اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دلهجو کمال

ځينې کسان د ادبي غونډو په کره کتنو کې د معياري ژبې په پلويتوب خبرې کوي. که يو څوک په خپل شعر يا نثر کې مثلاً د “هګۍ” پر ځاى “هويه” وليکي يا د “کميس” پر ځاى “خت” وکاروي، نو دوى ورباندې نيوکه کوي چې “هويه” او “خت” معياري کلمې نه دي. داسې بحثونه کله کله د يوې لهجې ويونکي خوابدي کوي او ممکن د ځوانو ليکوالو، شاعرانو د بې لارې کېدو سبب هم وګرځي، دوى به ګومان وکړي چې دا نظر سم دى او بيا به هېڅ کله د خپلې لهجې کلمې استعمال نه کړي.

کلمې که د هرې لهجې وي، کلمې دي، معياري او نامعياري ګردسره په کې نشته. د هغو کلمو په باب چې په اصل کې يوه وي، خو په مختلفو لهجو کې يې وينګ بېل وي، بيا يې د املا په برخه کې د معياري بڼې خبره کېداى شي. لکه “پښه” چې په ختيزه لهجه کې “خپه” ويل کېږي. دلته لازمه ده چې ټول د کلمې اصلي بڼه (پښه) وليکو، ځکه چې له يوې خوا “خپه” بيا له “خپه = مرور” سره التباس پيدا کوي او له بلې خوا په ليکلو کې د ګډوډۍ سبب کېږي. يا مثلاً د خوست په ځينو لهجو کې واولونه سره بدلېږي، دوى “پلار” ته “پلور” وايي او “مور” “مېر” بولي. که دوى د خپلې لهجې له تلفظ سره سم ليکل وکړي، نو لويه ګډوډي به راجوړه شي.

دغه مثالونه وګورئ: “ځنډ دې وکړ” ، “تر ټولو تکړه”، “يو شخوند ډوډۍ” دا هغه جملې او فقرې دي چې په لوستلو يې سړى په عذابېږي. “ځنډ” پخپله هم درنه کلمه ده، (ن) او (ډ) دواړه په کې ساکن دي او چې بيا بل ناغږن تورى (د) هم ورپسې جوخت راشي، تلفظ يې لا سختېږي. “تر ټولو تکړه” کې بيا دا غم دى چې په سر کې يې (ت) ورپسې (ټ) او وروسته بيا (ت) په کې راغلي دي. د دې فقرې تلفظ خصوصاً هغو کسانو ته سخت وي چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده. “يو شخوند ډوډۍ” کې په “د” پسې “ډ” ژبه درنوي چې شخوند دې وويل، مجبور يې يوه شېبه مکث وکړې، بيا ډوډۍ ووايې. د ښه کلام يوه ځانګړنه سلاست دى، سلاست دې ته وايي چې جملې په اسانۍ سره روانې ولوستل شي او ژبه په کې بنده نه شي. پورته مثالونه که داسې وليکو نو د سلاست ستونزه به يې له منځه لاړه شي: “ډيل دې وکړ” “تر ګردو تکړه” “يوه ګوله ډوډۍ” “ډيل” په کونړي لهجه کې د “ځنډ” معنا لري، په کندهاري لهجه کې “ټول” ته “ګرد” وايي. “ګوله” د غزني او کندهار د سيمې خلک د “شخوند” په معنا کاروي.

موږ په مختلفو لهجو کې د يوه شي لپاره ګڼ نومونه لرو. څومره چې په يوه ژبه کې مترادفې کلمې زياتې شي، هماغومره ژبه ورباندې ښکلې کېږي. ممکن په يوه جمله کې “بېړه” خوند وکړي، خو په بله کې بيا “تلوار” ښه ولګېږي او ښايي بلې جملې ته به “تادي” ښه موسيقي وروبخښي.

د معنا د دقيقې افادې لپاره هم په نورو لهجو کې داسې کلمې او اصطلاحات موندلى شو چې په خپله لهجه کې يې نه لرو. موږ “زړه مې بدېږي” کله د “خوا مې ګرځي” په معنا کاروو او کله د “خوا مې ورته بدېږي” په معنا. “کاڼى”، “تيږه”، “ډبره”، “کمر” او “ګټه” د اندازې له نظره سره يو شان نه دي. “لوى”، “غټ” او “ستر” ته د کارونې بېل بېل ځايونه ټاکلى شو. البته دا کار بايد په طبعي توګه ترسره شي، نه په لوى لاس. زه فکر کوم که موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات په خلاص مټ وکاروو، نو ژبه به مو طبعي تکامل وکړي او هرې کلمې ته به خپل نقش ورکړي.

داسې خبرې هم شته چې په يوه لهجه کې به نسبتاً ځېږه، خو په بله لهجه کې به يو څه نرمه وي. که يو چا ته ووايو “ته نه پوهېږې” ممکن رانه خپه شي، خو که همدا خبره ورته داسې وکړو چې “ستا سر پرې نه خلاصېږي” هغومره به پرې بده ونه لګېږي. دلته د جملو اروايي اثر هم اهميت لري. په اوله جمله کې مخاطب ګرموو، يعنې ګناه ستا ده، ته نه پوهېږې. خو په دويمه جمله کې ګناه د مخاطب د سر پر غاړه اچوو، “سر دې پرې نه خلاصېږي” داسې ضمني معنا هم لري چې ګناه خو ستا نه ده، ګناه دې د سر ده چې نه خلاصېږي. بني ادم تل غواړي بري الذمه وګڼل شي. ځينې ټوکماران په ټوکو کې چا ته وايي: “ته خو ډېر ښه سړى يې، خو هغه ورور دې سخت پدر نالتى دى” دوى سړى داسې ښکنځي چې ډېر بد پرې ونه لګېږي.

په لهجو کې ممکن د هغو شيانو لپاره هم نومونه ومومو چې فکر کوو، زموږ په ژبه کې به نه وي او د نيولوګيزم په مرسته ورته نوي نومونه جوړوو. يوه ورځ مې يوه ملګري ته وويل: زه خو کله کله کلانکاري کوم. هغه وويل: زموږ په لهجه کې کلانکار ته “ستر چارى” وايي. د نيولوګيزم يوه ستونزه دا ده چې اکثره وخت داسې ترکيبي نومونو په کې جوړېږي چې تلفظ يې اسانه نه وي او د ښکلا پېژندنې له نظره بدرنګه وي.

که موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات سره يو شان وکاروو، نو بالاخره به يوې واحدې ليکنۍ ژبې ته هم سره ورسېږو چې د معياري ژبې پلويان يې د جوړېدا هڅه او تمه کوي. که داسې وخت هم راشي چې ټول پښتانه لوستي وي، نو د واحدې ليکنۍ ژبې په برکت به ممکن واحده ګړنۍ ژبه هم پيدا کړو او که داسې وشول، نو د قبيلويت له بنده به يو څه راوځو او د قوميت خوا ته به ورنژدې شو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←