دوېم نړیوال تنقیداجلاس
دوېم نړيوال تنقيدي اجلاس
فن پاره وړاندې کونکے: ډاکټر همدرد يوسفزے
فن پاره: افسانه “د خداے لاس”
نظامت: ارشاد خالق
روداد مرتب کونکے: ځيګر يوسفزے
د اجلاس صدر: نور الامين يوسفزے
د تېر اتوار په ورځ د اګست په لسمه نېټه کال دوه زره پنځويشتم ماسخوتن نهه نيمې بجې حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنې د حافظ الپورۍ پښتو ادبي حجره په نوم په واټس اېپ ډلګۍ کښې د دوېم نړيوال تنقيدي اجلاس تابيا کړې وه چې پکښې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د پښتو ادب دانشورانو او پوهانو ګډون درلودلو چې نومونه ئې په دې ډول دي، ډاکټر همدرد يوسفزے،طائرځلاند ،پروفېسر ډاکټر حنيف خليل،نورالاسلام سنګر، قېصر اپريدے، مصطفيٰ سالک، فضل رؤف صديقي،صابر شينوارے، سېدالامين احسن خيشکي،حېدر علي حيدر، پروفېسر ډاکټر زبېرحسرت،سنيئر ژورنالست بارکوال مياخېل، ارشاد خالق، نعمت الله صديقي،پروفېسر ډاکټر اجمل ښکلے،پروفېسر نورالامين يوسفزے او راقم الحروف ځيګر يوسفزے۔
د ايجنډې ترمخه ډاکټر همدرد يوسفزي ته د افسانې وړاندې کولو د پاره وېنا شوې وه، د دغه درون علمي اجلاس د صدارت څوکۍ د پښتو ادب نوموړي دانشور نورالامين يوسفزي ته سپارلے شوې وه، د نظامت چارې ملګري ارشاد خالق ته په غاړه شوې وې او د روداد ترتيبولو زمه راقم په غاړه اخېستې وه،ارشاد خالق وړومبے د اجلاس اداب په حجره کښې شريک کړل او بيا د صدر صېب په اجازه ئې ښاغلي همدرد ته د افسانې د شرېکولو خواست وکړو،همدرد يوسفزي بې لۀ څۀ ځنډه خپله افسانه شريکه کړه چې داسې وه۔
"د خدائے لاس
د کابل د نړيوال هوائي ډګر په کوريډور پال بير( Paul Bear )د خپلو کوربنو په انتظار ولاړ وو ۔ د هغۀ وړو وړو مچوخو شنو ښائيسته سترګو د کابل د ښار ننداره کوله ۔ د هغۀ کېفيات بېخي بدل وو۔ هغۀ سوچ کوو چې کابل به وران وي ، کنډر کنډر به وي ۔ مات مات سړکونه به وي ،پرېوتي دېوالونه او کنډوالې به وي خو هغۀ ته چې اوس مهال کوم کابل ښکارېدو نو دا بېخي جوړ موټ وو۔ داسې ګمان هم نۀ کېدو چې دلته دومره اوږد جنګ شوے وي ۔ هغه د کابل د يخې پخې هوا سره بلد نۀ وو ۔ هغۀ د بېګ نه زر زر يو کوټ را اويستو او خپل دوړاه اوږدۀ مضبوط لاسونه يې پۀکښې دننه کړل ۔ زر زر يې د مخې څلور بټنې بندې کړې او بيا يو اوږد سوچ واخستو۔ د کاناډا نه د راتلو په وخت هغۀ څومره په ګرانه خپله کور ودانه او اِک يو ځوے په دې دلاسه کړي وو چې بس يو کال ته ځمه د کابل فټ بال فيډرېشن سره مو کنټرکټ کړے دے هلته د کلب هلکانو ته د فټ بال تکنينک ښودل دي او د کوچ د پاره دغه وظيفه وي چې هغه شاګردان په ښۀ شان اوروزوي ۔ کۀ څۀ هم د هغۀ ښځې هغۀ ته ډېر منتونه اوکړل چې کلبونه دلته ډېر دي ۔ پېسې ډېرې دي ۔ خپل وطن دے او تۀ دومره لرې يو جنګ ځپلي هيواد ته ځې چې هلته هيڅ د حالاتو پته نۀ لګي ۔ د هغۀ د ښځې تشويش بې ځايه هم نۀ وو۔
خو پال بير د ډېر سوچ نه پس دا فېصله کړې وه چې کابل ته به د فټ بال د لوبغاړو د روزنې د پاره ضرور ځي ۔ او هغۀ د راتلو نه يوه ورځ مخکښې خپلې کورودانې ګريټي ته وې
“ګوره ستا خبره بېخي سمه ده چې مونږ ته د هيڅ څيز کمے نشته ، ژوند په ارام دے د کلبونو شمېر هم نۀ دے معلوم خو تۀ دا سوچ اوکړه چې د څلوېښتو کالو جنګ ځپلي هيواد کښې به څۀ حال وي ۔ هلته ژوند بيا راستون شوے دے خلک په ارام دي هلکان جونه غواړي لوبې زده کړي او کۀ زۀ په حېث د يو تکړه کوچ هلته لاړ شم نو شائد چې دا د انسانيت او هم د خپلې لوبې سره د مينې يو غټ ثبوت پېدا کړم “
هغۀ دغه سوچونه کول چې اغا ګل زر زر د هغۀ په لټون کښې د هغۀ ځائے ته سره د پينځۀ شپږو نفرو رارسېدليدے وو
اغا جان په روايتي کابلۍ لهجه کښې هغۀ ته پخېر راغلې اووې ، مانده نه مې شې زنده باشې ، ستړے شوے خو به نۀ يې ، پخېر راشه خدائے دې راوله “
پال سره لۀ دې چې د دغه اوږد پخېر په معنا نۀ پوهېدو خو بيا هم د لهجې خوږوالي د اغا جان د مسکو او پر اميده سترګو نه هغۀ په زړۀ کښې محسوس کړو ۔
د ښار نو يو غټ شان دوه پوړه کور پله هغه په ګاډي کښې روان شو ۔۔ د کابل مازيګرے هم څۀ مست او جادوګر مازيګر وي د بې هنګمه ټريفک کۀ څۀ هم د پال بير د پاره نا اشنا خبره وه خو هغه د ټريفيک نه زيات د کابل په غرونو کښې ابادۍ ته زير وو ۔ واړۀ واړۀ غټ غټ کورونه ۔ په سړکونو ګڼه ګوڼه د هغۀ لږه ډېره ويره هم ختمه کړې وه ۔۔۔
د کابل يخې پخې هوا سرور د پال بېر طبعيت هشاش بشاش کړو ګرم غسل نه پس هغه د خپلې استوګنې د ځائے نه د ښارِ نو نظارې د پاره بالکونۍ ته لاړو ۔
هغۀ ته خدائے خبر دغه وخت خپل اِک يو ځوے مائيکل ولې راياد شو هغۀ د خپل موبائيل په سکرين د هغۀ څو تازه عکسونه اوليدل چې د راتلو نه مخکښې يې د مائيکل په اتلسمه سالګره اخستي وو ۔
پال بېر په لږو ورځو کښې د فټ بال فيډريدېشن د لوبغاړو او د هغوي د ادارې د کارکوونکو سره بلد شو ۔
ننګيال ، شمشاد ، ګل نبي ، خان محمد ، نقيب ، اريان دغه هلکان چې د فټ بال زده کونکي وو اوس هغۀ ته دغه نومونه زده شوي وو ۔ دري او پښتو يې هم لږه لږه ذده کړې وه او اکثر به د ترجمان نه پرته اوس د دوي په خبرو هم پوهېدو۔ د سخت تمريناتو عادي پال کۀ څۀ هم دغه لوبغاړو په زدکړه کښې هيڅ کمے نۀ راوستو خو د ډېرې ستړتيا او د لږ ډېر عادي او قهر غصې سره اوس دغه لوبغاړي د هغۀ سره عادت شوي وو۔
د هاف بېک په پوزيشن لوبه کوونکي يو نري نروچکي هلک شمشاد ټېلنټ د هغۀ نه پټ نۀ وو ۔ د هغۀ په پښو کښې عجيبه شان کمال وو ۔ د پال د نوي نوي تکنيکنو لۀ کبله د شمشاد زدکړې کښې نور هم کمال پېدا کېدو ۔
پال به چې لوبغاړي د سختو تمريناتو نه پس د غازي سټډيم په مېنځ کښې کښېنول نو د هغوي دغه دمه به هم دمه نۀ وه بلکې دغه وخت به پال بېر هغوي ته ليکچر ورکولو ۔
پال بېر به وې ۔
“ د فټ بال ټول يولس لوبغاړي په خپل خپل ځائے د ارزښت او اهميت وړ وي او چې يو هم پوزيشن کمزورے وي نو د لوبې ګټل څۀ چې خپله دفاع کول هم ګرانه شي خو د دغه پوزيشنو کښې هاف بېک د ټولو نه د زيات اهميت وړ وي هاف بېک مثال د وجود د ملا د تېر په رنګ وي چې ټولو لوبغاړو وجود ته سهارا ورکوي په دغه پوزيشن د لوبه کوونکي مثال د ميډيټر وي چې فاروډ او فل بېک دواړه لوبولے شي دغه پوزيشن باندې لوبه کوونکے بايد ډېر ساړۀ دماغ اولري او داسې مهارت زده کړي چې د فل بېک او فاروډ تر مينځ د مکمل کوارډينېشن نه خبر وي او دغه رشته مضبوطه او د ارتباطه ډکه اوساتي ۔ شمشاد دغه ټول تکنيک نه خبر دے او دے به په ملي ټيم کښې په دغه پوزيشن لوبه په اسانه اوکړے شي ۔
شمشاد به خپل تعريف او ستائيش نور هم خوښ شو او خپل تمرينات به يې نور هم ښۀ کولو د پاره هڅه کوله ۔
د ويډيو لکچر په برخه کښې به پال بېر هغوي ته د مشهورو ميچونو هائي لايټ ښودل لوبغاړو دلچسپي به وه چې دغه غټ سکرين باندې پوره ميچ اوګوري خو پال به د يو کلپ نه پس هغه سټاف کړو او ورته به يې د دغه کلپ مثبت او منفي اړخونه ښودل ۔
يوه ورځ پال بېر د ميرا ډونا هغه مشهور ګول په سکرين ښودو چې تر ننه خلک فکر کوي چې دغه ګول ميرا ډونا په سر نۀ بلکې په لاس کړے وو خو د هغۀ تکنيک دومره کوټلے او جالب وو چې د ميچ د درې واړو ريفريانو د نظره نۀ وو تېر شوے او فيصله دا اوشوه چې دغه هينډ بال نۀ بلکې ګول دے ۔
دغه ويډيو چې چالان شوه،دا کال نولس سوه شپږ اتيايم د انګلينډ او ارجنټاينا ميچ وو ۔ هاف بېک د درې څلور پرله پسې کيري او پاسونو نه پس چې بال په هوا کښې د ډي تر څنګ اوچت شو نو د مېرا ډونا ټيټ قد دومره نه وو چې سر بال ته اورسوي خو هغۀ په پوره مهارت ټوپ کړو او د لاس او سر په کمک يې بال ګول ته لړه کړو او چغې شوې ريفري هم ګول ورکړو او داسې ګول اوشو
د ګول کېدو نه پس سکرين سټاف شو پال بېر د يو يو لوبغاړي نه د دغه ګول په اړه نظر پوښتنه اوکړه
د زياتو جوابونه د ميراډونا د ستاينې په حق کښې وو ۔
شمشاد په خپل وار سره له دې چې د ميراډونا ډېر تعريف اوکړو خو هغۀ دا هم اووئيل چې “کۀ څۀ هم دغه ګول د فټ بال د تاريخ تر ټولو متنازعه ګول دے او ډېر فټ بال پوهان دغه ګول د خداے د لاس يا God hand په نوم يادوي ګنې دوي ګڼي چې د ميراډونا دغه ګول د خداے په لاس شوے وو۔ خو زۀ وايم کۀ دغه د فټ بال د ورلډ کپ ميچ وے او د افغانستان د ملي ټيم او د کوم بل هيواد مسابقه وے او زما نه داسې په لاس ګول شوے وے او ريفري د خداے د لاس په شکل کښې دغه ګول ورکړے وے نو هم به ما اقرار کړے وو چې دغه هينډ بال دے ګول نۀ دے “
پال بېر په حېرانتيا او د خوشحالۍ په ګډو جذباتو کښې لاسونه اوپړقول او هغۀ شمشاد ته مخ کړو يو ځل بيا يې دغه ګول په سکرين ان کړو او د ګول د کلپ د ختمېدو نه پس هغۀ وې
“ول ډن شمشاد هم دغه طريقه ده هم دغه سپوړټس مين سپرټ دے چې هيڅ کله هم دې يو لوبغاړے په دوکه غلا غولتۍ لوبه اونۀ کړي “
د جان پال په مشرۍ کښې دغه ټيم بلا ميچونه اوګټل د ګاونډي هيوادونو ډېر کلبونو سره يې ميچونه اوشو ۔ خپل مينځني ميچونو کښې هم د غازي سټډيم دغه ټيم د ټولو ستر وو زر ممکنه وه چې ملي ټيم په توګه نړۍ ته معارفي شي خو د کابل په معطرو فضاګانو کښې يو ځل بيا د باردو د بوي اندازه په خپرېدو شوه په لرو پرتو ولايتونو کښې د جنګ جدل خبرونو د پال بېر حوصله ماتوله کۀ څۀ هم هغه لا د کابل د پرېښودو پرېکړه نۀ وه کړې خو وېره ترهه رو رو زياتېده ۔ او بيا هغه ورځ هم د سترګو په رپ کښې را اورسېده چې تالب په ارګ ورننوتو ۔
دا هر څۀ په داسې بېړه کښې اوشو چې هيچا هم سوچ نۀ شو کولے چې داسې زر به دا دنيا داسې ړنګه شي ۔
د غازي سټډيم خوشے مېدان د باردو د بوي نه ډکېدو ته په نازړۀ انتظار کوو ۔ اوس به دغه سټډيم کښې د پال بېر لوړ اواز نۀ بلکې د خلکو د اعدام کېدو سلسله پېل کېدو والا وي
دغه الغاو تلغاو کښې د شمشاد خوبونه هم چور چور شو ۔ د بې يقينۍ په دغه فضا کښې شمشاد د ارزان قيميت ( احمد شاه بابا مينه ) د خپل کور په بلۍ ولاړ سوچ اخستے وو چې فټ بال خو پاتې پاتې دے خو د سر ضمانت به څوک راکوي ؟ هغۀ د دغې خبرې تصور اوبګنوو چې تالب کور په کور ګرځي او هغه خلک را اوباسي چې د خارجيانو سره يې اړيکې وې
هغۀ ځان تسل کړو۔۔ د مازيګر مونځ په دويم رکعت کښې هغۀ د سوره عصر ايتونه تلاوت کړل ۔ او د واتصوب بالصبر د ايت سره يې سترګې د اوښکو ډکې شوې ۔ د کابل ټول اباد منظرونه يې د سترګو د مخه تېر شو ۔ د پال بېر موبايل اف وو د هغۀ سره يې د رابطې کوشش اوکړو خو د کاناډا ايمبسي د حفاظت په خاطر د خپلو وطنوالو او د سفارت د کارکوونکو نه د موبايل د بندېدو سپارښتنه شوې وه۔۔۔۔
شمشاد د يو خبر په اورېدو د خپلو يوه جوړه کپړو يو فټ بال او د پښو د فټ بال بوټانو سره د کابل هوائي ډګر په لور روان شو۔۔۔۔
منډه وه ۔۔۔۔ ديکې وې ۔۔۔۔ بيقراري وه ۔۔ بې چېني وه ۔۔۔۔ عين داسې لکه قيامت لکه محشر هر کس بېړه کوله چې جهاز ته اوخېژي ۔ شمشاد هڅه اوکړه خو بريالے نۀ شو چې طياره کښې ځائے پېدا کړي ۔۔۔۔
پال بېر درې ورځې پس خپل هېواد ته ستون شوے وو۔۔۔
يو سحر د جان اغا په وايس ميسج کښې خدائے خبر هغۀ کوم خبر وارېدو چې د خپلې کورودانې په ځنګون يې سر اېښے په چغو چغو ژړل او هغې ته وې
نه نه نه نه د خدائے د لاس ګول نۀ منونکے د فټ بال په ټولو روموزو اشنا شمشاد جهاز پورې نۀ شو انښتے۔"
تر افسانې شريکوولو ورستو د اجلاس صدر نورالامين يوسفزي اجازت ورکړو او وئې وئيل چې " ملګري دې په افسانه خبره وکړي۔ زمان او مکان موسم او مرکزي خيال ژبه او وحدت تاثر په هره زاويه خبره وکړئ"
په افسانه تر ټولو وړاندې خپله رايه طائر ځلاند شريکه کړه چې څۀ په دې ډول وه۔ " همدرد يوسفزےخو زمونږ د ځوان نسل د باشعوره او اګاه ليکوالو څخه يو دے تر کومه حده چې د دې کيسې د پېغام او مقصد خبره ده هغه په خپل ځاے خو زۀ غواړم ددې کيسې په جوړښت خبرې وکړم ۔ لومړي خو د کيسې په پيل کښې يو کرېکټر د کيسې د قهرمان په توګه رامخ ته شوے خو د کيسې په اخر کښې مرکزي کرېکټر بدلېږي۔ د کيسې پېل کښې ښکلې منظر کشي شوې خو کوم منطق چې کرېکټرايزيشن ته پکار وي نه دي معلوم چې اخر پال بېر داسې کوم خوب يا تلوسه په زړه کښې درلوده چې دے له کاناډا ځي کابل ته، منطق خو دا دي چې داسې ګمارنې د قرارداد په وسيله کيږي چې دوه اړخيزې ګټې په کښې خوندي وي۔ همدا ډول د پال بير لومړۍ خبرې بيخي سپاټ دي ادبيت نه لري۔ لنډه کيسه هم لکه د شعر شعريت، لکه د غزل تغزل همدا ډول کيسه ييز توب ته ضرورت لري۔ زه باور لرم که همدرد په همدې کيسه بيا له سره کار وکړي ترې يوه بهترينه لنډه کيسه جوړولي شي۔ و من الله توفيق"۔ ښاغلي ځلاند زياته کړه چې " البته د کيسې عنوان ډير اعلا دے، په قران کې هم د خداے د لاس يادونه شوې او هلته هم د غلبې په مانا باندې کارېدلے دے"۔
د ځلاند تر لنډې مګر مدللې رايې ورستو ډاکټر حنيف خليل خپل تاثرات د افسانې په اړه داسې شريک کړل۔ " افسانه مې وکته-- موضوع ئې هم ځانګړي وه او جوړښت يعنې ټريټمنټ هم ښکلے شوے دے-- يوه نيمه موقع کښې انداز لږ غېر افسانوي ښکاره شي لکه دغه کوچ چې د هاف بيک پوزيشن ښکاره کوي نو انداز د افسانې نه زيات د مضمون او تبصرې جوړ شي--ليکچر ئې اوږد شي- بله دا چې نکته عروج نه پس د ليکونکي له خوا داسې څو جملې پکار وې چې بنيادي تهيم او پېغام ئې بليغ جوړ کړے وے-- دلته يو څه ګرانه محسوسېږي د پېغام په حصول کښې- بيا هم افسانه ستايم"
د ډاکټر صېب تر مختصر تاثراتو ورستو نورالاسلام سنګر خپل تاثرات په دې ټکو کښې شريک کړل " د ګران ډاکټر همدرد د افسانوي اسلوب ځانګړتيا دې افسانه کښې هم ښکاري ،د نوم په حواله هم نوښت لري پلاټ ئې هم د خپل نظرياتي تړون په بنسټ جوړ دے ۔د ګران وطن د کرکټ ټيم په رنګ بايد د فټ بال هم د جهاني سياليو ټيم او لوبغاړي لرلے ۔د ژبې په حواله څه ترکيبي ټکي او املا سمون غواړي لکه جوړ روغ روغ رمټ ليکل پکار دي۔ د جمهوري حکومت د ړنګيدو الميه د افساني تاريخ ته سپارل د قلم پور خلاصولو بهترينه هڅه ده ۔دغه کوچ صاحب بايد د کاناډا پر ځاےچرته د فټ بال له پاره مشهورو ملکونو نه وے زياته به ښۀ وه لکه ارجنټينا ،برازيل جرمني يا فرانس وغيره په يو ښۀ افسانوي فنپاره ليکلو اجلاس ته راوړلو ګران ډاکټر همدرد ته ژوند دادونه نېکې هيلې او درنښت۔
د نورالاسلام سنګر تر ډاډمنو او دادمنو لفظونو ورستو قېصر اپريدي د افسانې په اړه داسې ووئيل " افسانه د افغانسنان د نيزدې ماضي دوه دورونه منعکس کوي چې يو ئې د ولسمشر اشرف غني د روښانه او روانې دورې نه عبارت دے او بل همدا په دريو څلورو کالو محيط د ط۔ا۔ل۔ب منجمد دور انعکاس دي ـ د فټ بال لوبه او د هغې لوازمات افسانوي ساحې ته راننوتونکې يوه تازه دم موضوع ده خو قيصه ليکونکي کمال دا کړي دي چې د افغانستان د نيزدې دوو متضاد دورونو سره د فټبال تعلق او بيا د فټ بالرانو جذبات خپلو کښې داسې امېز کړي دي چې د مصنعوعيت يا نامانوسيت تاثر ترې هيچرته نۀ راولاړېږي ـ تر ټولو غټه خبره دا هم ده چې د موضوع د نوښت په موجب افسانه کښې کوم نوي لفظيات او اصطلاحات کارېدلي دي هغه هم د افسانې په سټرکچر کښې داسې حل شوي دي چې هيڅ ناګواري نۀ زېږوي ـ همدرد صېب ته د ژبې روزمرې او محاورې ته زيات نه زيات متوجه کېدل پکار دي ـ دا خبره زۀ يوازې د همدرد د دې افسانې په باره کښې نۀ، بلکې د زياتو هغو ليکنو په باره کښې کوم چې ما ئې د لوستې سعادت موندلے دے ـ بله زۀ دا خبره د يو دې ديانت په خاطر هم کوم چې د افسانې په مېدان کښې د يو لوے نوم د ګټلو باوجود طاهر اپريدي زما په نيزد ددې نيوکې نه ځان نۀ شي وينځلي چې د ژبې په مناسب استعمال کښې بېخي کمزورے دے ـ " جوړ موټ " ترکيب لږ تر لږه ما په دې افسانه کښې په اول ځل ولوستو ـ تردې وړاندې روغ رمټ ـ جک جوړ وغېره ترکيبونه ما ددغه مقصد د اظهار د پاره لوستي او اورېدلي دي خو جوړ موټ که د افسانه نګار مقامي ترکيب وي بيا هم زما ذوق ته اپيل نۀ کوي ـ همدغه په دې افسانه کښې د اضافت دال په پينځو شپږو ځايونو کښې پاتې شوے دے ـ نۀ پوهېږم دا به سهوه وي که نا دا هم د جنابِ همدرد د ژبې په کمزوري استعمال دال کړم"۔ قېصر اپريدي په خپلو تاثراتو پسې دا خبره هم زياته کړه چې " پال بېر په لنډو ورځو کښې پښتو او دري دومره زده کړي چې هغۀ ته د ژباړن ضرورت پاتې نۀ شي ګمان کوم د افسانې دا برخه به د رئيلټي سره سمون ونۀ خوري البته په دې د معجزې ګمان کول به هم جواز ونۀ لري"۔
د قيصر اپريدي تر متوازن مګر استدلالي تنقيدي نظر ورستو مصطفيٰ سالک د افساني په بابله خپله رايه شريکه کړه چې داسې وه " د کابل انځورګري ئې ډېره ښۀ کړې لکه يوسفزے صېب چې د کابل وسېدونکي وي۔ د کوچ کرېکټر ئې بشپړ دے داسې دے لکه په رښتيا د فوټبال يو پوه کوچ۔ د افغانانو نومونه هم داسې دي چې په افغانستان کې ډېر دي۔ شمشاد چې وائي که دا ګول ما کړے ؤ ما به وئيلي وو چې دا ګول ما په لاس کړے چې دا د افغانانو ريښتينولي بيانوي۔ خو يوه خبره کوم چې له بهرني سره په پېل کښې افغان فارسي خبرې کوي کابل يو پښتون ميشته ولايت دے د ولسواليو خلک ئې پښتانه دي او اوس خو ښاريان تر ډېره پښتانه دي فارسي کابل ته بل رنګ ورکوي زما په خيال دا ډيالوګ هم د پښتو پکار ؤ۔ په شعر کښې کۀ دروېش صېب د افغانستان ډېره عکاسي کړې نو د پښتونخوا په افسانه نګارو کښې ما د افغانستان په اړه د همدرد يوسفزي صېب ډېرې افسانې لوستې دي۔ چې دا د يوسفزي صېب يو امتياز دے۔
د يوسفزي صېب د برياوو په هيله"۔
د ښاغلي سالک تر متوازن او ډاډمن او هيله من تنقيدي نظر شريکولو ورستو طائر ځلاند د مصطفيٰ سالک د خبرې تائد په دې ټکيو کښې وکړو هغه ووئيل چې " د سالک صيب دا خبره بيخي پر ځاے ده چې کابل فارسي ژبے معرفي کول د کابل د اوسېدونکيو او د کابل اصل مخ نه دے دا لکه د پاکستان په ډرامو کې چې پښتون د ګل خان په شکل کښې وړاندې کول وي دا کار د کونډې زوي سيريال کې هم شوے۔ د خپلو ډيرو خوبيو باوجود د هغه سيريال يو غټ مشکل همدا ؤ چې کابل ئې فارسي ژبے معرفي کړے ؤ"
د طائر ځلاند تر تائيد ورستو د حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنې غړي فضل روف صديقي خپل نظر شريک کړو چې داسې ؤ " زۀ چونکې ددې ټولنې ترټولو کشر زده کوونکے يم په افسانه دومره پوهه نۀ لرم خو بيا هم زۀ د طاير ځلاند صيب سره اتفاق کوم او بله خبره دا چې دلته غټه الميه ماته دا ښکاري چې زياتره خلق د "پ" په ځاے "ف" وائې لکه دلته چې د "سټاپ" په ځاې "سټاف" کارولے شوے دے۔ بايد چې ددې نه مونږه ډډه وکړو۔ دا زما ذاتي نظر دے۔
د فضل رؤف صديقي تر جامع نظر ورستو ښاغلي صابر شينوراري خپل تنقيدي رايه په دې ډول شريکه کړه " فکشن (افسانه، ناول، ډرامه، انشائيه يا تکل، سفرنامه، رپورتاژ) د فکشن د تنقيد ابتدائي نخښې نښانې په يوناني تنقيد کښې ډير په ښۀ شکل سره موندل کېږي۔ افلاطون په خپل کتاب ريپبلک يا جمهوريت کې د نقل نګارۍ Mimesis او واقعه نګارۍ Digesis اصطلاحات راوړي دي۔ افلاطون نقل داسې روايت يا بيان ته وائي چې د کومې واقعې سل په سله هماغه رنګ نمايندګي وکړي او کيسه په هغه شان وکړي لکه څنګه چې ده۔ لکه د هغه په نظر کښې طربيه، رزميه او الميه چې د هغه وخت فکشن ؤ۔ هغه وائي چې کيسه دې داسې نقل شي چې ګمان پرې د اصل وشي۔ خو واقعه نګاري يا ډايجيسس په دې کيسه يا بيان کې د تخيل او احساساتو شامليدو ته وائي۔ يعنې نقل نګاري فکشن ته د ژوند او د هغې د واقعاتو د حقيقت بيانۍ په تناظر کښې ګوري۔ او واقعه نګاري ورته د فکشن د خپلو لوازماتو او شعرياتو په تناظر کښې ګوري۔ يو فکشن په خارج کښې لټوي او بل فکشن په خپل داخل کښې لټوي۔
اوس پوښتنه دا ده چې يو سړي د ژوند يوه کيسه بيان کړي نو آيا هغه فکشن شو؟ يعنې آيا هغه افسانه، ناول يا بل څه شو؟؟؟؟ ددې جواب په "نا" کښې دي۔ ځکه چې تر څو ورسره د واقعه نګارۍ لوازمات نه وي ملګري شوي هغې ته فکشن وئيل نۀ دي صحيح ځکه چې د فکشن شعريات او لوازمات زياتره وخت نه پوره کوي۔ اصل کار واقعه نګاري ده۔ ځکه چې کيسه خو مانوسه وي او عامه وي۔ خو واقعه نګاري يعنې د فکشن لوازمات ترې خاص شے جوړ کړي۔ چې دې ته اختراعي او تشکيلي عمل وايي يعنې فن ورته وائي۔ مايمي سس يعنې نقل په ژوند پورې تړلے دے او ډاي جي سس په فن پورې۔ تر ډيره وخته د نقل په لوازماتو کار روان ؤ او د نقاد زور په دې وو چې ژوند څنګه را اخيستل شوے دے او څومره بيان شوے دے۔ خو اوس زيات زور په دې دے چې د فکشن خپل لوازمات او شعريات کوم دي؟
په دې تناظر کښې چې ما د ډاکټر صاحب افسانه ولوسته نو دا راته معلومه شوه چې ډاکټر صاحب د افغان ډاون فال غم را اخيستے دے او ښۀ په شد و مد ئې بيان کړے دے چې هر ژوندے انسان خفه کوي يعنې د ژوند د څه حصې په بيانولو (ماي ميسس) کښې کامياب دے خو په واقعه نګارۍ کښې د بهترۍ ډېر امکان شته۔۔۔ يعنې مضمونيت، مقصديت، د لب و لهجې افسانويت او د خبرې نه د خبرې راويستلو په هنر کښې يو څۀ نوره کاريګري هم ممکنه ده"۔
د صابر شينواري تر تفصيلي او هر اړخيز نظر ورستو سېدالامين احسن خيشکي د افسانې په اړه خپل نظر داسې شريک کړو۔ " د ډاکټر همدرد صاحب افسانه لکه د هغوي د نورو افسانو د موضوع په لحاظ نوې،جامعه او د ابلاغ په محاسنو ښائسته ده۔ د ليک څۀ غلطۍ لري پکار ده چې سمې کړې شي۔لکه د سورة العصر آيت د وتواصوا بالصبر په ځاے بل شان ليک دے۔۔۔۔۔۔ دغسې يو ځاے د سټاپ په ځاے سټاف ليکلے شوے دے۔
افسانه د افغانستان د سياسي يا دولتي تاريخ او پېښې يو بدلېدونکې يا ټرانزيشنل مرحله خپله لمنه کښې رانغاړي۔د دغه زلمي مرګ او د الوتکې الوتل،د خلقو شور، د وطن پرېښودلو هڅه مشهوره پېښه ده خو دلته افسانه کښې زمونږ مخې ته نۀ وه راغلې۔نو تاريخ ادب کښې په فني توګه راوړاندې کول د ستاينې وړ ګام دے۔د افسانې ژبه خپل مقاميت دري او پښتو لري چې افسانه ليکونکے لکه د پال بير يو بهرنے لوبغاړے نۀ ښائي بلکه د حالاتو د بې واره بې واره درزا نۀ ئې خبر ښکاره کوي۔۔۔۔افسانه ليکونکي ته داد" ښاغلي سېدالامين احسن خپله رايه مخ په وړاندې بوتله او وئې وئيل چې " ګمان کوم چې د کنډوالۍ تورے به اصلاً کډوالۍ وي۔۔۔کۀ په"کوټ کښې د لاسونو ورکولو"په ځاے کوټ اغوستل راوړلے شوے وۀ نو زيات بلاغت به ئې لرلو۔۔۔۔د فټ بال د لوبې په اصولو پوهېدل د افسانه نګار په باب يو ښۀ ګام دے "۔
د سېدالامين احسن تر مدلل تنقيدي نظر ورستو د حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنې کشر حيدر علي حيدر د مصطفيٰ سالک د رايې سره موافق شو او ورسره ئې زياته کړه چې" پال بير څومره په ليوالتيا سره کابل ته راغے۔ هرکلي ورته هم په پارسي کښې وشو خو ده تلو اجازه ئې هم چانه وانه خېسته خپل هغه زده کوونکي چي وياړ ئې پرې کوؤ، شمشاد ته ئې ده تلو په وخت هيڅ پېغام پرېنۀ ښودۀ۔
د حيدر علي حېدر تر موافقت او لنډ نظر شريکولو ورستو د اجلاس صدر ښاغلي نورالامين يوسفزي د اجلاس لا علمي کولو په غرض خپل داد او ډاډ په دې ټکيو کښې شريک کړو۔ " ډېره ښه تبصره روانه ده۔ کوم ملګري چې کاناډا ته تللي دي هغوي دې په موسم هم خبره وکړي چې په کابل کښې زياته يخني وي که په کاناډا کښې او هلته يخې هواګانې الوزي که نه؟
د ښاغلي نورالامين بابا تر ډاډ او غوښتنې ورستو پروفېسر ډاکټر زبېر حسرت د صدرِ محفل په اجازت په افسانه خپل تنقيدي نظر داسې شريک کړو۔ " افسانه مې وۀ لُسته، ښه ده، دَ کابل د اشرف غني دَ حکومت دَ ړنګېدو يؤه ښه منظر نامه يا پس منظر کښې ليکلې شوې ده خو دَ ژبې خامۍ لري چې ځينې زۀ په نښه کوم خو په اختتام يې وايم چې شمشاد ډېر ځيرک لوبغاړے څنګه دَ عامو جټ جاهل اولس په رنګ ئې څنګه روان جهاز سره منډه کړې اؤ دَ جهاز پرو يا الغاؤ تلغاؤ کښې وژلے شوے دے؟ دا دَ واقعې خلاف خبره ده۔ افسانه پلاټ اؤ قيصه لري خو مېنځوميانه کښې په لوئې لېکچر اؤ اخر کښې په انجام خرابه شوې ده۔دَ ژبې دَ غلطيو يا املائي غلطۍ يې دا اؤ داسې نورې ډېرې دي۔ ښارِ نو/ شهرِ نو، اسمِ ذات نۀ ترجمه کېږي۔اوروزوي/ وۀ روزي۔استوګنې دَ ځائې/هغۀ دَ ځائې نه۔ستړتيا/ ستړيا۔وو، د جمع دَ پاره اؤ وۀ دَ واحد دَ پاره۔تکنيکنو / تېکنيکونو۔تمريناتو/ تمرينونو / مشقونو۔مثال دَ وجود دَ ملا دَ تير په رنګ وي/ مثال دَ ملا دَ تير وي۔سهارا/ پُشتي۔دَ لوبه کوونکي / دَ لوبغاړي۔اولري/ وۀ لري۔شمشاد به/ دَ شمشاد به۔اوګوري/ وۀ ګوري۔خلک/ خلق۔اوشوه/ وۀ شوه اووئيل/ وۀ وئيل پېل کېدو والا / پېلېدونکې اوبګنوو/ وۀ بوږنوۀ ښاغلي حسرت خپله خبره لا وغوزوله او وئې وئيل چې " يوه بله خبره مې د اغاز اؤ انجام په حواله ذهن له راغله چې شروع شوې هم په هوائي ډګر ده اؤ ختمه شوې هم په هوائي ډګر ده خو اول پال بېر راغلے دے اؤ بيا شمشاد لۀ مينځه تللے دے۔"
د پروفېسرصېب تر ژور فني، فکري او ژبه نيز تنقيدي نظر ورستو راقم الحروف د يادې افسانې په اړه وړومبے د صابر شينواري د رايې تائيد په دې ټکيو کښې وکړو چې " تاسو زما د زړۀ خبرو له ژبه ورکړه:او بيا ئې خپله خبره مخ په وړاندې داسې بوتله " افسانه مې ولوسته، تاريخي حقيقتونه پکښې بيان شوې دي، داسې حفيقتونه چې نزدې وخت کښې نظرونو ليدلې او سماعتونو اورېدلې دي۔۔۔۔۔ په پېل کښې ما داسې وګڼل لکه د پال سره به د چين د نوموړي خواريکښ ناکامورا غوندې الميه راپېښېږي خو د شمشاد د کردار په راوړاندې کېدو، ذهن ته د لوے کور د سقوط الارم ميلاؤ شي او هم دا هغه ځاے دے چې د افسانې پلاټ د تجسس بار لۀ اوګو وغورځوي او په وسط کښې د انجام ننداره وشي۔۔۔ په دغه افسانه کښې تر دې حده د ريئليزم نه کار اخيستے شوے دے چې ځيني وخت د سړي پرې د افسانې نه زيات د روداد ګمان کېږي، مولانا روم وائي چې هر څيز چې لۀ خپله حده زيات شي نو بد شي او چې ډېر زيات شي نو زهر شي، دغه شان فراق ګهورکپوري وائي چې ادب دې د لغړو تبليغاتو او ښکاره نعره بازۍ په ځاے ادبي خواږۀ ولري، زمونږ ډېر محترم صابر شينواري په رياض تسنيم ليکلې مقاله کښې په يو مقام ممتاز اورکزے او رياض تسنيم پرتله کړې دي، بيخي د صابر صېب د تحرير لفظونه رانه هېر دي کۀ ما غلط pick کړې وي نو صابر صېب به زما تصحيح وکړي خو څۀ داسې وائي چې د ممتاز د شعر نه وړومبے پېغام د سړي په ذهن اغېزه وکړي، ورستو ئې سړے د فن په خوږو پوهېږي خو د تسنيم فن وړومبے سړے په حصار کښې اخلي ورستو په سړي د تسنيم د فکر ور پرانيستے کېږي۔۔۔۔۔ زما په اند فکر او پېغام په عالي اکتسابي چوکاټ کښې ځايول د تخليق کار وړومبے منصب دے څو يو ژانر د بل ژانر رنګ او اوصاف خپل نۀ کړي۔۔۔۔ د افسانې پېل خورا خوندور دے، لوستونکے د ځان سره لاس نيولے روان کړي، پلاټ ئې هم زړۀ راښکونکے دے، کردارونه ئې دومره مزيدار دي چې د پُښتنې منطقې افسانه نړيواله ښکاري البته په انجام ئې هغه شان تنده نۀ ماتېږي، څنګه ئې چې نور توکي دي"
د راقم تر نظر شريکولو ورستو ښاغلي بارکوال ميا خېل د افسانې په اړه ووئيل چې " د ډاکټر همدرد په شمېر څو لنډې کيسې مې لوستې دي او له بده مرغه ئې لا د «چيندرو» او «نوکارې څهرې» له لوستلو محرومه يم، ما چې د دۀ څو کيسې لوستې دي، د موضوع او تکنيک له پلوه نسبتاً نوې دي۔ د داستاني فنپارې لنډې کيسې (افسانې)، ناول او ډرامې سرليک تر ټولو مهم دے چې بايد زړه را ښکونکے وي او د دې کسې عنوان "د خدائے لاس" ډېر له تلوسې او تجسسه ډک دے، خو سرليک بايد پر ټوله کيسه حاوي وے مګر دلته داسې نۀ دے ۔ دا کيسه نيمه تاريخي کيسه ده او کرېکټرونه ئې فرضي دي، ځکه چې افغانستان د فټبال ټيم لري خو دا چې په دې موضوع شايد دا کيسه لومړنۍ کيسه ده ځکه يې کرېکټرونه اصل ښکاري، کۀ د افغانستان د فټبال ټيم کوچ د پال بېر په نوم کوم کېنېډايي نۀ وي تېر شوے او لۀ کوم تکړه لوبغاړي سره ئې د شمشاد غوندې پېښه نۀ وي شوې دا بيا کېدے شي لږ د کيسه ييز منطق خلاف وګڼل شي۔ د کيسې ژبه روانه ده خو ډېره اولسي نۀ ده او داستان پوهان وائي چې د کيسه ييزې فنپارې ژبه بايد د اولس ژبې ته نېزدې وي۔ په کيسه کې منظرکشي زوروره ده، خو مختلف وختونه او پېښې ډېر زر پکې بدل شوي او په داسې توګه نه دي سره پيوند شوي چې لوستونکے پکښې زماني فاصله محسوسه نه کړي ۔ په کيسه کښې مکالمه يو مهم عنصر دي او مکالمه بايد د کرېکټرونو ذهني کچه، مسلک او ژبه را وښائي، د دې کيسې مکالمې ښې دي خو لږ کار غواړي او بل پال بېر چې پښتو او فارسي يو څه زده کړې دي د دې زدکړې تر منځ هم د وخت هيڅ فاصله نه ښکاري چې ده په افغانستان کښې څومره وخت تېر کړے دے ۔کيسه له پېله تر پايله ښۀ پياوړې تلوسه او سسپينس لري او لوستونکے تر اخره ورسره ملګرے ساتي چې «د خداي لاس» به اخر څۀ کوي؟ خو څومره زورور پاي چې د دې کيسې پکار ؤ هغسې زورور نۀ دے او لۀ همدې کبله د کيسې مرکزي پېغام ډېر واضح نۀ دے چې لوستونکے لۀ کيسې لوستلو وروسته هم يو څه فکر کولو ته اړ کړي۔ له خپلې پوهې سره سم دا زما نظر ؤ، له دې سره اتفاق لازم نۀ دے۔"
د ښاغلي بارکوال ميا خېل تر استدلالي نظر شريکولو ورستو ارشاد خالق خپله رايه د افسانې په اړه داسې شريکه کړه " افسانه مې ټوله ولوستله۔د افسانې نوم د خداے لاس" ډېر زړۀ راښکونکے او نوے دے۔ د افسانې مرکزي قيصه د امن او جنګ په بنياد ولاړه ده۔ ليکوال په شعوري توګه دا ښائي چې امن ژوند ته لارې هواروي۔ د ښاغلي همدرد صېب يو خوا د فُټ بال لوبه افسانې برخه ګرځول نوے والے دے نو بل خوا دا نقطه نظر څرګندوي چې لوبه د ښۀ ژوند او د امن د فضا يو لوے ثبوت دے۔ کابل چې جنګ ځپلے ؤ او يو ځل بيا پکښې ژوند وده موندلې وه او اولس ئې دې ته اماده شوے ؤ چې د فُټ بال ملي ټيم جوړ کړي او د هغې دپاره ئې د بهر هېواد کنيډا نه کوچ پال بېر راغوښتے دے۔ دا ښائي چې په افغانستان کښې ژوند خوشحاله دے۔ يو دم دغه خوشحالي تاله ترغه کېږي او د جنګ جدل غلبه راځي۔ بې شکه ټرېژډي د افسانوي ادب بنياد دے خو دې افسانه کښې ټرېژډي ډېره زر رامخته کېږي چې د لوستونکي ورته هيڅ ذهني تياري نشته۔ زما خيال دا دے چې کۀ ليکوال لږ د حالاتو د خرابېدو ذکر کړے وے نو افسانوي رنګ به لا زيات ښکلے شوے ؤ۔ دغه قيصه به يوه روانه قيصه وه۔ دې يوې جملې زۀ ډېر متاثر کړم "د غازي سټډيم خوشے مېدان د بارودو د بوي نه ډکېدو ته په نا زړۀ انتظار کوو"۔ د فُټبال اصطلاحاتو کارونه د موضوع رياليزم سره تړي۔ د سپورټس مينه والو دپاره پکښې درک کولو ډېر څۀ شته۔ د منظر نګارۍ په حواله په يو ځاے کښې لږه ستونزه لري هغه دا چې ليکوال په اول کښې ذکر کوي چې کوچ پال بېر د کابل دوه پوړه کور د بالکونۍ نه د ښارِ نو نظاره وکړه، کۀ پوړ دلته د چهت په معنا وي نو د دوه چهته کور دومره هم دنګ نۀ وي چې د ښار نظاره ترې وشي۔ ځينې ځايونو کښې ماته ښکاري چې ليکوال غېر ضروري طوالت نه کار اخيستے دے لکه د فُټ بال د لوبې ځينې تشريحات چې د د اصل موضوع نه د سړي ذهن بل پله اړوي۔ کردار نګاري ئې د ستائينې وړ ده۔ او په خاصه توګه د پال بېر او شمشاد د کردارونو سره ښۀ انصاف شوے دے۔ په اخره کښې مدعا واضح شوې نۀ ده، زما مطلب دا دے چې سسپنس په هغه ډول نۀ دے مات شوے څنګه چې پکار ؤ۔ بيا هم يوه تشنګي د سړي په ذهن کښې پاتې کېږي۔ بيا هم افسانه د موضوع په لحاظ نوې او د وخت د ضرورت تر مخه ليکلے شوې ده، مرکزي نقطه نظر ترې په ډاګه کېږي۔ زۀ ئې ستايم۔"
د ملګري ارشاد خالق تر رايې راتلو ورستو ښاغلي نعمت الله صديقي د افسانه "د خداے لاس" په اړه خپله رايه په دې ډول ورکړه " همدرد نظم او کيسه دواړه ليکي، يوه نيمه کيسه او نظم مې ئې لوستے دے، فعلاً ئې په دغه کيسه وېل دا غواړم: چې دا کيسه د فن له مخې بېخي يوه عامه او روايتي کيسه ده؛ خو د منځپانګې يا مضمون لۀ پلوه دا کيسه واقعي نوې وه؛ البته نن و صبا يا معاصرې کيسې ته ستونځه دا پېښه ده، چې څنګه له خپل نوي فني او فکري ليدلوري سره په لوستونکيو ځان ولولي، په کيسه کښې د نوي فني او فکري ليدلوري ثابتول او هغه ئې هم په ټولو اړخونو يو ځانته او هر اړخيز بحث دے؛ خو زه ئې دلته همدا د کيسې په فني اړخ کښې د همدرد افسانه بېلګه کوم؛ مثلاً زموږ د کيسې دغه اصول يا فني ځانګړنې لکه (پلاټ، ژبه، کرېکټرايزيشن او منظرکښنه) چې کاروان صاحب يې د شمايلې شرطونه بولي اوس نو بېخي دومره عام او کليشيي دي، چې زه وايم که څوک افسانه يا کيسه ليکي؛ نو هغه ته ئې بېخي يادول يا ئې په کيسه کښې لېدل نۀ دي پکار، کۀ نه وو نو کيسه ليکوال ئې کيسه ليکوال او کيسه ئې کيسه نۀ دي ګڼل پکار، په دې ډېر فوکس نقد هم په زوړ طرف بيايي؛ خو کله کله چاره هم نه وي۔ په يوه کيسيز متن کې منځپانګه يا کيسه اصلاً اصل ده، چې يوې کيسې او کيسه ليکوال دواړه ته د کيسې هويت ورکوي؛ مثلاً په همدې کيسه کې هم اصل يا مرکزي کيسه د شمشاد ده او بير يا نورې منظرکښنې يې هم جالبې دي؛ خو زما لپاره دا کيسه د پيغام له پلوه يوازې کيسه وه او دا يې زه ځکه کمزوري بولم چې د کيسې نورې ضميمې هم شته، يوازې يوه پېښه کيسه کول د نن يا معاصرو کيسه ليکوالو ځانګړنه نه ده، بلکې په داسې حساسو او زړه بوږنکونکيو کيسو کښې پېغام هم ضروري څه چې لازم وي۔ کيسه چې ختمه شي بنده خفه او احساساتي هم شي، ځکه پوښتنې راولاړېږي، خو کيسه ليکوال پر ځاے د دې چې د کيسې له اصل سره د پېغام په پار منظرکښنې يا پلاټ کې همدې اړخ ته ځاے ورکړي په فوټبال ترې تمرکز زيات شوے دے، دا تمرکز هم بې ځايه نۀ دے خو لۀ مرکزي پېغام سره ئې کمرنګي بېخي جوته ده، په ټوله کښې ئې کيسه يوازې کيسه ده او هېڅ په استعماري او مزاحمتي اړخ نه راڅرخي؛ حال دا چې دا اړخ ئې خورا مهم ؤ او زۀ فکر کوم دا زمونږ د کيسو يوه عمومي کمزوري هم ده، چې کيسه لۀ خپل او پيغام سره اوږه نه شي برابرولي ۔ زۀ په همدې وجه دا کيسه لۀ فن زياته د کيسې او منځپانګې لۀ پلوه په کيسيز فن او تول کمزورې بولم۔"
د نعمت الله صديقي تر ژور او فلسفيانه تنقيدي نظر ورستو ډاکټر اجمل ښکلي خپل نظر د افسانې په اړه شريک کړو چې متن ئې داسې دے۔ " د همدرد صاحب کيسه څو ښېګڼۍ لري؛ يوه دا چې د پيغام له پلوه عالي ده۔ موږ له نړۍ سره تعامل او نېژدېوالې ته اړتيا لرو، په دې کيسه کې دا کار شوے، دوېم د کابل په اړه د پښتونخوا او د نورو هغو خلکو په علم کښې اضافه کوي، چې کابل ورته کنډر غوندې ښکاري او په دې ډول لۀ وطن سره د خلکو مينه پېدا کوي؛ خو زۀ فکر کوم، چې هېوادپالنه او ملتپالنه کې د کيسې سوژه يا برخه هم وي، بايد انصاف پکښې وشي او په يوه ډول لوستونکي ته واقعيت وړاندې شي۔ کابل له مثبتو اړخونو سره منفي اړخونه هم لري، هم ئې آب و هوا، هم له ټولنيز پلوه،کيسه يو لوے او څو واړۀ پېغامونه لري؛ خو پېښې ئې په يوه کرونولوژيک پېټرن باندې په يوې بلې پسې راځي؛ خو ليکوال د کيسې د پيغام لۀ مخې د پېښو حجم يو ډول ساتلے، ګنې لومړۍ پېښه يا صحنه چې مرکزي کرېکټر لۀ مېرمنې سره لانجې کوي يا د هوائي ډګر صحنه اجمالي پکار وه۔ کيسه ليکوال چې پېښې انتخابوي، بايد د کميت په اړه يې هم يوه پرېکړه وکړي۔ يوه بله خبره چې زۀ ورته متوجه شوے يم، هغه د مرکزي کرېکټر لپاره د "هغه" ضمير کارونه ده۔ کۀ په ابتدا کښې د دې ضمير په ځاے د مرکزي کرېکټر نوم راشي؛ نو څه ستونزه به جوړه کړي؟ دا د ضمير يادونه د پښتونخوا په پخوانو کيسو کښې ډېر معمول ؤ۔ فکر کوم، چې دا په کيسه کښې د تلوسې د پېدا کولو موثره لار نۀ ده۔ بله د دې کيسې د ژبې ده، چې ډېر اِضافي شيان پکښې دي۔ کاش کيسه ليکوال ئې رالنډه او اِضافي کليمې او جملې ترې وباسي او ورسره ئې انځوريزه هم کړي۔ له واقعيت سره يې تناسب ته استادانو اشاره وکړه، چې ځينې ستونزي لري؛ خو د کيسې عمومي مهال خو معلوم دي؛ خو جزئي زمان يې معلوم نه دي، چې دا کومه مياشت ده۔ که يو څوک په کاناډا کښې اوسي، نو ډېر امکان شته، چې په کابل کښې ئې يخني ونۀ شي؛ خو کۀ يو څوک په قوس، جدي يا دلو کښې راغلے وي او دا ورته معلوم نۀ وي، چي کابل سوړ ولايت دے؛ نو امکان لري، چې لاسونه ئې يخ شي؛ خو دا توجيه هم په دې دقيقه نۀ ده، چې کۀ يو څوک د کوچ په ډول بيا له غرب نه راځي؛ نو د منزل د موسم پوښتنه هرومرو کوي۔يو بل څيز ته چې زه متوجه شوم، هغه د کيسې پوخ ايډيالوژيک رنګ دي، چې افسانه ئې وژلې غوندې ده۔ دا نۀ وايم، چې ايډيالوژي دې افسانه کښې نۀ وي؛ خو د کيسې د لوازمو خيال بايد وساتل شي۔ که ايډيالوژي په کيسه حاوي شي، بيا نو کيسه مازې د ليکوال د ضد په خدمت کښې وي او افسانه ورته په مشکله ويلاي شو۔ که زه وے، دا کيسه مې له سره نه پيلوله، بلکې د فوټبال له ډګره يا وروستۍ برخې پيلوله، چې لوبغاړي ورته مېسج کوي۔ د تاريخ او کيسې يو توپير دا هم دي، چې کيسه له هره ځايه پيلېداي شي۔ د همدرد صاحب کيسه ډېرې خبرې لري او مونږ پکښې د کابل لپاره خواخوږي او مينه لوستلاي شو؛ خو ليدلاي ئې نشو۔ ان شاءالله چې نورې کيسې به ېې تر دې هم پياوړې وي۔
د ډاکټر صيب تر عالي او علمي نظر شريکولو ورستو د اجلاس صدر نورالامين بابا پوښتنه وکړه چې د چا رايه خو پاتې نۀ شوه؟ راقم ورته جواب ووئيلو د نني اجلاس موجودو مشرانو خپلې رايې ورکړې دي او ورسره ئې د اُستاذ اصف صميم د رايې تر اجلاس ختمېدو ورستو په روداد کښې د شاملولو او جازت هم وغوښتلو، نورالامين يوسفزي اجازت ورکړو او خپله صدارتي رايه ئې څه په دې ډول شريکه کړه " دهر څه لۀ مخې خو زۀ د ټولنې دمشرانو مننه کوم چې ددې دومره اهم تنقيدي اجلاس دصدارت دستار ئې زما په سرکېښودو۔ ددې نه پس همدرد يوسفزي ته مبارکي وايم چې دپښتو ژبې ادب دنن د نماينده قلمکارانو په وړاندې ئې خپله افسانه وړاندې کړه افسانه۔۔دخداے لاس۔۔باندې ملګريو ډېرې ګټورې خبرې وکړې همدرد يو ښۀ اوتکړه افسانه نګار دے۔ زما په خيال کۀ د دې افسانې په ژبه،زماني سفر۔او ځينو فني اړخونو د نوي سر نه غور اوشي نو ددې نه يوه شاهکار افسانه جوړېدے شي ۔ نظرياتي افسانه نګار دنظريې او پېغام په جنون کښې اکثر افسانوي حقيقتونه نظر انداز کړي او داسې افسانه په نظريه قربان شي۔ کۀ چرې همدرد دا افسانه د دې تنقيد په رڼا کښې سردوباره وليکي نو ښۀ به وي د روزمرې او ټکيو غلطۍ ۔۔۔۔۔ داسې دزمان سفر ۔۔۔۔۔ زمونږه اکثر افسانه نګار په افسانه کښې کلونه دسترګو رپ کښې تېر کړي خو زمينه ورته جوړه نۀ کړي۔۔۔۔۔ لکه دمرکزي کردار ژبه زده کول، دې کښې دوه درې مياشتې وخت کم ازکم پکار ؤ، بله داچې په هوائي ډګر کښې مرکزي کردار دکوربنو په انتظار ولاړ دے افسانه نګار دا د دې لپاره کوي چې د هغه په شنو سترګو او مازغو کښې خيالات راولي خو پکارداوه چې کوربانه دمخکښې نه ولاړ وے۔ بله دا چې دغه کوچ دکوم ګرم ملک کۀ اوسېدونکے وے نو بيا به د کابل هواګانو په کوټ اچولو مجبوره کړے ؤ خو کاناډا۔۔۔۔ بل کوټ اغوستل يا اچول به زيات غوره وو۔ دنيمې نه پس افسانه خپل افسانوي جادو بايلي او انجام ئې هم خوندناک نه دےهر فکشن قيصه لري خو هره قيصه فکشن نه وي چې دا ځانله يو ارټ دے او همدرد په دې ښۀ پوهېږي ځکه خو ئې دچيندرو غوندې افسانه ليکلې ده خو که دې افسانه کښې ګوتې ووهلے شي نو دپېغام دمضبوطيا اود ماحول دځانګړتيا سره به افسانوي جادو ددې نه يوه شاهکار افسانه جوړه کړي په پائ کښې دملګريو استاذانو دګټورو خبرو لپاره يو وار بيا دټولو يو جهان مننه دخداے په امان او شپه مو په خېر"۔
د نورلامين يوسفزي تر صدارتي تاثر ورستو ښاغلي همدر ټولو مشرانو او ګډون والو ته مننه په دې لفظونو کښې ووئيله " د ټولو محترمينو مشرانو مننه چې په افسانه ئې نقد وړاندې کړو،خداے شته زما د پاره پکښې د زده کړې ډېر څۀ ؤ - ما ټولې تبصرې ټکي په ټکي ولوستې ۔ زۀ د حافظ الپورۍ ادبي ټولنې د ملګريو او دغه محفل کښې د شريکو مشرانو منندويه يم - دا لړۍ دې دوامداره وي"۔
د همدرد يوسفزي مننې ته ټولو مشرانو او ملګريو د ميني غبرګون وکړو او دولس بجې دغه خوندور علمي او تنقيدي اجلاس سر ته ورسېدو۔
د يادونې ده چې په دې اجلاس کښې د اسرار کليوال، نظم الدين ندرت، ډاکټر اکبر اکبر او اُستاذ اصف صميم د ګډون هيله وه خو ښاغلے ندرت او ښاغلے ډاکټر اکبر لۀ خپلو مصروفيتونو لۀ کبله او اُستاذ اصف صميم لۀ تکنيکي ستونځو لۀ کبله ګډون ونۀ کړے شو۔ او دا ډول اسرار کليوال په باجوړ د راپېښ ناورين لۀ کبله په اجلاس کښې ګډون ونۀ کړے شو۔
راقم الحروف
ځيګر يوسفزے
صدر حافظ الپورۍ پښتو ادبي ټولنه ضلع شانګله
05.09.2025
