اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

علي وزیر

علي وزير د غر هومره سړے ( افسانه)

د امام د الله اکبر سره د صفونو په مینځ کښې د الله اکبر یوه بله چغه پورته شوه، د چا غوږونو ته لاسونه رسېدلي وو او د چا لاسونه لا په هوا کښې وو چې د یو خونړي درز سره د غوږونو پردې وشلېدلې، د سترګو ګاټي وچاودل ، هر طرف ته شنۀ لوګي پورته کېدل، چغې سورۍ جوړې شوې، غوښې اندامونه،پښې او لاسونه د ونو په څانګو کښې ځنګېدل، د اسمان نه وینه ورېدله،د چاودنې غږ دومره خونړے وۀ چې د ادیرې مړو به هم د منونو خاورو لاندې د یا الله خیر نعرې کړې وي، د اسمانونو مارغانو به هم د هېبته چغې ویستې وي، د سمندرونو مخلوقاتو به هم د انسان نه پناه غوښتې وي، خو د غرونو په سرونو کښې د "الله ډېر لوي دے الله ډېر لوې دے" د خوشالۍ چغې شوې، د جشن ډزې شوې او داسې په اتڼ شول لکه د یو شهید د جنازې په ځاي یې د فرعون په لښکر برید کړے وي، لکه ځنګلونو سړي خوارۀ یې وژلي وي.

دا هغه وخت وۀ چې د وختونو خدایانو د ژبو نه د ګویایۍ توان تروړلے وۀ، په اشارو کنایو خبرې کول هم ګناه کبیره ګڼل کېدله، د بل د سر اور مړ کول څۀ چې د خپل ټټر نه ځلېدونکې سکروټې څنډل هم جرم وۀ، د یتیمانو په سر لاس راښکل د لاسونو د پرېکېدلو سبب وۀ، د تورسرو لوپټې د دنګو دنګو غرونو په غارونو کښې تار تار پرتې وې، په تکبیر الله ذبح شوي مشرانو اسمان ته د وینو ډکې سترګې نیولې وې،دنګې دنګې شملې د خاورو سره خاوره پرتې وې، هغه ځوانان چې په خولو کښې یې ژبې لرلې لکه هاروت و ماروت د ژبو نه په زندانونو کښې اوېزان پراتۀ وو، خوېندې او مېاندې یې په ورستو شوو خیمو کښې په انتظار ورستې شوې وې، د زامنو جنازو د پلارانو د اوږو غوښې ترمې ترمې وړې وې، د ښار په چوکونو کښې د باغیانو ذبح شوې تنې لکه پسونه اپوټه رازوړندې وې، د ښوونځو دېوالونه ایره ایره پراتۀ وو، د جماتونو منارې نړېدلې وې، د برقي خمبو تارونه لکه د اوښانو مهارونه د زمکې په سر زنګېدلل، د مسیحا لاسونه په زنځیرونو دومره کلک تړلي شوي وو چې تور شنۀ اوړېدلي وو، تور سوي پړسېدلي جسدونه د غرونو په لمنو کښې بې کفنه پراتۀ وو. سر خو څۀ چې چا سترګې قدر له هم نۀ شوې پورته کولے ،په ټیټو سترګو، کڼو غوږونو، ګونګو ژبو او بې لاسو پښو د مرګ نه بتر ژوند روان وۀ.

په داسې حال کښې چې دنګې دنګې ونې هم د رکوع او سجود په حالت کښې ټیټې کړے شوې وې، د ګټې د پاسه ګټه لکه ودرول هم د څڼو خاوندانو بغاوت ګڼلو او هغه لکه د غر ارته سینه، مضبوط هډونه،لوړه دنګه جوسه،غټ غټ تاؤ کړي بریت،ګونګرو ګونګرو تر اوږو وېښتۀ، لوړ سر او سرې سترګې د میدان په مینځ کښې ولاړ وۀ، لکه د زمري غړمبېدو، د بغاوت چغو یې اسمانونه نړول ، د ویرې او ترهګرۍ په ځول طوفان کښې یې لکه د نیم د ګُورې مامورې ونې په زمکه پښې ښښې کړې وې، د یتیمانو په سرونو یې سیورے جوړ کړے وۀ، د پېغلوکو تار تار لوپټې یې ګنډلې، د پلارانو ترمې ترمې ، غوښې غوښې اوږې یې ټکورولې، په ورستو شوو خيمو کښې په انتظار ورستو شوو میاندو ته یې حوصلې ورکولې، په تش لاس یې د لښکرو مخه نیولې وه، په تش لاس یې د جنتونو سوداګرو ته سینه ډبوله، که څۀ هم د مرګونو دیوتاګانو، د فرعون ملاتړلو لښکرونو د هغۀ د سر د ټیټولو دپاره سازشونه جوړول ، د هغۀ کور ته یې کفن کښې تړلې مرمې لېږلې، د هفۀ د کور وړو پسې ښوونځو ته تلل، په لارو کوڅو کښې یې دړکې پرې کولې، د مرګ ګواښونه یې ورته کول خو هغۀ ته جوړ مور په ګوټۍ کښې د زمري وینه ورکړې وه ،لکه د هغۀ په سینه کښې د هاتي زړۀ درزېدۀ، لکه د هغۀ اعصاب د فولادو نه جوړ شوي وي وو نو ځکه نه خو یې د ویرې نه سر ټیټ کړۀ او نۀ چرته یو قدم په شا لاړ.

د جنتونو سوداګرو هغه په هر حال کښې په ملا ماتول غوښتل، د هغه لاسونه پښې یې پرې کول غوښتل، د هغۀ خله یې ګنډل غوښتل، د هغۀ د لاس نه یې قلم تروړل غوښتل، د هغۀ خورې ورې څانګې یې پرېکول غوښتل،د هغۀ د څانګو سیوري ته ناست یتیمان یې بې سیوري کول غوښتل، هغوي په هر قیمت د هغۀ سر ټیټول غوښتل خو د هغه دنګه څټه نوره هم دنګه شوې وه، د هغۀ ارته سینه نوره هم ارته شوې وه، د هغۀ څانګې د یوې ورځې نه بلې ته خورېدلې، چار چاپېره یې تخمونه شېندل، نوې نوې تنکۍ تنکۍ غوټۍ یې سپړدلې، ګُور مامور سیوري ته یې بلها غم ځپلي، دردېدلي، شرمخانو داړلي، یتیمان، سرتورې، بوډاګان، کونډې او بورې میاندې راټولې وې.

هفۀ د چا نه هیڅ نۀ غوښتل، بس هغۀ فقط امن غوښتو، هغۀ فقط مینه غوښته،هغۀ د ذبح شوو مشرانو د وینو ډکو سترګو کښې سوالونو ته ځوابونه غوښتل، هغۀ په انتظار ورستو شوو میاندو ته بیرته د زړۀ نه شوکولې ټوټې غوښتلې خو شاید هغۀ ته پته نۀ وه چې د هغۀ غوښتنې واجب القتل دي، د هغۀ غوښتنې ناروا دي، د هغۀ غوښتنې د پوره نظام خلاف دي، د هغۀ غوښتنې د وخت د قارون خلاف دي،د وخت د نمرود خلاف دي، د وخت د فرعون خلاف دي، او هغۀ بیا هم په بیا بیا چغې وهلې چې "ظلم کوي خلاف یې یو".

نو ځکه د هغۀ د کور په دروازه پرله پسې دومره جنارې ورننوتې چې د یتیمانو ساندو یې أسمانونه ونړول، د کونډو ویرونو یې غرونه ولړزول، د اوښکو سمندرونه توي شول، د کور په چتونو یې د بارودو بارانونه وورېدل، خو خداي خبر هغه د کومې خاورې نه جوړ شوے وۀ، هغۀ په سینه کښې څنګه زړۀ لرلو، هغه په رښتیا د فولادو نۀ جوړ شوے وۀ، د هغۀ د سترګو نه یوه اوښکه هم توي نۀ شوه، هغۀ خداي خبر څنګه دومره طوفانونه په سینه کښې بندي وساتل، هغۀ خداي خبر څنګه دومره طوفانونه وزغمل، هغه خداي خبر څنګه اوس هم لکه غر په میدان ولاړ وۀ، د کلي ټولې دروازې د وحشت په زنځیرونو تړلې پرتې وې او هغۀ راتلونکو جنازو ته د خپل کور دروازه وویسته خو یو قدم هم وروستو نۀ شوۀ، د هغۀ کور د یتیمانو ډک شو، د هغۀ کور د کونډو ډک شو د هغۀ په کور کښې د جنازو کټونه کم شول، د هغۀ کورنۍ ادیرې کښې زمکه ختمه شوه،خو د هغۀ حوصله لا ځوانه شوه، د هغۀ همت نور زیات شوۀ، د هغۀ جذبه نوره تانده شوه، هغۀ په میدان نورې پښې ښښې کړې، د هغۀ آواز نور اوچت شوۀ.

نو ځکه د جنتونو سوداګرو او د فرعون ملاتړلو لښکرو د هغۀ د کور د یتیمانو د خلې نوړې هم وشکوله د هغۀ په باغونو یې زهرجنې اسپرې وکړلې، د هغۀ مارکیټونه یې په بمونو والوزول، د هغۀ پمپونو ته یې اور ورته کړو، د هغۀ د روزګار هره وسیله یې لولپه کړه ،د هغۀ په سر یې ددې هر څۀ سوزېدلې ملبې بار کړې، د هغۀ په سر یې د هغۀ د کورنۍ اوولس جنارې بار کړې،د هغۀ د څانګو پورې یې د غر هومره تنې وتړلې، د هغۀ په څټه یې غرونه غرونه کاڼي وورول، او چې بیا یې هم سر ټېټ نۀ شوۀ، پښې یې ونۀړکېدې، خورې ورې څانګې یې راټولې نۀ کړې نو دنیا ورته حېرانه ودرېده ، د کوه قاف ښاپېرۍ ورته ګوته په خلۀ شوې، د ایلم غر ورته وپسخېدۀ ،سمندرونه ورته په سلامۍ ودرېدل، ستوري سپوږمۍ ورته لاس په نامه ودرېدل او هغۀ د ورور اتلسمه جنازه هم په اوږه کړه او لکه غر چپه خلۀ د ادیرې په لور روان شوۀ.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←