اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د حسین رض شهادت

د حسین (رض) شهادت او د یزیدیت تسلسل

د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي.

زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی وو. خو دا مهال چې د ووټ پېټۍ د بیعت ځای نیولی، نو په جار سره وایم که هغوئ دواړه نن ژوندي وای، ما به خپله رایه د حسین په صندوقچې کې اچولې وه. ځکه مظلوم حسین له ظالم یزید څخه ډیر غوره او د خلافت مستحق وو. ټولیز باور دا دی چې د علي بن ابي طالب (رض) مقام له معاویه بن سفیان (رض) څخه ډیر لوړ دی. فاطمة الزهراء د خپل پلار نازولې او ګڼلې لور وه او مور یې، خدیجة الکُبری له هِند بِنت عُتبة سره هیڅکله د پرتلې وړ نه ده.

په عین حال کې، د تاریخ پاڼې وايي چې له حسین سره دا افراطي مینه نیمګړې او یو اړخیزه غوندې ښکاري. د مسلمانانو د غوڅ اکثریت انګیرنه دا ده چې د عمر، عثمان، علي او حمزه مقامونه، شهادتونه او قربانۍ په شعوري ډول نادیده ګڼل شویدي. ښايي وجه یې دا وي چې موږ ته په سُني تاریخ کې یوازې سرې وینې، عسکرې فتحې، غلامان، وینزې، غنیمتونه، د تورو ځلا او د نیزو بریښنا را نقل شویده. په داسې حال کې چې د پیغمبر (ص) دوهم خلیفه، عمر فاروق د فارس، روم او مصر فاتح یو مجوسي د غدر په خنجر شهید کړی،‌ مګر ډیر لږ خلک یې له شهادته خبر دي او هیڅ څوک ورته امام نه وايي. دریم خلیفه او د قرانکریم راټولونکې، عثمان بن عفان چې د حضرت پیغمبر د دوو لوڼو میړه دی؛ ټوله هستي او جایداد یې د پیغمبر صیب په قدمونو کې کیښود او په ۸۲ کلنۍ کې په ډیرې بې دردۍ سره د خپل کور دننه ووژل شو، لاکن محدود خلک یې د شهادت ورځ پيژني.

د خیبر فاتح، د حضرت پیغمبر د کاکا زوی، زوم او خلیفه، علي بن ابي طالب خوارجو قتل کړ، اصلي قبر یې لاهم مجهول دی، ولی یو وړکې اقلیت یې د شهادت ورځ نمانځي او ډیر ترې ناخبره دي. حمزه بن عبدالمطلب د رسول الله سکنې کاکا، همزولی او د ښي لاس ملګری وو چې په احد کې شهید شو. سینه یې وڅیرل شوه او زړه یې په دومره وحشت سره غوڅ غوڅ شو چې د نن داعش یې پارسنګی هم نه دی، خو د بهادرۍ یادونه یې په خروار کې چیټاکۍ هم نه ده؟ د حسین خپل مشر ورور، حسن (رض) خپلې میرمنې په زهرو ووژلو، بیا هم متانت او شهامت یې چندان نه یادیږي. خو کله چې د مظلومیت، شهادت او رشادت خبره کیږی نو یوازې حسین،‌ زینب، جعفر، عباس او د کربلاء نازولي نومونه زمزمه کیږي؛ وجه یې دا ده چې د کربلاء او عاشورا مؤرخین ډیر ځیرکه او د وخت په نبض آګاه خلک وو.

له معتبرو تاریخي حوالو څخه جوتیږی چې په کربلاء کې د حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او د ملګرو رښتیني قاتلین په عراق کې د یزید والي، عُبيدالله بِن زِياد او د صِفِین په جګړې کې د امیر معاویه خِلاف د علي بن ابي طالب خپل قومندان، شِمْر بن ذي الجَوشَن دی. البته دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې یزید په دې جرم کې برابر شریک نه دی. همدا یزید وو چې ابن زِیاد ته یې د خپلې واکمنۍ په ضد د هر ډول بغاوت د ټکولو او ریز مریز کولو چورلټ واک ورکړی وو. د همدې یزید لښکرې وې چې په ۶۳ هجري کال کې یې مدینې منورې ته نژدې د (الحَرَّة) په جګړې کې هغه په سلګونو اصحاب او تابعین ووژل چې د نوموړي له بیعت څخه منکر وو.

د پنځمې هجري پیړۍ مشهور مؤرخ، عبد القاهر البغدادي په خپل کتاب (الفَرقْ بَينَ الفِرَقْ) کې لیکي: «حسین بن علي ته د کوفي خلکو چې په کنجوستوب او خیانت سره مشهور دي، بلنه ورکړه چې له مدینې څخه هلته ورشي. په مدینې منورې کې غټو اصحابو او د حسین نژدې خپلوانو مشوره ورکړه چې د کوفې په خلکو اعتبار مه کوه؛ هغوئ ستا له پلار (علي) سره خیانت کړی له تا سره به هیڅکله وفا ونه کړي. خو هغه تصمیم نیولې وو چې د دې خبرداري او مشورې سره سره هلته لاړ شي».

اوس دا د حق او باطل جګړه وه؛ که د واک او زعامت په سر شخړه؛ یا د وراثت او ملوکیت مقابله؟ په دې اړه په سلګونو کتابونه او په زرګونو مقالې لیکل شوی او هرچا د خپلې مدعی لپاره ډیر څه ویلي دي. کله چې حضرت محمد (ص) وفات کیده نو حسن اته کلن او حسین شپږ کلن وو. دوئ دواړه د اسلامي امت د سترګو تور او د زړونو ټکور دي. دوئ خپل نیکه ته سخت ګران وو او د جنت د ځوانانو سرداران یې بللي دي. همدا نن یې اولاده په ساداتو، هاشمیانو او پاچا صاحبانو سره پیژندل کیږي او د متدینو خلکو په زړونو روحاني واکمني کوي. حسین او یزید دواړه اوس د الله په محکمه کې دي چې څه یې کرلي هغه به ریبي. (تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ - دا یو ټولی وو چې تیر شویدی، څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوئ دی. تاسې به د خپلو کړو ښه او بد ووینئ، د هغوئ د کړو په هکله نه پوښتل کیږئ). که څوک د یا حسین د شعار لاندې د کرغیړنو مذهبي جګړو له پایلو خبر نه وي، نو د عراق، سوریې، یمن او لبنان له وګړو دې پوښتنه وکړي چې د ککریو لَوْ څه ډول وي؟

تاریخ د زمانې ترټولو ستر فاتح، بې جوړې رقیب او ډیر بېرحمه قاضي دی. تاریخ هرګز د کوم جابر پښو ته نه دې ټیټ شوې او همیشه یې پټ رازونه لوڅ لپړ او رسوا کړیدي. د حسین شهادت، د جبر، استبداد او انحصار په وړاندې د هرې پرګنې لپاره یو کوټلی درس او تلپاتې سرمشق دی. یقینا چې د کربلاء سوځونکې دښته د خپل پیر د ډیر کرکجن او عېبجن ناورین شاهده ده؛ خو زموږ د سیمې معاصره مغلواله د همدغه یزیدیت تسلسل دی. د ظالم په وړاندې دریدل او د عادلانه مبارزې جاري ساتل، د حسین بن علي ازغنه لاره ده؛ دا لاره دې تل له نومیالیو لاروو ډکه وي. خو باید هیر نه کړو منزل ته مزل هله اسانیږي چې د مذهبي کرکې په ځای، انساني مینه غالبه او دوه اړخیزه شي.

په مننې سره؛ ما په دې لنډې څیړنې کې د الفَرق بين الفِرَق و بيان الفرقة الناجية له کتاب، الجزیرې د ټلویزیون، ویکیپیډیا او ګوګل څخه استفاده کړیده. همدا شان که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

مرثيه : حضرت امام حسېن رض

(غني خان)

دا قيامت دے که معراج دے او که ورځ د کربلا

دى دا شګو کښې سـرې وينې که ګلونه د لاله

سُور خمار زهرو کښې ګډ دے ترې نه ډکه ده پياله

څه په جـوش ورته روان دے د مــئينو سـربالا

ولې خپل عاشـق ته اچئ د ســـکروټو کټ مالا

چا ته وې ګـلاب بچے دې درنه غــواړم حــلاله

چاته اور صليب او دار کښې هم خمار شې هم وصال

چا نه سـر چا نه ګلونه د ژوند حـسن او کمال

نن بادشاه د عاشــقانـو در روان دے اے جانانه

شان د مينې درته ښائ توان د دې خاورې بې توانه

ټول جهان تيارو کښې رپى يو بڅرے ځى روښانه

ګوره سترګې يې ځليږي په څۀ نوى نُور مستانه

ستا منصور ورته پڅخيږي ستا عيسى ورته حېرانه

دا د دۀ د دړد لمبې دى که د نُور ستورے روښانه

يو ګلاب ځان ته روان دے تک تور سوى بيابان کښې

يوه سپينه شمع خاندي د يو قهر په طوفان کښې

ولې کوم خوا ته روان يې اے حُسېنه ولې ولې

کربلا نه ده بلا ده په دې شګو کښې څۀ ګورې

ولې غم دِ لا ښائسته کي پستې ښکلې سترګې تورې

زور او زر اقبال او بخت دې هم هما دِ هم يې سورے

يزيد خان دے د جهان نن انسان اوږے کمزورے

د انسان د شان مثال ښئ دِ خرڅ شوي ورک غلام ته

د سبا د ستورى نُور ښئ د دې ژمى تور ماښام ته

بره مه ګـوره حُـسېنه نن ستا خداے دے ستا جانان

نۀ مـدد کړي نۀ پره کـړي ستا دے وخـت د امـتحان

ستا اخـتيار او تقدير يو شو په دې ورځ په دې مکان

ستا د مينې مستى ګورى زور دې ګورى د ايمان

اے د سرو ګلابـو څانګې نن ماښام دے د خزان

دا کافـــرې شــګې تږې ستا د وينــو په ارمان

ځه ورځه زما جانانه سـاقي لرې مــېخانه کــړه

د سُور اور او سُور خمار نه تا له يې ډکه پېمانه کړه

اے زما غمـــګينه ياره غــم د مـينې ده حصه

سوز د ساز ښائست خمار او د يقين مور تلوسه

چا چې موندے دے جانان خپل په ارام په دلاسه

نوم نشان ې مرګي ورک کړل وخت يې ورکه کړه قيصه

چې له سره نه پرې داؤ کړي مستي حُسن ارمانونه

سرور زر قسمه مستي شي خمار زر قسمه نشه

ګوره ګوره اے حــُسېنہ ګـوره دغه دے عيسى

دغه مست ملنګ موسی او ابراهيم د رب اشنا

يـو په دار بل د اور مېنځ کښې حُـسن وليد د دلبر

بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر

ستا لپاره اے حــسېنه دغه سـپين تـېغ د شمر

هم ايمان دې هم نرتوب دې هم قسمت دے هم باور

اے د مينې بل مــشاله رڼا راغله د سحر

دا د قــهر طـوفان راغے که يـزيد سره لــښکر

ګوره ګوره پاکه ربه عجـيبه مېدان د جنګ دے

يوخوا زور تُورې صفونه بل خوا تش د حُسېن ننګ دے

يوخوا زورغرور او حرص قط په قط اوڅنګ په څنګ دے

بل خوا يو مئين ايمان دے مستانه او په غورځنګ دے

ربه وګوره فرعون نن بيا مـوسى سره پـه جنګ دے

عجيبه شين ازمرے دے هم بادشاه دے هـم ملنګ دے

يو خوا سترګې دي د کاڼو هـر ضمير خوړلے زنګ دے

بل خوا وړوکے خوار ټولے دے مرى له تندې په ساتنګ دے

د هر یو نظـر کښې ګوره نـرتوب څه چې لېونتوب دے

د ادم د شان قيصـه ده کلک يقين د ســړيتوب دے

ټول جهان توره تيارۀ دے دوي د نُور ليدلے خوب دے

جنګ په تاج کړي نه په تخت جنګ په حق دسړيتوب دےِ

دا مغروره فرعون ناست دے که يـو مست ببر حيوان

يـخ بــې رحــمه چمچمـار چجــه شوے په ډېران

مري له تنـدې وهـــى لتې وړوکي وړوکي ماشومان

چــار چــاپېره ترې ولاړ دى قطــارونــه لښکـريان

يو يو ګل له تندې رژي د رســول د ګلســتان

او يزيد ولاړ دے اوري دا سلګۍ هاۍ او سُوران

دا بلا د کربلا وه نــيم لېوۀ او نــيم شــېطان

په دنيا کښې دي تېر شوي ډېر بې رحمه بلاګان

داسې ظلم نۀ دے شوے نۀ به وشي په جهان

د چينې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان

اخېر چغه کـړه حــسېن نر بچے زۀ د حېدر يم

څه که نن يم اوږے تږے خو په اصل شېر ببر يم

راشه وګوره فــرعونه د حــېدر د وينې اور

لږ را ودانګه مېدان ته چې ښکاره کړو سره زور

خو يزيد تې شاته پټ شو چارچاپېره جنګ شروع شو

کربلا په وينو رنګ شـوه بيابان ډک د نعرو شو

دا د لسو او د زرو جنګ خو نه وى قتل عام وى

په لکاؤ په زرو خرڅ د خپل حرص هــر يو غــلام وى

د حسېن ملګرى واړه په نرتوب کښې حېدرى وو

خو سېلاب د تُورو ډوب کړل که سل ځله ازمرى وو

ستړې تږې خوږ يواځې حـسېن وکتل اسمان ته

وو على مسکے ولاړ يې کـتل ښـکته مېدان ته

وې اے حـسېنه زمونږ وينه تل د خداے له بَيدلې

ستا نيکۀ او بابا دواړو څـو څـو ځله بـيولې

اور بس اور دے اے بچيـه چې پاکيږي پـرې فــولاد

د شهــيد وينه مستيږي تل په تـوره د جلاد

ټول جهان تيارو کښې ګېر وو خپل غېرت ايمان ترې هېر وو

چې بنده د بل بنده شى ډېر نسلونه کړي برباد

زور هم زهرهم شراب دى د سړى نه ځان خطا کړى

د غرور ماڼۍ وى دنګه خو کچه يې وى بنـياد

د ادم نمسه نمسو کښې نه بادشاه شته نه غلام

خپله خېټه سړے سپے کړي سړيتوب يې شي برباد

بل په مــکر په فــرېب په دوکـــو په چلولونو

نيم لومبړ نيم ازمرے وى په خپل علم کښې استاد

رحم ورک شى ظلم ډېرشى سړيتوب دسړو هېر شى

يو سور اور ترېنه چاپېر شى هر څوک خپل عذاب کښې ګېر شى

قانون مړ شى زور نادر شى نر تالا ګيدړ دلېر شى

بې غېرته غېرتمن شى سپے غړمبيږي ببر شېر شى

زر شى زور د هر چا خان شي خوار غريب په ژوند ستومان شى

بدخنزير دهر چا پلار شى که خنزير سره مال ډېر شى

وزير غل امير ډاکو شى ايماندار په سيند لاهو شى

روغ به مـرى يا به غل کـيږى چې ټــول غلۀ ترې نه چاپېر شى

ټول وطن يو تور ځنګل شى يو د بل په غـوښو پـائى

ځناور ترې امان غواړي چې انسان په کومه تېر شى

علم چل شى مذهب دام شى رنګ حلالو کښې حرام شى

هر سبا لکه ماښام شى ژوند په تور آفت کښ ګـېر شي

دغه وخت کښې د خداے رحـم او رحمت په جـوش کښې راشى

چرته غلے د چا کور کښې يو حسېن پکښې پېدا شى

چې دې ښۀ کلک پالوان شى ورته جوړه کربلا شى

مرګ ته نوې معنا ورکړي ژوند کښې نوې رڼا راشى

اخېر چرته په سپرلى کښې پرې باران او بړقا راشى

ناګهانه وچه صـحرا ټول سرۀ ګلونه د لاله شى

ځه ورځه ورځه حـسېنه په خپل بخت شکر ګزار شه

ستا شمر سره نېټه ده سپېلنې له مخ د يار شه

که رښتيا پرې تۀ مئين يې په خندا ورته تيار شه

اے په غم سوى ګلابه ورشه څمله په قلار شه

حــــسېن ووې مــرحبا دا ارزانه ده ســودا

کاش چې وې مې په تنه قــط سرونه په زرها

او يو يو ورکـــولے ما په زر قسمه کـربلا

دا دې درغـــــــــلم بابا لا اله الا اللّه

اے بادشاه د يزيـــدانو اے مالکه د جهان

ستا تقدير هسې يو اور دے ځى په مخه دے روان

کله وسيزى بې وجې سپــين ګلونه ماشــومان

کله تاج د سرو په سر کړى ګيدړ سترګي شرمخان

د يزيد په لوے مـحل کښې د شرابو رود روان

د رسول بچى دې مړۀ کړل اوچې شونډې پـه مېدان

د يزيد په سُور پالنګ کښې په ژوندون حورې غلمان

د حسېن جانان مـرګے دے او پالنګ يـــې رېګستـان

ظلم ظلم دومره ظلم وران دې نه کړو پرې جهان

د حسېن په ځنکدن کښې د يو ګوټ اوبو ارمان

امتحان دې کړو د مينې د حـسېن څۀ امتحان؟

ولې زوے د حـــېدر نۀ وو شـېرببر مرد مېدان؟

مۀ کوه مۀ کوه اے اجله دا سر نه دے د وژلو

د ادم شان او سـينګار دے تا پرې اور ولګــولو

موټې خاوره داسې مسته د زهره په شان ځليږي

پټ د زړۀ په تارخانو کښې يو سرود دے چې غږيږي

حـسېن وکتل چاپېره وې شـوې ژونده اور شوې اور

دې بې حِسه تور ماحول کښې هره سا شرم پېغور

په دِ ظلم په دې اور کښې يو ساعت ژوندون حرام دِ

دا دے درغـلم مرګيه زور او صبر مې تمام دے

کرـــبلا ذره ذره ســتا وائى به چغې تر قــيامته

چې انسان به زوراورته په هيڅ شان سرنه کړي ښکته

غلامۍ نه هر څۀ ښۀ دى دا چې تېر شو او تېريږي

ربه داسې زمانه ده ژونــد د مرګ په بيه کيږي

په خپل ژوند کښې په هر چا به کربلا يوه جوړيږي

چې څوک ځي د جانان کور ته په دې لاره به تېريږي

دا يو ستړے غمګين سر دے لوګے کومه يې لـه تا نه

دا وروستے مړاوے سُور ګل دے د حېدر له ګلستانه

سر دې ورکړو لکه نر شېر بچے د شېر ببر

د ښائیست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر

اے بادشاه د شــــهيدانو نــره خانه د نــرانو

ستا مرګ هغه ياد تازه کړ چې هېر کړے هر انسان ؤ

تا د ژونــد او د مـرګ تول مـا ته وښود کربلا کښې

څۀ رنـګين ســرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې

ځکه کله کله زۀ وس هـم د شـپې ژاړمه

ستا د ښائـست او نُور کمال بيا په دنيا غواړمه

مــدام کــوم درته منت دعـا اے حـُسېنه راشه

هـــر قـدم شو کــــربلا اے حــسېنه راشه

ســر دې ورکړو لکه نــر شیر بچې د شیــر ببر

نه د ښايست دې څوک ثاني شته نه د تورې برابر

ځکه زۀ وهـــم سيــنه اے حــسینه راشه

هــر قــدم شـو کـــربلا اے حُــسېنه راشه

هغه وخت يزيد وو يو وس خو په زرګونو دى

هغه يو کـوترے شــمر وس په قــطارونو دى

ځـــکه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا

هــر قــدم شــو کـــربلا اے حــسېنه راشـه

كُل دې د نيکـۀ اُمت خـوار او ذليل شـوے دے

سر په خندا نه ورکئ چل ترې نه هېر شوے دے

راشه د مـستانو شاه ســـر ورکــول وښايه

وکـــړه نامـــردانـو ته نوې د مــردۍ قيصه

هــر قـــدم شــو کــربلا اے حُـسېنه راشه

(خان عبدالغني خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←