ملتان کې ابدالیان
په ملتان کې میشته ابدالیان
هغه ابدالي پښتانه چې د کندهار له شاوخوا څخه مهاجرتونه کړی دي او په ملتان کې میشته شوي اوس زمونږ په زمانه کې د ملتاني پټهانانو یا افغانانو په نامه بلل کیږي. په دوي کې هم د نورو پښتنو په شان د (زی) او (خیل) څانګې او خیلونه لري .
په تاریخ کې ملتان ته د ابدالیانو تګ پوره معلوم نه دی ، خو د ځینوشواهدو له مخی داسې څرګندیږي چې دوي ملتان ته د هند د مغولي واکمن عالمګیر، اورنګزیب او شاه عالم دواکمنیو په وخت کې ملتان ته تللی دي.
داسې روایتونه هم شته چې د ابدالیانو څخه لومړی ځل په ملتان کې د جمند یا زمند ښاخونه میشته شول او کله چې دغه پښتانه ابدالیان ملتان ته و کوچیدل هلته په رانګپور ګهوپان واله کې میشته شول، دوي به د تجارت له لارې خپل ژوند تامیناوه .
د ابدالیانو هر ښاخ چې په ملتان کې میشته و ځان ته یې بیل بیل خانان درلودل. کله چې په ملتان کې د ابدالیانو شمیر زیات او پیاوړې شو ، نو د ځمند له ښاخ سره يې د زرعتي مئسلو له کبله شخړې را منځ ته شوي او په پای کې د دوي تر منځ خونړۍ جګړې وشوې او د ځمند پر ښاخ بریالي شول او د جمند یا (زمند) ښاخ ډیر خلک ووژل شول پاتې يې له ملتان څخه و ایستل او په دغه ځای باندې ابدالیان خپله قبضه ټینګه کړه .
کله چې ددغو پیښو خبر د ډهلي (ډیلي) دربارته ورسیده نو له هغه ځایه يې د ابدالیانو د خارجیدو (ویستلو/ ایستلو) فرمان صادر کړ، هغه وخت چې ابدالیانو دغه خبره واوریده نو هک پک شول دوي درې تنه استازي د ډهلي (ډیلي) پاچا دربار ته واستول او هلته يې د خپلو ګناوو عفوه وغوښته .
د ډیلې پاچا دومره نرم شو چې د دوی په کورنیو باندې يې تیرې بند کړ ، خو ابدالي خانان او مشران يې تر دويم امره پورې بندیان کړل.
کله چې په دکن کې مرهټه وو او نورو د مغولي دربار پر ضد په بغاوت لاس پورې کړ او څو ځله يې مغولي لښکرو ته ماتې ورکړې نو په هغه وخت کې د ابدالي قبیلې قیدیانو له بندي خانې نه د وتلو غوښتنه وکړه چې دوي ته ددی زمینه برابره کړئ چې د مرهټه وو او نورو باغیانو سره وجنګیږي هماغه و چې د وخت د ضرورت او غوښتنې له مخي د دوي غوښتنه ومنل شوه او د یوه پوځ په ملګرتیا ابدالیان هم د دکن خواته لاړل او په نوموړو جګړو کې يې له ځانه دومره زړورتیا او میړانه وښودله چې مغولي واکمن له هغوي نه خوشحاله او دوی ته يې ډیره خلعتونه او بخششونه ورکړل او بیا بیرته ملتان ته ستانه شول چې هماغه وخت دغه خلک ځمکه وال اود ملتا ن په شاوخواکې د جایدادونو اود ځمکو خاوندان دي.
د نواب مظفر خان په دوران کې چې د ملتان ډیر مشهور نواب و د لاهور والي رنجیت سنګهـ په ملتان باندې تسلط وموند او نواب مظفر خان شهید شو په کال ۱۸۷۵ بکر ماجیتی کال کې سکانو په ملتان باندی تسلط ټینګ کړ او هغه پښتانه چې د سکانو له عام قتل څخه خوندي پاتې شوی وو له ملتان څخه ولیږدیدول او د نواب مظفر خان بهادر خیل سدوزی سیمو یعنی منکیر ا او بهکرا ته را غلل او کله چې منکیرا د رنجیت سنګهـ لاس ته ورغله هغوي په دیره جاتو په تیره بیا په دیره اسماعیل خان کی میشته شول.
په ملتان کې اوس هم ډېرشمیرابدالیان میشته دي .
(یاد)
