دملي او رسمي ژبې اهمیت
د یو هیواد لپاره د ملي او رسمي ژبی اهمیت !
لیک: همایون روفي
ملي او رسمي ژبه د یو ملت د جوړښت او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره خورا مهمه ده ځکه چې دا په ټول هیواد کې د ملي هویت، کلتوري یووالي او د وګړو ترمنځ د اړیکو د وصل وسیله جوړیږي چی لاندی نقطي په بر کی نیسي
د ملت په جوړښت اغیزه:
ملي او رسمي ژبه د یوې تعلیم یافته او منسجمې ټولنې په جوړولو کې مرکزي رول لوبوي
د کلتوري میراث لیږد:
ژبه د نسل څخه نسل ته د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د لیږد لپاره لومړنۍ وسیله ده ولی چی ژبه د یو هیواد د چاپیریال ، کلتوري میراث او ملي ارزښتونو پوهیدلو ته اسانتیا برابروي
د ملي هویت جوړښت :
د یوې ګډې ژبې زده کړه او کارول د یو واحد ملت سره د تړاو احساس رامینځته کوي او د اتباعو ټولنیز هویت او ملي شعور پیاوړی کوي، پرته له دې چې د دوی ټړاو د یو مشخص قوم سره په نظر کی ونیول شي .
یو منظم تعلیمي سیستم:
ملي او رسمي ژبه د ټولو اتباعو لپاره د یو متحد، مرکزي تعلیمي سیسټم او معیاري نصاب رامینځته کولو ته لاره هواروي پوهنې ته مساوي لاسرسی تضمینوي چی د دی سره د ملت د عمومي سواد کچه لوړوي.
:د ساینس او ټیکنالوژۍ وده او پراختیا
ملي او رسمي ژبه پرته له دی چې د افکارو څرګندولو، د معلوماتو تبادلې او هیواد دننه د پوهاوی د وسیلې په توګه کارول کیږی بلکه د یو ملت تصور د ساینس، هنر او ټیکنالوجي په اړه روښانه کوي
د ځمکنۍ بشپړتیا ضامن:
یوه ګډه ملي ژبه د هیواد د ریښو د تقویه کولو لپاره یوه ډاډمنه ، پیاوړی سیاسي او ټولنیزه وسیله ده.
ملی او رسمي واحده ژبه د هیواد د مختلفو سیمو د خلکو ترمنځ مؤثره اړیکه او راکړه ورکړه کړه تضمینوي، کومه چې د ورځني ژوند، حکومتدارۍ او عدالت لپاره خورا مهم ده
د دولت او خپلواکۍ سمبول:
ملي او رسمي ژبه د یو هیواد د اتباعو د سیاسي هویت او ډیری وختونه د دولتي حاکمیت، ځواک او یووالي سمبول ګڼل کیږي.
د توپیر او تبعیض له منځه وړل:
یوه ګډه ژبه د مختلفو قومونو او ایتنیکي ګروپونو ترمنځ چی په هیواد کې ژوند کوي، متقابل تفاهم ته وده ورکوي او د ژبې، سمت یا قومیت پر بنسټ داحتمالي شخړو مخنیوی کوي
سیاسي او حقوقي یووالي:
ژبنی یووالي د مناسب قانوني میکانیزمونو لخوا پلی کیږي چی د حکومتدارۍ او عدالت د یو متحد سیسټم په توګه د ملت او دولت په جوړولو کې اړین رول تر سره کوي.
د لیکنی پایله
په یو هیواد کی یوه ملي او رسمي ژبه یواځی د پوهاوی او اړیکو وسیله نه بلکې یو بنسټیز عنصر دی چې تعلیم، کلتور، هویت او حکومتداري یو بل سره غوټه کوي او د یو ملت او د هغې د ځمکنۍ بشپړتیا د تضمین او پرمختګ لپاره د یو قوي او تل پاتی بنسټ ډبره
ږدي
نو راشۍ چی پښتو ولیکو ، پښتو ولولو او پښتو وپالو او له پیړیو راهیسی د پښتنو واکمنانو دهغی ستری خطا او پښتو ژبی سره د سطحي چلند ته د پای ټکی کښیږدو تر څو د کابل ، تهران او دوشنبی ترمنځ په ژبني لحاظ ټوپیر او افغان هویت له ننګونو څخه وژغورل شي
همایون روفي
جرمني 07.01.26
