰

۱۰-شير شاه او دهغه زما نه :

دا کتاب هندي مشهور مورخ کالکارنجن قانونګو ليکلی و چې ما په کابل کې په پښتو تر جمه کړ او تر جمه مې دافغا نستان دعلو مو اکيډيمي د پښتو څيړنو نړيوال مر کز ته دچاپ لپاره سپارلې و، خو کله چې ټو پکيان په کابل کې واکمنۍ ته ورسيدل دا کتاب يې سوی و او له سره چاپ نه شو ۰اوريدلي مې دي چې ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد په کا ناډا کې په پښتو ژباړلی او چاپ کړی يې دی۰

تاريخ خان جهاني يا مخزن افغاني:

۱۱-مؤلف خواجه نعمت الله دی چې دافغا نانو دانسابو په اړوند هم دلودي او سوري واکمنا نو په اړوند بشپړ معلو ما ت لري۰داکتاب دښاغلي محمد الله ساپی لخوا ژباړل شوي او دافغانستان دعلومو اکاډمۍ چاپ کړی دی،

۱۲-حيات حافظ رحمت خان:-

دغه اثر په هندوستان کې دپير نګيانو د واکمنۍ په وخت کې په ۱۸۶۵زيږديز کال کې ليکل شوی او ليکوال يې د رو هيلکنډ دپښتون بړيڅ سردار حا فظ رحمت خان کورنۍ ته منسوب ښاغلی ارواښاد سيد الطاف بريلوي دی۰ بايد زياته کړو چې دغه پياوړي مشر دپاني پت په جګړه کې داحمد شاه بابامرستې ته راودانګل۰ ما دغه کتاب ژباړلی و ،خو دکابل په تنظيمي جګړو کې داور دلمبو ښکار شو۰

۱۳-صولت افغاني:

ليکوال يې زردارخان ناغر دی او په ۱۸۷۶ زيږديزکال دهند په کانپور کې چاپ شوی دی چې دپښتنو تاريخ دی۰

۱۴-تواريخ خورشيد جهان:ليکوال يې شير محمد خان ګنډاپوردی چې په ۱۸۶۷ زيږديز کال يې ليکلی دی۰

۱۵- حيات افغاني:

ليکوال يې ډپټي کمشنر محمد حيات خان دی ۰ دغه اثر ماددې مقالې ليکوال او ښاغلي فر هاد ظريفي په ګډه له انګريزي او اردو نه پښتو ته ژباړلی ې په کابل او پيښور کې چاپ شوی دی۰

۱۶-ابر اهيم شا هي تاريخ:

د مولا نا محمود اثر دی چې د۹۰۰ ليږديز کال په شا او خوا کې يې ليکلی دی۰ په دغه تاريخ کې دلوديانو او په تيره بيا دسلطان ابر اهيم د واکمنۍ حالات راغلي دي۰

۱۷-مجمع التواريخ:

د احمد خان تاليف دی چې دليکلو کال يې ۱۰۲۰ ليږديز دی او دپښتنو تا ريخ دی۰

۱۸-رياض ا لسلا طين:

ليکوال يې غلام حسين سليم دی او په مجموع کې دپښتنو تاريخ دی ۰

۱۹-خلا صة الا نساب :

د هندو ستان دروهيلکهنډ دپښتون مشر نواب حافظ رحمت خان اثردی چې دپښتنو دانسابو ذکر پکې راغلي دي۰

۲۰-ګلستان رحمت:

درو هيلکهنډ دپښتون نواب مستجاب خان اثراودپښتنو تار يخ دی ۰

۲۱-ګل رحمت:

دسعادت يار خان بړيڅ ليکنه ده او دپښتنو دبړ يڅو دقبيلې تا ريخ دی۰

۲۲-تاريخ رو هيلکهنډ:

د نياز احمد هو ش اثر دی چې د حا فظ رحمت خان کړ وسی و او درو هيلکهنډ دپښتنو تاريخ دی۰

۲۳-تاريخ افغا نستان يا نقش سليماني:

د غه اثر د حافظ رحمت خان دادبي کو رنۍ محمد سليمان خان اسد ليکلی دی او د پښتنو تاريخ دی۰

۲۴-مر ات الا فا غنه:

دخان جهان لودي اثردی او دسلطان سکندر لودي حالات پکې راغلي دي۰

۲۵-مطلع او مقطع:

د حاجي محمد عارف کند هاري اثر دی او دپښتنو تاريخ دی۰

۲۶-اسرارالا فا غنه:

د صابر اثر دی او دپښتنو تاريخ دی۰

۲۷-تورايخ حا فظ رحمت خان:

مولف يې پير معظم شاه دی او دحافظ صاحب رحمت خان په غو ښتنه په ۱۱۸۱ ليږديزکال د هندوستان په رو هيلکهنډ کې ليکل شوی دی دغه کتاب د پيښور پښتو اکيډيمي په ۱۹۷۳ زيږديزکال کې چاپ کړی دی۰ په دغه کتا ب کې له کند هاره ديو سفزيو مهاجرت ،په کابل کې ددوی ميشته کيدل او بيا پيښور او او سنۍ سيمې ته ددوی دتلو يادونه شوې ده۰ دګګياڼيو او دشيخ ملي او دهغه دويش په اړوند هم پکې معلو مات شته۰

۲۸-دقاسم علي خان اپر يدي تاريخ:

په هند په تيره بيا درامپور او دفرخ اباد دنوابانوتاريخ دی۰

۲۹-تاريخ افغا نستان:

فداحسين يې ليکوال دی چې دافغانانو او انګريزانو جګړې يې پخپلو ستر ګو ليدلي دي او ۱۷۹۱ زيږ ديز کال کې ليکل شوی دی۰

۳۰-واقع بيان :

دعبدالکريم کشميري ليکنه ده چې داحمد شاه بابا لو مړنی پوځي سفر هند ته بيانوي۰

۳۱-هند ته داحمد شاه بابا تګ :

دغلام حسين تحسين ليکل شوی تاريخ دی چې په ۱۱۶۹ ليږديز کال يې ليکلی دی۰

۳۲-په پاني پت کې دمر هټه وو دسردار بهاو او احمد شاه دراني جګړه :

ليکوال يې پنډت کاشي رام دی چې دپاني پت دجګړې بيان پکې شته۰

۳۳-اقوام وفر قه های افغان:

محمود الموسوي ليکلی چې دابداليانو،،غلجيانو، برو درانيانو،روهيله وو او يو سفزيو او سوريانو ذکر پکې راغلی دی ۰

۳۴-دکټهير دافغانانو حال:

ليکوال يې شيو پر شاد ی چې په ۱۷۷۶ ليږ ديز کال ليکل شوی دی او د هند د اتهراپراديش په ايالت کې دکټهير دپښتنو ذکر پکې شته۰

۳۵-عمدة التواريخ :

د سوهن لال سوري اثر دی چې پر پنجاب باندې داحمد شاه ابدالي د بريدونو ذکر پکې شوی دی۰

۳۶-دنجيب الدوله، علي محمد خان او دوندي خان احوال:

دبهاري لال تاليف دی چې دادرې واړه دروهيلکهنډ او دنجيب اباد دسيمو پښتانه نوابان ول۰ دغه کتاب په ۱۲۰۱ ليږديزکال کې ليکل شوی دی۰

۳۷تهماس نامه:

دپاني پت دجګړې تاريخ دی۰قلمي نسخه يې د هند دپنجاب ايالت د امرتسر دښار دخالصه کالج په کتا بتون کې شته۰

۳۸-احمد شاهي تاريخ:

هند ته داحمد شاه بابا دسفرونو په اړوند په ۱۱۶۷ ليږديز کال کې ليکل شوی دی۰

۳۹-تاريخ سليماني: د حاجي نور محمد سليماني اثر دی چې په ۱۲۵۰ ليږديز کال يې ليکلی او دافغان وليانو په اړوند په زړه پورې معلو مات لري۰

۴۰معدن اخبار احمدي:

د احمد بن بهبل تاليف دی ۰ په ۱۰۲۸ ليږديز کال ليکل شوی چې په هند کې دلو ديانو او سو ريا نو تاريخ دی ۰

۴۱-چهارګلشن:

د رای چتر من تاليف دی او دپښتنو واکمنانو تاريخ دی۰

۴۲-واقعات دراني : په ۱۲۵۷ ليږديز کې ليکل شوی دی ،چې ددرانيانو دواکمنۍ پيښې يې بيان کړي دي ۰

۴۳-تاريخ افا غنه:

دمحمد شهاب الدين خان ثاقب ليکنه ده چې په ۱۹۰۰ زيږديز کې ليکل شوی دی ۰د کتاب متن د افغانانو دنسب او تاريخ په اړوند دی۰

۴۴-اخبار الا وليا من لسان الا صفيا:

دعبد لله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه تاليف دی او دزوکړې نېټه يې ۱۰۴۲ لمريز کال دی۰ دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستا نه تير شوی دی۰ ده د ۷۰ په شا او خوکې کتا بو نه کښلي وو۰ دده د مهمو اثارو نه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نو ميږي چې د ۱۶۳ تنو خيشکي پښتنوصو فيا نو تذ کره ده۰

۴۵-فيروز شاهي تاريخ:

چې دضياؤالدين ضيا برني تاليف دی۰ په ۱۸۶۲ کال کې په کلکته کې چا پ شوی دی و په هندوستان ې دغلجي واکمنانو په تيره بيا دسلطان علاوالدين غلجي په ا ړوند ليکل شوی دی و دتغلق شا هانو ذکر هم پکې شته۰

(ډاکټر لطیف یاد)

يادونه:

په دې ليکنه کې دليږديز سنې نه مقصد هجري دی چې حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم له مکې شريفې نه مد ينې منورې ته هجرت کړی و اود زيږديز نه مقصد ميلادي دی چې عيسوي او ميلادي سنه يې هم بولي او دحضرت عيسی عليه السلام دزيږيدنې نه پيل کيږي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←