تاسې پوهېږۍ چې په خواجه بهاالدين کې په پښتنو څه
په تخار کي دبندي پښتنو حال خپله وګوری
تاسې پوهېږۍ چې په خواجه بهاالدين کې په پښتنو څه تيريږي ؟
بینوا: په خواجه بهاالدين کې دوه اتيا کورنۍ پښتانه چې د سيمې د ظالمو وزبکانو له لاسه يې کورونه او ځمکې غصب شوي په يوه زاړه زندان کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي ،دغه پښتانه چې نږدې پنځوس کلونه وړاندې په دغه سيمه کې ميشت شوي وو د محمد ظاهرشاه د يو فرمان په اساس يې په سيمه کې نږدې دوه زره پنځه سوه جريبه ځنګل ځمکه اباده کړې او کرکيلې ته يې اماده کړې .
د روسانو د راتګ سره سم دغو پښتنو ټوپک ته لاس کړ او د روسانو په وړاندې يې جهاد پيل کې خوکله چې د شوريانو او د سيمې د وزبکانو د ګډ ظلم له امله پزې ته راغلل نو خپل کورونه او ځمکې يې پرېښودلې او د پاکستان په لوري يې مخه کړه چې ددوى د تلو سره سم د سيمې وزبکو کوماندانانو په ځانګړي ډول قاضي کبير چې د رباني يو لوى کوماندان و ددغه پښتنو ځمکو او کورونوته يْې د شمال د نورو ولايتونو څخه وزبکان راوستل او په کې ځاى پر ځاى يې کړل
اوس دغه وزبکانو د تېرو دولسو ورځو راپه دېخو په خواجه بهاالدين کې په مظاهرو لاس پورې کړى او وايي چې د وخت حکومت ددوى (وزبکو) ځمکې په جبر سره دغو پښتنو ته ورکړې وې او دوى دغه پښتانه چې ددوى د پلرونو قاتلان دي !! په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې نه پرېږدي .
عجيبه ده چې په تېرو شلو کلونو کې دغه پښتنو په مهاجرت کې شپې سبا کولې چې په همدغه وخت کې يې دغه غاصب وزبکان له نورو ولايتونو راغلي او ددوى کورونه او ځمکې نيولي او اوس دعوه کوي چې دوى يې پلرونه وژلي !!
دغه پښتانه اوس د وزبکانو د ظلمونو له لاسه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي دوى نه شي کولى چې خپل ناروغان ډاکټر ته بوځي ، بازار ته لاړ شي او د ځان او کورنۍ لپاره د اړتيا وړ شيان واخلي ځکه چې دوي د سيمې د زرګونو بې رحمه وزبکو لخوا کلابند دي او ددغه پښتنو خپل خپلوان هم نه پرېږدي چې دوى ته خواړه راورسوي هغه څوک چې په پټه ددغه پښتنو سره د مرستې هڅه وکړي د سيمې د وزبکو لخوا وهل کيږي چې ښه بېلګه يې دوزبکانو له خواجه بهاالدين د کندهاريودکلي د اتلسو کسو سپين ږيرو وهل ټکول کېدل دي.
دغه له ۷۰۰ څخه زيات کلابند پښتانه چې دا وخت د ينګي کلا ، درقد او خواجه بهالدين د ګوتو په شمېر پښتنوپه مرسته ژوند کوي د ټولو پښتنوپه ځانګړي ډول د شمال د پښتنو مادي او معنوي مرستو او ملاتړ ته سخته اړتيا لري
که خداى مه کړه ددغو پښتنو پښې وښوېدلې نو ډېرې بدې پايلې به ولري دوستم او شمالي ټلوالي به د پښتنو په وړاندې خپله لومړۍ جګړه ګټلي وي يعنې د شمالي ولايتونو په يوه سيمه کې به په دې توانېدلي وي چې پښتانه ترې وباسي
خودغه پښتانه تردې دمه ډېر په مېړانه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او يو قدم هم له خپله حقه نه دي په شا شوي ،هغوى د جنرال دوستم د پليتو قوم پرستو اوزبکو ټول ظلمونه زغمي خو خپله نا پښتونولي نه شي زغملى هغوى چې د تېرو دولسو ورځو راپه ديخوايې د زرګونو وزبکانو ظلمونو ته سينه سپر کړې خو تر اوسه يې د وزبکانو دا غوښتنه چې دوى دې د دغې ولسوالۍ څخه ووځي نه ده منلې ، تر اوسه په دې تمه شپې سبا کوي چې يوه ورځ به ددوى د نورو سيمو پښتانه ددوى ملاتړ ته راودانګي د دغه ظالمو وزبکانو خولې به ورماتي کړي او
دوى په دد غوظا لمو وزبکو په پښو کې سر کېښودلو ته پرې نه ږدې
زه په خپله ددغو پښتنو د حالت ليدو په خاطر سيمې ته ورغلي وم ما چې حالات له نږدې وڅارل دې نتيجې ته ورسېدم چې له دوستم او نورو وزبکو کوماندانانو او ټوپکسالارانو پرته د تخار د والي کوماندان عبدالطيف ابراهيمي او د خواجه بهالدين ولسوال او د تخار نور لوړپوړي دولتي چارواکي هم په دغو شخړو کې لاسوهنه کوي ځکه په لومړيو ورځو کې چې ولايت د دغه ستونزې د حل لپاره کوم پلاوي سيمې ته ليږلي وو هغوى هم پښتانه تهديدول چې له خپله حقه لاس په سرشي .

دا مي قباله په چا ئې منې

هغه اسناد چي دغه پښتانه خپل ملکیت په ثابتوي

په زړه کلا کي په زور ایسار شوي وطن ته راستانه پښتانه چي خپلو مېنو ته د راستنیدو جرم ئې کړی

دخپل بابا پرمېنه داوسیدو مجرمان دخپل برخلیک په تمه

دښاغلي کرزي دحکومت سوغاتونه و راستانه شوي مظلومانو ته

چاوویل چي پرمهاجرینو مځکي توضیع کیږي دلته خو ددوی څخه مځکي غصب کیږي ؟؟

ولسمشره ! تا چي په پاکستان کي له مهاجرو افغانانو رائې غوښتې ددغه ورځي لپاره ؟؟؟؟
Pa Takhar Ke De Bandey Pakhtano Khaal Khpala Wogoray.
Tassey Pohegai Tsche pa Khwaja Baha Udin Key Sa Pa Pakhtano Teregi??
Izatullah Pamir
Special Thanks to Benawa.Com
