اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

رښتین او پښتو

رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا کې

ددې سرليک څخه مطلب دا دى، چې د رښتين او پښتو اړيکي په پوهنيز ډول څېړل کېږي.

د پوهنې ډېر تعريفونه شته دی، چې دلته نه راجمع کېږي او د ساپوهنې د جرمني پوهاند تراکسل TRAXEL

تعريف بنسټ ګرزول کېږي، چې وايي: ((پوهنه د څېړنلارې (ميتودي) پواسطه په لاس راغلى معلومات دى)).

هره پوهنه ځانته څېړنلارې لري د څېړنلارو په بنسټ مختلفې پوهنې يو د بل څخه بېليږي. پدې ليکنه کې دا خبره څېړل کېږي، چې پوهاند رښتين نه يوازې د ليکوال په توګه بلکې د دندې په توګه د پښتو سره اړيکې لرل. دلته د ادب د سا پوهنې د څېړنلارې يا ميتود څخه کار اخيستل کېږي، چې د يوه ليکوال د ليکنو له مخې د هغه سړيتوب يا شخصيت انځوروي او بر خلاف د سړيتوب څخه يې د ليکنو اندازه لګولى شي.

لدې کبله د رښتين روزني او ژوند ته ځغلند نظر اچول کېږي، چې د سړيتوب د پېژند په برخه کې د معلوماتو غوره چينه ده.

پېژندګلوى : پوهاند صديق الله رښتين د مولانا تاج محمد خان ځوى دى، چې په مهتمم مشهور و او په هډ پښتون د سليمان خېلو د پرګنې پورې اړه لري. پوهاند صديق الله رښتين په 1919ع کال کې د مومندو په غازي اباد (سور کمر) کې ځېږېدلى دى او لومړنۍ زده کړه يې د مولانا فضل لربي او مولانا ابراهيم کاموي او مولانا غلام نبي خان څخه کړېده. 1932ع کال کې د هډې صاحب دارالعلوم نجم المدارس کې په زده کړه پيل وکړ بيا په 1936 کال د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو او هغه يې په پښتو ټولنه کې عالى درجه سرته ورساوه، او په 1939 کال يې په پښتو ټولنه کې په کار پيل وکړ او په 1941 کال د پښتو د قواعدو عمومي مدير شو، چې دوړانګي په نامه مجله يې خپروله او د څه وخت دپاره يې د ځیري جريده او د وږمې مجله هم چلوله. په 1955 کال کې د پښتو ټولنې رييس شو. په 1956 کال کې د پوهنې د وازرت سلاکار او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد و. په 1961 کال کې د کابل د پوهنتون له خوا د پوهاند درجه ورکړى شوه. په 1963ع کال بيا د پښتو ټولنې رييس شو او 1973ع کال پورې ددې ټولنې رييس و، بيا تقاعد شو.

د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين دا لنډه پېژندګلوي مونږ ته نه يوازې دا راپه ګوته کوي، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه ده ته د پښتو د خدمت دنده ورپغاړه شوې وه او د پښتو سره يې ددندې له پلوه اړيکې لرلې بلکې دده لوړ استعداد هم راپه ګوته کېږي، چې د مدرسې او ملايئ روزنې سره سره يې ځان د پښتو ژبې د پوهاند درجې ته رسولى دى.

دا، چې ارواښاد پوهاند رښتين د خپل استعداد او هغه وسايلو سره، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه يې په لاس کې لرل، د پښتو حق يې څومره ادا کړى دى، په دې برخه کې قضاوت د پښتو نورو مينوالو او پوهانو ته پرېږدم او د پوهاند صديق الله رښتين پښتنې لارښوونې نومې کتاب، چې د پېښور د يونيورسټۍ بک اېجنسۍ له خوا د دوهم ځل دپاره په 1986ع کال کې چاپ شويدى لنډ نظر اچوم.

ارواښاد پوهاند رښتين د دې کتاب په لومړي برخه پښتنې خويونه او په دوهمه برخه کې پښتنې دودونه او په دريمه برخه کې پښتنې لارې چارې راپه ګوته کړيدي. د لومړي برخې په پيل کې ليکي، چې: يوې برخې کې هغه ټول خويونه او صفتونه راځي، چې په ټولو پښتنو کې يو شان لمانځل کېږي او هر څوک ورته په درانه نظر ګوري. دا خويونه د پښتون د کليمې د هر توري يوه ښکاره مانا او تفسير هم ګڼل کېدلى شي.

پت او عزت : تر ټولو دروند او سپېڅلى خوى پت او عزت يا په بله ژبه پت پالل او عزت ساتل دي. د پښتو پاخه شاعران او استاذان پت او عزت پدې ډول ستايي:

خوشال خټک وايي:

سر دې لاړ شي مال دې لاړ شي پت دې نه ځي

د انـســان خو بي همــه واړه په پـت ده

حميد مومند وايي:

پروت په وينو کې لت پت ښه يم په پت کې

نه د ســرو زرو پـه تــخــت باندې بــې پـته

رحمان بابا وايي:

مــړ بهـتر ښه دى تر هغه چې بې پت وي

په ياري کې دې څوک نه کا خداى بې پته

پښتون په هر حال کې، غريب وي او که شتمن، خو د پت او عزت ټينګ ملګري دي. بيا پوهاند رښتين پښتنې ښه خويونه او يا صفتونه لکه: (ښېګڼه او نيکي وفا او وعده، توره او مېړانه، ننګ او غيرت، رښتيا او صداقت، زړوتيا او همت، انصاف او عدالت، شرم او حيا، ښه ځواني او سخي توب! امانت ساتل او سلا مشوره) راپه ګوته کوي او د پښتو د منل شوو شاعرانو او مشرانو ويناګانې ورته د دليل په توګه وړاندې کوي. دا واقعيت، چې خپله پوهاند رښتين هم د پښتنو زيات صفتونه را په ګوته کړي نسبت د پښتون د کلمې تورو ته دده ددې خبرې سره، چې وايي: پښتنې خويونه او د پښتون د کليمې د هر توري يوه ښکاره مانا او تعبير هم ګڼل کېدلى شي. (پښتنې لارښود 7 مخ) په تضاد کې ښکاري.

دا خبره تر هغو، چې تاريخي مدللـه شوي نه وي، چې د پښتون د کليمې تورى د پښتو د صفتونو لنډيز دى پوهنيز مقام نلري، خو د روزني د سا پوهنې EDUCATION PSYCHOLOGY د پيوستون ASSOCIATION د برخې او سمت قانون له مخې، چې وايي: چې کله، چې د يوه ټول يا سمت برخه را ياده شي، نو ټول يا سمت را په يادېږي. کېداى شي، چې دا تورى د پښتنو د هغه صفتونو د رايادېدو سبب وګرځي ، چې دا تورى پکې راځي او برخه يې ده. زما دا لاندې شعر هم پدې ډول منځ ته راغلى دى، چې سړي ته دا احساس پيدا کوي، چې ګني د پښتو د کليمې د هر توري تعبير او مانا ده، خو کله، چې زما نور شعرونه څوک ولولي، چې د پښتو نور صفتونه پکې راغلي دي، نو بيا يې دا احساس له منځه ځي. ښکاره خبره ده، چې پښتو دلته د ټولو صفتونو په بنسټ نه بلکې د يوڅو صفتونو په بنسټ تعريف شوى دى.

لوى پښتون شې

تـش خيال نـدى مادې چـېرتـــه اوريدلــي

پـښـتنې مـور ځـوى تـــه داســې ويــلــي

پښتو ويل، پښتو لوستل، پښتو ليکل به کوي

زمابچيه لوى پښتون شې پښتو تل به کوي

پښتو دپت، ښېګړې، توري او ورورۍ نوم دى

پـه پت کې ژوند په پت کې ناسته ودرېدل به کوي

ښېګړه ژوند د پـښتنو کې ټولنيز قانون دى

ښېګړه هر چېرې بې تمې بـې بدل به کوي

په توره يـا د مونـږ پښتانه د ډېرپخوا نه يـو

توره به نـن، توره سـبا توره هر ځل به کوي

وروري دځواک اود ژوندون دسوکالۍ نښه ده

وروري کول، وروي،پالل، وروري ساتل به کوي

چې پښتونخوا ته پسرلى د پښتونوالي راوړي

پـه زړه کې ساته پـام دستوري په غـزل به کوي

پوهاند رښتين د پښتنې لارښود په سريزه کې دا هم وايي، چې: (پښتو له يوې خوا د پښتون لاس د ژبې نوم دى، نو د بلې خوا د پت او عزت، ښېګڼې او ښه خوى، تورې او مېړانې، ننګ او غيرت، وفا او حیا نوم هم دي. پښتو، پښتو، نو له پښتونواله دا ټولې کليمې په يوه مطلب دلالت کوي ( د پښتنې لارښود مخ 3_4)).

د ساپوهنې د اصولونو له مخې دا خبره سړى تاييدولى شي، چې پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده بلکې د يو لړ صفتونو مجموعه ده، چې پوله يې د پښتون د کليمې د تورو په شمېر تنګه نده او زيات دي. هر پښتون که موړ او که غريب وي دا صفتونه لري د پښتو بابا خوشال خان خټک هم دا خبره تاييدوي، چې وايي:

درست پښتون له قندهار تر اټکه

سره يو دننګ پکار پټ او اشکار

مونږ وينو، چې پښتو ويل او پښتو کول سره توپير لري پښتو د پښتنو ژبه ده، چې يوازې د پوهېدلو يا پوهولو وسيله نده بلکې سوچ هم د ژبې يوه بڼه ده، بې د ژبې څخه سوچ وده کولى نه شي.

پښتو د يو شمېر صفتونو مجموعه ده، چې پښتانه يې لري او يا يې پښتو د صفتونو د مجموعې په توګه د پښتونولى هم ذاتي برخه ده لکه څنګه، چې دودونه، نرخونه، لارې چارې، پېغور او بدل برخه ده. پښتونولي د جرګو يو اولسي سيستم (نظام) دى، چې ډيموکراتيک (جمهوري) خوى لري. لدې کبله پښتو او پښتونولي بېل بېل مفهوم افاده کوي او په يوه مطلب دلالت نه کوي.

د ارواښاد پوهاند رښتين د پښتنې لارښود د کتاب نورې دوه برخې پښتنې دودونه او پښتنې لارې چارې هم په زړه پورې مطالب لري، چې په تيره بيا د ټولنيزې ساپوهنې او حقوقي ساپوهنې د څېړنې موضوع ګرزېدلى شي، چې مونږ يې بل وخت ته پرېږدو.

لنډه دا، چې پوهاند رښتين په پښتنې لارښود سره پښتون اولس ته يوه داسې شتمني پرېښودلې ده، چې د يوې خوا د پښتونولي جرړې خوندي ساتي او د بلې خوا پدې ډګر کې د پوهنيزو څېړنو بنسټ ګرزېدلى شي، چې د پښتو سره د رښتين نه يوازې د دندې په توګه بلکې د ليکوالۍ په توګه د اړيکو نښه ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←