اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

محمدګل نوري څوک

محمد گل نوري هغه هېره شوې څېره ده، چې موږ يې نه پېژنو، په دې مانا چې په پوره ډول يې نه پېژنو، که يې پېژنو، پر زياتو کارونو او هڅو يې نه يو خبر، ځکه چې زمانې، وخت او حالاتو ډېره جفا ورسره کړې ده؛ حالاتو يې د ژوند پر لار ډېر اغزي راوټوکول او ډېر څه يې ترې واخيستل.

زوکړه

دى په 1279ل کال په کندهار کې زېږېدلى دى؛ هغه مهال خو دومره د زده کړې امکانات هم هر چا ته برابر نه وو، خو ارواښاد نوري وکړاى شول، چې د سيمه ييزو پوهانو او کورنيو مشرانو په مرسته زده کړه وکړي، د خپل ځانگړي استعداد او وړتيا په برکت يې ډېر څه په ذهن کې پاتې کېدل او هغه د چا خبره ذهين انسان و. همدغه د استعداد او نبوغ برکت يې و، چې په زياتو ډگرونو کې وځلېد او ډېر خدمت يې وکړ، چې نه هېرېدونکي اثار به يې زموږ د ادبياتو ستره او غوښنه برخه وي. خو دغه ډول استعدادونه په ډېرو خوارو او غريبو کورنيو کې پيدا کېږي، ډېر کم داسې پېښېږي، چې د کوم شتمن زوى دې د نبوغ تر کچې ورسېږي، يا دې هم دى د ډېرې خوارۍ وړتيا ولري. هغه څوک چې په هوسايۍ او نعمتونو کې رالوى شوى وي، په خپله يې د ځان د هوسايۍ لپاره څه نه وي کړى، هغه به څنگه په دې وپوهېږي چې د ژوند لپاره ضروري شيان څه دي او انسان بايد ژوند د چا لپاره وکړي.

زده کړې

استاد نوري په 1300ل کال د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال د کندهار ښار په شالمار ښوونځي کې د پښتو د ښوونکي په توگه وټاکل شو، چې د هېواد بچيو ته يې پښتو ژبه تدريسوله. لکه مخکې چې يادونه وشوه وخت او حالاتو ډېرې سختۍ ورباندې راوستلې، چې په هر پړاو کې يې گوزارونه ورکړي؛

دندې

هغه مهال چې په کندهار کې پښتو ادبي انجمن جوړ شو، استاد محمد گل خان نوري يې لومړنى غړى و. څو کاله وروسته چې د لومړي وزير سردار محمد هاشم خان په امر دغه انجمن کابل ته ولېږدول شو او هلته يې نوم په پښتو ټولنې واوښت. استاد نوري بيا په کابل کې د تاليف او ژباړې په څانگه کې د لغاتو او سيمه ييزو ژبو د څانگې د امر په توگه په دنده وگمارل شو، چې په دې موده کې يې د خپل کار او زيار لپاره ډېر مواد سره راټول کړل، هورې يې د ځينو مخکښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولکلور څېړنې او کلتورپوهنې په برخه کې ډېرې ښې تجربې ترلاسه کړې. کله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته کندهار ته راغى او د کندهار په دولتي چاپخونه (مطبعه کې د رتبې په ساتنې سره (څلورمه رتبه يې وه، د مامور په توگه وټاکل شو. که څه هم ده ته بايد يوه لوړه څوکۍ او مهم پوست ورکړل شوى واى، خو کومه دي هغه خلک چې خپل ملي خدمتگاران وپېژني او قدر يې وکړي؟ چېرې وو هغه مهربان لاسونه چې د انسان او انسانيت په خاطر يې زموږ ملي مشران په سختو حالاتو کې نازولي واى؟

اقتصادي وضعه او د ژوند ناخوالې

ارواښاد استاد نوري ډېرش کاله په ډېرو سختيو او خواريو کې ماموريت وکړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه کړ، دا ځکه چې د جبر لارويان خو هېڅ وخت هم نه غواړي ملي مخکښان هوسا وي اويا هم تر دوى مخکې شي. ده د تقاعد په وخت کې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه کړې، چې دا ډېرې کمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده، له دې کبله يې د کندهار په هرات دروازه کې د مستو پلورلو تاغار مخې ته کښېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته. يو مهال ورته څو بهرني څېړونکي راغلي وو، چې له استاد سره وگوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو، هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دکاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وکړه، هغه پر استاد ږغ کړى و: ?ماد گله! راسه دا کسان دې غواړي?. کله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وکړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولکلوريسټ او ادبپوه څنگه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره لاړل، استاد خپل زيات اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ کې د هغه دکاندار همدا جمله ازانگې کولې، زړه يې ډېر مات شو، ويل کېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت کې په خپله وسوځل. دى تر تقاعد وروسته د کندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانگړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت کې د اجير کاتب په توگه وټاکل شو، دوه کاله وروسته بيا د کندهار دولتي چاپخونې په مديريت کې د ارشيف د څانگې په لسمه رتبه کې د اجير کاتب په توگه وټاکل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سکون ترلاسه کړي او ځان بوخت وساتي.

ادبي هڅې او لاسته راوړنې

دى به چې د خپلې دندې له مخې کله- کله نورو ولسواليو، ليريو پرتو سيمو او کليو ته ورته، نو هورې به يې له خلکو څخه متلونه، سندرې او لغات راټولول، چې په زرگونو متلونه، سندرې، فولکلوري مواد او نوره ولسي پانگه راټوله کړه، دغه راز يې له ليريو پرتو سيمو څخه يوولس ټوکه هغه دېوانونه هم راټول کړل، چې پر هغه مهال يې په وړيا توگه انجمن ته وړاندې کړل:

د محمد امان دېوان.

د محشور د کلي د بارکزي حاجي جمعه دېوان.

د عبدالله پوپلزي دېوان.

د عبدالنبي بېټني دېوان.

د ملا شېر محمد هوتک دېوان.

د ملا يار محمد دېوان (دوه ټوکه او يوه پښتو ميراثنامه، په نظم کې.

د حنان دېوان.

د عبدالعزيز قرقدان دېوان.

د کريم داد دېوان (د اخند دروېزه زوى.

قلمي تجويد (د ملا باز محمد شاعر.

د پښتو انشاء (دوه ټوکه.

که څه هم ارواښاد نوري کولاى شول چې دا دېوانونه په لوړه بيه پر پښتو ټولنې، کومې خپرندويې ټولنې، يا هم بل ارگان وپلوري، يا يې هم د ځينو اوسمهالو ليکوالو په څېر په خپلو الماريو کې کولپ کړي، خو ده د خپل ملي احساس له مخې دغه ټول موندل شوي اثار ولس او ملت ته وړاندې کړل، چې بله ورځ د ده له مړينې سره سم د ورکاوي له گواښ سره مخ نه شي، يا هم د طبيعي افتونو او پېښو ښکار نه شي. د پښتو ادبياتو په بداېينه او رغاونه کې د استاد لاس ده په پښتو فولکلور کې دومره اساسي کارونه کړي، چې پښتو متلونه، پښتو اصطلاحات، محاورې، سندرې، لوبې، نومونې او نکلونه يې ټول په جلا- جلا اثارو کې راټول کړي، همدغه اثار يې په شوروي، المان، انگلستان، هند، فرانسه، جاپان، چين او نورو هېوادونو کې د پوهنيزو او څېړنيزو موسسو تر کار لاندې راغلي او د معتبرو سرچينو په توگه کارول شوي دي. د کندهار مجلې په پرله پسې 143 مه گڼه کې، چې د 1351ل کال د زمري مياشت گڼه کېږي، په شپږم مخ کې يې له ارواښاد محمد گل نوري سره رحمت الله مړوند يوه مرکه کړې، چې استاد نوري د خپل زړگي ټول بړاس ايستلى او د يوې پوښتنې په ځواب کې يې ويلي دي: ?تر اوسه پورې د ځان لپاره يوه سرپناه هم نه لرم او کډه په شا گرځم?. دا دى د يوه هېواد هغه نامتو فولکلوريسټ چې پر افغانستان سربېره يې د نړۍ په زياتو هېوادونو کې خلک مني او کارونه يې ارزښت لري. که چېرې دغه ډول بله سټه په بل هېواد کې واى، ښايي په ژوندوني به يې ځينې واټونه د هغه په نوم نومول او ان چې اکاډمۍ به يې هم د هغه په نامه جوړولې، موږ وينو چې هغه که له يوې خوا دا تمه نه درلوده، له بلې خوا يې پر زياتو خواريو سربېره خپله هڅه او هاند نه دى پرې ايښى.

د استاد ترټولو خوږه خاطره

استاد ته چا، پر چاپ شويو کتابونو يوه انه هم نه ده ورکړې، ده په دې برخه کې له مزد او حق الزحمې پرته د خپل ولس خدمت ته ملا تړلې؛ ده په خپله همدغه مرکه کې وړاندې د خپلو خوږو خاطرو په لړ کې تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې خاطره دا گڼي چې په 1318 ل کال کې يې د پښتو ټولنې له خوا لومړنى کتاب "ليک ښوونکى" په دوو ټوکو کې چاپ شو.

رښتيا هم؛ ځينې پوهان که د هر ليکوال اثار د هغه زامن گڼي، له بلې خوا د لومړي کتاب خپرېدل بل خوند او کيفيت لري او په دې خوند به هغه څوک پوهېږي چې کتابونه يې چاپ شوي وي. خو دلته بيا استاد نورې ترخې خاطرې هم يادوي، هغه وړاندې زياتوي: "

د استاد ترټولو ترخه خاطره

ډېره ترخه او نه هېرېدونکې خاطره چې د مرگ تر ساعته به مې لا هم په زړه کې وي، هغه دا ده چې د ادبي انجمن او پښتو ټولنې د تاسيس له وخته څوک په دې بريالي نه سول چې يو لوى پښتو قاموس جوړ کړي، په هغه وخت کې چې زه د تاليف او ترجمې مدير وم او بيا د افغانستان د محلي ژبو او لغاتو د څانگې د آمر په توگه وټاکل سوم، نو د مطبوعاتو د مستقل رياست د رسمي ليک په ذريعه وگمارل سوم، چې ژر تر ژره بايد پښتو قاموس جوړ کړم او دا خبره هم په ليک کې زياته سوې وه، که د دغه کار تر عهدې ووتلې، نو ستا مکافات به د عمومي مدير رتبه او معاش وي. لنډه دا چې په ډېر زحمت مې د خپلې لور (طيبو په مرسته دغه قاموس ترتيب او ميدان ته مې راويوست، چې نيم يې د ?شين? تر رديفه د کندهار په دولتي مطبعه کې د ايازي صاحب په کوښښ او زما په خپله تصحيح او د ?شين? له رديف څخه بيا تر پايه د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ سو. په دغه وخت کې زه په کندهار کې د مطبعې مدير وم، ځکه مې ونه ليد چې نوموړى قاموس په څه ترتيب چاپ سو، کله چې ذکر سوى قاموس چې ما (نوراللغات نوم پر ايښى و، د پښتو قاموس په نامه نشر سو، کله چې ما وکوت، نو له بده مرغه زما نوم پر لومړۍ پاڼه نه و ليکل سوى، لېکن د نورو اشخاصو د نومونو په لړ کې زما نوم هم سره ليکل سوى و، په دې ډول زما د کلو- کلو زحمت او مکافاتو او همدغه وعدې چې قاموس به د محمد گل نوري په نامه طبع کوو، عبث ولاړى".(1)

دلته د استاد ترخې خاطرې لوستل، د هر بادرده هېودوال او قلموال زړه دردوي، ځکه پر يوه مخ ليکنه د ليکوال څومره ډېره انرژي لگېږي او څومره خواري غواړي، پاتې شوه د يوه پرېړ قاموس ليکنه، چې استاد يې هر لغت په څومره خوارۍ راټول کړى، مانا يې ورته پيدا کړې، بيا يې د خپلې لور په مرسته ترتيب کړى، خو کله چې له "شين" رديف څخه د "ي" تر رديفه پورې برخه يې چاپېږي، د استاد نوم يوازې د مرستندويو کسانو په کتار کې ليکل کېږي، چې گواکې د قاموس په راټولونه کې يې څه ناڅه مرسته کړې ده، چې د پښتو ټولنې پر دغه کار بيا چا څه ونه ويل، نه يې هم ويلي دي، په کار خو دا وه چې يادونه يې شوې واى، ځکه په داسې يوه معتبره اداره کې داسې يوه درغلې شوې، چې له بده مرغه يوازې استاد سيال کاکړ ورته په خپل کتاب (ادبي انځور کې يوه اشاره کوي: "پښتو قاموس د استاد نوري هغه تاريخي تاليف دى، چې په 1330ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا په دوو ټوکو کې خپور سو. په کار خو دا وه چې دواړه ټوکونه استاد نوري ته منسوب واى، خو ښاغلي رښتين داسې ونه کړ، تش يې د دواړو ټوکونو په سرو کې داسې وکښل: خو په تېره ښاغلي محمد گل نوري د لغاتو د څانگې وروستي مدير په دغه ليار کې ډېر زحمتونه گاللي دي او په زياته برخه يې تودين او تبيض کړې ده".(2) که څه هم زيات دوستان به دا وايي چې داسې يوه درغلي هېڅ امکان نه لري، خو د ارواښاد استاد نوري په حق کې دا شوې بې انصافي خو هم د زغم وړ نه ده. بله دا چې د استاد نوري هغه خواري خو بايد يوازې په يوه جمله کې خلاصه نه شي، د هغه اثر بايد هغه په خپل نوم خپور شوى واى. که څوک دا نه مني، چې دغه اثر دې د استاد نوري وي، موږ به د چاپ شوي قاموس د الف رديف په پاى کې د استاد نوري يو خپور شوى يادښت راواخلو، چې د خپرندوى ورته پام نه دى شوى، چې ويې باسي، ځکه استاد دغه قاموس ته نوراللغات نوم ورکړى و، چې پښتو ټولنې پښتو قاموس نومولى دى. دغه يادښت د نوراللغات (پښتو قاموس د لومړى ټوک، د الف رديف په پاى کې پر 69 مخ باندې راغلى:

"نوراللغات د الف رديف پايته ورسېدى، د دې رديف لغات او مصادر او څلورگوني مشتفات او اصطلاحات په لاندې شمېر سره دي:

لغات 1759

مصادر 148

مشتقات 516

اصطلاحات 413_(3)?

دغه يادښت په خپله دا زباتوي، چې دغه قاموس د استاد محمدگل نوري له خوا ليکل شوى، ترتيب شوى او اوډل شوى دى.

دوتنه:د استاد نوري نور غلا شوي ليکلي کتابونهد استاد نوري پر ځينو نورو اثارو هم خلکو خېټه اچولې، يا يې د ده په ژوندوني، يا هم تر مړينې وروسته په خپلو نومونو خپاره کړي دي. د ساري په توگه ملي هنداره د استاد نوري د فولکلوريکو کيسو يوه په زړه پورې لړۍ او مشهور اثر دى، چې په زياتو کورنيو کې خلک ورسره اشنا دي او په کندهار کې خو زيات مينه وال لري. پرکندهار سربېره په گڼ شمېر نورو سيمو کې هم زياتو کسانو دغه نکلونه لوستلي دي؛ دغه اثر څو- څو ځلې د بل چا په نامه چاپ شو، ان چې د پاکستان په ټلويزيون کې د ډرامو په بڼه کې په يوه لړۍ کې خپرې شوې، خو د بل چا نوم به د ليکوال په توگه ليکل کېده. حال دا چې حق د استاد نوري و، چې بايد يادونه يې شوې واى.

د استاد سيال کاکړ د ليکنې په استناد:

"په پېښور کې د قديمي کتابخانې له خوا د ملي هندارې لومړى او دويم ټوک د حاجي فضل احمد او حاجي عبدالرحيم له خوا چاپ شو، چې د ليکوال نوم يې په محمد کامل نوري وربدل او دغه دوه ټوکه کتابونه څو- څو ځلې چاپ او بازار ته وړاندې شول". خو څرگنده نه ده چې هغه مهال ولې چا دغه اړخ ته پام ونه کړ او حکومت يې ولې مخنيوى نه کاوه؟ که حکومت په دغو کارونو کې د مداخلې او تصرف حق ځان ته نه ورکاوه، په خپله پښتو ټولنې څنگه دا ډول چارو ته قانوني لارې چارې نه سنجولې؟ د استاد سيال کاکړ، د ادبي انځور نومي کتاب په 182 مخ کې يوه بله يادونه هم لولو:

د ملي هندارې

"... د استاد نوري د ملي هندارې يوه لويه برخه ښاغلي شفيق وجدان په "ادبيات مردم" نومي کتاب کې بې له څه حوالې راوړې او د يونيسکو نړيواله پنځه سوه ډالريزه جايزه يې هم اخيستې ده". دغه راز متلونه نومى کتاب، چې د استاد نور اثر دى، په 1327ل کال کې د استاد نوري له خوا چاپ شو، چې دويم ځل پښتو ټولنې له څه زياتونې او سمونې سره سم په 1344 ل کال کې بيا چاپ او خپور کړ. د دې تر څنگ پښتو اهنگونه د استاد نوري د څو کلنو خواريو يوه بله لاسته راوړنه ده، چې زياتې ولسي سندرې يې د سازونو په مرسته او د موسيقۍ په سر و تال کې ولس ته وړاندې شوې دي. خو دغه اثر بيا په 1325_26 ل کال کې د استاد بېنوا له خوا د "چند اهنگ پشتو" تر سرليک لاندې بيا خپور شو، چې د استاد نوري يادونه هېڅ نه ده په کې راغلې.

ملي سندرې

ملي سندرې د استاد نوري بل اثر دى، چې په 1323ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا خپور شو، دغه اثر بيا په 1334ل کال کې له کومې يادونې پرته د پښتو ټولنې له خوا بيا خپور شو، چې د پښتني سندرې د لومړي ټوک نوم يې ورکړى و، چې محمد دين ژواک يې د اهتمام چارې ترسره کړې وې. له استاد سره دا شوې جفاگانې د هېرېدو نه دي، که چېرې يې هغه خپاره شوي اثار بيا خپرېږي، بايد چې انصاف په پام کې ونيول شي، ځکه چې ده پر هر اثر باندې زياتې خولې تويې کړي او ډېرې سختۍ يې گاللې دي؛ د فولکلور په هر ډگر کې استاد نوري بنسټونه ايښي دي، تر ده وروسته بيا په دې ډگرونو کې بل چا دومره اساسي کار نه دى کړى، که کار شوى هم دى، يا د ده له خپرو شويو اثارو څخه استفاده شوې، يا هم ټولې څېړنې د مېزونو تر شا شوي، څوک عملاً ساحې ته نه دى ورغلى، چې د خلکو له سينو څخه دا ولسي پانگه راټوله کړي.

استاد محمد گل نوري په 1351ل کال، يانې تر خپلې مړينې يو کال وړاندې خپل چاپ او ناچاپ اثار داسې راپېژني:

چاپ شوي آثار

ليک ښوونکى: دوه ټوکه، لومړۍ برخه يې د انشاء اصول او دويمه برخه يې د ليک لېږلو په اړه ده، چې په 1317 ل کال چاپ شوې دي.

ملي هنداره: درې ټوکه، دوه ټوکه بېل- بېل چاپ شوي، درېيم دا يې د کندهار په دولتي چاپخونه کې د احمدشاه بابا د کتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ شوى دى.

پښتو اصطلاحات: يو ټوک، چې په 1320 ل کال کې چاپ شوى دى.

ملي سندرې او لنډۍ: يو ټوک.

متلونه: يو ټوک.

دينياتونه: يو ټوک.

مدني اخلاق: دوه ټوکه.

مدني معلومات: دوه ټوکه.

پښتو قاموس (نوراللغات: چې 45 زره لغات لري او استاد د خپلې لور (طيبې په مرسته دا لغات سره ډلبندي کړي او په دوو ټوکو کې چاپ شوي، چې د پښتو ټولنې له خوا بيا چاپ شول.

رحمه اللعالمين: ليکوال يې محمد احمد جادالولي دى، چې استاد له عربي ژبې څخه ژباړلى دى، 1341.

ناچاپه آثار

ملي لوبې يو ټوک.

پښتو اهنگونه: چې تر شلو زيات اهنگونه لري (استاد يادونه کوي، چې دا اهنگونه ښاغلي فرخ افندي زما په لارښوونه په پيانو ږغولي او وروسته يې نوټېشن ترتيب کړى دى .

ملي دودونه: يو ټوک.

خوږ بانډار: درې ټوکه، چې حکايتونه او فکاهيات لري.

د خوشالخان خټک حل اللغات: يو ټوک.

د خوشال منتخبات: يو ټوک

د عبدالقادر خان منتخبات: يو ټوک.

د احمد شاه بابا منتخبات: يو ټوک.

پښتو ياد: چې د پښتو د زده کړې طرز دى، يو ټوک.

د اُحد غزاء: يو ټوک.

ديارلس نکلونه:يو ټوک.

د مينو رساله: يو ټوک، چې يوه برخه يې په کابل مجله کې چاپ شوې ده.

د نوري دېوان.

د شين خاالو نارې: يو ټوک

سنگلېچي قاموس: يو ټوک

واخي قاموس: يو ټوک

اشکاشمي قاموس: يو ټوک

منجي قاموس: يو ټوک

وروستي پينځه سيندونه (قاموسونه) د بدخشي (د افغانستان د ځينو گړدودونو (لهجو) قاموس) څخه را ايستل شوي دي.

زوړ کندهار: د کندهار د لرغونو غونډيو او ځايونو پېژندنه ده، دغه اثر جايزه هم گټلې ده.

ژباړل شوي اثار

د روغتيا عمومي قوانين: يو ټوک.

د روغتيا ژوندون: يو ټوک.

د صحت ساتنه: چې په طلوع افغان کې هم په پرله پسې ډول خپور شوى دى.

د شين خالۍ نارې.

72 ديالوگونه او ډرامې.

محمد ابراهيم عطايي د کندهار مجلې د 1352 ل کال د ليندۍ مياشت، پرله پسې 164 مه گڼه کې د (مرحوم محمد گل نوري له موږ څخه گيله من جلا سو تر سرليک لاندې د استاد نوري د مړينې نېټه د 1352ل کال د ليندۍ شلمه ښيي، چې پر پنځوس کلنو خدمتونو يې هم رڼا اچولې ده.(4)

د استاد نوري ټول اثار ملي او غور هدي، په تېره بيا دده ملي هنداره خورا مشهور او شهکار اثر دى، ځکه چې دا کار د بل چا دلاسه پوره نه ؤ. په دې افسانو کې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان برېڅ، مومن خان او شيرينۍ د نوري افسانې د ملي ادب يوه قيمتي پانگه ده.

د استاد نوري د نثر نمونه

لمبولال يا نېمبولال

ته واښه!

ښه! چې ؤ- يو باچا ؤ، ددې باچا يوه لور وه، زوى يې نه درلود. دغه لور خورا پر گرانه وه، او ډېره ښه سکه يې وه. پر دې لوې يې يو پېرې مين ؤ، چې نوم يې (نېمبولال) يا (لمبولال) ؤ،. چې د کشمير د پېريانو د پاچا زوى ؤ، يو مريې يې درلود، چې نوم يې (لونگين) ؤ، او څلور خوندې (خوېندې) يې درلودې، چې کشره خور يې (شېربانو) نومېده، دوي خوندې يې په لاهور کې وې، دوي هلته په کشمير کې، دى پرمين سو د باچا پر لور، نو يې مريى چې لونگين نومېدى او هرځآى به دده سره ؤ، او دده حفاظت يې کاوه، د ځان څخه جلا کى کشمير ته يې واستاوه. د ځان د يوه سپېله طالب په بڼه کړى دى. د باچا کورته نژدې په يوه مسجد کې يې ځاى ورته نيولى دى، ستيږي، د ورځې د طالبانو سره سبق پر ملا وايي، چې نيمه شپه سي، بېرته د پېري په ډول سي، راسي نه يې پېره دار ويني نه يې مينځيانې (وينځې) ويني، د باچا د لور سره پر پلنگ (پالنگ) تر سهاره شپه تېره کړي، نه يې خوب ته پرېږدي، نه يې بل څه ته، سهار وختي بېرته ولاړ سي، مسجد ته د طالب په بڼه سي په مسچد کې سق وايي هېڅوک يې نه پېژني.

یادونه : دالیکنه دویکیپیډیا نه کاپي شوې ده

اخځليکونه

1. کندهار: پرله پسې 143مه گڼه، د 1351ل کال، زمري مياشت، د استاد محمد گل نوري مرکه.

2. ادبي انځور، سيال کاکړ، 176 مخ، 1987م کال چاپ.

3. د نوراللغات (پښتو قاموس د الف رديف پاى، 69 مخ، 1330ل کال، چاپ، د پښتو ټولنې له خوا.

4. کندهار مجله: پر له پسې 164 مه گڼه، 1352 ل کال، د ليندۍ مياشت، د استاد محمد ابراهيم عطايي ليکنه.

5. کندهار مجله: پر له پسې 134 مه گڼه، 19 مخ.

د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره، ليکوال: پوهاند ډاکټر زېور الدين زېور، چاپ کال: ۱۳۸۵ل هـ.

03.11.2023

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←