د غزل تارېخ
د غزل د زوکړې تاریخ
کله چې په شپږمه پيړۍ کې د قصیدې بازار خپل رونق له لاسه ورکړ، د غزنویانو او سلجوقیانو دولتونو پای وموند، نه ممدوح پاتې او نه د مدحې ګټه تغزل مقطع او مطلع له ځان سره راواخیستل او دغزل په نوم یو مستقل فورم شو. مطلب داچې د مطلع اومقطع نومونه هم په قصیده کې موجود و.قصیده په تشبیب پیل کېده، تشبیب دوولس بیته وو موضوع یې مینه او عشق وه ځکه یې تغزل ورته ویل، د تشبیب په پای کې به شاعر د ممدوح نوم اخیست (په کوم ځای کې چې او س شاعر خپل نوم اخلي) او له همدې لارې به یې په مدحې پیل کاوه، قصیده به د مقطع په نوم په یو څو عمده بیتونو پای ته رسېده. غزل هم په پیل کې د قصیدې د تغزل په څېر د عشقي مضامینو لپاره ځانګړی و، شاعرانو ځانته اجازه نه ورکوله چې نورو موضاعتو ته پکې لاړشي. اوسني غزل ته مجازا غزل وايو یعنې د غزل لغوي معنا ته په کتلو سره ( غزل په لغت کې له ښځو سره خبرو او لوبو ته ویل کیږي) غزل نه دی. دا چې اوس د غزل هربیت آزاد دی ضرور نه ده چې د موضوع تسلسل په پام کې ونیول شي داکار لومړی په ایران کې وشو له سعدي څخه نزدې یو نیم سل کاله وروسته په هندوستان کې هم دود شو. غزل څنګه دود شو، کله یې پرمختګ وکړ، کومو خلکو او چا دې ځای ته را ورساوه د دودیز غزل مؤسس څوک دی؟
غزل څنګه دود شو
داچې د غزل موضوع عشق وه نو دایران خلک ښه ورته جوړ وو. ښکلې هوا، شنه باغونه اوبه ښکلې فضاء.... خپله ایرانیان په صورته هم ښکلي وو. له بلې خوا تاتارایانو د اسلامي حکومتونو ټغر ټول کړ څوک پاتې نشول چې شاعران قصیدې ورته ووایي او هغوی ډالۍ ورکړې. اسلامي تصوف که څه هم په درېیم قرن کې پیل شوی خو شپږم او وم قرن یې د پرمختګ پیر دی؛ پورته خبرې د دې سبب شوې چې په شاعري کې سوز، ګداز او درد پیدا شي د دې لپاره د غزل په څېر موزون صنف نه و. مولنا، اوحدي سعدي او داسې نور شاعران دهمدې زمانې خلک دي. د صوفیانو شاعرانو شعرونه له عشقي مضامینو ډک دي، هغه دلوستونکي کار دي چې په حقیقت یې حمل کوي که په مجاز، په هرصورت له برکته یې د شاعرۍ زور غزل ته راغی.
تصوف
د غزل پرمختګ له تصوف څخه پیل کیږي، تصوف تر ډېره له وارداتو او جذباتو سره تړلی واردات او جذبه له عشقه سر چینه اخلي. تصوف که څه هم له درېیمې پیړۍ څخه پیل کیږي خو پنځم پیړۍ یې د ځوانۍ دور دی او همدا د غزل د لومړي پسرلي پیر دی.
سعدي
د غزل په ترقي کۍ لومړی سنايي او بیا مولانا، واحدي، عطار او داسې نور صوفیان یادولای شو خو داچې د دوی عشق حقیقي و نو ځکه یې غزلې عام نشو.
سیروس شمیسا په ( سبک شناسي) کې لیکلي: د ناصرخسرو، ازرقي، او داسې نورو دیوانونو کې غزل هیڅ نشته، درودکي، منوچهري، او ابو الفرج رونی په شاعري کې له دوو دریو غزلو پرته شی لا نشته په دې ممکن دا څو غزلې به هم د قصیدې تغزل وي د مدحې برخه به یې له منځه تللي وي.
اوس چې موږ کوم شعر د غزل په نوم پېژنو د دې پلار سعدي صیب دی.
حافظ وايي:
استاد غزل سعدیست پیش همه کس اما
دارد سخن حافظ طرز سخن خواجو
الطاف حسین حالي په ( حیات سعدي) کې لیکلي: د شیخ دیوان ته ډېرو تذکره لیکونکي د شعر مالګه وايي: له سعدي نه مخکې د انوري خاقاني او دظهیر غزلې هم وې خو په هغه وخت کې د غزل داسې لذت نه و لکه شیخ چې په کوم انداز ویلي. پخوانۍ شاعري تر ډېره په قصیده او مثنوي را څرخېده له ځينو قطعو او رباعیاتو پرته نور هيڅ نه و. شیخ سعدي غزل داسې رنګین او له خونده ډک کړ چې ټولو شاعر انو قصیدې او مثنوي ته شا او غزل ته مخه کړه ځکه ډېرو تر دې چې د شعر پیغمبر ورته وویل شو.
د رشعر سه تن پیغمبرانند ــ هرچند که لانبی بعدی
اوصاف و قصیده وغزل را ــ فردوسی و انوری وسعدی
حافظ
له حافظ نه مخکې غزل عشقي مضامینو ته ځانګړی و، له عشق پرته بله خبره پکې نا روا وه. اوس چې د غزل هر بیت مستقل دی؛ په یوبیت کې سیاست بل کې تصوف بل کې مینه ... دغه وسعت غزل ته حافظ ورکړی.
غزل په عربي ژبه کې ځانګړی قالب نه درلود شاعرانو عشقي مضامین په قصیده او قطعو کې لیکلي دي.
غزل په پخوانیو آثارو کې په څلورو معناوو راغلی:
۱ــ هغه څو بیتیزه قطعې چې په ترنم ویل شوي وي. هغه رباعي چې موسیقارانو ترنم کړي که به په تازي ژبه و قول به یې ورته ویل( د قوال او قوالي توری له همدې ځایه سر چینه اخلي) او که به پارسي ژبه و غزل به یې ورته ویل ترنم ویو نکو او سندر غاړو ته هم په همدې خاطر غزلخوان وايي:زلف آشفته وخوی کرده وخندان لب مست
پیرهن چاک و غزلخوان و صراحی دردست
۲ــ د قصیدې تغزل
۳ــ عاشقانه شعر
۴ــ هغه دودیز شعر چې په شپږم قرن کې زېږېدلی او په وم قرن کې اوج ته رسېدلی.
سرچینې:
مقدمه یی شعرو شاعري: الطاف حسین حالی
حیات سعدی: الطاف حسین حالی
سبک شناسي درشعر: سیروس شمیسا
شعر العجم: شبلي نعماني
طا..لب العلم محمد علیم بسمل
17.09.2025
