د ساقي ژوند اوفن
فضل رحیم ساقى ژوند اوفن
څيړنه اوکره کتنه : اسيرمنګل
دځوانۍعمرچې څه وهٴ په جيلخانوتېرشو
ياپه کوڅوکښې دبې تنګه پښتنوتېرشو
نه دبچوپه خوند نه خبرشوم نه دمال ومتاع
دمستۍ خوب وهٴ دازغوپه بستروتېرشو
(ساقي)
دارواښادفضل رحيم ساقي شمار دخدائي خدمت ګارانوپه ليکوالا نوکښې په وړومبې صف کښې کيږي ،دهٴ په مکمله توګه خپل ځان ا ومال ومتاع هر څه دخپلى خاورې ازادۍ اودخپل ولس دخوشحالۍ او سوکالۍ دپاره وقف کړي وو دفن اوشخصيت ئې بې شماره اړخونه دي ارواښاديوسياسي مبارروهٴ دباچاخان دقافلې يوسرپرې کړے غړے وهٴ،په پښتوژبه اوادب ئې بلهااحسانات دي ددهٴ نظم دے که نثريوه خپله ځان ګړتيالري ، دشاعرۍ ئې دوه ټولګې ٫٫ډک جام اونيم جام ،دچاپ په کالو ښائسته شوي دي چې په کښې ئېقامي،وطني احساسات اوجذبات په فنکارانه توګه بيان کړى دي دنثرئېتروسه پورې شپږ کتابونه دباچاخان کفايت شعاري ،درې قېصې،، خطونه لومړے ټوک چې ډاکټر ، دصرحښګ ،خدايي خدمت ګاردپښتنودازادۍ دتحريک يومختصرتاريخ اوژوندون دچاپ په کالوښائسته شوي دي، پرته له دې ځيني ناچاپ مواد هم لري
دارواښادفضل الرحيم ساقي په کاراوزيازډاکټرسيد طفرالله بخشالي دفضل الرحيم ساقي ژوند اوادبي خدمات ،سر ليک لاندې دپي ايچ ډي مقاله هم ليکلې ده ، ډاکټرزبير حسرت هم ورباندي٫٫ دصبرجنګ ،،کښې زړه پورې ليکل کړي دي ، په ورځپاڼواومجلوکښې هم مختلفوليکوالانو ئې په ادبي خدماتو رڼااچولې ده داروښادفضل رحيم ساقي دژوند،فن اودهلوزلونه وړاندې ضروري ده چې په هغه حالاتوهم خبره وشي چې دموصوف دزيږيدونه مخکښې په پښتونحواکښې روان وو،دادپښتنواودپيرنګيانوترمينځه دغوزرو پرزووخت وهٴپښتانه دباچاخان سرې جنډې لاندې دپېرنګيانوخلاف کورونونه راوتي ووځاےٴ په ځاےٴ غونډې وې احتجاجونه ووجلوسونه وو دانجمن اصلاح افاغنه زلمو دغه يوه نعره وه چې پيرنګے دې زمونږدخاورې نه پښې سپکې کړي ،په داسې وخت کښې هغه دخوشال باباخبره
لايوشور راځينې لاړنه وي بل راشي
مګرزهٴ پيداپه ورځ دشور اوشريم
دسياسي غورزوپرزوپه داسې حالاتوکښې داشتنغر تکه شنه زرخيزه خاوره سره لمبه وه هرخواته دازدۍ اودخپل واکۍ نغارې غږيدې په دې هنګامه خيز وخت کښې داشنغر تاريخي کلي رځړو کښې دعبدالعزيزخان کره په کال ١٩٠٢ دجون په مياشت کښې يوماشوم وزيږيدو مورپلار ورته فضل رحيم نوم کېښودو دغر نيکه نوم ئې مير عالم خان وهٴ چې تعلق يي دکنعان خيل خانانو يوې درني کورنۍ سره وهٴ، هرکله چې ماشوم په ښه اوبد پوئے شونوهر خوادپيرنګيانو دټو پکو نوسرې ګولۍ اودپښتنوپلنې سيني وې ، وطن دبارودوپه لوګو تور لوغړن وهٴ، دې ماشوم ځان له دساقي تخلص په دې غوره کړوچې چرته په هوش کښې دپښتنې لارې نه پښې ونه ښويږي ځکه چې ده ځان له دباچاخان ازغنه لار خوښه کړې وه ،دهٴ څه خاص رسمي زده کړه نه وه کړې لکه څنګه په هغه وخت کښې په جماعتونو مدرسوکښې تعليم تر لاسه کيدو ساقي صېب هم څه نه څه کتابونه يو بل ځائے وئيلي وو ددهٴ نمسې ښاغلي عزيرخان ترمخه مروجد زده کړه ئې څلورم جماعته پورې کړې وه، ولې دخپل حساس طبعيت له مخه ئې دعربۍ اردو اودفارسۍ ژبې زده کړې وي اوپه پښتوکښې ئې ښه ليک لوست کولے شو اومونږته ئې يوه لويه ادبي پنګه دنظم او دنثرپه شکل کښې پريښې ده ـ
هرليکوال په ادب کښې خپله پېثرندګلو ديوشاعرپه حيث کوي ولې کله چې مطالعه ئې سېواکيږي نوبيانثرته هم مخه وکړي ، ارواښادفضل رحيم ساقي هم اول خپله پثرندګلومونږ سره ديوشاعر په حيث کوي ، ډک جام اونيم جام ئې دوه شعري ټولګې دي ، چې دهٴ دتخلص په مناسبت ډېرې ژورې معنې لري ، ډک جام ،نيم جام اوساقي ، په خپلوکښې څومره يوروماني تړون لري ، ديونمائنده ادب تخليق کولو دپاره ليکلوال درې توکيوډېر خيال ساتي يوه ژبه چې داسلوب ټاکنه کوي بل خيال چې دے خپلې ټولنې ته ورکول څه غواړي دريم هئيت ،چې ليکوال په کومه پيرايه دخلقو سره مخاطب کيږي کوم ليکونکي چې دادرې توکي په خپل خپل ځاےاستعمال کړي وي ،هغه يوکامياب اونمائنده مصنف شمارلے کيږي ـ
دارواښادفضل رحيم ساقي ډک جام اوينم جام چې دمطالعې لاندې راځي اويادهغه نورې نثري فنپارې، نواول دلوستونکي سترګې په ژبه لګي چې دليکوال ژبه دکوم معيارده ،بيايي پام لرنه دخيال طرفته کيږي چې خپلې ټولنې ته کوم پيغام ورکول غواړي اودغه پيغام دفن اودهنر په کومه پيرايه کښې وړاندې کوي اوددې نه ديوليکوال داسلوب پته هم لګي ـ
دارواښادفضل رحيم ساقي چې دتخليقي زيارمونږ څيړنه اوکره کتنه کوو نواول ئې دژبې سره مخامخ کيږو ،مصنف سوچه داشنغر خوږه اومهينه لهجه کارولې ده،دهٴ چې په خپله شاعرۍ کښې کوم ټکي استمعال کړي دي هغه خپل شاته دلفظونوپه زور يومنظرمخې ته راوړي دشاعرمثال ديوجادوګروي هغه په لفظونوجادوګري کوي د لوستلونکيواوداو ريدونکيوزړونه مسخرکوي ، دغه صفت دارواښادپه تخليق کښې شتون لري ، خيال خوئېهسې هم ساهودے چې څه ئېليکلي دي ديو مقصد دپاره ئېليکلي دې ،پيغام ئېخپلې خاوري او داولس خوشبويي په غېږکښې ګرځوي
دغائنده ادب تحليق کولوکه دريمي نکتې ته راشو نوهغه کښې هم زمونږ شاعر بريالے شوے دے خپل پيغام چې په کوم فني اوهنري چوکټ کښې وړاندې کوي هغه دستاينې وړدے ، داروښادتعلق دخدائي خدمتګارۍ پاڅون سره دے اودې ډلې ليکلوالانو دخپل پيغام خور وهٴلو دپاره دنظم لاره غوره کړې ده که چرې کوم چايونيم غزل ليکلے دے نويه هغه هم دنظم مينه ماتيږي دارواښاد٫٫ډک جام،،شعري ټولګه په کال ١٩٥٧ کې منظورعام پريس پښورنه خپره شوې ده دويمه ټولګه ٫٫نيم جام چې په کښې رباعيات قطعات اوځيني غزلې شتون لري دچاپ نيټه ئېنشته ،دډک جام ، تړون ئې دتېرا ورګزيو سيمې صاحبزاده عبدالرزاق شهيد په نوم کړے دے چې دخپل وخت يوروحاني خدايي خدمتګارشخصيت و په شهادت ئېارواښاد فضل رحيم ساقي يوه سانده هم ليکلې ده دهغه وخت شاعرانو کښې ديونوم ،عبدالراق حکمت هم وهٴ چې په خټه دهنګو نريابو قريش کورنۍ سره ئېتعلق وهٴ ،دخدايي خدمت ګارۍ مکتبه فکروړومبے شاعر مولانا فضل معبودمخفي ياديږي ،چې اغېزه ئې په دې ټول پاڅون محصوسيږي باچاخان د خپل کتاب ٫٫زماژوند اوجدوجهد،،تړون هم ددې مبارز عالم په نوم کړے دے ددې شاعرانو دشاعرۍ زياته برخه په قامي اووطني شاعرۍ اړه لري دزنداني شاعرۍ که ابتدا هر څو ستر خوشال بابا کړې ده ولې وده ورته خدايي خدمت ګارانو ورکړې ده دې شاعرانو ډېر په ترينګلو حالاتو کښې دخپلې خاورې خوږې پښتو سرڅڼه کړې ده اود اودقام دښې ورځي ارمانونه ئې دځان سره ګورته وړي دي ،ارواښادساقي بلهانظمونه ،رباعيات اوقطعات دوطن اودقام په مينه کښې لېکلي دي لکه ٫دعا ، وطن٫خدايي خدمتګار،حکومت، شهيد ته سلام،وطن مينه،دقيصه خوانۍ دشهيدانو ياداوسفر ئېشهکار نظمونه دي چې دخپل وخت دتار يخ پوره انځورګري کوي زه ئې دلته تاسو سره دعا اوديومکلماتي نظم څو نمونې شريکول غواړم
ميرويس بابا په تورلحد کښې خرڅولے نه شم
ځواب شېرشا اواحمد شا ته ورکولے نه شم
دخوشال خان پګړۍ په خاورو کښې لړلے نه ش
خواري دخان فخر افغان په اور سيزلے نه شم
دپښتنو زمکه بل چاته پريښودلے نه شم
د٫٫دعا، دې نظم نه مونږ ته دا اندازه لګي چې ارواښاد ساقي په خپلو اتلانو څومره مئين وهٴددهٴ په زړهٴ کښې دخپل قام اووطن دپاره څومره مينه وه دغسې ددهٴ نور نظمونه هم دي چې ددهٴ دنظر څرګندونه کوي،اوس ئې په يو مکالماتي نظم خبره کوم چې په کښې ئې دهغه وخت منظر کشي ديوزلمي اودهغه دناوې ترمينځه په مکالماتي انداز کښې وړاندې کړې ده چې په کښې دزلمو سره سره دپيغلوجينکو جذبات هم دکتودي اودازادۍ په دې تحريک کښې پښتنې مير منې هم دځوانانو نه وروستو نه وې ،يوبندئې دنموني په توګه وړاندې ک وهٴم
هلک ، ناوې راپاڅه سپين تندے دې ښکلومه دوطن جنګ دے هسکه غړۍ ځمه
ناوې ، بغيرله تابه عمر څنګه تيرومه دسترګوتوره زه درسره ځمه
هلک
بيا ئېنيولے باچاخان دے په جيلخانه کښې بنديوان دے
بهر زمونږه ژوندون ګران دے دې حکومت باندې به سر وګرځومه
دوطن جنګ دے هسکه غاړه ځمه
ناوې
پرون دې راوړمه ډولۍ کښې شومه دسيالو په سيالۍ کښې
ستاد ليدو په خوشالۍ کښې دواده سره جوړه به څنګه زړومه
دسترګو توره زه درسره ځمه
اواوس ئې دشاعرۍ يوڅونورمثالونه ل وهٴلو
نه دبچوپه خوندخبرشوم نه دمال ومتاع دمستي خوب وهٴدازعويه بستروتېرشو
يوخوانه مې زړه په خپل اولا دپسې ختلےدے بل خواته مې زړهٴ په پښتنوباندې داغلےےدے
سترګې دې دخان فخرافغان صاصب وجتي شي بال وبچ مې هورته پخپل خداےٴ باندې سپارلے دے
پښتونه اوچت غرپه سردپاسه لارلري هغه ورباندې خيژري چې څوک وړاندى کارلري
رنځ تکليف که هرڅوډېرشې اخرتېرشي پکارنه دي غم ته وار حطاکيدل
په دې يوڅوشعرونو کښې مونږولو ستل چې ارواښادادب دپاره د ژوندپلوي دے ،زمونږمشرانو پېرنګي دورکښې چې ددې خاورې دازادۍدپاره کومې هلې زلي کړي دي دهغې انځوګري دباچاخان سپايانوپه ليکونو کښې ښه په زړهٴ پورې اندازکښې موجوده ده چې ګواهي ئې،ډک جام، اونيم جام ورکوي ، داۤزادۍ دې مبارزينوڅومره سختۍ زغملي دي ،چې نه دخپل اولادنه خبرشوى دي ،اونه ئې دخپل مال ومتاع څارنه کړې ده ،خپلې ځوانۍ پې دقام دښې ورځې دپاره وقف کړے وې ،اودمستۍ خوبونه ئې دازغوپه بستروتېردي ،ګني نوزړهٴ څوک نه لري اوبيا چې ځواني وي اودځوانۍ سره سره خاني هم وي خوافرين په دې پتنګانو شه چې سره دهر سهولت ئېځانونه سورانګار ته نيولي وو دخپلو کورونواولادونو پروا ئېنه ده کړې دپښتنوغم ئېژړلے دے خپلوذاتي تاوانونو نه تېرشوي دي، هرخدايي خدمت ګار ښه په اخلاص دفخرافغان باچاخان سترګې وچتې کړي دي دانګريزپه بندي خانو کښې لکه دبلبلا نوچغيدلي دي ، ددومره اذيتونو تېر وهٴلونه پس ئېمونږته اۤزادي ګټلې ده خوافسوس چې چائې دهلوزلوقدرنه دے کړے اودخپلوپښتنو دلاسه په زړهٴ داغلي ګورته تلي دي
دارواښادفضل الرحيم ساقي په شاعرۍ کښې يوه لويه برخه دباچاخان سره دعقيدت نه ډکه ده ډېرنظمونه ئې دهغوي په مينه اومحبت کښې ليکلي دي ، دهغه په خبروئېعمل کړے دے چې کوم کاراوذمه واري ئېورته سپارلې ده هغه ئېپه ښه طريقه ترسره کړې ده ، ډېرسفرونه ئېورسره يوځاےکړي دي ، اوډپرڅه ئې دهغه سپيځلي اودقدروړشخصت نه زده کړي دي دهغه په اصولوئېنه يواځي عمل کړے دے بلکې هغه ئېپه ليکلي شکل کتابونوکښې پښتنو ته وړاندې کړې هم دي چې نن هم مونږدپاره دلارې مشالونه دي ،خوافسوس چې مونږ ئې دارزښت نه خبرنه شوو دډک جام ،دشاعرۍ يوه برخه اخلاقې هم ده شاعردخپل قام داصلاح دپاره مختلف نظمونه ليکلي دي هغه رواجونه او دودونه ئېغندلي دي ، چې کوم په پښتنو کښې دناپوهۍ له کبله خوارهٴ شوي وو ،دوي هر چرته دباچاخان پيغام عام کړے دے چې ديوقام دترقۍ او خوشحالۍ دپاره ضروري ده چې خپله ژبه خپله کړي ،دې سره په وګړوکښې مستقل مزاجي راځي اوديوقام تشخص جوړيږي ،دژبې دودې نه بغيرقامونه ورکيږي
ارواښادفضل رحيم ساقي که په بنيادي توګه دنظم شاعردے اودادانقلابي ليکوالانو صفت دے چې هغوي خپل پيغام لوستونکيوته په نظم کښې ورکول غواړي او دې دپاره هم دغه يوموذون هيئت دے،ولې دې سره سره د،ډک جام ،ځيني برخه په غزل مشتمله ده چې په کښې شاعر دقلبي وارداتو زړه پورې څرګندونه کړې ده، بنيادم که هرڅومره په ژوند کښې په ازغنه لارمزل کوي ، ولې دګلونووږمو نه سترګې نه شي پټولے حسن بياهم حسن وي اوبياديوشاعرزړه بلها حساسيت لري ،عشق دحسن نه بغيرنه شي پاتې کيدے دغزل نه علاوه دهٴ ځيني روماني نظمونه هم ليکلي دي ،وصال،، ئېيو مسلسل روماني خوندور غزل دےخودحسن اوعشق احساسات ښه انځورګري په غزل کښې کيږي دهٴ لکه دخپل نظم غزل سره هم انصاف کړے دے خپلې روماني حسي تجربې پې مونږ سره شريکې کړي دي
سرپه پښتوکښې ديارکېده که وصال غواړي دښکليو
بل ځاےٴ نورې شمارې کيږي دلته شمارددم ختيلو
ساقي ځان دې ستړے کړوپه منتونو
نرم نه شو داشناپه وينا زړه
خداے دې مابې پته نه کړي مئينتوب کښې
چې به وکړم بي له تاخپله رضا
ساقي ستاداثري سترګونه ځارشه
ميخانې دکراچۍ اوکلکتې
سترګوکښې ليدل په شانې دمجنون نشته دے
مه وايه مه وايه چې حسن کښې افسون نشه دے
چې په سترګوبه مې ښکليوته کاته
هغه کسي مې بيلتون کښې پريوته
په فريادکښې پاکه ربه سوزاوسازرا
دلبري دلاويزي لکه ا ياز را
بده ورځ زمانه ده پيرزوپه خان خوڅه وکړم
هرڅه چې رارسي راسيږي له چشمانو
دې يوڅومثالونونه مونږ دااندازه لګولے شووچې شاعرکه هرڅومره ديو هنګامه خيزژوندنه تيردے ډېرتکليفونه ې په زندانونوکښې ګاللي دي ولې سره ددومره ستونزواود مصيبتونو ئېپه سينه کښې يودمينې ډک زړهٴ هم لرلو اوجمالياتي حس ئېهم بيدار وهٴ ،جماليات پوداسې خور ورمضمون دے چې دې نه څوک سترګې نه شي پټولے ،اوبياداروښادساقي خوتحلص هم خالص روماني يعني ساقي ځان له ايښے دے ،ولې هغه وخت چې دوطن غلامۍ کوم اذيت نه تېريدو هغه جذبه په دٴه غالبه شوه اوهر څه ئې د خپل اولس دښې ورځې دپاره دهلوزلونه ځارکړل اوپه تاريخ کښې ئېځان له يومقام جوړکړو چې تذکره ئېتل دازادۍ په سرپرې کړيو ننګياليوکښې کيږي
ارواښادفضل رحيم ساقي پښتنوته دشعرنه علاوه دنثريوه درنه پنګه هم پريښې ده چې محرک ئېباچاخان وهٴ، وړومبے دنثر کتاب ئې،،ژوندون ،، دے چې په کال ١٩٦٧ کښې سپين زرپرنټررپيښور له خواخپورشوے دے داکتاب ټول مخونه لري ،ددې کتاب په حقله ارواښادفضل رحيم ساقي يوه ډېره دردناکه خبره ليکلي ده
٫٫ چې کور مې ليک کوو نوزما دسوي لوي ژوند ملګرې راته ووې داڅه ليکې؟ماورته ووې چې په خدايي خدمت ګارۍکښې په ماکومې سختې تېرې شوي دي ،هغه ليکم هغې راته ووې چې ستاپه غېرموحودګۍ کښې په مااوزماپه بال بچ کومې سختې تېرې شوي دي هغه به څوک ليکي
ژوندون ،دولسم مخ ١٩٦٧
په دې يوه جمله کښې دخدايي خدمتګاروټول اذيتونه مصيبتونه پټ دي مونږ په څه نه څه توګه دخدايي خدمتګارانو ليکونونه خبر يو،ولې زمونرپه کورونو کښې چې زمونږ په مياندوخوئيندو څه تېر دي هغه به څوک ليکي ؟دايوسوال ضروردے
دويم ئې دنثرکتاب خدايي خدمتګار،دے چې د پښتنودازادۍ دتحريک پومختصرتاريخ دے ، داکتاب دباچاخان رسيرچ سټرپيښور٢٠١٢ کښې خپورکړے تدوين اوکمپوزنګ يي مثشاق مجروح پوسفزي کړے دے داکتاب ټول درې سوه شل٠ ٣٢ مخونه لري چې په کښې دپيرنګي دور نه رواخله ترپاکستان جوړيدو او دهغې نه پس هم دخدايي خدمت ګار تحريک په هلوزلو رڼا اچوي ، اوهغه کردارونه مونږ سره مخامع کوي ، چې کومودباچاخان پاڅون سره تعلق پاتې شوے دے ليکل ورباندي پخواني وايس چانسلر فضل رحيم مروت مثتاق محروح يوسفزي، ځلان مومنداومحمدنوازخان کړي دي ،په بيک ټائټل دساقي مرحوم سره دباچاخان تصوير اودباچاخان دوينا يوه حواله هم چاپ ده چې ورنه دباچاخان دخدايي خدمتګارۍ دتحريک ازادۍ اودپښتوژ بې دودې لېونۍ مينې پته لګي
٫٫ماخپل تعليم يافته ملګروته داخبره څوځله اوکړه چې تاسوچې دپښتنوکوم خدمت کوے چې دے سره سره ددې متعلق ليکل هم کوے په دې شان به زمونږ ددې تحر يک تاريخ هم جوړشي اود پښتوژبې خدمت به هم اوشي لکه څرنګے چې ساقي صاحب په دې لار کښې کوشش کړے دے ، که دغه شان زمونږنوروملګرواديبانوکوشش کړے وي اويا اوکړي نودې سره به پښتوژبه ترقي اوکړي اودادپښتواودپښتنو لوئےخدمت دے،،
دريم کتاب ،کفايت شعاري،، دے داکتاب ټول يوسل اته ١٠٨ مخونه لري چې دباچاخان ټرسټ باچاخان سڼتر پېښورله خواپه کال ٢٠١٢ کښې خپور شوے دےداکتاب باچاخان په کفايت شعارۍ ليکلے شوے دے اوځيني داسې واقعات ئېبيان کړي دي چې دهغې نه دفخرافغان باچاخان کفايت شعارۍ پته لګي ،په دې کتاب مثتاق مجروح يوسفزي اوډاکټرزبير حسرت ليکل کړي دي ،يوه واقعه پې تاسوسره هم شريکول غواړم چې دکتاب په ټائټل چاپ ده
٫٫ دفرورۍ په نولسمه ورځ کال ١٩٧٩ باچاخان سره جلال اباد کښې ناست وو خبر ې موکولے ،باچاخان ته مي ووي چې په ١٩٤٢ کښې به مونږه سر دريات مرکز کښې تاسو سره ديره وو دغرمې پورې به تاسواومونږپه شريکه پټي کښې سسکورې وهلې دولس بجې به ډوډۍ ته کيښناستو دجوارو يوه يوه ډوډۍ به مو په مونږوويشله او پخلپه به موديوې نه هم کمه واخسته ساګ پيتي به پاخه شوي وو هغې سره به مووخوړه ، مونږخوپه دغه ژوند صابره څه چې شاکره هم ووخو کلوکښې به مخالفينوخلقو داخبرې ک وهٴلې باچاخان شوم دے ،چې په خپله هم ساګ پيتي خوري او په ملګرو باندې ئېهم خوروي ،باچاخان وفرمائيل هغه خوماتاسوله ټرينګ درک وهٴلو ماوئيل چې که خداے فضل وکړو اوزمونږ ملک ازاد شواوزمونږ حکومت جوړشونودغه وخت به ملک اوقام څنډلے دسترحوان وي ،،
دې حوالې نه مونږ ته دباچان سره دخپلو ملګرو دمينې اودعقيدت پوره پوره پته لګي اودهغوي د سياسي بصيرت اندازه هم لګي چې څومره لوړ وهٴ اوهغه سره دخپل ځپلي اوخواراولس څومره خيال وهٴ ،چې دازادۍ نه پس به زمونر دحکو مت حال ډېر خراب په دې وي چې سره اوسپين خوددې خاوري نه په ګڼ مقدارکښې پيرنګيالوچلولي وو، نوچې کله ملک ازادشي چې مونږ بيادداسې کړکيچنو حالاتو مقابلې ته دمخکښې نه تياروو
څلورم کتاب ئې دصبر جنګ ،دے چې دنثري مضاميومجموعه ده چې په کال ٢٠١٣ کښې کتابتون خپرندويه ټولنه پښتونحوا خوا کښې چاپ شوے او دپښتونخوامطالعاتي مرکزباچاخان پوهنتون چارسدې نه خپور شوے دے لټون اوسمون ئېډاکټرزبيرحسرت کړے دے تړون ئې دحضرت باچاخان فخرافغان په نوم شوے دے داکتاب ټول ٦٧٧ مخونه لري ډاکټرزبيرحسرت ورباندې يوه تفصيلي مقدمه ليکلې ده چې ورته دارواښادساقي زوي ښاغلي ممحدنوازخان اودپخواني وائس چانسلر فضل رحيم مروت مرسته هم ثامله وه ، داکتاب دمرکز عاليه سردرباب نه رواخله تراخري مضمون ،، ارباب محمداسلم خان شرر مرحوم پورې دسياسې غورزوپزريوداستان بيانوي
پنځم کتاب ،،درې قېصې ،دے دا هم په ٢٠١٣ کښې پېښورنه خپور شوےدے چې ټول مخونه لري په دې کتاب کښې درې قېصې ،سپره مرګے ،،سيد اکبرشهيد او وادهٴ وشه شتون لري چې دوه ډرامګۍ دي اودريمه يوه ريښتوني قيصه ده ،ډاکټرزبيرحسرت دزړه خبره فضل رحيم ساقي درې قېصې،،سر خط لاندې ليکل کړي دي دغه قېصې هم دخپل وخت يوه تاريخي بڼه لري په خدايي خدمتګاروچې څه تېردې هغه ئې قلم ته سپارلي دي
شپږم کتاب ئې،خطونه دفضل رحيم ساقي لومړے ټوک دے چې ډاکټرسيد ظفرالله بخشالي ترتيب کړےاود پښتونړيوالې مرکې له خوا ٢٠١٦ کښې خپورشوےدے ،کمپوزنګ رحمت ديوان اوځيرکتنه ئېممحدصادق ژړک کړې ده ، داروا ښادساقي داخطونه هم لکه ددهٴ دنوروکتابونو يو ډير لوےٴتاريخي پس منظرلري ، ډاکټرظفر الله بخشالے ددې خطونوپه حقله د کتاب په څوارلسم مخ ليکي
٫٫د دې خطونولوے ارزښت په دې کښې دے چې دغه ټول خطونه په بيله بيلو زندانونوکښې ليکلي شوي دي ، په زندان کښې دليکلو بيل کيفيات وي نومونږچې دساقي صيب خطونه ګورو نوپه دې خطونو کښې ځاےٴ په ځاےٴ ټپې هم راوړل شوي دي ،چې دپښتوفولکورپه برخه کښې له مونږسره زيات کومک کولے شي ،داکتاب ټول٩٦ مخونه لري
داروښادفضل رحيم ساقي دې ادبي سياسي ا وعلمي خډماتوته چې سړے ځير شي نوپه دې نتيجه رسي چې موصوف نه يواځې يوسياسي مباارز وهٴ بلکې ديواستاذشاعرنه علاوه يواديب ،،افسانه نګار ، مکتوب نګار ډرامه نګار اودخپل وخت سپيځلے مورخ هم وهٴ مطلب داچې هغه شعر ليکلے دے اوکه نثر ئېليکلے دے يوتاريح ئې مرتب کړےدے ددهٴ خطونه چې کوم ددهٴ او دباچاخان ترميخه شوي دي ،يولوے تاريخي پس منظر لري ، اوچې کوم ئې خپلوخپلو انوته ته ليکلي دي هغه يوجداحيثت لري په خطونوکښې ئېځاےٴ په ځاے دموقعې په مناسبت سره شعر ونه اوټپې هم راوړي دي چې ورسره ئې دخطونوخونداورنګ سېوااکړے دے ،ديو ډرامه نګارپه حيث ئېسپېر ه مرګے ،يوه اصلاحي ډرامه ده چې دهغه وخت دخدايي خدمتګارانو يوصفت وهٴ ددې ډرامې پلاټ غښتلے اومکالمې ېې زوردارې دي ،ژبه ئېروانه ساده اوخواږه ده لنډه خبره داده چې ارواښاد ساقي دپښتو جديد نثرپه ارتقاکښې يوځانګړے مقام لري ، په ګورئېنورشه ياد پې تل پاتې ،سترخوشحال څه ښه وئيلي دي
مېړني دي چې ياديږي
په سندروهم په وير
حوالې
١:ډک جام ،عبدالرحيم ساقي (شاعري ) پېښور ١٩٥٧ء
٢:نيم جام عبدالرحيم ساقي (شاعري) يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازارپېښور دچاپ تاريخ نه لري
٣: ژوندون عبدالرحيم ساقي (نثر) پېښور١٩٦٧ء
٤:خدايي خد مت ګار، عبدالرحيم ساقي (نثر)دازادۍ تحريک مختصر تاريخ، باچاخان ريسرچ سنټر پېښور ٢٠١٢ء
٥: کفايت شعاري، عبدالرحيم ساقي (نثر) باچاخان ريسرچ سنټر پېښور ٢٠١٢ء
٦:درې قيصې، عبدالرحيم ساقي، پېښور ٢٠١٣ء
٧: دصبر جنګ، عبدالرحيم ساقي، دپښتونخوا مطالعاتي مرکز باچاخان پوهنتون چارسده ٢٠١٣ء
٨:خطونه، عبدلرحيم ساقي،لومړے ټوک، ترتيب ډاکټر سيد ظفرالله بخشالي، نړيواله مرکه
٩: د فضل رحيم ساقي ژوند او ادبي خدمات (پي ايچ ډي مقاله) ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے، خپرونکے پښتو نړيواله مرکه
(پروفیسر اسیر منګل)
