لالیشکو
د مولانا خانزیب (( شتمنه پښتونخوا)) څخه د اجمل خټک دا غوره شوې کیسه
په 1997 کې ارواښاد اجمل خټک زمونږ سیمې ته راغلی و د شپې ورسره ناست وو ټوله ورځ ځای په ځای د جرګو مرکو پس ډېر ستړي وو یو ګنټه ماسخوتن د حجرې په غولي کې د ګرځېدو پس یې وویل راځئ اوس ګپ لګوو.
خټک صیب ډډه وهلې وه چا لاس او چا ورله سر دمه کولو دې کې خټک صیب وویل د یو افغان کيسه درته کوم دغه کیسه د پېښور په زندان کې د یو افغان ځوان وه چې د قندهار نه پېښور ته د خپل واده وړاندې پدې ارمان راغلی و چې واده به هله کوم چې ړومبی د خوشال بابا د څلي شناختې ښکل کړم خو پوليسو نيولی و او زندان کې پروت و .
خټک صیب د لالېشکو کيسه چې کوله نو وخت په وخت به چپ شو د سترګو اوښکې به یې پاکې کړې بیا به شروع شو خټک صېب څه یوه ګنټه دغه کيسه بیان کړه خو داسې لګېده چې وخت ولاړ وي. د لالېشکو دغه کيسه څه وه ؟ په 1998 کې د خټک صیب په چاپ شوي کتاب ( د افغان ننګ) کې هم چاپ ده خوند ترې واخلئ ؛
د پېښور جيل کښې څه دوه زره قيديان وو خو په ټولو کښې ښکاره يو ښکلی ځوان افغان قيدي و چې د جيل هرې احاطې ، بارک ، لنګر ، کارخانې ، بي کلاس او پانسي ګهاټ ته ورتلی شو او لکه د نورو قيديانو دده په ګرځيدو راګرځيدو هيڅ بنديز نه و دغه شان دده نه هيڅ مشقت هم نه اخستی کېدو بلکه د جيل د سپرټينډنټ (رئيس) نه واخله تر هر سپاهي او هر قيدي هر چا به دده سره ټوقې کولې هر چا چې به ليدو اواز به یې پرې وکړو لاليشکو څنګه یې ؟ او لاليشکو به په غوږ لاس کېښود په قندهاري طرز کښې به یې ېوه ښکلې ټپه پورته کړه او بيا به په ګډا شو او په مخه به يوې خوا ته لاړو. لاليشکو سور سپين او ښائيسته زلمی و په تندي یې شين خال و ، سترګې یې د پوزې نه ښايئسته وې او پوزه یې د سترګو نه . ډال تندی او ډک اننګي ، په قد ميانه ، نه دنګ نه مندری ، په وجود ښه مزی او په خوی بوی څوک ښه خانداني . خو د سر نه تر پښو بربنډ ، صرف فرض یې پټ او په ژوند ژواک ليونی پاګل. په غاړه به یې تر زنګنونو پورې اوږد زرچيړ و د سګرټو د خالي ډبو او الا بلا امېل غوندې اچولی و. بل یې د جيل ټکټ هم په غاړه کښې اويزان کړی و په اوږه به یې يوه شليدلې بورۍ کې کاغذونه ماغذونه او ترخ کښې د شليدلو جامو غوټه ، په سر د اونو د پاڼو تاج او لاس کښې يوه د غوړو خالي ډبه چې ده به غږوله او کوچۍ سندرې به یې ورسره ويلې دا و لاليشکو خو په دې حالت کښې دومره عجيبه سړی و چې جيل کښې داسې کس نه و چې هغه به د لاليشکو سره ګپ لګولو نه خوند نه اخیستو ـ سره ددې چې ددې ليوني په خبرو کښې هيڅ ترتيب ، تسلسل يا څه خاص مضمون يا موضوع هيچا ته نه معلوميده. خو دده اوتو بوتو ، هغه دغه ، يو غر بل غر او کله ناکله متلونه ، مصرعې او ورسره حرکات د هر چا خوښېدل او هر چا به غوښتل چې دی ورسره کيښني ، ګډې وډې ووایي او خندا او ګډا وکړي خو لاليشکو د هيچا سره نه کيښناستو ، نه هيسارېدو او نه مشغولېدو ټوله ورځ به اخوا ديخوا بې نيازه او بې پروا ګرځېدو او د شپې به کوز حوالات کښې لسم لمبر بارک ته د هغه حوالاتيانو سره بندېدو چې د پېښور ښار نه په جوارۍ ، نشه ، غلا، جيب وهلو ، پڼې يا څپلۍ پټولو يا بل ډېر بدنام جرم کې راوستي شوي وو خو وایي چې لاليشکو به هغه بارک ته صرف ویده کېدو له تللو او د بارک د بندېدو سره به تر لمر خاته ویده و ځکه چې ټوله ورځ به په ګډېدو او ګرځېدو ښه ستړی شوی و. ماته يوه ورځ د هسپتال ډاکټر وویل چې ُ ُ لاليشکو ليونی دی خو غرق خوب یې د لېونو نه دی . ‘‘ عجيبه دا وه چې بغير د لنګر د ملازمانو او مشقتيانو نه بل چا ته معلومه نه وه چې دی څه خوري او کله خوري ځکه چې ده هيچېرته د چا سره خوړل څښل نه کول چې چا به ورته وويل راشه څه وخوره يا وڅښکه ، نو ده به چيغه کړه لاليشکو الا - الا - الا ؛ او په منډه منډه به له هغه ځايه وتښتېدو . لاليشکو به هر سحر د جيل لوې دروازې سره ولاړ و او چې آزاد شوي قيديان به کور ته تلل ، نو ده به ورته خندا ، ګډا او ټپه کوله چې هغوی به ووتل نو ده به په دواړه لاسه د جيل تورې تمبې ډبول شورو کړل او چغه به یې کړه ُ ُ يه صيب ! چې دا ټول کور ته ليږې نو يوه ورځ لاليشکو هم وليږه کنه. ‘‘ زه چې یې پېښور جيل ته بوتلم څه وخت مې تېر کړو او کتابونه مې پيدا کړل نو د خپلې چکۍ ( اتلسمې ) په وړاندې به مې کمبل واچولو په کمبل به ناست وم کتاب به مې کتلو دغه ورځو کې لاليشکو جيل کې ښه مشهور شوی و د ورځې به څو څو ځله مخامخ پانسي ګاټ ته د پانسۍ قيديانو ته راتلو هغوی يو يو ته به خندېدو او ګډېدو ما اول ځل دی دلته ولېدو چې خپل د ټيم ډبلی یې ښه په سور غږولو دا ټپه یې کوله په بلۍ رو ځه ګله روځه باد دې د زلفو بوی راوړي تازه پرې يمه.
په بلۍ روځه او ددې ټپې سره ډېر په خوند خوند داسې ګډېدو لکه فنکار ما چې ورته وکتل نو سړی په ټول کړه وړه لېونی دی خو د ډبلي ساز او ګډا دا منظم ښکلی انداز یې د روغو ښکاري فکر ورته يوړم او په تماشه یې شوم. لاليشکو لږ وخت هلته تېر کړو او بيا زما لوري ته راراوان شو چې ما ته راورسېدو نو مخامخ را ته ودرېدو يوه لحظه یې ماته کتل نوی قيدي ورته ښکاره شوم نو زما جاج یې اخیستو او ژر یې ډبلي ته ټنګ ورکړو په ګډا شو او بيا یې دا ټپه وويله :
يو دې سالو په نولس ګله
بل دې زيړي چارګل ته بنګ ورکړي دينه
ددې نه پس زه لاليشکو ته متوجه شوم او هر چيرته چې به په نظر راغلو نو ښه به مې څارلو او هر حرکت به یې ما تللو تر دې چې ورو ورو مې ځان سره بلد کړو خو صرف دومره چې ما سره یې تګ راتګ د نورو قيديانو نه ډېر شو او بل چا سره به نه کېښناستو ما سره به کېښناستلو او د خپل ترخ د پنډوکي نه به یې ګډ وډ کاغذونه را ايستل او يو يو به یې هسې کتو بيا به یې پنډوکي کې سمبالولو ما به ورته دده د خوشالولو لپاره د افغانستان د تاريخ ، ښارونو ، شاعرانو او مشهورو شخصيتونو خبرې کولې دومره پوهېدم چې خبرې مې اوري خو څه تاثر پرې نه ښيي صرف يوه ورځ یې د خلې نه وختل : ُ ُ خوشال خټکه په درنو درون په سپکو سپکه ـ ‘‘ دده دې وينا زما دا اندازه پخه کړه چې لاليشکو ليونی نه دی دوه درې مياشتې پس چې اوړی یعنې د ګرمۍ موسم راتلو نو لاليشکو ماته ويل چې : ُ ُ اغا ماته نکريزې راواغواړه ـ ‘‘ ما ورته وويل چې نکريزې څه کوې؟ هغه ويل چې په ځان یې تپم چې څرمن مې سخته شي د ګرمۍ مقابله وکړي ما چې دا خبره واورېده نو خوشحال شوم چې د لاليشکو راسره يارانه جوړه شوه ځکه چې ده نه تر اوسه د چا نه څه غوښتي وو او نه یې څه اخستی و. بله دا چې خبره کې یې لېونتوب نه و دا په ما اعتماد و ده دا خبره کوله چې ماته دوه قيديان راغله او ددې سره دی پاڅېدو په ګډا شو او په کوچي طرز کې یې دا لنډۍ وویله :
راځه راځه چې لنډۍ وايوو
لنډۍ لاښې وي د زړه غم غلطوينه
په دغه ورځو کې د جيل سپرنټنډنټ شيخ صاحب و د شيخ صاحب ځوان زلمی زوی ناڅاپه وفات شو نو دی ډېر خپه شو د زوی د مرګ غم ډېر ودردولو ، نو زړه یې هم نرم شو او رحم په کې زيات شو يوه ورځ چې په ګشت راغلو او ماسره یې لاليشکو ناست وليدو او لاليشکو ورته پاڅېدو ، سلام یې ورته وکړو او ورته یې وویل : پلاره يه پلاره په ما به کله رحم کوې؟ په غاړه کې یې اويزان د جيل خانې ټکټ یې ورته وړاندې کړو ؛ يه پلاره جار دې سم دلته امضاء وکړه کنه ما ايله کړه چې زه هم کور ته ولاړ سم بال بچ ته به دې ټول عمر دعا کوم . شيخ صاحب لاليشکو ته لاندې باندې په زير زير وکتل او يو سوړ اسويلی یې وکړو او روان شو په تلو تلو کې یې څو ځله لاليشکو ته مخ راواړولو ، زه پو شوم چې د لاليشکو پلاره ، پلاره کولو او بال بچ ته د دعا خبرې شيخ صيب ته خپل نږدې مړ شوی زوی راياد کړ او ودردېدو او وغميدو چې شيخ صيب د ګشت نه واپس خپل دفتر ته ورسېدو نو ما پسې یې اردلي راوليږلو او دفتر ته یې راوبللم چې زه دفتر ته ورننوتم نو شيخ صيب مې په کرسۍ ډېر زهير داسې ناست وليدو چې دواړه څنګلې یې په ميز ايښې وې خپل مخ یې په دواړو لاسونو کې نيولی و ، فکرژن او غمژن ناست و زما په ليدو یې سر راپورته کړو په هغه کرسۍ باندې یې راته د کېښناستو اشاره وکړه چې ده ته مخامخ د ميز خواته پرته وه او بيا یې رانه تپوس وکړو چې دې جيل کې بل کوچی قيدي شته کنه ، بس دی يوازې دی؟ ما ورته ويل چې صيب ددې نه خو به د چکر جمه دار خبر وي خو چې زه څومره معلومات لرم ، نو بل داسې افغان نشته ددې جواب په اورېدو شيخ بيا فکر کې ډوب شو يوه لحظه غلی و بيا یې ماته وويل چې نن درېيمه ورځ ده دلته د جيل نه باهر يوه کوچۍ پېغله ناسته ده چې زه کور ته ځم راځم نو دا ناسته وي او ځان یې په څادر کې ښه کلک نغښتی وي موږ ډېر کوشش وکړو چې دا ددې ځايه پاڅو خو هغه نه پاڅيږي که زور ورسره کوو نو ښځه ذات ده ښه خبره نه ده زما خپل زړه د بچي په مرګ ژوبل ژوبل دی ، ددې جينۍ سره زه زياتی هم نه شم کولی ، رحميږم او ورته زهيريږم ، خپه کيږم موږ ټول افسران حیران يوو چې دا څوک ده ، څه وایي ، څه غواړي او ولې دلته ناسته ده ؟ موږ ډېر کوشش وکړو خو د خلې نه یې هيڅ خبره نه را اوځي زما پرې ډېر زړه سوځي خو حیران يم چې څه ورسره وکړم. زما کور والا هم د زوی په غم غمژنه ده چې ددې نه خبره شوې ده نو ورته راغلې وه کوشش یې کړی دی چې کور ته یې بوځي خو دا له دې ځايه نه خوځي زما پرې ترس راځي نو وايم چې دلته ناسته وي نو ناسته دې وي خو يو ملازم مې ورته څوکیدار ودرولی دی زما کور والا د زوی په ارواح حلوا ، پلاو ، پراټې او څه پاخه کړي نو دې ته یې را وليږي خو ددې سره پراته وي د شپې ترې لږه څښکه وکړي او بس ته څه وایې؟ دا څه قيصه کېدی شي؟ ما چې د شيخ صاحب په نرمه او دردناکه لهجه دده دا خبره واورېده نو زه فکر واخیستم د ډېر سوچ نه پس ماسره دا سوال پيدا شو چې دا پېغله د لاليشکو سره څه تعلق خو نه لري او د هغه تکل کې خو نه ده راغلې ؟ نو شيخ صاحب ته مې وويل چې داسې نه وي چې ددې کوچۍ د لاليشکو سره کار وي ، شيخ صيب سمدستي جواب راکړو ُ ُ ما چې وختي لاليشکو وليدو او دا جينۍ مې په ذهن کې وه نو ما ته مې دې زړه ويل چې شوي ناشوي ددې کوچۍ په دې کوچي کې څه غرض دی ما چې د شيخ صيب د زخمي جذباتو اندازه ولګوله او دده زړه کې د رحم د جوش جاج مې واخیستو نو ښه موقعه راته ښکاره شوه چې که د باهر ناستې مسافرې جونې او د جيل دننه ليوني زلمي تر مينځه که څه وي نو د شيخ صيب د نرم زړه په وجه معلوميدی شي ما شيخ صيب ته وويل ؛ شيخ صيب زما زړه ته يوه خبره راغله ویې کړم ؟ هغه وويل هو هو ضرور یې وکړه ما ورته وويل چې شيخ صيب ماته معلومه ده چې خپل ځوان او زلمي زوی پسې څومره زهير یې دغه شان که دا دواړه خپلو کې څه وي نو دوی به هم يو بل پسې څومره دردمن وي ، که ته دا دواړه مخامخ کړې او دوی د يو بل په لیدو لږه تسلي وشي ما دومره وویل د شيخ صاحب باڼه لامده شول او ما ته یې وويل چې ته کوشش وکړه لاليشکو زما دفتر ته راوله او زه چکر جمعدار دغه کوچۍ پسې ليږم ما لاليشکو په چکر کې د ونې لاندې د لنګر په مشقتيانو کې په ګډا او خندا پيدا کړو او په چل ول مې ورته وويل چې ټکټ راکړه چې صيب ته یې يوسم او درته معافي واخلم هغه دستخط وکړي او ته ايله شې چې کور ته لاړ شې او په دې بانه چې صيب درسره ښه کوي او تا کور ته ليږي نو داسې بربنډ مه ورځه دا د هغه بې ادبي او بې عزتي ده راشه زما جامې واچوه
بربنډ مه ورځه دا د هغه بې ادبي او بې عزتي ده راشه زما جامې واچوه او ماسره دفتر ته لاړ شه او پټ غوندې مې ورته غوږ کې ويل چې څوک کوچۍ پېغله راغلې ده زموږ اندازه ده چې ستا څوک ده ليونی کيږه مه راځه هغه به تا وويني او ته به هغه ووينې که واقعي ستا څوک وي نو ملاقات به وشي لاليشکو چې دا واورېدل نو اول یې هيڅ نه منل اوس هر څه منلو ته تيار شو او ما سره د صيب دفتر ته لاړو په دفتر کې هغوی پېغله هم په دغه ډول خبرو اترو آماده کړې وه او د صيب دفتر کې په ځمکه دېوال ته مخ کړې ناسته وه چې زه او لاليشکو په دفتر ورننوتوو او پېغلې د تور څادر نه په يوه سترګه لاليشکو وليدلو او د لاليشکو نظر په هغې پرېوتو نو دواړه بې اختياره يو بل ته غاړه وتل مونږ چې دا تماشه وليده نو ورو ورو ټول دفتر نه باهر ته ووتلو او هغوی دواړه مو دننه پرېښول لږه لحظه پس پېغلې د دفتر ور لرې کړو او د لاليشکو سره را ووتله او جلته جلته بهرنۍ دروازې ته ورسېده د صيب په وينا دروازه پرانستل شوه او کوچۍ په دوړه د جيل او د جيل د علاقې نه بهر اوته چې څنګه یې د راتلو نه موږ نه وو خبر چې څنګه راغلې وه دغه شان یې د تلو نه هم مونږه خبر نه شولو چې څه شوه او کوم خوا لاړه ، لاليشکو د جيل بهرنۍ دروازې پورې دننه ولاړ پاتې شو بيا راروان شو او د تورې دروازې په تمبړۍ لوی جيل ته ورننوتو خو ددې نه پس هغه بربنډ ليونی ، ګډېدونکی ، خندېدونکی ، سندرغاړی او ګډ وډ لاليشکو نه و سنجيده ، خاموش ، فکرونو کې ډوب لږ ما سره ، ډېر د پهانسۍ د قيديانو سره او د هغې نه ډېر لائيبريرۍ کې ناست و نه یې چا سره خبرې کولې ، نه ډېر ګرځېدلو ، لاليشکو بدل شو لاليشکو پاتې نه شو يو نولجن افغان قيدي پاتې شو د جيل فضا یې د خندا ، نڅا او ټپو نه خالي کړه د زړه او ذهن زخمونو او داغونو سره مشغول شو زه تر اوسه نه شم پوهېدلای چې شيخ صيب په کوم قانون او کوم ترتيب لاره جوړه کړه او څو ورځې پس یې لاليشکو ته د حکومت نه حکم راواخیستو چې د جيل نه دې بهر شي ، د افغانستان پولې ته دې ورسول شي او هلته دې ايله شي. مالا سحر ورزش کولو چې جيلر راغی ، ماته یې وویل چې لاليشکو چيرته دی؟ پوليس ورپسې راغلي دي بوځي يې او هغه ليونی به چېرته ګډيږي يا خنديږي په دې کې هغه راښکاره شو خپلې زړې افغانۍ جامې یې اغوستې دي او په پانسي ګاټ راشورو شوی دی ، د يو يو قيدي نه اجازت اخلي چکر جمعدار ورسره دی هغه یې راديکه کوي او دی هر يو ته سلام هم کوي لاس هم ورکوي د رهایۍ دعا هم ورته کوي چې ما وليدو نو زه او جيلر ور روان شولو او هغه تر ما را رسيدو نه وړاندې زه ور اورسيدم ورغاړې وتم د رهاکېدو مبارکي مې ورکړه او په مخه ښه مې ورته وویله هغه يوه لحظه ما سره خاموش ولاړ و بيا ما ته په دويم ځل راغاړه وتو او چې راراوان شو نو ویې ویل ؛ ای د زمانې باده ـ ځه په خپله لاره ځه ځه ځه په قلاره ځه ، مه چيړه ، ما مه چيړه اوس پو شوم چې لاليشکو څوک تعليم يافته ځوان دی ،زما اشعار یې لوستي دي او ما پېژني ، نو ځکه د نورو مقابله کې ما ته نږدو نږدو کېدو او ما سره به کيښناستو ، زه هم د جيلر د چکر جمعدار سره دده په جلب کې تر ګيټ پورې ورغلم چې لاليشکو د تورې لوې سپيرې دروازې نه په وړه تنګه تمبړۍ وتلو نو په ټول جيل یې نظر وغورځولو او دا ټپه یې وکړه او لاړو :
د جيلخانې د مينځ چناره
مولا دې ګل کړه چې قيديان دې بويوينه
خبره ژر ژر کيږي او وخت ورو ورو تيريږي په دې واقعاتو څه شل کاله شوي وو زه افغانستان کې وم موږ د کابل نه کندهار ته روان وو ، قلات غلزي کې مو موټر کې تېل اچول غوښتل چې د پټرولو په پمپ کې ودرېدلو زموږ نه مخکې يو موټر تېل اچول زموږ په ليدو د موټر نه يو ښکلی زلمی راکوز شو او نيغ مونږ ته راغی او په ما یې ډېر په مينه سلام واچولو زه هم د ګاډي نه راکوز شوم لاس مې ورکړو او عليک سليک مې ورسره وکړل سړي ښه يورپي دريشي اچولې وه ، ښه سور سپين ، د پوخ عمر يو تندرست پښتون دی ماته مخامخ ولاړ دی ، نيغ نيغ راته ګوري ، سترګې یې ځليږي او شونډې یې داسې رپيږي غوندې چې زه پرې سم نه پوهيږم چې موسيدو ته جوړيږي که راپارېدلي جذبات قابو کوي ، که څه ويل غواړي خو ويلای یې نه شي زه یې کړه وړه او دې حالت ته حيران يم چې دا څوک دی ، او ولې داسې عجيبه خاموشۍ کې ډوب ولاړ دی. اخر یې څه لږه لحظه پس خوله پرانسته او ما ته یې وويل : خټک صيب زه دې وپېژندم ؟
دده په وينا ما نور هم په غور ، زير او حيرت ده ته کتل شورو کړل سترګې مې پرې ډېرې خوږيږي خو ذهن ته مې نه راځي په دې وخت کې مې د هغه په تندي تت شوی خال په نظر راغی او چې نور مې په فکر فکر د هغه وروځو او پوزې ته وکتل نو د پېښور جيل ليونی لاليشکو راياد شو او ددې سره مې هغه ته وويل ؛ ته لاليشکو خو نه یې ؟
هغه راغاړېوتو او سينې سره یې جوخت زور راکړو راته یې ويل ؛ د پېښور جيل لاليشکو او ددې ځای حسن او ددې وينا سره یې موټر کې ناستې بي بي ته اواز ورکړو ، يه پشمينې ژر راشه دا دی هغه خټک صيب او ددې اواز ورېدو سره موټر کې ناسته زنانه راکوزه شوه او په منډه منډه تر ما را اورسېده او د راتلو سره سمه زما په پښو پرېوته چې ما ورته وکتل نو هماغه کوچۍ وه چې د پېښور جيل د شيخ صيب دفتر کې مې لیدلې وه خو هغسې غوټۍ نه وه وخت غوړولې وه رښتيا وايي چې غر په غر نه ورځي خو سړی په سړي پيښيږي حسن لاليشکو او پشمينه کوچۍ هم دې ملاقات ته حیران وو او خوشحال ولاړ وو زه هم د دوی په ليدو خوشحال او د خدای کارونو ته حیران ولاړ وم او ماسره د قلات ګورنر او زما ملګري هم يو بل ته ګوري چې دا څه معامله ده. حسن ما ته ويل چې په اتريش ويانا کې فوځي اتاشه يم او دا هغه مسافره کوچۍ ده چې اوس زما ميرمن ده زه هلته خبر شوی وم چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست زه اوس سردار داؤد خان رابللی يم او ډېر ژر اطرش ته او هلته نه فرانسې ته روان يم راتلونکو مياشتو کې به دلته وزارت خارجه کې وظيفه راکوي بيا راځم نو کابل کې به سره زړې نوې وايوو زه به درته خپله کيسه کوم چې څنګه د پېښور جيل ته رسيدلی وم ، پشمينه به درته خپل حال وایي چې په کوم ډول زما نه خبره شوې او پېښور جيل ته راغلې وه او ته به راته خپل بيان کوې چې څه وو او څه وشول؟ څنګه افغانستان ته راغلې او څنګه به واپس ځې؟ يوه شيبه هلته ولاړ و. د يو بل په ليدو نه مړېدو خو اخر هغه د کابل په لور او موږ کندهار ته روان شولو په دې ارمان جدا شو چې کابل کې به ډېر ژر وينو ګورو ، ولې افسوس چې هغه د کابل وزارت خارجه ته رانغللای شو ځکه چې لږې ورځې پس داؤد خان ووژلی شو او په افغانستان کې حزبيان " خلقیان " حکمرانان شول د حسن خان په شان د داؤد خان دوستان د ملک نه بهر پاتې شول تېر کال زه د افغانستان نه راغلی وم په خپله حجره کې ناست وم چې يو ښايئسته موټر راغلو زه ورپاڅېدم ، ګورم چې مشر خو د کشرانو نه زيات جوړ جوړولی سړی او يو ورسره لکه پينځلس کلن شهزاده زلمی ، چې دا فرق نه کېدو چې پښتون دی که يورپي ، تر ښکته راکوز شول خو چې دغه مشر سړي ما سره غاړه غټۍ کيدو نه پس هغه ته وويل چې ځويه دا دې کاکا خټک اجمل دی او هغه زما غيږ ته رانږدې شو او ویې ويل ؛ کاکا جان زما ډېر ارمان و چې تا ووينم نو زه پو شوم چې په يورپ کې لوی شوی پښتون زلمی دی تندی مې ورته ښکل کړو او ځان ته مې راجوخت کړو ولې سوچ کوم چې دا څوک دي. خو ښه ده چې د حسن پوزې ، سترګو او تندي زما کار اسان کړو او دوباره له دې وينا سره ورغاړه وتم چې ؛ لاليشکو زما کور ته په خير راغلې او دغه شان زما د څلويښتو کالو زوړ يار د پېښور جيل ليونی لاليشکو زما کلي ، حجره او کټ کې ما سره کېښناستو چې خدای یې کوي ، نو هغه کارونه هم وشي چې عقل ته ګران ښکاري ، حسن خان چې دمه شو نو ماته یې ويل چې زه د ډېر لږ ساعت لپاره راغلی يم او ژر به درنه ځم زه نن سبا د خپلې کورنۍ سره په سوئيزر لينډ کې اوسيږم څه د ګوزارې کاروبار کوم دا مې زوی دی دده واده مې تيار کړی ، خو دی زړه راته وویل چې لاليشکو تا خو سوګند کړی و چې نکاح به هله تړم چې د خوشال بابا د قبر شناخته ښکل کړم ولې د خوشال بابا د قبر پر ځای یې د بندي خانو شکنجو او د پېښور جيل ته اورسيدې راشه دا سوګند اوس داسې پوره کړه چې دا زوی دې د سوئيزرلينډ په پاسپورټ خټکو ته بوځه چې د بابا د قبر تيږې ښکل کړي بيا به ورته واده وکړې که زه شوم که هغه ما نور ايسار نه کړای شو او ورسره د اسيوړ او چشمۍ مينځ کې زړه هديره کې پروت د خوشال بابا قبر ته لاړم هلته پلار او زوی په قبر لاسونه کيښول تيږې یې ښکل کړې دعا یې ورته وکړه د بابا د ګنبت د څنګ نه یې ښي لاس ته لرې بهيدونکي اباسين ، مخامخ وريځو کې پټ کړه مار غر ، او ګس لاس ته د خيبر غرونه او د تاترې سر او د هغه مقام نه چاپيره د خټکو شاړه ميره او شاته د پلوڅو ځنګل او د چشمۍ غر وليدو هلته مو عکسونه هم وويستل او بيا راروان شولو زه کور ته راغلم او هغوی سوئيزر لينډ ته د تللو دپاره اسلام آباد ته لاړل ارمان چې حسن هغه عکسونه ماته راليږلي وای چې نن ما ددې ليک سره دلته شامل کړی وای چې تاسو هم د ډیپلوميټ حسن خان په يورپي دريشۍ کې د پېښور جيل ليونی لاليشکو ليدلی وای او د پېښور جيل د هغه وخت قيديانو هم نو هر يو ته به د ليوني دا خوږه سندره او په خيال خيال کې مسته ګډا ياده شوې وای چې :
په لويو لارو کې غاټول شيندلي دينه
مورې ما ، ما ايلبند ته بوځه
مورې ما ، ما ايلبند ته بوځه
ماخذ: د شتمنې پښتونخوا خوار ملنګ
