د دیوبند مدرسه
دهند ددیوبند دارالعلوم یا مدرسې په اړه لنډ معلومات :
ددیوبند دارالعلوم دهند په نیمه وچه کې د ۱۸۶۶ زیږدیز/میلادي کا ل دمي دمیاشتې په (۳۰) نېټه هغه وخت جوړه شوه چې پېرنګیانو دهند پر نېمې وچې راج او واک درلود.دغه لرغونی دارالعلوم یامدرسه چې په آسیا کې دمصر د قاهرې ښار جامع الاظهر نه وروسته دسني مسلمانانو لپاره دویم مقام لري اوس یې له جوړېدو (۱۸۶ ) کلونه تیریږي او دهند داتهر پردیش ایا لت دسهارنپور په ولسوالۍ کې ده ، او بنسټ یې دمولانا محمد قاسم نا نو توي ، مولانا رشید احمد کنګوهي ، مولانا ذوالفقار علي دیوبندي،مولانا فضل الرحمن عثماني ، مولانا سید محمد دیوبندي ، مولانا مهتاب علي او مولانا نهال احمد لخوا ایښودل شوی دی.
ددیوبند دارالعلوم نصاب دحنفی فقهې پر اصولو ولاړ دی او په اردو ، عربی او انګریزي ژبو تدریس پکې کیږي او زده کړې یې په لاندنیو دورو ویشلې شوي دي :
لومړنۍ دوره چې پنځه کلنه دوره ده اوپکې اردو ، عربي او انګریزی ژبوزد ه کړه ده .
منځنۍ دوره : چې پکې زده کوونکي دتجوید یا د(لحن او صوت) په زده کړه بوخت وي .
بشپړه یا تکميلي دوره :
دغه دوره چې دفضیلت په دورې سره هم یادیږي دقرآن شریف دقرائت ډولونه پکې تدریسیږي او په پای کې د ( مولوي ) دزده کړوسند ورکول کیږي
تخصصي دوره : چې پکې عربي ادبیات او دحدیثو علم تدریسیږي اوفارغانو ته په پای کې د ( مفتي ) سند ورکول کیږي ،
باید زیاته کړو چې ددغه دارالعلوم دزده کوونکو شمیر پنځه زرو تنو ته رسیږي او په تعلیمي نصاب کې یې دتجوید اصول ،دپيغمبر (ص ) سیرت اوکړه وړه ، پنج ګنج ، صرف میر ،شرح ماةعامل ،نورالایضاح ، مختصر القدوري ، المرقاۃ فی المنطق ،احوال الشاشي ،تاریخ الخلفاء،هدایه ،کافیه ،شرح التهذیب ، شرح الوقایه ، نورالانوار ، مقامات حریری ،تفسیر جلالین ، مشکا ة المصابیح ،سنن ابی داود ، صحیح مسلم ، صحیح البخاري ، سنن نسائي، دامام مالک مو طا ، شمائل ترمذي او سنن ابن ماجه تدریسیږي ،
په دغه درالعلوم کې مشهور دینی عالمان او دفقهي علومو متخصصین ول چې ډیرشمېر یې دهند اوپاتې یې داوسنۍ پښتونخوا او افغانستان ول هلته تدریس کړی دی او یا یې هم هلته دیني درسونه ویلي دي .
ددغې مدرسې د ځینو مشهوروعالمانو نومونه دادي :
شیخ الهند مولانا محمودحسن دیوبندی
مولانا اشرف علی تھانوی
علامه انورشاه کشمیری
مفتی کفایت الله دهلوی
مولانا فضل ربي (د پکلۍ)، چې د لوگر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې وفات شوی دی،
مولانا فضل محمود مخفي چې دپښتوژبې لیکوال اوشاعر و او دغازي اما ن الله خان سره یې ډېره خوږه او نږدې ملګرتیا لرله ،
مولانا سید حسین احمد مدنی
مولانا محمد الیاس کاندھلوی
مولانا شبیر احمد عثماني
مولانا محمد ادریس کاندھلوی
مولانا مسیح الله جلال آبادی
مولانا سید اسعد مدنی
مولانا سید محمود مدنی
مولانا شمس الحق افغاني : شیخ افغاني په ۱۷ دروژې ۱۳۱۸هـ چې د۱۹۰۰ء سره سمون خوري په کوزه پښتونخوا پېښور ته نیږدې د چارسدې په تاریخي علاقه ترنګزو کې د مولانا غلام حیدر بن مولانا خان عالم ابن مولانا سعد الله په کور کې چې یو علمي او پښتنه کورنۍ وه، زیږیدلی و او په دیوبند کې مدرس و.
بایدزیاته کړو چې دافغانستان پخواني پاچا ارواښاد اعلیحضرت محمدظاهرشا هم دغې مدرسې ته تللی و او هلته دده په نامه یوه دروازه شته چې ( باب الظاهر ) یې بولي ،همداراز د دغه دارالعلوم په نوښت په ۲۰۰۸ زیږدیز کال ( دټول هند دترهګرۍ خلاف کنفرانس )هم جوړ شوی و چې دهر ډول ترهګرۍ غندنه پکې شوې وه ،
(یاد)
