اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دپشه يي ژبي د ادبياتو په هکله

پشه يى ژبه چې قوم اومليت يي هم په همدې نامه ياديږي زمونږد گران هيواد افغانستان په مرکزي او په ختيزو ولايتونو لکه د کاپيسا ولايت د اله ساي ، کوهبند ، تگاب ، نجراب ، او کوهستان په ولسواليو، دلغمان ولايت په مرکز او دالينگار ، اليشنگ ، دولت شاه ، او قرغه يي په ولسواليو. د ننگرهار ولايت په مرکز د جلال آباد په ښار او دښيوې او دره نور په ولسواليو. دکونړ ولايت دنور گل ، څوکى ، او د پيچ د ولسواليو په ځينو سيمو ، د نورستان د ولايت په نور گرام او دوآبه ولسواليو ، دکابل په ښار او د سروبي ولسوالى د اوزبين په دره او دهيواد په ځينو نورو سيمو او کليو کې ويل کېږي، يوه ډيره پخوانى او لرغوني آريايي ژپه ده چې د پښتو او دري ژبو سره نږدې اړيکې لري .
پشه يي ژبه چې دپيشاچه او يا دداردي ژبو په مرکزي ډله کې راځي د لمغاني ، لغماني ، دېگاني ، دېگانو ، او په دې وروسته پېړۍ کې د شاړې او خاړېگا او هم دنورستان د سيمې په اړوند نورستاني په نومونو هم ياده شوې ده .
د ځينو شواهدو او واقعيتونو څخه دا په ډاگه کېږي چې دغه ژبه له اوس څخه پخوا په پراخه سيمه کې ويل کېده او دسيمې له مهمو ژبو څخه وه . په دې هکله جورج مور گنسترين ترټولو زياتې څيړنې او ليکنې کړې او د ( اندوايرانين لنگويجز) په نامه د خپل کتاب دريم ټوک چى ۲۳۷ مخه لري او په ۱۹۶۹ ميلادي کال په اوسلو کې چاپ شوئ د پشه يي ژبي گرامر ته ځانگړي کړې دئ . نوموړى نامتو څېړونکى ليکي : پشه يي د هغي لرغو نې ژبى اوسنۍ بڼه او زېږنده ده چې داسلام څخه تر مخه په هندو بودايي کاپيسا او لمپاکا (او سني لغمان )کې ويل کېده ... البېروني څو هندسې عددونه ليکلي چې په څرگنده توگه د پشه يي د يوې لهجې څخه دى او دغه عددونه د افغانستان د هندو آريايي ژبو له جملې څخه تر ټولو لرغونى شکلونه دي. (آريانا مجله ۱۳۴۷ کال ۲۷۶ گڼه ۲۶ مخ) د دايرة المعارف فارسي په ۱۷۹ مخ کې چې د غلام محسين مصاحب په سرپرستي ليکل شوى دئ د افغانا سره د تماس نيولو په ترڅ کې داسې راغلي دي: د افغانستان له هندو آريايي قبايلو څخه تر ټولو مهمه قبيله پاشايي ده چي سيمه ييز نوم يي دهکان دى چې دکابل په کوهستان او دکونړ درې په لاندنيو برخو کې ميشت دي . همدارنگه که د بغستان د ډبر ليک دوه نيم زره کلن شعر او يا وياړني ته : (نې اريکه آهم ، نې درواجنه آهم ، نې زورکره آهم ) چي د ايران دهخامنشي کورنى ديوه مشهور پاچا لوى داريوش په امر کيندل شوئ دى ( دپښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوک۲۹۰ مخ ) ځير شو ، دا په ډا گه څرگنديږي چې ددغه آريايي شعر زياتره ويونه تر اوسه د دري او پښتو ژبي څخه زيات په پشه يي ژبه کې په هماغه بڼه خوندي شوي دي، ځکه :
۱- نې يا نه په ټولوکې مشترک دى او په پشه يي کې هم په همدې ډول کارول کېږي.
۲- اريکه په پشه يي کې د ارېک يعنې اوريدل له مصدر څخه ده او دلته دامعنا لري چې ما دهر چا هر ډول خبره او شيطنت نه اوريده او خپله مې درک درلود.
۳- درواجنه که درواغجن په معنا راشي داهم په دغو ژبو کې مشترک لغت دى خو په پشه يي کې دروا (پاتې) او جن يا جنه کس يا نفر (سړى) ته هم وايي چی ترهغې ښه معنا لری يعنې وايي چې کوم وروسته پاتې او بې ارزښته سړى نه وم .
۴- زور کره په دې کې زور مشترکه کلمه ده او کره د کريک او کولو له مصدر څخه یو پشه يي لغت دی او د زور زياتي کوونکي معنا لري.
۵- آهم هغه ترټولو پيژندل شوى پشه يي کلمه ده چې تر اوسه په پشه يانوکې په همدې ډول کارول کېږي چې د (وم) او (بودم) معنى لري دغه آهم کلمه دپشه يي ژبې په ځينو لهجو او گړدودونوکې د آکم او آنم په بڼه هم اوښتې ده.
په دې ډول ويلى شو چې دا يوه تر ټولو پخوانى پشه يي شعر دى.
له بلې خوا د ملنډا پينه د کتاب په هکله د ښاغلي محمد پرويش شاهين ليکنه چې د ساپي نشراتي ارگان د (ورځ) مجلې ددوهم کال په درېيمه گڼه کې يي کړې ده ډيره په زړه پورې حقايق برسيره کوي چې دهغه په يوه برخه کې راځي : (... ددي په لومړي جلد کې ډير د کار خبرې راوړل شوي دي. داکتاب چيرته وو ، څنگه بيا موندلي شو ، دا چيرته ليکل شوي وو ، دلته سيلون ته څنگه راوړل شو ،ددي په څومره ژبوکې ترجمې شوي دي ، کومو کومو ملکونوته وړل شوى دى. دايوه خبره يي ټولو عالمانو منلې ده چې کتاب د شمال غرب له لوري ( د هغه سيمې شمال غرب د افغانستان ختيزه برخه د پشه يانو ميشت سيمه ده ) را دمخه کړي شوئ دى. بيا يو بل بديهى کتاب کى خو خبره دې ته هم را رسول شوې ده چى دا کتاب په پشا يى ژبه ليکل شوى دئ. دا چى دغه پشه يى ژبه د چا مورنى ژبه وه چى دغه يى له دى ځايه سيلون ته وېوړله... زه هم دې پسى ولگيدم په نورو ډير بدهي کتابونو کې مې دغه د پشايى ژبې دا خبرى ولوستلى او ښه پوره مواد راسره جمع شول او بيا مې پالى او پښتو په نوم د يو کتاب ليکل شروع کړل...) له دغو يادونو څخه دا جوتيږى چى پشه يى ژبه يوه ډيره پخوانى ، د کتنى وړ او مهمه ژبه تيره شوى او لرغونى ادبيات لرى. خپله دا د (ملنډا پېنه) کتاب چى ډير پخوانى دى په پشه يى کى ملنډا و پيژنه معنا لري او کيدى شى چى همدا مفهوم او معنا هم ولري.
له بلى خوا پخپله د دغه سيمى د هيوادونو نومونه هم يو پشه يى جوړښت لرى چى ريښه يى آريايى ته رسيږى لکه افغانستان (د افغان ځاى) تاجکستان (د تاجک ځاى) هندوستان (د هندو ځاى) او داسى نور چى تان په پشه يى او هم په آريايى ژبه کى ځاى ته وايى او (س) يو روستاړى او نسبتى تورى دى چى په پشه يى کى ډير کارول کيږى لکه احمدس کتاب (د احمد کتاب) سالنگس پند (د سالنگ لاره) کابلس پارال (د کابل مڼى) چى دغه ترکيب به نورو سيمه ييزو ژبو کى نشته. او يا د شهنشاه کلمه چى دا هم يو پشه يى ترکيب او شاهنناشاه يا شاهنا شاه (د شاهانو شاه) يو لنډ شکل دئ يعنى د مفرد په حالت کى د (س) تورى او د جمع په حالت کى د (نا) تورو په ورزياتولو سره دا ډول ترکيبونه جوړيږى. او هم دا چى (دار) په پشه يى کې لرگي ته وايى او په پښتو او درى کى هم کارول کيږى لکه (په دار ځوړول) يا (به دار اويختن) چى کله کله په دري ژبه کى به چوب اويختن هم ترجمه کوي ، دا د دى خبرى څرگندويه ده چى دغه پشه يى ژبه يوه واکمنه ژبه هم تيره شوى ده ، نو دا هم په ځاى ښکاري چى وايى پشه يى له پاشا ، پاچا او پادشاه څخه اخيستل شوې نوم دئ. ځکه ځينى بادشاه يا پاچا ته پاشا وايى او داسى ويل کيږى چى ډير پخوا د دغې سيمى پاشا (پادشاه) په همدى ژبى غږيده له همدى کبله بيا همدغه خلکو او ژبى ته د دغه پاشا (پاچا) په ارتباط پاشايى ويل شوى دى. پنځه سوه کاله د مخه ظهیر الدین محمد بابر هم په کابل او شاوخوا سیمه کی ده پشه یی ژبی د شتون خبری کوی، او داسى ډير نور شواهد او دلايل هم شته چى زموږ د پشه يى ژبى د لرغونتيا ، پراختيا او ارزښت څرگندونه کوي ، خو په وروسته پيړيو کې پشه يى ژبه له پامه غورزيدلې او ادبيات يى يوازى په شفاهي توگه په پشه يى اولس کى خوندى شوى دى.
تر کومه ځايه چى زه پرى پوهيږم پشه يى ژبه تر ټولو بډاى منثور او منظوم شفاهي ادبيات لري چى له پيړيو پيړيو څخه را په دې خوا له يو نسل څخه بل نسل ته ليږدول شوى او تر ننه موږ ته راپاتى شوى دي. تجربو راخودلى ده د کوم ولس ژبه چى په يوه يا بل دليل د ليک له قيده وتلۍ او د ليکلى ادب له نعمته بى برخى وي هماغومره د هغه ولس د خلکو د ادبي تندى د ماتولو يوه مهمه وسيله ولسى ادب: سندرى ، کيسى ، متلونه ، معماگانى او داسى نور وي. چى په پشه يانو کې دا خبره بيخي اثبات ته رسيدلى ده د بيلگى په ډول د پشه يى هنرمندانو دومره ډېرى سندرى زده وى چى له مبالغى پرته که درى شپى ورځى پرله پسى ډول هم مجلس وکړي هغوی ته شرم ښکاري چى آن د يوه سندرى يو بند هم دوه ځلى او تکراری ووايى.
د پشه يى ژبى منظوم ادبيات يا شعرونه چى په پشه يى کى يوازى د (گې) او (ورڼا) کلمى ورته کارول کيږى او په شفاهي توگه موجود دي، ځانله ځانگړى شکلونه لري او تر کومه ځايه چى ما ته پته ده د پشه يى ژبى په ادبياتو کى د نورو ژبو په نسبت ډير شعرى قالبونه موجود دي چى کولى شو د ټوکور ، شور ټکور ، خېمېوى (چى د يو څه تفاوت سره غزل ، مثلث ، مربع ، مخمس ، مسدس مثمن او مستزاد شعرونو ته نږديوالى لرى) شياري ، لموى ، باړه گى ، ورڼا ، موټه ورڼا ، کاړه گې ، واج او داسى نور يادولى شو چى پخواني پشه يى شعري بڼه لري. همدارنگه له پشه يى شعرونو څخه ځينى يې د پښتو او دري شعري قالبونو ته نږديوالى لري او ځينى نور يى به ځانگړى قالبونو کى دي چى په نورو ژبو کى لږ او يا هيڅ نه تر سترگو کيږى لکه ورڼا ، باړه گې لموي او د شياري شعرونو ځينى شکلونه.
په همدى ډول په پشه يى ادبياتو کى ځينى نوى شعري بڼى هم تر سترگو کيږى چى د پښتو او دري ادبياتو د اغيزى له لارى په دى وروستى پيړى کى د پشه يى ادبياتو گلبڼ يى لا پسى بډاى ، رنگين او سمسور کړى دى. د بيلگى په ډول رباعي ، مقام ، قطعه ، قصيده ، مثنوي او داسى نور له هغه شاعرانو له خوا رامنځته شوى چى په پښتو او يا درى ژبو شعر ويلو کى يى هم لاس لرلى او يا د دوى تر څنگ اوسيدلي دي. دا لاسه چى په وروستيو کلونو کى د پشه يى ليک د بيا د رامنځته کېدو سره په همدى نږدى کلونو کى آن نوى نيمه آزاد ، آزاد او نورو شعرونو هم پشه يى ادبياتو ته لاره پرانستى ده.
دا هم بايد وويل شى چى په پشه يى ادب کې تر دى د مخه د کوم شعرونو نومونه چى وړاندى وويل شول يوازى د هغه د ويلو ولسى سبک له مخى ټاکل کيده، چى البته له شکل له پلوه يى هم توپيرونه لرل. داهم بايد وويل شى چى د ښځو او نارينه وو په گډون زياتره پشه يى وکړى د خپل شاعرانه سيمى د طبيعى ښکلا او د وگړو د فطرى ذکاوت او هوښيارتيا له امله د شعر جوړولو استعداد او توانمندى لري او ډيرو خلکو شعرونه جوړ کړى دى او د خوښيو په محفلونو او غونډو کې ټول پشه يان د اړتیا پروخت د کوم شرم څخه پرته په ډير وياړ او سرلوړى سره سندرى وايى او يا لږ تر لږه د سندرغاړى سره ملتيا کوي ، د ښځو او نارينه وو په شمول د پشه يى شاعرانو شمير آن په يوه کلى کى څو څو تنو ته رسيږى. زياتره پشه يى عشقي شعرونه د ښځى او نارينه تر منځ د سوال او ځواب په بڼه جوړ کړل شوى وي ، ښځينه شاعرانى زياتره د ورڼا او باړه گى په قالبونو کى چى د شاعر نوم پکښى نه وي شعر جوړوي. يعنى د شعر يو بند د نارينه او بل يى د ښځينه وو د خبرو او غوښتنو استازيتوب کوي. پشه يى شعرونه زياتره عشقي او د مينى او محبت په هکله دي او همدارنگه ټولنيز ، ملي ، هيوادني ، حماسي ، معلوماتي ، انتقادي ، هجوه ، روايتى او ديني محتوا هم لري چى په اوريدونکى خپل ژور اغيز شيندى. د ورڼا ، موټه ورڼا ، واج او ځينو نورو شعرونو څخه پرته چى شاعر يى معلوم نه وي نور د ټولو ډولونو شاعران ښکاره او معلوم کسان وي او د شعر په پاى کى د هغه نوم راغلى وي.
د پشه يى شاعرانو شمير زښت زيات دى خو هغه چى يو څه پخوانى او ډير شهرت لري د شيرالله ، حسين خان ، جان محمد (جاني) ، مير محمد ، ميتر ، ډلمير ، شيرخان ، توکل ، خرم ، ميرالله ، محمد زمان ، محمد اعظم ، محمد نور او نورو څخه عبارت دي چى نږدى تر دو سوه کاله د مخه اوسدلي او تر اوسه ډير شمير شعرونه يى په ولسونو کى خوندي دي.
پخوا به د پشه يى شاعرانو تر منځ شعري مناظرى او مقابلى کيدې او زياتره شاعرانو چى په خپله هنرمندان هم وو په ولسى مېلو او محفلونو کى مقابلى کولى. وايى چى په يو وخت کى د شيرالله او حسين خان چى د لغمان د نورلام درى څخه او جاني او مير محمد ته چى د ننگرهار د دره نور څخه وو او نږدى ۱۵۰ - ۲۰۰ کلونو د مخه موده کى اوسيدل د خلکو له خوا د يوې شپى ورځى تر منځ موده کى دنده ورکړه شوه چى يوه ډله يې د حيواناتو او ژويو په هکله او بله ډله يى د نباتاتو او بوټو په هکله شعرونه جوړ کړى او بيا يى د ټولو خلکو په وړاندى ووايى چى په هغه کى هيڅ يو بوټى او يا ژوى د شعر څخه بهر پاتى نه شى ، همداسى کاريى وکړ او دواړو ډلو شاعرانو شعرونه جوړ او د خلکو په وړاندى د ساز او سرود سره وويل شول چى په ترڅ کى يى يوې ډلى ته چى زياته بريالى وه د سرو زرو يو جام د انعام په ډول ورکړ شو.

پشه يى شعر ژباړه:

پسرلى
څومــــــــــــره ښکلى باد هوا ده چى لگيـــږى
هـــر نيم ژواند او ويـده واړه پرى ويښـيـــږى
که ور ځير شې نو تاثير به یی در ښکاره شي
له هـــــــــــر چا څخه پخپله غــــــــم ورکيږى
هر ژوندى مــــوجود په ځان لاره پيـدا کــړى
دغـــو ټيو په څير هر يو پرى غــــــــوړيــږى
د هــــــــــــوا مـــرغان او ژوى آرام نه کــړى
يو ځاى بل ځـاى ته په ډيـر خوښۍ رســيــږى
واړه وچ سپيـــره دښتـــونه پرى سمســور شي
لغړ ونى شـــــــــــــــــــــــنو کاليــو کې پټيــږى
هر بلــبل په ډير خوښيــــو ســــــاز آواز کـړي
او بورا د گل په شــــــــــــــــــااوخوا تاويـــږى
څومـــــــــــره ښـــــه ترو تازه ټوله نړۍ شــوه
ځکه ژوند يــى په رگــــــــــــــونو کى چليـــږى
دا اغيز د پســـــــــــــــــــــرلى دى چى راغـلـى
پټه خــوله هــــــــــــــــر چا ته داسى گويانيـږى
خلک بربــاد په تش خوب شـــوي رابيـــدار شى
چى دنيا خــــــولې راتوى کړى ښه جوړيـــږى
کاشکى ژر واى رســـــــــــــــــــــيدلى پسرليــه
چى ته نه يى ټول ژوندون په هيڅ تــــيريـــږى
درنه غـــــــواړم دلـــــته پاتــى شه هيـڅ مه ځه
بى له تا دنيا کالـــــــبوت په شـان ښکاريـــــږى
چى تا وينى ټـــــــــول وگړى لاس په کار شـى
او چى نه اوسى د ټــــــــــــــولو زړه ښــوييږى
کلماني ښه پرى پوه شــــــــــــوى قرار نه کړى
چى هر څو پر ځـــــــــــمکه لويږى بيا جگيږى

له غورځنګ څخه په مننه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←