اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زنداني خاطرې

زنداني خاطرې او دافغان روښانفکرانو تريخ برخليک

کلونه وړاندى چې لندن ته راغلم يو سيمينار جوړ شو ، دا سيمينار نه پوهيږم چې دخداى بخښلي مشهور تاريخ پوه ميرغلام محمد غبار په باب وو او که دباميانو د بوتانو دناورين په مناسبت جوړ شوې وو، سيمينار د استاد پاهاند جاويد له خوا تنظيم شوي و ، هغه يو مهربانه مشر او دذهن او تفکر له مخې ازاد خياله پوهاند و ، چې زما ور سره ان دکاري ورځو په لړ کې ښه مناسبات درلودل دهغه کور د کورنيو چارو وزارت ته مخامخ دکوڅي په پاى کې وو ، چې مخې ته يې يو کور د دولت له خوا نيول شوي اودچاپ اوخپرونو د دولتي کميټي رياست هم و ، نو کله ناکله به مو ليدل او مشورې به مې ترې اخيستې . په هر صورت کيسه په لندن کې دسواس په پوهنتون کې دسيمينار په باب وه چې نوموړي سيمينار ته ډير کسان له المان څخه هم راغلي وو ، لکه ارواښاد رهنورد زرياب له فرانس او استاد ناظمي له المان او همدارنگه محترم رسول رحيم صيب هم چې هماغه شپه ورسره په يو کور کي اشنا شوم . تر اوسه يې درناوي زما په زړه کې دى .

استاد رسول رحيم ديوه کتاب يادونه وکړه اوهغه دزنداني خاطرو کتاب و ، چې دکونړ ديو ستر مخور شخصيت محمد هاشم زماني له خوا کښل شوي و ، دا کتاب مي وروسته پيدا کړ . ومې لوست . کتاب اوس هم هر ځاي ډير دى فکر کوم دوه وارې چاپ شوى دى .

هاشم زماني صيب مې دځواني اوښوونځي په کلونو کې چې له زندانه را خلاص شوي و دکونړ په لاره څو وارې په موټر کي دسفر په حالت کې ليدلي و ، معزز ،دروند او با وقاره شخصيت و . يونيم شعر مي هم ورته په شعله جاويد جريده کې لوستي و، دا ځکه چى هغه دزندان په کلونو کي د داکتر محمودي مرحوم اونورو روښانفکرانو سره ډېر نږدې پاتي شوې وو.

بيا هم خبره په زنداني خاطرو ده . دزنداني خاطرو اثر د سردار هاشم خان دوخت د ”اسيايي استبداد“ ډير انځورونه لري اوهغه کسان چې په دې اثر کې يي يادونه شوې ده ، ډير ولاړ، با استقامته ،دعزم او ارادې خااوندان يادشوي دي . اودا سمه خبره هم ده .

له دې کسانو يو هم بابا عبدالعزيز دى . چې کيسه يې دکونړ خان هاشم زماني صيب مرحوم په ډير ښه انداز کښلي ده.

مرحوم زماني ليکي : بابا عبدالعزيز الکوزي کندهاري ډير لوي ملي شخصيت و دا دبابا دخولي خپله خبره ده کله چې نادرخان دملي شورا دلومړي دورې وکيلان شورا ته را وغوښتل ،دکندهار دخلکو له خوا زه عبدلعزيز کندهاري وټاکل شوم . د دغه لومړي دورې وکيلان دوه نوي تنه وو اود دغه شورا ريس عبدالاحد و ، نادر د شورا ريس ته هدايات ورکړې و چې دشورا په وکيلانو دانگليس له دولت سره دوسلو داخيستلو تړون لاسليک کړي .

کله چې دشورا دوکيلانو دغونډې په منځ کې دا خبرې را ولويدې نو بابا عبدالعزيز د دې خبرې سخت مخالفت وکړ او وکيلانو ته يې وويل د افغانستان خلک اوملت هيڅکله دا نه غواړي چې دبرتانيي له دولت سره دې د دوستي يا دوسلي اخيستلو قرارداد وکړي ،دافغانستان ټول خلک له انگريز انو څخه ډېرې زياتې بدې خاطرې لري اوهغوى خپل دوښمنان گڼي. اوس دافغانانو وطن افغانستان يو ازاد اوپه خپل واک وطن دى چې دهيڅ بل اجنبي وطن د تاثير لاندي نه شي راتلاى ،په خپل واک اوخپله اراده ازاد مستقل دولت دى . له انگريزانو سره زموږ دوطن دوسلي قرارداد امضا کول داسې معنى لري چى مونږ دانگريزانو دسياست نه په غير بل څه نه شو کولاى. مونږ دانگريزانو مرستې اوکومک ته هيڅ محتاج نه يو موږ دلته په دغه غونډه کې دافغانستان دملت دملي شورا دوه نوي تنه وکيلان يو موږ هر يو وکيل د وطنپرستې اودافغانستان دخپلواکۍ له لحاظه وظيفه لرو چې هر يو دوه دوه لکه روپۍ دخپلو موکلينو نه واخلو چې افغانستان ته د دوستي په سترگه گوري .د بابا عبدالعزيز دې خبر و دشورا په تالار کې دوکيلانو په مينځ کې دوطن جذبي را وپارولي ټولو په يوه اواز د بابا خبره تاييد کړه اوچک چک يې وکړ دشورا ريس عبدالاحد چې دوکيلانو داهم اهنگۍ وليده هيڅ نور ونه ويل دمجلس دخورولو اعلان يې وکړ .

د هغي ورځي په سبا بابا عبدالعزيز دخپلو سوداگرو موکلينو نه چې په سراې زرداد او سراي عبدالحمان کې يې تجارت خاني درلودي دوه دوه لکه روپۍ دملي جذبي دوطن پالني د دوستۍ په تقويي دوطن دساتلو دوسلو اخيستلو له پاره واخيستلي اوپه دوه سوه کوچنيو خلطو کې يې ملې شورا ته په يوه بگۍ کي را وړي . څه وخت چې دشور اريس عبدالاحد دغه روپۍ وليدلي دا ورته ښه ثابته شوه چې دبابا نظر اوعمل يو دى . د بابا دغه عمل دشورا په وکيلانو کې دوطن پرستې احساسات داسې را وپارول چې ټولو بابا ته په يوه خوله وويل : ته به موږ ته هدايت کوي موږ به هماغه کوو دا ځکه چې ته په موږ کې ټولو کې دشورا په کارونو ښه پوهيږي حتى چې دشورا وکيلانو بابا ته دشورا دريس ووايه او عبدالاحد خان نادرخان دشورا ريس ټاکلي وو .

دبابا دغه دوطنپالني نظر سر ته ونه رسيد ،حکومت د بابا په شان ملي شخصيت چې دښه علم اومعرفت خاوند وو په ملي شورا کې پريښودلي نه شو نو دشورا له وکالت نه يې وويست .دنادرشاهي اوظاهر شاهي دشهر ناپرسان بيروکراتيکو رژيمونو په باب زياتي تنگي سختي تېرې کړې اوتکليفونه اوعذابونه يې وگالل ، دارگ په بنديخانه کې دسراى موتي په بنديخانه کې اود دهمزنگ په قلعه جديد کې سياسې مخصوص کې دبابا عبدالعزيز پنځلس کاله سياسي بند دومره زياتې شکنجې او عذابونه هغه ته ور کړيدي چې دلته دهغوې دټولو يادول ځاى نشته چي ېادونه يې وشي دا پوره ډير وخت غواړي چې د دغه ملي قهرمان دژوند ټوله کيسه را ټوله اويو کتاب ترې جوړ شي .

زماني مرحوم په يوه بله برخه کې ليکي : چې يو مهال په کوټه کي ناست وم کتاب لولم چې ناڅاپه بابا عبدالعزيز کوټي ته را ننووت وې وېل : بچې زموږ دکوريدور ټول زاړه سياسي بنديان چې هر يو پنځلس اوشپاړلس کاله با مشقته سياسي بند تېر کړ ى دى ، خلاص شوي دي . زه هم دخپلو ملگرو په ډله کې د دهمزنگ دجيل نه وځم ، نو ځکه دلته را غلم چې تا ووېنم اوخپلې وروستۍ خبرې درته وکړم . په هماغه مهال بابا ډيرې خبري اونصيحتونه وکړل .

په پاى کې يې وويل : وطن مور ده بچيه ! په لمنه به يې تور داغ نه پريږدي ،ولس پلار دى دازادۍ ،غيرت اوملي افتخار جگه شمله به يې نه ټيټوي . بابا خپلې خبرې کولې چې دجيل سر دار باشي هغه ته وويل : ستا ټول ملگري تاته په دروازه کې انتظار باسي . بابا پاڅيد او وې وېل : زما ټولې خبرې به دزړه په کتابچه کي ليکي اوعمل به پرې کوي اوزما امانتونه به خپلو خلکو ته رسوي . ماتاته دنهه اويا کالو دخپل ژوند دتجربې خبرې وکړې !

اکبر کرګر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←